Jump to content

اولډس هکسلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الدوس هاکسلي
Aldous Huxley (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Godalming (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۶ جولای ۱۸۹۴[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۲ نومبر ۱۹۶۳[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
huxley.net (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

اولډس لیونارډ هکسلي (26 جولای 1894 – 22 نومبر 1963) يو انګريز ليکوال او فيلسوف و. د نوموړي د تصنيفاتو په فهرست کې نږدې پنځوس کتابونه شامل دي، چې د ناولونو او غير افسانوي اثارو تر څنګ مقالې، روايتونه او شعرونه پکې دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

نوموړی په نوميالۍ «هکسلي» کورنۍ کې زېږېدلی و، د اکسفرډ له باليول کالج څخه يې په انګليسي ادب کې د لسانس سند تر لاسه کړی و. د خپل مسلک په لومړيو کې، نوموړي لنډې کيسې او شاعري خپاره کړل، او د يونليکونو، طنزونو او ډرامو له خپرولو مخکې يې، د ادبي مجلې «اکسفرډ پويټري» مسئول مدير و. نوموړي د خپل ژوند وروستۍ برخه په متحده ايالاتو کې تېره کړه، او له 1937 څخه تر خپلې مړينې يې په لاس انجلس کې ژوند وکړ. د ژوند تر پايه، هکسلي په خپل وخت کې تر ټولو سترو مفکرينو څخه د يو په توګه منل شوی و. نوموړی په ادب کې د نوبل جايزې لپاره نهه ځلې نومول شوی و، او په 1962ز کال کې د ادب شاهي ټولنې له خوا د ادبياتو د همکار په توګه ټاکل شوی و.[۱۸][۱۹][۲۰]

هکسلي يو سوله پال و. نوموړي په فلسفي تصوف، همدا راز په نړيوالتوب کې ليوالتيا پيدا کړې وه، او د The Perennial Philosophy (1945)، The Doors of Perception (1954) په څېر خپلو اثارو کې يې دا موضوعات بيان کړي و، په لومړي کتاب (The Perennial Philosophy) کې د لوېديځ او ختيځ تصوف تر منځ مشترکات روښانه شوي، او د (The Doors of Perception) په نوم کتاب کې نوموړی له مسکلين سره د خپلې نفسياتي تجربې ترجماني وړاندې کړې. د Brave New World (1932) تر ټولو مشهور ناول او د Island (1962) په نوم د هغه تر ټولو وروستي ناول کې، نوموړي د «ډسټوپيا» او «يوټوپيا» په اړه خپل ليدلوری وړاندې کړی دی (ډيسټوپيا یو تر ټولو ناوړه خيالي دولت دی او يوټوپيا تر ټولو غوره خيالي دولت دی).[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

هکسلي په 1894ز کال کې د انګلستان د «سري» په «ګوډلمنګ» کې زېږېدلی و. نوموړی د لیکوال او د ښوونځي د سرښوونکي «ليونارډ هکسلي» درېيم زوی و، څوک چې د «کارنهيل» مجلې مسئول مدير و، مور يې د «لیونارډ هکسلي» لومړۍ مېرمن «جوليا ارنلډ» وه، چې د Prior's Field School ښوونځي بنسټ يې اېښی و. «جولیا» د شاعر او نقاد «ميتيو ارنلډ» خورزه او د اغلې «همفري وارډ» خور وه. «جولیا» په خپل زوی د خپلې خور د يو ناول د يو کردار «اولډس» نوم کېښود. «اولډس» د «تاماس هنري هکسلي» لمسی و، څوک چې يو ژوپوه، اجناسټک [هغه څوک چې په هېڅ د نه پوهېدو باور لري] او جنجال زېږونکی [په هر څه کې مخالفت کونکی] و، چا ته چې عموماً د "داروين بولډاګ" ويل کېدل. د هغه ورور «جوليان هکسلي» او ميرنی ورور «اينډريو هکسلي» هم نوميالي بيالوژي پوهان وو. «اوډلس» يو بل ورور درلود چې «نول ټريوين هکسلي» (1889-1914) نومېدو، چا چې د يو لړ روغتيايي تشويشنو څخه وروسته ځان وواژه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په کوچنیوالي کې د هکسلي عرفي نوم "اوګي" و، چې د "اوګري" لنډيز و. خپل ورور «جوليان» نوموړی د يو داسې چا په توګه تشریح کړی و څوک چې بيا بيا د څيزونو د نا اشنا کيفيت په اړه فکر کاوه. د هغه د تربور او همعصر «ګيروس هکسلي« په وينا، نوموړي په لومړيو کې له انځورګرۍ سره لېوالتيا درلوده.[۳۰]

