ايسټر هوبارټ موريس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايسټر هوبارټ موريس
ايسټر هوبارټ موريس
ايسټر هوبارټ موريس

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ اگسټ ۱۸۱۴[۱][۲][۳] او ۱۸۱۳[۴]
مړینه 3 اپرېل 1902 (88 کاله)[۱] او 2 اپرېل 1902 (88 کاله)[۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک قاضي   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ايسټرهوبارټ موریس (د اګست ۸مه ، ۱۸۱۲ ز کال – د اپريل ۲ ، ۹۰۲ ز کال) په متحده ايالاتو کې د سولې لومړۍ ښځينه قاضۍ وه (د سولې محکمه هغه ده چې کوچنۍ قضيې پر مخ وړي). هغې د ۱۸۷۰ز کال د فبررۍ په څوارلسمه نېټه د «وومنګ» په «ساوت پاس» ښار کې د قاضۍ په توګه خپله دنده پيل کړه او د نژدې نهو مياشتو لپاره يې خدمت وکړ. د «سويټ واټر» سيم د کميشنرانو پلاوي هغه مهال « موريس» د سولې د قاضۍ په توګه وګومارله، کله چې پخوانی قاضي «ار. ايس بار» د ۱۸۹۶ز کال د دسمبرپه مياشت کې د «وومنګ» په سيمه کې د ښځو د رايې ورکولو د حق د تعديل په غبرګون کې د اعتراض په ډول استعفا ورکړه.[۷][۸][۹]

د مشهورو کيسو او تاریخي روايتونو تر څنګ ايالتي او فدرالي دولتي يادښتونه، «مورس» ته د «وومنګ» د ښځو حقوقو د سمون په تصويب کې د مشرې په سترګه ګوري، خو په دې قانون جوړونه کې د موريس د مشرتابه دنده اختلافي ده. موريس خپله کله هم په دې برخه کې د امتياز ادعا نه ده کړې، دا قانون يې په بشپړ ډول «وليايم ايچ. برايټ» ته منسوب کړی، څوک چې له «ساوت پاس» ښار څخه د قانون جوړونې سيمه ييزغړی او د سيمه ييزې شورا مشر و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ايسټر هاربورټ ميکويګ د نيويارک د «ټيوګا» سيمې په «سپينسر» کلي کې د ۱۸۱۲ز کال د اګست د مياشتې په اتمه نېټه زېږېدلې وه. دا روايت ناسم دی چې هغه د ژوند په لومړيو کې يتيمه شوې وه. رښتيا دا ده چې هغه په يوه ستره کورنۍ کې لويه شوې وه. کله چې ايسټر څوارلس کلنه وه مور يې مړه شوه، خو هغې له پلار، نيا او خپلو خوېندو وروڼو سره تر يو ويشت کلنې پورې اوسېدو ته دوام ورکړ. له دې وروسته ايسټر د «اويګو» سيمې ته وکوچېده او هلته يې د مېرمنو د خوليو د جوړولو سوداګري پيل کړه.[۱۴]

ايستر په ۱۸۴۱ز کال کې  له «ارتيموس سليک» سره واده وکړ، څوک چې د اورګاډي پټلۍ يو انجنير و. د هغې له يودېرشمې کليزې ډېر ژر وروسته د هغې مېړه مړ شو. نوموړې چې  د شتمنيو د ملکیت د ممنوعیت د قانون له امله د نيويارک له قوانينو څخه ناخوښه وه، «ايلينوی» ته ولاړه، چېرې چې د هغې مړ شوي مېړه شتمني اخستې وه. په ۱۸۴۶ز کال کې «ايستر سليک» د ايلينوی په «اوتاوا» کې له جان موريس سره واده وکړ. وروسته دوی د ايلينوی په پيرو کې مېشت شول، همدلته په ۱۸۴۹ز کال کې د هغې زوی جان وزېږېد او په ۱۸۵۱ز کال کې يې غبرګوني بچيان هر یو رابرټ او ايډوارډ وزېږېدل. ماشوم «جان» په کوچنيوالی کې مړشو.

