ايريس مارداک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايريس مارداک
(انګلیسي: Jean Iris Murdoch د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ جولای ۱۹۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
ډبلن [۱۷][۱۸]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 8 فبروري 1999 (80 کاله)[۱][۳][۴][۶][۷][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۹][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل الزایمر [۲۰]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آيرلينډ
برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت الزایمر   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۱۴]
فیلسوف [۲۱][۱۴]
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۲][۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډيم جين ايريس مارداک (۱۵ جولای ۱۹۱۹- ۸ فبروري ۱۹۹۹ز کلونه) يوه ايرلينډۍ او بریتانوۍ ناول ليکونکې او فيلسوفه وه. مارداک د ښه او بد، جنسي اړيکو، اخلاقياتو او د لاشعور د ځواک په اړه د لیکنو له امله يې زیات شهرت موندلی. «تر جال لاندې (۱۹۵۴ز کال)» په نوم د هغې لومړی ناول، په ۱۹۹۸ز کال کې د موډرن کتابتون له خوا د شلمې پېړۍ د انګليسي ژبې د سلو غوره ناولونو په ډله کې غوره شو. د «سمندر، سمندر» په نوم د هغې د ۱۹۷۸ز کال ناول د «بوکر» جايزه وګټله. په ۱۹۸۷ز کال کې، د ادبياتو د خدماتو له امله ملکه الزابيت دويمې هغې ته د « اغلې» لقب ورکړ. په ۲۰۰۸ز کال کې، د ټايم مجلې مارداک «له ۱۹۴۵راهيسې د ۵۰ سترو بریتانويو ليکوالانو» په نوملړ کې شامله کړه.[۲۴]

د هغې په نورو کتابونو کې «بيل ()۱۹۵۸)، سر پرې شوی (۱۹۶۱ ز کال )، سور او شين (۱۹۶۵ ز کال )، ښه او غوره (۱۹۶۸ ز کال)، تور شهزاده (۱۹۷۳ ز کال)، هينري او کاټو (۱۹۷۶ ز کال )، د فيلسوف شاګرد (۱۹۸۳)، ښه روزونکی (۱۹۸۵ز کال )، کتاب او ورورولي (۱۹۸۷ز کال)، سيارې ته پيغام (۱۹۸۹ ز کال ) او د ګرين نايټ (۱۹۹۳ز کال )» شامل دي.

ژوند[سمول]

مارداک د ايرلينډ د ډبلين په فيبسبرا کې زېږېدلې وه، د ارين اليس (née Richardso، ۱۸۹۹-۱۹۸۵ز کلونه) او ويلز جان هوګس مارداک لور وه. د هغې پلار يو دولتي مامور و، اصلاً د «کاونټي ډاون، هيل هال» اوسېدونکې و، کورنۍ يې تر ډېره بریده «پريسبيټيرين» (د عيسايي دين يوه مذهبي څانګه ده) عيسايان او شپنه بزګره وه. په ۱۹۱۵ز کال کې هغه د «کينګ ايډوارډ هارس» په ځواکونو کې د سرتيري په توګه وګومارل شو او مخکې تر دې چې د دویم ډګرمن رتبه ورکړل شي، د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يې په فرانسه کې خدمت وکړ. د اريس له زېږېدو مخکې د هغې مور د سندرغاړې په توګه روزنه تر لاسه کړې وه، هغه په «ډبلين» کې د منځنۍ طبقې د ايرلينډ د کليسا اړوندې کورنۍ غړې وه. د مارداک مور او پلار په لومړي ځل په ډبلين کې هغه مهال وليدل، کله چې د هغې پلار خپله رخصتي تېروله او په ۱۹۱۸ز کال کې يې واده وکړ. ايريس د دې جوړې يواځینی بچی و. کله چې هغې يوازې څو اونۍ عمر درلود، کورنۍ يې لندن ته ولاړه، پلار يې د روغتيا وزارت کې د دویمې درجې د منشي په توګه کار پيل کړ. هغه د ايرلينډي رياضي پوه «برين مارداک» لرې ترله ده.[۲۵][۲۶][۲۷]