د هسکلي زده کړې د خپل پلار د بوټپېژندنې په مجهز لابراتوار کې پيل شوې، له هغې وروسته نوموړی د «ګوډلمنګ» سره نږدې په «هلسايډ» ښوونځي کې داخله وکړه. په دې ځای کې د هغه مور د څو کلونو لپاره د هغه ښونکې وه، تر دې چې هغه سخته ناروغه شوه. له «هيلسايډ» وروسته نوموړی «ايټن» کالج ته ولاړ. مور يې په 1908ز کال کې مړه شوه،  کله چې هغه څوالس کلن و (وروسته يې پلار بل واده وکړ). نوموړي ته په 1911ز کال کې د «keratitis punctata» [د سترګو يوه ناروغي ده] ناروغي ورسېده؛ له دې امله نوموړی له دوه څخه تر درې کلونو پورې پوره ړوند و، او په دې ډول د هغه دا خوبونه نيمګړي پاتې شول چې ډاکټر شي. په 1913ز کال کې، هکسلي د اکسفرډ په بالیول کالج کې داخله  وکړه، او هلته يې انګليسي ادبيات ولوستل. نوموړی په 1916ز کال کې په داوطلب ډول د برتانيې له پوځ سره يوځای شو، تر څو سترې جګړې ته ولاړ شي؛ بیا هم د روغتيايي دلايلو له کبله هغه رد شو، ځکه چې يوه سترګه يې نيمه ړنده وه. وروسته د هغه د سترګو ليد تر يو بريده ښه شو. نوموړي په 1916ز کال کې د «اکسفرډ پويټري» مجلې مسئول مديريت وکړ، او د همدې کال د جون په مياشت کې يې د لومړۍ درجې امتياز سره د لسانس سند تر لاسه کړ. د هغه ورور جوليان ليکلي دي:[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

زه باور لرم چې دهغه ړوندوالی په اصل کې يو نعمت و. په يو دليل، هغه د مسلک په توګه د طبابت د خپلولو نظر پای ته ورساوه...د هغه بې ساري توب د هغه په نړيوالتوب کې پروت دی. هغه د خپلې لېوالتيا په ميدان کې د ټول علم تر لاسه کولو وړتيا درلوده.[۳۶]

په باليول کې د خپلو کلونو پای ته رسولو وروسته، له مالي اړخه د خپل پلار پوروړی و، د دندې پیدا کولو پرېکړه يې وکړه. نوموړي په ايټن کالج کې یو کال فرانسوي ژبه  تدريس کړه، چېرته چې «ايريک بلير» (د چا د ليکوالۍ نوم چې جورج اوريل و) او «سټيون رنسيمين» د هغه د شاګردانو له جملې وو. نوموړی په بنسټيز ډول د يو نااهل ښوونکي په توګه يادېږي، چې نه يې شول کولای د ټولګي نظم وساتي. له دې سره سره، «بلير» او نورو په ژبه د هغه د پوره واک په اړه ډېرې خبرې کړي.[۳۷]

هسکلي د 1920ز لسيزې پر مهال د شمال ختيځ انګلستان د «ډيرم» ولسوالۍ په «بيلنګم» کې د «Brunner and Mond» په نوم په يوه عصري کيمياوي بټۍ کې هم کار وکړ. د Brave New World (1932) په نوم د هغه د خيالي ناول د سريزې تر مخې، "په بې طرحې ګډوډۍ کې د ترتيب شويو کایناتو" تجربه د دې ناول لپاره یوه مهمه سرچينه وه. [۳۸]

مسلک

[سمول]

هکسلي خپل لومړی (ناخپور شوی) ناول په اولس کلنۍ کې بشپړ کړ او د خپل عمر د درېيمې لسيزې په لومړيو کې يې جدي لیکنې پيل کړې، او په دې ډول يې خپل ځان د يو بريالي ليکوال او ټولنيز طنز لیکونکي په توګه ثابت کړ. د هغه لومړي خپاره شوي ناولونه ټولنيز طنرونه او د Crome Yellow (1921), Antic Hay (1923), Those Barren Leaves (1925)  او Point Counter Point (1928)  په نومونو وو. د نوموړي پنځم ناول او لومړی «ډيسټوپيايي» اثر د Brave New World (1932) په نوم و. په 1920ز لسيزه کې، نوموړي له Vanity Fair او British Vogue مجلو سره هم همکاري درلوده.[۳۹]

له بلومزبيري سره اړیکه

[سمول]

