اوټوپیا (ایډيالي ښار)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اوټوپیا یا ایډیالي ښار یوه داسې خیالي ټولنه څرګندوي چې د خپلو غړو لپاره ډېرې مطلوبې یا کابو بشپړې ځانګړنې لري. دا مفهوم د لومړي ځل لپاره په ۱۵۱۶ کال کې د «سر ټامس مور» له‌خوا په «اوټوپیا» کتاب کې وکارول شو چې په نوې نړۍ کې د خیالي ټاپو یوه ټولنه تعریفوي. له دې سره سره، ښايي یوه اشتراکي ټولنه هم وښيي. په دودیز ډول ښايي دا کلمه یا د دې کلمې صفت بڼه په مترادف ډول د «ناشوني» او «له ذهنه لرې» په معنا هم وکارول شي.[۱]

فرضي ایډیالي ښارونه د نورو شیانو تر منځ پر اقتصاد، دولت، عدالت او دې ته ورته کټګوریو تمرکز کوي چې د عملي کېدو مېتود او جوړښت یې د ايډیولوژۍ له مخې توپير لري. «لایمن ټاور سرجنټ» استدلال کوي چې د ایډیالي ښار یا اوټوپیا ماهیت په ذاتي ډول متناقض دی، ځکه چې ټولنې یو ډول نه دي او داسې غوښتنې لري چې له نورو سره په ټکر کې دي، له دې امله شونې نه ده چې دا غوښتنې دې په یوه وخت کې پوره شي. دی وايي:[۲]

ټولن‌پال، کپیټلېسټ، سلطنت غوښتونکي، ډیموکراټيک، انارشېست، ایکولوژيک، فیمینېست، نرواک، برابري غوښتونکي، توکم پال، کیڼ اړخي، ښي اړخي، اصلاح غوښتونکي، همجنس پال، لېزبین او ګڼ نور ایډيالي ښارونه موجود دي. ځینې استدلال کوي چې ایډیالي ښار د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره اړین دی. خو که په ناسم ډول وکارول شي خطرناک کېږي. اوټوپیا دلته په ذاتي ډول متناقض ماهیت لري. ـ لایمن ټاور سرجنټ، اوټوپینېزم: یوه ډېره لنډه پېژندنه (۲۰۱۰)[۳]

ريښه‌پېژندنه او تاریخچه[سمول]

«اوټوپیا» کلمه په ۱۵۱۶ کال کې له یوناني ژبې څخه واخیستل شوه او د انګرېز «سر ټامس مور» له‌خوا د لاتیني متن «Utopia» لپاره وکارول شوه. ټکی په ټکی ژباړه یې «بې مکانه» ده چې د یوناني له οὐ ("بې") او τόπος ("مکان") څخه اخیستل شوې ده او د هرې ناموجودې ټولنې په معنا ده. په معیاري استفاده کې د دې کلمې معنا بدله شوې ده او دا مهال معمولاً هرې هغې ناموجودې ټولنې ته کارېږي چې تر اوسنیو ټولنو غوره ګڼل کېږي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

اسطوره‌يي او مذهبي ایډیالي ښارونه[سمول]

په ډېرو فرهنګونو، ټولنو او مذهبونو کې د تېر وخت داسې اسطورې او خاطرې شته چې د هغه مهال څرګندونه کوي چې بشر په ابتدايي او ساده حالت کې بشپړ خوشحاله ژوند درلود. بېلابېلې اسطورې څرګندوي چې هغه مهال د انسانیت او طبیعت تر منځ غریزوي همغږي موجوده وه. د خلکو اړتیاوې کمې او غوښتنې محدودې وې. د بشر اړتیاوې او غوښتنې په اسانۍ سره د طبیعت په مرسته پوره شوې. له دې امله د جګړې یا ظلم لپاره هېڅ انګېزه نه وه. سخت او دردناک کار ته هم اړتیا نه وه. انسانان ساده او پرهېزګاره وو او ځانونه یې خدای او خدایانو ته نږدې ګڼل. د بشر پوهنې د یوې تیورۍ پر بنسټ د ښکاریانو-راټولوونکو ټولنه لومړنۍ بډایه ټولنه وه.