په ۱۸۶۸ز کال کې د هغې مېړه جان  او د هغې زوی ارچيبولډ «ارچي» له هغې ډلې سره يو ځای شول چې د «ډاکوټا» په سيمه کې د «ساوت پاس» ښار ته ولېږدېدل، همدا سيمه وروسته بيا په «وومنګ» سيمې بدله شوه. دوی هلته کانونه راونيول او بېلا بېلې دندې يې تر سره کړې او په دې ډول يې ايستر او دوه نورو غبرګونو بچيانو ته ځای پيدا کړ.[۱۵]

په ۱۸۶۹ز کال کې موريس او د هغې اتلس کلنو غبرګونو زامنو هر يو رابرټ او ايډوارډ د خپلې پاتې کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره د لويديځ پر لور سفر وکړ. لومړی دوی د اورګاډي په مټ په «براين» کې د نوي بشپړېدونکي «ټرانس کانټينينټل» اورګاډي کې يو منځني تم ځای ته سفر وکړ، کوم چې له اوسني «ګرين ريور» څخه پنځلس ميله لرې دی. له دې ځايه موريس او د هغې زامنو د شمال لور ته د بګۍ په مټ سفر ته دوام ورکړ. هغوی د «سويټ مايننګ» ولسوالۍ کې سوکه سوکه يوې غره ييزې درې تر ختلو مخکې د رېګ له غونډېو تېر شول.

«ساوت پاس» ښار ته له راښکته کېدو پر مهال پنځه پنځوس کلنه موريس د وچې ډبرينې ځمکې له طبيعې منظرو سره مخامخ شوه، چې دې ښېرازه منظرو په هېښونکي ډول له هغو منظرو څخه توپير درلود چې هغې په ايلوی او نيويارک کې لېدلې وې. د ۷،۵۰۰ فوټه (۲۳۰۰ متره) په لوړوالي سره د هغې د نوي کور مطلب دا و چې هغه به د لويو وچو د بېلېدو له نقطې سره نژدې د يوې درې په يو شاړ تنګي کې ژوند کوي. موريس يوه لرګينه خونه کې ځای پر ځای شوه چې غولی يې ۲۴ په ۲۶ فوټه (۷/۹ متره) و، شين خټين چت يې درلود اود ايستر مشر زوی رانيولې وه.

د ژمي موسمونه ډېر ځورونکي وو. د ساوت پاس د سيمې وګړي چې د يو اټکل تر مخې شمېر يې نږدې ۴۰۰۰ تنو ته رسېدو، دوی د اوږدو ژمو پر مهال يا خو دا سيمې پرېښودلې او يا له سخت تجريد سره مخ کېدل. جان موريس او ارچي دواړو له رسېدو سره سم د کانونو په شتمنيو کې اسهام واخستل، د تاریخ پوه «مايکل ای ميسي» په وینا د دوی په شتمنيو کې «ماونډين جيک، ګرانډ ټورک، ګولډن سټيټ او نيل مورګن لوډز» شامل وو.[۱۶][۱۷]

د سټينفورډ پوهنتون د يوې څېړنې تر مخې، په لومړي سر کې، د سرو زرو د هجوم په منځ کې امکانات ښه وو، چېرې چې د ساوت پاس ښار کانونو او اړوندو سوداګريو د ۱۸۶۸ز کال او ۱۸۶۹ز کلونو په موده کې ۲۰۰۰ مزدورانو ته دنده برابره کړه، خو له دې وورسته مات شو. تر ۱۸۷۰ز کال پورې ډېرو کان کيندونکو دا سيمه خوشې کړې وه او دلته يوازې ۴۶۰ اوسېدونکي پاتې وو. تر ۱۸۷۵ز کال پورې له سلو هم کم پاتې شول.[۱۸]