مارداک په «چيزيک» کې ستره شوې وه او په په پرمختګتيزو ښونځيو کې يې زده کړې کړې وې، په ۱۹۲۵ز کال کې د «فوربيل ډيمانسټريشن» ښوونځي کې داخله شوه او له ۱۹۳۲ څخه تر ۱۹۳۸ ز کال پورې يې په «بريسټل» کې د بيډمينټن ښوونځي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۳۸ز کال کې، هغه د اکسفرډ سامرويل کالج ته د انګليسي د لوستلو په نيت ولاړه، خو بيا «ګريټس» برخې ته يې ځان بدل کړل، دا د زده کړې يوه دوره ده چې کلاسيک، لرغونی تاريخ او فلسفه پکې رانغښتي دي. په اکسفرډ کې هغې له «ډونالډ ايم. ميکنينن» سره فلسفه ولوسته او «اګاميمنون» (يو يونانی پاچا و) په اړوند د «ايډوارډ فرينکل» سيمينارونو ته ورتله. په ۱۹۴۲ز کال کې د وياړ لومړۍ درجه سند ورکړل شو. کله يې چې اکسفرډ خوشې کړ، نو په لندن کې يې د ملکې له خزانې سره کار پيل کړ. د ۱۹۴۴ز کال د جون په مياشت کې هغې د خزانې دنده پرېښوده او له UNRRA سره يې کار پيل کړ. په لومړي سر کې يې دنده په لندن کې د دې ادارې د اروپا سيمه ييز دفتر کې وه. په ۱۹۴۵ز کال کې نوموړې لومړی برسلز ته انتقال شوه، بيا انسبرک ته او بالاخره د اتريش «ګراز» ته واستول شوه، دلته يې د کډوالو په يو پنډغالي کې کار وکړ. نوموړې په ۱۹۴۶ز کال کې UNRRA پرېښود.[۲۸][۲۹][۳۰]

له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۴۸ز کال پورې، اريس مارداک د کامبريج په «نيونهام» کالج کې په فلسفه کې د ماسترۍ زده کړې وکړې، هغې په کامبريج کې له «ويټجينسټاين» سره وليدل، خو دهغه درسونو کې حاضره نه شوه، ځکه چې د هغې له رارسېدو مخکې نوموړي «ټرينټي کالج» خوشې کړی و. په ۱۹۴۸ز کال کې، هغه د اکسفورډ د «سينټ اني» کالج همکاره شوه، چېرې چې هغې تر ۱۹۶۳ز کال پورې د فلسفې درسونه ورکړل. له ۱۹۶۳ ز کال څخه تر ۱۹۶۷ز کال پورې، نوموړې په اونۍ کې يوه ورځ د هنر په رايل کالج کې د عمومي مطالعاتو په څانګه کې درس ورکاوه.[۳۱]

په ۱۹۵۶ز کال کې مارداک له «جان بيلي» سره واده وکړ، څوک چې يو ادبي نقاد، ناول ليکونکی و، او له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۹۲ز کال پورې د اکسفورډ پوهنتون د انګليسي «وارټن» پروفيسر و، له نوموړي سره يې په ۱۹۵۴ز کال کې په اکسفورد کې ملاقات شوی و. دا غېر عادي عاشقانه اړيکه له څلوېښتو کلونو څخه زياته د مارداک تر مړينې پورې پر ځای پاتې شوه. بيلي فکر کاوه چې جنسي اړيکې «اړينې خو د خندا وړ دي». خو له بلې خوا مارداک له ګڼو نارينه او ښځو سره اړيکې درلودلې، کومې چې په بيلا بيلو ځايونو کې خپله [بيلي] ليدلې او د هغه لپاره نا ارامونکې وې. [۳۲][۳۳]