د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال، هکسلي خپل ډېر وخت له اکسفرډ سره نږدې په «ګارسنګټن مينور» کې تېر کړ، چې د «ليډي اوټولين مورل» کور و، او د کروندې د مزدور په توګه يې کار کاوه. په «مينور» کې يې د بلومزبيري ډلې له ډېرو شخصياتو سره وليدل، چې «برټرينډ رسل، الفريډ نارت وايټ هيډ» او «کلايو بيل» پکې شامل وو. وروسته د «Crome Yellow» (1921) په نوم ناول کې، نوموړي د «ګارسنګټن» د ژوند طريقه انځور کړه. کارونه ډېر کم وو، خو په 1919ز کال کې، «جان مډلټن مري» يو ځل بیا «Athenaeum » مجله تنظيم کړه، او هکسلي ته يې بلنه ورکړه چې د دې مجلې له کارمندانو سره يوځای شي. نوموړي دا بلنه سملاسي ومنله، او ډېر ژر يې د بلجيم له کډوالې «ماريا نيس» (1899-1955) سره واده وکړ، چې هغه هم په «ګارسنګټن» کې وه. دوی په 1920ز لسيزه کې په ايټاليه کې د خپل ځوان زوی سره اوسېدل، چېرته چې هکسلي له خپل ملګري «ډي.ايچ لارنس» سره وليدل. په 1930ز کال کې د «لارنس» له مړينې وروسته (په دې ولايت کې هغه او ماريا د هغه د مړينې پر مهال موجود وو)، هکسلي د لارنس لیکونه تصحيح کړل (1932). د 1929ز کال په لومړيو کې، په لندن کې، هکسلي له «جيرالډ هرډ» سره وليدل، چې يو لیکوال او خپرونکی، فيلسوف او د معاصرو علومو ژباړن و.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د دې پړاو په اثارو کې د ساينسي پرمختګ د غېر انساني اړخونو په اړه ناولونه (د هغه تر ټولو ستر اثر Brave New World)، او د سوله پالو موضوعاتو (Eyeless in Gaza) په اړه اثار شامل دي. د Brave New World په نوم په خپل اثر کې، چې جریان يې په «ډيسټوپيايي» لندن کې تېرېږي، هکسلي د یوې داسې ټولنې انځور وړاندې کړ چې د پراخه توليد او «پاولويايي» [پاولويايي مشروطعه زده کړه هغه ده چې د رعيت د خواهشاتو په ځواب کې منځ ته راځي] زده کړې د اصولو پر بنسټ عمل کوي. هکسلي له «ايف. ميتياس اليګزينډر» څخه ډېر متاثره و، چې د «Eyeless in Gaza» په نوم په خپل اثر کې يې يو کردار د په پام کې نیولو سره جوړ کړی دی.[۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11908111q. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118555081. Retrieved: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6222snx. Subject named as: Aldous Huxley. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  5. ذکر کېدنه: Find a Grave. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  7. ذکر کېدنه: CONOR.SI. CONOR.SI ID: 7055459.
  8. ذکر کېدنه: YouTube video. YouTube video ID: 9xEiOb_WvDE.
  9. سرچينې تړی: https://journals.openedition.org/resf/1502.
  10. ذکر کېدنه: www.acmi.net.au. ACMI ID: creators/76476. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  11. "HOLLIS" (په انګليسي ژبه). هروارد پوهنتون. نه اخيستل شوی 20 October 2023.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ذکر کېدنه: Kindred Britain.
  13. Watt, Donald, ed. (1975). Aldous Huxley. Routledge. p. 366. ISBN 978-0-415-15915-9. Inge's agreement with Huxley on several essential points indicates the respect Huxley's position commanded from some important philosophers ... And now we have a book by Aldous Huxley, duly labelled The Perennial Philosophy. ... He is now quite definitely a mystical philosopher.
  14. Sion, Ronald T. (2010). Aldous Huxley and the Search for Meaning: A Study of the Eleven Novels. McFarland & Company, Inc. p. 2. ISBN 978-0-7864-4746-6. Aldous Huxley, as a writer of fiction in the 20th century, willingly assumes the role of a modern philosopher-king or literary prophet by examining the essence of what it means to be human in the modern age. ... Huxley was a prolific genius who was always searching throughout his life for an understanding of self and one's place within the universe.
  15. Reiff 2009, p. 7: "He was also a philosopher, mystic, social prophet, political thinker, and world traveler who had a detailed knowledge of music, medicine, science, technology, history, literature and Eastern religions."
