اوکټوجن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
HMX
اوکټوجن
Cyclotetramethylentetranitramin
د کیمیایی فورمول C4H8N8O8
نقطه ذوب ۲۰۳ درجې
کثافت ۱,۹۱ g/cm3
د چاودونکی سرعت ۸۸۰۰ متره په ثانیه کې

اوکټوجن ( په انگریزي کی:Oktogen ) د نیتروژن (ښورې) ترکیبونو څخه یوه آغېزمندي چاودونکي توگه ده چی د HMX په نوم هم یادېږي. دغه چاودونکي توگه په ځانگري ډول د توغندیو، بمونو او ماینونو د جوړولو لپاره کارېږي.

توصیف

اوکټوجن یوه کریستالي سپینه ماده ده چی په عصوي مواد کی ویلېږي. د چاودونکی سرعت یی ۸۸۰۰ متره په ثانیه کې دی.د چاودونکی حرارت یی ۳۴۰۰ درجې ده. د اوکټوجن نقطه ذوب ۲۰۳ درجې ده. د اوکټوجن چاودونکي فشار ۳۴۹،۹۶۰ باړونو ته رسېږي. اوکټوجن د هیکسوجن څخه کمزوري چاودونکي توگه ده او د دی لپاره اوکټوجن د هېکسوجن یا تی ان تی په چاودونکي توگو کی گډېږي.

د اوکټوجن جوړول

اوکټوجن یوه دښورې تیزاب دايره وي عصوي توگه ده چی د C4H8N8O8 کيميایي فورمول لري.

  • ۱

هیکسامین او د ۹۸ ٪ د ښورې تيزات سره تعامل کوي.


CH2)6N4 + 6 HNO3 --------> (CH2.N.NO2)3 + 6 H2O + 3 CO2 + 2 N2)


CH2)6N4 + 4 HNO3 --------> (CH2.N.NO2)3 + 3 CH2O + NH4NO3)

  • ۲

د هغو عکس العملو څخه هیکسوجن او اوکټوجن منځ ته راځي.