ايزابل ارسولا تاشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايزابل ارسولا تاشي
ايزابل ارسولا تاشي
ايزابل ارسولا تاشي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Isabel Ursula Cadogan د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۴ جولای ۱۹۱۱
مړینه 14 اپرېل 1981 (70 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ايزابل ارسولا تاشي (۱۹۱۱ جولای ۲۴ – ۱۹۸۱ اپريل ۱۴) يوه افريقايي-تراينيدادي ټولنيزه، بشري حقوقو فعاله او سياستمداره وه. د خلکو د ملي ګوند د يوې بنسټ اېښودونکې په توګه، هغې د دې ګوند د مرستيالې په توګه کار وکړ، او لومړۍ ښځينه وه چې په دې څوکۍ دنده تر سره کړي. کله چې تراينيداد اوټوباګو له برتانيې څخه خپلواکي تر لاسه کړه، هغې د نوماندې په توګه ټاکنو کې برخه واخسته او د استازو د نوي جوړ شوي مجلس لومړۍ غړې په توګه يې ټاکنې وګټلې. هغه د هيواد په کابينه کې لومړۍ ښځينه وزيره وه. له مړينې وروسته هغې تهد ټرينيټي صليب نښان ورکړل شو، کوم چې د هيواد تر ټولو لوړ شرف دی.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ايزابل ارسولا کاډوګان د غرب الهند برتانيې په مستعمره ترينيډاد او ټاباګو د ترينډياډ ټآپو په سرن فرنانډو کې د ۱۹۱۱ز کال د جولای په ۲۴ نېټه زېږېدلې وه، د مور نوم يې ماود او د پلار نوم يې توماس کاډوګان و. پلار يې خياط و، د هغې له زېږېدو ډېر ژر وروسته دې کورنۍ پرينسس ټاون ته کوچ وکړ، کاډوګان همدلته ستره شوه او حکومتي لومړي ښوونځي کې يې زده کړې وکړې. دا چې هغه مهال په هيواد کې منځنيو زده کړو ته لاسرسی کم و، نوموړې هم منځنيو زده کړو ته کم لاسرسی درلود او له دې کبله کاډوګان خپلې زده کړې د زده کوونکي-ښوونکي د نظام سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. کله يې چې د ښوونکي زده کوونکي په توګه کار کاوه، هغې د زدهکوونکو د کب په چمتووالي پيل وکړ، کانسرتونه، نڅاوې او د ويناوو مراسم يې برابرول. هغې په پرينسس ټاون کې د هلکانو کلب جوړ کړ، په ګڼو مرستندويه مراسمو يې کار وکړ، تر څوپه خپله ټولنه کې د انجليکي کليساسنټ سټيفن له لارې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي. [۱]

مسلک[سمول]

د ښوونځي له بشپړولو وروسته کاډوګان په سينټ ماډيلين کې د بورې د پټيټ مورن تصدۍ د لنياتو په کارخانه کې کار وکړ او وروسته يې د خوږو د کروندې په دفتر کې د منشۍ په توګه کار ته دوام ورکړ. څه موده وروسته هغه د اسپانيې بندر ته ولاړه، او  (Perreira's and Company) په شرکت کې يې د زېرمتون د سمبالښت د منشۍ په توګه په کار پيل وکړ. هغه د پورټو ريکو په پوهنتون کې د زده کړې په دورو کې داخله شوه او د ۱۹۳۸ز کال د سپتمبر په څلور وېشتمه نېټه ې د جورج ميک ګريګر تاشي سره واده وکړ. تاشي د ښوونکو د زده کړې او کلتوري ټولنې (TECA)، د خلکو د زده کړې خوځښت (PEM)  او د ښځو د انستيتوتونو له فدراسيون سره يو ځای شوه، په دې ډول هغې په سياست کې فعاليت پيل کړ.[۲]

د ښځو دې ادارو په ټول ټاپو کې پر زده کړه او ټولنيزو خدماتو وړاندې کولو تمرکز درلود. په ۱۹۵۵ز کال کې له نېواک څخه د خلاصېدو د هڅو پر مهال، PEM د خلکو د ملي خوځښت د ښڅو د څانګې په توګه بيا فعال شو.تاشي او نورې ښځې کور په کور ګرځېدې او د نوماندانو لپاره يې د بسپنې تر لاسه کول او مبارزې سمبالولې.هغې همداراز د څېړونکې په توګه کار وکړ، د برتانوي پارلمان د غړو د ويناوو متنونه يې لوستل، دا متنونه د هانسارد په نوم پېژندل کېدې او نوموړې به د ويناوو لپاره په لېکنو کې مرسته کوله.