  16. Sawyer 2002, p. 187: "Huxley was a philosopher but his viewpoint was not determined by the intellect alone. He believed the rational mind could only speculate about truth and never find it directly."
  17. Reiff 2009، م. 101.
  18. "The Britons who made their mark on LA". The Daily Telegraph. 11 September 2011. Archived from the original on 11 January 2022. نه اخيستل شوی 5 July 2018.
  19. "Nomination Database: Aldous Huxley". Nobel Prize. نه اخيستل شوی 19 March 2015.
  20. "Companions of Literature". Royal Society of Literature. Archived from the original on 2 January 2015. نه اخيستل شوی 5 January 2015.
  21. Poller 2019، مم. 139–140.
  22. Thody 1973.
  23. Dunaway, David K. (1995). Aldous Huxley Recollected: An Oral History. Rowman Altamira. p. 90. ISBN 978-0-7619-9065-9.
  24. Roy، Pothen او Sunita 2003.
  25. کينډۍ:Cite newspaper The Times
  26. Susser, Eric (2006). Grayling, A.C.; Goulder, Naomi; Pyle, Andrew (eds.). "Huxley, Aldous Leonard". The Continuum Encyclopedia of British Philosophy (په انګليسي). Continuum. doi:10.1093/acref/9780199754694.001.0001. ISBN 978-0-19-975469-4. نه اخيستل شوی 14 July 2024. Aldous Huxley was born in Godalming, Surrey on 26 July 1894 and died in Los Angeles, California on 17 December
  27. "Cornhill Magazine". National Library of Scotland. Archived from the original on 7 March 2016. نه اخيستل شوی 24 April 2016.
  28. Sutherland, John (1990) Mrs Humphry Ward: Eminent Victorian, Pre-eminent Edwardian. Clarendon Press, p. 167.
  29. Holmes, Charles Mason (1978) Aldous Huxley and the Way to Reality. Greenwood Press, 1978, p. 5.
  30. Bedford, Sybille (1974). Aldous Huxley. Alfred A. Knopf / Harper & Row.
  31. Hull, James (2004). Aldous Huxley, Representative Man. LIT Verlag Münster. p. 6. ISBN 978-3-8258-7663-0.
  32. M.C. Rintoul (5 March 2014). Dictionary of Real People and Places in Fiction. Taylor & Francis. p. 509. ISBN 978-1-136-11940-8.
  33. Huxley, Aldous (1939). "Biography and bibliography (appendix)". After Many A Summer Dies The Swan. 1st Perennial Classic. Harper & Row. p. 243.
  34. Huxley, Aldous (2006). "Aldous Huxley: A Life of the Mind". Brave New World. Harper Perennial Modern Classics / HarperCollins Publishers.
  35. Reiff 2009، م. 112.
  36. Julian Huxley 1965. Aldous Huxley 1894–1963: a Memorial Volume. Chatto & Windus, London. p. 22
  37. Crick, Bernard (1992). George Orwell: A Life. London: Penguin Books. ISBN 978-0-14-014563-2.
  38. "Brave New World (1932)", Aldous Huxley : A Study of the Major Novels, Bloomsbury Academic, 2013, doi:10.5040/9781472553942.ch-007, ISBN 978-1-4725-1173-7, نه اخيستل شوی 2023-10-07
  39. Sexton 2007، م. 144.
  40. Weber, Michel (March 2005), Meckier, Jerome; Nugel, Bernfried (eds.), "On Religiousness and Religion. Huxley's Reading of Whitehead's Religion in the Making in the Light of James' Varieties of Religious Experience", Aldous Huxley Annual. A Journal of Twentieth-Century Thought and Beyond, Münster: LIT, vol. 5, pp. 117–132.
  41. Murray, Nicholas (4 June 2009). Aldous Huxley: An English Intellectual. Little, Brown Book Group. p. 220. ISBN 978-0-7481-1231-9.
  42. Woodcock, George (2007). Dawn and the Darkest Hour: A Study of Aldous Huxley. Black Rose Books. p. 240..
  43. Clark, Ronald W (1968), The Huxleys, London: William Heinemann.
  44. Vitoux, Peter (1972). "Structure and Meaning in Aldous Huxley's 'Eyeless in Gaza'". The Yearbook of English Studies. 2: 212–224. doi:10.2307/3506521. JSTOR 3506521.
  45. Firchow, Peter (1975). "Science and Conscience in Huxley's "Brave New World"". Contemporary Literature. 16 (3): 301–316. doi:10.2307/1207404. JSTOR 1207404.
  46. Watts Estrich, Helen (1939). "Jesting Pilate Tells the Answer: Aldous Huxley". The Sewanee Review. 47 (1): 63–81. JSTOR 27535511.