په ساوت پاس ښار کې د سولې قاضۍ[سمول]

په داسې حال کې چې ايستر موريس په ډېرې سختۍ سره په ساوت پاس ښار کې په خپل کور کې ځای پر ځای شوې وه چې د ولسوالۍ د محکمې قاضي جان ډبليو. کينګمين هغه په ۱۸۷۰ز کال کې د سولې د قاضۍ په توګه وټاکله. دا ټاکنه تر یو برید پارونکې وه، خو وروسته موريس د دې چوکۍ لپاره غوښتنليک بشپړ کړ او د پنځه زره ډالرو وثيقه يې هم وسپارله چې اړينه بلل کېده. د ۱۸۷۰ز کال د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه د سويټ واټر سيمې د کميشنرانو پلاوي د دوه په يو رايو سره د هغې ټاکنه تاييد کړه.[۱۸]

وروسته د دې سيمې منشي د تيليګراف په مټ يوه خبرپاڼه واستوله، تر څو د سولې د لومړۍ ښځينه قاضۍ د ټاکلو پېښه تاریخي پېښه اعلان کړي. په ۱۸۶۹ز کال کې د «ومنګ» سيمې له خوا ښځو ته د رايې ورکولو د حق په ورکولو سره د موريس د بې ساري ټاکنې شونتيا رامنځ ته کړه. دې منشي چې نړۍ ته يې دا اعلان تيليګراف کړی و، يوه برخه يې په دې ډول ده:

په متحده ايالاتو کې تر ټولو وروستۍ او تر ټولو شتمنې سيمې ومنګ ښځو ته د کار تر څنګ په خبرو کې هم برابر حقوق ورکړل.[۱۸]

د موريس مهمه ټاکنه د قاضي «ار.ايس بار» له استفعا څخه وروسته وشوه، چا چې د ۱۸۶۹ز کال د ديسمبر په مياشت کې په دې سيمه کې ښځو ته د رايې حق ورکولو د قانون د تصويب په اعتراض کې استعفا کړې وه، خو ليکوالې «لاين چيني» په خپل کتاب «امریکايي ميراث» کې ليکلي چې د دې سيمې پلاوي موريس د دې لپاره وټاکله چې د جی.ډبليو. سټيلمين قاضي د کار موده بشپړه کړي. د هغې ټاکنه وګواښول شوه، خو په پايله کې د هغې د کار موده تاييد او په خپل ځای وساتل شوه.[۱۹][۲۰] موريس د قاضۍ په توګه په ساوت پاس ښار کې په ۱۸۷۰ز کال کې د خپل کار موده د «سټالمين» په توقيف کولو سره پيل کړه، چا چې نوموړې ته د خپلې محکمې د اسنادو له سپارلو انکار وکړ. «Lynne Cheney» وايي چې: په پايله کې موريس خپله قضيه په خپله له محکمې څخه په دې دليل خارج کړه چې هغه په دې قضيه کې د يوه ګټه اخستونکي اړخ په توګه د سټالمين د توقيف (نيولو) واک نه لري. موريس په يوه لرګينه خونه کې پر يوه لرګينه تخته په کيناستو سره خپله محکمه له خپلو اسنادو سره له سره پيل کړه. چيني وايي:[۲۱]

کله چې د هغې په محکمه کې راڅرګندېدونکو وکيلانو هڅه وکړه چې د حقوقي اصطلاحاتو او تخنيکي نکاتو سره هغه شرمنده کړي، هغې ومنله چې کمه روزنه يې تر لاسه کړې، خو ډېر ژر يې هغوی وپوهول چې دوی د چا په محکمه کې حضور لري. يو وکيل چې د هغې له ټاکنې مخکې يې وکالت کړی و وايی چې: هغې په ټګي کوونکو هېڅ رحم نه درلود.