دا لرغونې اسطوره‌يي او مذهبي بېلګې په ډېرو فرهنګونو کې ثبت شوې دي او کله چې خلک له سختو شرایطو سره مخامخ کېږي، دا اسطوره‌يي او مذهبي بېلګې بیا ورسره را ژوندۍ کېږي. په ایډیالي ښارونو کې د اسطورو انځور یا نقشه تېرو زمانو ته نه ور ګرځي، بلکې د راتلونکي پر لور یا هم لرې او خیالي ځایونو ته متوجه وي. تصور دا وي چې په راتلونکي کې به د فضا په یوه ګوټ کې تر مرګ ور هاخوا د خوشحاله ژوند امکان موجود وي.

په متحدو ایالتونو او اروپا کې د دویم لوی ویښتابه (شاوخوا ۱۷۹۰-۱۸۴۰) په جریان کې او تر هغه وروسته ډېرو مذهبي او راډیکالو ډلو اوټوپیايي ټولنې جوړې کړې چې په هغو کې ایمان د غړو د ژوند پر ټولو برخو واک چلولی شوای. په دغو اوټوپيايي ټولنو کې «شېکران» (Shakers) شامل وو [شېکر یوه مذهبي فرقه ده] چې په اتلسمه پېړۍ کې په انګلستان کې رامنځته شول او په ۱۷۷۴ کال کې امریکا ته ورسېدل. یو شمېر مذهبي اوټوپيايي ټولنې په ۱۸مه او ۱۹مه پېړۍ کې له اروپا څخه متحدو ایالتونو ته راغلې چې له دې ډلې «په بېدیا کې د ښځو ټولنه»، «افراټا خانقاه» او «هارموني ټولنه» د بېلګې په توګه یادولی شو. هارموني ټولنه د مسیحي او مذهبي عقایدو یوه ډله وه چې په ۱۷۸۵ کال کې د جرمني په «ايپټینګن» کې جوړه شوه. دغه ټولنه په «وورټمبرګ» کې د دولت او «لوټري» کلیسا د مذهبي ځورونې له امله د ۱۸۰۳ کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه متحدو ایالتونو ته وکوچېده او په «پنسلوانیا» کې ځای پر ځای شوه. د ۱۸۰۵ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه شاوخوا ۴۰۰ پیروانو «هارموني ټولنه» په رسمي ډول تنظیم کړه او خپل ټول توکي یې سره شریک کړل. دغې ډلې تر ۱۹۰۵ کال پورې دوام وکړ او د امریکا په تاریخ کې په تر ټولو اوږده بریالي کمون بدله شوه.[۱۰]

معاصر ایډیالي ښارونه[سمول]

په ۲۱مه پېړۍ کې د اوټوپیا یا ایډیالي ښار په اړه د ځینو لیکوالانو بحثونه تر کمښت وروسته اقتصاد، وروستی کپيټلېزم او نړیوال عاید دي؛ د بېلګې په توګه د "انساني کپیټلېزم" ایډیالي ښار چې «د ریالستانو لپاره ایډيالي ښار» په نامه کتاب کې تشرېح شوی دی، نړیوال عاید، په اونۍ کې ۱۵ ساعته کار او پرانیستي سرحدونه په کې شامل دي.[۱۱]

د سکانډیناویا هېوادونه چې تر ۲۰۱۹ کال پورې د نړیوالې خوشحالۍ د راپور په سر کې وو، کله ناکله معاصر ایډیالي ښارونه بلل کېږي. که څه هم بریتانیایي لیکوال «مایکل بوت» افسانه وبلل او په ۲۰۱۴ کال کې یې د شمالي اروپا د هېوادونو په اړه یو کتاب ولیکه.[۱۲]

اقتصاد[سمول]

د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د ایډیالي ښارونو ګڼې نظریې تر ډېره د دې باور په غبرګون کې رامنځته شوې چې د ټولنیزې بې‌نظمي لامل کومرشلېزم او کپيټلېزم دي. دغه نظرونه د ګډو ځانګړنو د لرلو له امله په یوه لوی ټولن‌پال اوټوپيايي خوځښت کې ډلبندي کېږي. یوه معموله ځانګړنه یې د توکو برابر وېش دی چې پیسې په بشپړ ډول په کې حذفېږي. ښاریان یوازې هغه کارونه کوي چې خوند ترې اخلي او د ټولو په ګټه دي او د هنرونو او علومو د پالنې لپاره کافي موکه یا فرصت په لاس ورځي. د دغسې ایډیالي ښارونو یوه کلاسیکه بېلګه د «اډوارډ بلامي» د ۱۸۸۸ کال په ناول (Looking Backward) کې څرګندېږي. ویلیم موریس یو بل ټولن‌پال ایډیالي ښار د ۱۸۹۰ کال په ناول (News from Nowhere) کې انځور کړی دی. دا ناول تر ډېره د بلامي د ایډیالي ښار د بیوروکراټيک ماهیت په غبرګون کې لیکل شوی او موریس نیوکې پرې کړې دي. کله چې سوسیالستي یا ټولن‌پال غورځنګ پراخ شو، له اوټوپیانېزم سره یې واټن رامنځته شو؛ مارکس د مخکېني سوشیلېزم پر کلک منتقد بدل شو چې ده «ایډیالي ښار» باله. په یوه ماټریالسټي اوټوپيايي ټولنه کې اقتصاد بشپړ دی؛ انفلاسیون یا تورم نه‌شته او بشپړه ټولنیزه او مالي برابري موجوده ده.[۱۳]