تاشي له ګڼو کليوالو شوراګانو سره د اړيکو يوه شبکه جوړه کړه او د خلکو ملي خوځښت (PNM) په جوړولو کې د ايريک وليامز لپاره ارزښتناکه پانګه وګرځېده. په ۱۹۵۶ز کال کې تاشي د ګوند يوه مرستياله وټاکل شوه او په ورته وخت کې د ګوند د ښځو د څانګې او همداراز د FWI د مشرې په توګه يې وکار وکړ. په ۱۹۵۹ز کال کې د هغې واده له منځه ولاړ او تاشي خپل ډېر وخت سياست ته وقف کړ او په دې توګه يې ملي شهرت وموند. کله چې ټرينيډاډ او ټوباګو خپلواکي تر لاسه کړه او په ۱۹۶۱ز کال کې ټاکنې تر سره شوې، تاشي له دې کبله ناهيلي شوه چې د ښځو نقش يوازې د نارينه وو تر ملاتړ پورې محدود شوی دی، هغې د اسپانيې ختيځې ولسوالۍ بندر څخه ځان نوماند کړ او له اوه زره څخه په زياتو رايو سره يې ټاکنې وګټلې. د استازو نوي مجلس ته تر بريا وروسته هغه په ټرينيډاډ کې په دې برخه کې خدمت کونکې لومړۍ مېرمن شوه. هغه وروسته د پارلمان د منشۍ په توګه وټاکل شوه، هغې همداراز په سيمه ايز حکومتولۍ او ټولنې د پرمختګ په برخه کې کار وکړ. دې ادارې په ټاپو کې د روغتيا، اوبو او بدرفت د اړتياوو د ډاډمن کولو په برخه کې مسئوليت په غاړه درلود. [۳][۴][۵][۶]

کله چې په ۱۹۶۳ز کال کې وليام لومړی وزير و، هغه خپله کابينه بيا منظمه کړه، تاشي يې د روغتيا او استوګنځای وزيره کړه، هغه لومړۍ ښځه چې هيواد کې يې د وزېرې په توګه کار وکړ. د خپل کار په موده کې هغې ځينې نوښتونه وکړل تر څو تعليمي موکو ته وده ورکړي؛ کلتوري، کورني اقتصاد او اخلاقي روزنې يې ورکړې، د افريقايي او اندو-ټرينډاډي او ټوباګوني ټولنو تر منځ يې توکميز زغم ته يې وده ورکړه. هغې په ۱۹۶۴ز کال کې له ويليامز سره سترو افريقايي هيوادونو ته سفرونه وکړل او د سفر پر مهال په سنيګال کې د ښځو په مجله کې د هغې په اړه لېکنې خپرې شوې.دوه کاله وروسته، کله چې د هغې وزارت په دوه برخو چې يو دروغتيا او بل د مسکن وزارت و ووېشل شو، تاشي ته  د دواړو دندو مسئوليت وسپارل شو، په کوم کې چې هغې تر ۱۹۷۰ز کال پورې کار وکړ. هغې د روغتيا په وزارت کې له ډاکټر ليونارډ کوميسونګ سره مسئوليتونه په شريکه پر مخ وړل، ډاکټر ليونارډ په دې ټاپو کې لوړ پوړی روغتيايي مسئول و. [۷][۸]

تاشي په ۱۹۶۹ز کال کې ايتوپيا ته د سفيرې په توګه وټاکل شوه، هغه له ټرينيډاډ څخه لومړۍ ښځينه سفيره وه. زامبيا هم د هغې په سفارتي دندو کې شامل شو او تر ۱۹۷۱ز کال پورې يې په دې دندو کار وکړ، کله چې ټرينيډاد ته راستنه شوه د معارف او کلتور د وزېرې په توګه وټاکل شوه، په دې دنده يې د ۱۹۷۵ز کال په اوږدو کې کار وکړ. په ۱۹۷۴ز کال کې هغه د ګويان د عالي کميشنرې په توګه وټاکل شو او که څه هم په ۱۹۷۵ز کال کې سنيګال ته د ټرينيډاډ او ټوباګو د سفېرې په توږګه وټاکل شوه، د کميشنرې دنده يې هم له ځآنه سره وساتله. په داسې حال کې چې ګويان کې يې کار کاوه، [۹][۱۰]

مړينه او ميراث[سمول]

تاشي د ۱۹۸۱ز کال د اپريل په څوارلسمه نېټه مړه شوه او له مړينې څلور مياشتې وروسته د ټراينډاډ تر ټولو لوړ شرف د تراينيتي صليب ورکړل شو. تاشي خپل ځان د ښځو د حقوقو فعاله نه بلله، هغېتر ډېره بريده د ښځو د حالت ښه کولو لپاره کار کړی دی. هغې  د خپل ځان په اړه ويلي چې «د تعريف له نظره ښځمنپاله نه وه، خو پر بشري حقوقو يې باور درلودل». [۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Matthews 2016.
  2. The Gleaner 1959، ص. 23.
  3. The Gleaner 1961، ص. 2.
  4. Gordon 1988، ص. 497.
  5. St. Pierre 2015، ص. 111.
  6. Palmer او Schomburg Center for Research in Black Culture 2006، ص. 2182.
  7. AWA 1964، ص. 11.
  8. The Gleaner 1963، ص. 1.
  9. The Star 1970، ص. 9.
  10. The Gleaner 1969، ص. 27.