موريس په محکمه کې د خپلو زامنو ملاتړ ته پاملرنه وکړه. هغې ارچيبالډ د ولسوالۍ د منشي او رابرټ ته يې له وخت وروسته د مرستيال منشي دنده وسپارله، هغې د محکمې د ثبت او راجستر د ساتلو او د نيولو د حکم د چمتو کولو دنده په غاړه درلوده. د هغې د مېړه جان ملاتړ ډېر زيات نه و. جان په سختۍ سره د خپلې مېرمنې له ټاکنې سره مخالفت وښود او د معلوماتو پربنسټ په محکمه کې يې داسې يو حالت رامنځ ته کړ چې، ايستر د هغه زنداني کولو ته اړ شوه.[۲۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6r793cn — subject named as: Esther Hobart Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Esther-Hobart-McQuigg-Slack-Morris — subject named as: Esther Hobart McQuigg Slack Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. subject named as: Esther Hobart Morris — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=20120 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. https://en.wikisource.org/wiki/Woman_of_the_Century/Esther_Morris
  5. پیوستون : 6653029  — د نشر نېټه: ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹
  6. سمونګر: Thomas Dublin او Kathryn Kish Sklar — سرليک: Online Biographical Dictionary of the Woman Suffrage Movement in the United States — خپرونکی: Alexander Street Press
  7. Delbride, Rena. "Trailblazer: Wyoming's first female judge, Esther Hobart Morris was ahead of her time". Made in Wyoming, Our Legacy of Success. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Cheney, Lynne (April 1973). "It all began in Wyoming". American Heritage. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Delbride, Rena. "Trailblazer: Wyoming's first female judge, Esther Hobart Morris was ahead of her time". Made in Wyoming, Our Legacy of Success. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Massie, Michael A. "Reform is where you find it: The roots of Woman Suffrage in Wyoming" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Loewen, James W. (October 16, 2007). Lies across America: What our historic sites get wrong. Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780743296298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:ISBN
  12. Scharff, Virginia (1989), "Grace Raymond Hebard: The Independent and Feminine Life; 1861–1936", in Clifford, Geraldine Joncich (المحرر), Lone Voyagers: Academic Women in Coeducational Universities. 1870–1937, The City University of New York, New York, NY: The Feminist Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lamont, Victoria. "More than she deserves: Woman Suffrage memorials in the Equality State" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Overlooked No More: She Followed a Trail to Wyoming. Then She Blazed One. - The New York Times". Nytimes.com. د لاسرسي‌نېټه May 24, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Karin, Marcy Lynn; Babcock, Professor Barbara; Wayne, Erika (Fall 2002) [February 28, 2003]. "Esther Morris and her Equality State: From Council Bill 70 to Life on the Bench" (PDF). Women in the Legal Profession. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  16. Larson, T.A. (1981). Larson, T.A. (المحرر). Wyoming, a Guide to Its History, Highways, and People. Writers' Program of the Work Projects Administration in the State of Wyoming. University of Nebraska Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8032-6854-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). This estimate appears high compared to other references which describe the area population in the 1,500–3,000 range.
  17. Massie, Michael A. "Reform is where you find it: The roots of woman suffrage in Wyoming" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 4, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ Karin, Marcy Lynn; Babcock, Professor Barbara; Wayne, Erika (Fall 2002) [February 28, 2003]. "Esther Morris and her Equality State: From Council Bill 70 to Life on the Bench" (PDF). Women in the Legal Profession. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  19. Katz, Elizabeth D. (2021-07-30). "Sex, Suffrage, and State Constitutional Law: Women's Legal Right to Hold Public Office" (په انګلیسي ژبه کي). Rochester, NY. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  20. "It all began in Wyoming". American History Lives at American Heritage. www.americanheritage.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه February 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Cheney, Lynne (April 1973). "It all began in Wyoming". American Heritage. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Karin, Marcy Lynn; Babcock, Professor Barbara; Wayne, Erika (Fall 2002) [February 28, 2003]. "Esther Morris and her Equality State: From Council Bill 70 to Life on the Bench" (PDF). Women in the Legal Profession. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]