ساینس او ټېکنالوژي[سمول]

که څه هم د «فرانسېس بېکن» ناول «نیو اتلانتیس» څه ناڅه علمي تومنه لري، خو علمي او ټېکنالوژيکې اوټوپیاوې یا ایډیالي ښارونه ښايي په راتلونکي کې رامنځته شي، باور دا دی چې پرمختللی علم او ټېکنالوژي د ایډيالي ښار د ژوند معیارونه برابروي؛ د بېلګې په توګه د مړینې او کړاو ورکېدل؛ او د انسان په طبیعت او وضعیت کې بدلون راتلل. ټېکنالوژۍ د انسان د ژوند پر ډول هومره اغېزه کړې ده چې د خوب، خوراک یا حتا تکثر په څېر عادي کارونه هم د مصنوعي وسایلو په مرسته کېږي. په نورو بېلګو کې یې داسې ټولنې شاملېږي چې په هغو کې انسانانو له ټېکنالوژۍ سره تعادل رامنځته کړی وي او یوازې د انساني ژوند د شرایطو ښه کولو لپاره کار ترې اخلي چې د بېلګې په توګه «سټار ټرېک» یادولی شو.

سرچينې[سمول]

  1. Giroux, Henry A. (2003). "Utopian thinking under the sign of neoliberalism: Towards a critical pedagogy of educated hope". Democracy & Nature (Routledge) 9 (1): 91–105. doi:10.1080/1085566032000074968. https://uniteyouthdublin.files.wordpress.com/2015/01/giroux-utopian-thinking-under-the-sign-of-neoliberalism-towards-a-critical-pedagogy-of-e.pdf. 
  2. Giroux, H. (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Utopian thinking under the sign of neoliberalism: Towards a critical pedagogy of educated hope"]. Democracy & Nature 9 (1): 91–105. doi:10.1080/1085566032000074968. 
  3. Sargent, Lyman Tower (2010). Utopianism: A very short introduction. Oxford, UK: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 21. doi:10.1093/actrade/9780199573400.003.0002. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-957340-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite report
  5. Lodder, C.; Kokkori, M; Mileeva, M. (2013). Utopian Reality: Reconstructing culture in revolutionary Russia and beyond. Leiden, The Netherlands: Koninklijke Brill NV. د کتاب پاڼي 1–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-26320-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Uchronia: Uchronie (l'utopie dans l'histoire), esquisse historique apocryphe du développement de la civilisation européenne tel qu'il n'a pas été, tel qu'il aurait pu être, Uchronia.net, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), reprinted 1988, کينډۍ:ISBN.
  7. Douglas, Christopher (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". ""Something That Has Already Happened": Recapitulation and Religious Indifference in The Plot Against America"]. MFS Modern Fiction Studies 59 (4): 784–810. doi:10.1353/mfs.2013.0045. ISSN 1080-658X. 
  8. Fondanèche, Daniel; Chatelain, Danièle; Slusser, George (1988). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dick, the Libertarian Prophet (Dick: une prophète libertaire)"]. Science Fiction Studies 15 (2): 141–151. ISSN 0091-7729. 
  9. Filozofický slovník 1977, s. 561
  10. Teuvo Peltoniemi (1984). "Finnish Utopian Settlements in North America" (PDF). sosiomedia.fi. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2018-07-02 باندې). Who Really Stands to Win from Universal Basic Income?.
  12. . Are Danes Really That Happy? The Myth Of The Scandinavian Utopia.
  13. Woollacott, Angela (2015). "Systematic Colonization: From South Australia to Australind". Settler Society in the Australian Colonies: Self-Government and Imperial Culture. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191017735. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۰. In Wakefield's utopia, land policy would limit the expansion of the frontier and regulate class relationships. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)