د ايريس مارداک لومړی ناول د «د جال لاندې» په نوم و، کوم چې په ۱۹۵۴ز کال کې خپور شوی و.له دې وړاندې هغې د فلسفې په اړوند مقالې خپرې کړې وې او لومړی مونوګراف يې د «جين پال سارټری» په اړه په انګليسي ژبه کې خپور شوی و. هغې نور پنځه ويشت ناولونه او د فلسفې اثار خپاره کړل، تر څنګ يې شاعري او ډرامه هم وليکل، په ۱۹۷۶ز کال کې نوموړې ته د برتانوي سترواکۍ د نښان ته ونومول شوه، او په ۱۹۸۷ز کال کې د برتانوي سترواکۍ د نښان ښځينه لقب ورکړل شو. هغې ته د بات پوهنتون (DLitt، ۱۹۸۳ز کال )، د کامبريج پوهنتون (۱۹۹۳ز کال) او کينګز پوهنتون (۱۹۹۴ز کال) افتخاري سندونه ورکړل. هغه په ۱۹۸۲ز کال کې د علومو او هنرونو د امریکايي اکاډمۍ افتخاري بهرنۍ غړې وټاکل شوه.[۳۴][۳۵][۳۶]

د «جيکسن معضله» په نوم د هغې وروستی ناول په ۱۹۹۵ز کال کې خپور شو. اريس مارداک په ۱۹۹۷ز کال کې د ذهني اختلالاتو په ناروغۍ (الزايمر) اخته شوه او په ۱۹۹۹ز کال کې په اکسفورد کې مړه شوه. د اکسفورډ په ليډي مارګريټ هال کې يو مېز د هغې وياړ ته ځآنګړی شوی، چېرې به چې هغې له قدم وهلو خوند اخيست.[۳۷]

آثار[سمول]

فلسفه[سمول]

د یو څه وخت لپاره، د فيلسوفې په توګه د مارداک اغېز او لاسته راوړنې د ناول ليکونکې په توګه د هغې د بريا تر سيوري لاندې راغلې، خو وروستيو ارزونو هغې ته له جګړې وروسته په انګلو-امريکايي فلسفه کې ځانګړی ځای ورکړی، په ځانګړي ډول په اخلاقي فلسفه  او د ارستو او اپلاتون بيا تشرېح لپاره د هغې د وړانديز شوي کار له امله. مارتا نوسبام د مارداک د اخلاقي فلسفې د «نظم او ضبط باندې د بدلون داغېزو» لپاره استدلال کړی، ځکه چې هغې د خپلو تحليلونو لارښونه د خپلې خوښې او انتخاب په يوه زمانه کې د غالبو موضوعاتو پر بنسټ نه وه کړې، بلکې د پاملرنې (خلک يو بل د ليدلو او تصور کول څه ډول زده کوي) او ښکارندويي تجربې له لارې ( د ژوند حسي «شی» اخلاقي حساسيت څه ډول منځ ته راوړي). [۳۸]

د مارداک د فلسفي کار په اړوند يوه وروستۍ ټولپوښتنه کې، «جسټين براکيس» د مارداک  د اخلاقي فلسفې ګڼو جلا جلا ځانګړتياوو ته اشاره کړې، په کومه کې چې يوه «اخلاقي حقيقت پالنه يا طبيعيت پالنه هم شامل دي، له کومې څخه چې په نړۍ کې د عاجزۍ يا سخاوت په څېر ځانګړتياوې، د علم مخالفت، د انساني اخلاقي روانپوهنې رد، يو ډول خصوصيت پالنه، فضايلو ته ځانګړې پاملرنه او د اخلاقي ادراک يا اخلاقي حقايقو ته د کتنې پر استعارې ټينګار، منځ ته راتګ» هم شامل دي. بروکس همدا راز وايي چې د فلسفې پر اصولو د مارداک اغېز يو مهال غیر مستقيم و، ځکه چې هغې هم په خپلو همعصرو او هم د فلسفيانو په راتلونکي نسل اغېز وکړ، په ځانګړي ډول په «الزابت اينسکمب، فلپا فوټ، جان ميکډويل او برنارډ وليمز» باندې. هغې د خپلو لومړيو ناولونو نسخې انسکيمب ته واستولې، خو د انسکيمب په لیکنو کې داسې هېڅ نه شته چې د دې ناولونو عکاسي کوي.[۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118585835  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118585835  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Мёрдок Айрис — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0613755/ — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917259z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Iris-Murdoch — subject named as: Dame Iris Murdoch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx7nv9 — subject named as: Iris Murdoch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6446 — subject named as: Iris Murdoch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7253046 — subject named as: Iris Murdoch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3612 — subject named as: Iris Murdoch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Iris Murdoch — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=20339 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/murdoch-jean-iris — subject named as: Jean Iris Murdoch
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0044985.xml — subject named as: Iris Murdoch — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: (Jean) Iris Murdoch — Dictionary of Irish Biography ID: https://doi.org/10.3318/dib.006063.v1 — سرليک: Dictionary of Irish Biography — خپرونکی: Royal Irish Academy
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/158563 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007598 — subject named as: Dame Iris Murdoch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007598 — subject named as: Dame Iris Murdoch — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  17. پیوستون : 118585835  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. پیوستون : 118585835  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Мёрдок Айрис — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. https://www.inphoproject.org/thinker/3612 — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳
  20. https://www.independent.co.uk/arts-entertainment/obituary-dame-iris-murdoch-1069841.html — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳
  21. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/71228 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  22. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917259z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  23. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9439843
  24. (5 January 2008). "The 50 greatest British writers since 1945". Archived from the original on ۲۵ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link). The Times. Archived on 25 April 2011. Retrieved on 18 June 2012.
  25. Meyers, Jeffrey (2013). Remembering Iris Murdoch: Letters and Interviews. New York: Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137352415. مؤرشف من الأصل في 7 فبروري 2018. د لاسرسي‌نېټه 1 جون 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Conradi, Peter J. (2001). Iris Murdoch : A Life. New York: Norton. د کتاب نړيواله کره شمېره 0393048756. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Wilson, A. N. (2003). Iris Murdoch as I knew her. London: Hutchinson. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780091742461. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Iris Murdoch Deemed Top Pick for Next Chiswick Blue Plaque". Chiswick W4. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Susan, Brown; Patricia, Clements; Isobel, Grundy. "Iris Murdoch". Orlando: Women's Writing in the British Isles from the Beginnings to the Present. Cambridge University Press. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Somerville College. "Iris Murdoch". Somerville Stories. د اصلي آرشيف څخه پر 23 جون 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 27 جون 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Conradi, Peter J. (2004). "Murdoch, Dame (Jean) Iris (1919–1999)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford: Oxford University Press. DOI:10.1093/ref:odnb/71228. ISBN 978-0-19-861412-8. 
  32. Ann Wroe (31 جنوري 2015). "Of literature and love". The Economist. مؤرشف من الأصل في 7 فبروري 2015. د لاسرسي‌نېټه 15 فبروري 2015. Sex did not feature much... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Archer, Graeme (23 جنوري 2015). "The secrets of Iris Murdoch and John Bayley's unconventional marriage". The Telegraph. مؤرشف من الأصل في 3 اپریل 2015. د لاسرسي‌نېټه 3 مارچ 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Honorary Graduates 1989 to present | University of Bath". Bath.ac.uk. مؤرشف من الأصل في 17 جولای 2010. د لاسرسي‌نېټه 29 اګست 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. [۱] Archived 1 February 2013 at the Wayback Machine.
  36. "Book of Members, 1780–2010: Chapter M" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. مؤرشف (PDF) من الأصل في 9 نومبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 25 جولای 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Iris Murdoch's Oxford Life". 27 نومبر 2016. مؤرشف من الأصل في 22 اګست 2017. د لاسرسي‌نېټه 22 اګست 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Nussbaum, Martha C. (31 December 2001). "When she was good". New Republic. المجلد. 225. د کتاب پاڼي 28–34. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Broackes, Justin. (2012). "Introduction". Iris Murdoch, philosopher: a collection of essays. Oxford, England: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-928990-5. مؤرشف من الأصل في 26 نومبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Broackes, Justin (2011). "Introduction," Iris Murdoch, Philosopher. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289905. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)