اورښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په ميتريولوژي (د موسمياتو علم) کې د اتموسفيري اوبو د بخار هر دول محصول ته اورښت ويل کېږی، کوم چې د وريځو د جاذبې قوې لاندې راځي. د اورښت په مرکزي بڼو کې شبنم باران، باران، ږله ګرکی، واوره، د يخ غونډاري، ږلۍ ته ورته د واورې غونډاري او ږلۍ شامل دي. اورښت هغه مهال منځ ته راځي، کله چې د اتموسفير يوه برخه د اوبو له بخار نه ډکه (تغذيه) شي (په پرتليز ډول ۱۰۰٪ نمۍ ته ورسېږي)، په همدې اساس، اوبه راټولېږي او بيا «اوريږي» يا راغورځې. په دې بنسټ، ګردله او پرخه اورښت نه بلل کېږي، بلکې «کولويډ» دي، دا ځکه چې د اوبو بخار په دې اندازه نه راټوليږي چې بېرته راوغورځېږي. دوه بهيرونه چې شونې ده يو ځای عمل وکړي، د هوا د تغذيې لامل ګرځي: چې هغه د هوا يخېدل يا په هوا کې د اوبو بخار ګډېدل دي. باران يا اورښت په دې ډول جوړېږي چې واړه څاڅکي د باران د نورو څاڅکو يا د وريځو په داخل کې له رڼو اجسامو سره د ټکر له لارې يو ځای کېږي. په جلا جلا سيمو کې د باران لنډو او سختو پړاوونو ته شاورز ويل کېږي، (شاور د باران ورنګی يا څپه ده).[۱][۲]

هغه نم چې پورته شوی يا په بل ډول په سطحه کې د نيمه کنګلې هوا د پاسه پورته کېدو ته اړ شوی، شونې ده چې همدا نمي په وريځو او باران کې راټوله (ټينګه)شي. دا پروسه په عمومي توګه په هغه وخت کې فعاله وي، کله چې کنګل شوی باران منځ ته راځي. ډېر ځله د يوه کنګل شوي باران له سيمې سره نژدې يو پر ځای ولاړه سيمه موجوده وي او د ځواک پيداکولو او هوا د پورته کولو لپاره د تمرکز په توګه کار کوي. په دې شرط چې په اتموسفير کې د نم اړينه او پوره اندازه موجوده وي، پورته تلونکې هوا په داخل کې نم، يعنې «نيمبوسټراټس» او «کمولمونمبس» راټوليږي او بيا په وريځو بدليږي، خو که چېرې د پام وړ اورښت په کې ښکېل وي. په پايله کې د وريځو څاڅکي دومره غټيږي چې له هغو نه د باران څاڅکي جوړېږي او د ځمکې پر لور راکوزېږي، چېرې چې هغه د لوڅو شيانو سره په اړيکې کنګل کېږي. هلته چې په پرتليز ډول د تودو اوبو کتلې موجودې وي، د بېلګې په ډول: له جهلينو نه د اوبو د بخار د جوړېدو په سبب، د جهيلونو د اغېزو له امله د واورې اورېدل، له استوا نه د باندې استوايي توپانونو په وروستيو برخو کې د سړو توپاني جريانونو په دننه کې د تودو جهيلونو لاندې لور ته په يوه اندېښنه بدليږي. شونې ده چې د جهيل د اغېزو د واورې اورښت په سيمه ييز ډول زيات وي. د توپان د «کاما» سره په داخل کې او د جهيل د اغېزې له امله د اورښت په لړۍ کې له برېښنا تندر سره د مل واورې اورښت شونتيا شته. په غره ييزو سيمو کې، په هغه ځای کې د سخت اورښت شونتيا شته، چېرې چې په لوړو کې د باد د لګېدو رېونده جريان لوړې درجې ته رسېږي. د غرونو په هغو څنډو کې چې له بادونو نه لرې وي، شونې ده چې د فشاري تودوخې له امله د رامنځ ته شوې وچې هوا د شتون په سبب سارايي اقليم وي. ډېری اورښتونه په استوايي سيمو کې منځ ته راځي او لامل يې د تودوخې لېږد دی. د موسمي بادونو د حوض خوځښت، يا د دوو استواګانو تر منځ د نژدې کېدو په سيمه کې، باراني موسمونه د «ساوانا» سيمو ته لېږدوي. [۳]

اورښت د اوبو د جريان يوه مهمه برخه ده او د ځمکې سياره کې د تازه اوبو د جمع کولو دنده په غاړه لري. هر کال د اورښت په ډول نږدې ۵۰۵۰۰۰ کيوبيک کيلو متر (۱۲۱۰۰۰ ميل مکعب) اوبه راغورځې: ۳۹۸۰۰۰ کيوبک کيو متر (۹۵۰۰۰ ميل مکعب) يې په سمندرونو او ۱۰۷۰۰۰ کيوبک کيلو متر (۲۶۰۰۰ ميل مکعب) يې په ځمکه پرېوځي. د ځمکې د سطحې مساحت ته په کتنې سره، د دې مطلب دا دی چې په نړيواله کچه په منځني ډول هر کال ۹۹۰ ميلي متره (۳۹انچه) دی، خو د ځمکې پر سر يوازې ۷۱۵ ملي ميتر (۲۸.۱ انچه) دی. د اقليمي ډلبندۍ نظام، لکه: کوپن اقليم ډلبندۍ نظام د کلني منځني باران اورښت کاروي، تر څو د جلا جلا اقليم لرونکو سيمو تر منځ توپير کې مرسته وکړي. همدا اوس نړيواله تودوخه د هوا د بدلون لامل ګرځېدلې ده، په ځينو جغرافيو کې د اورښت د زياتوالي او په ځينو نورو کې د کموالي سبب دی، د کوم په پايله کې لا زيات سخت موسم پیدا کېږي.[۴][۵]

شونې ده چې په نورو اسماني اجسامو کې هم اورښت وي. د زحل تر ټولو ستر سټلايټ، «تیتان»، د میتن باران په کرار کرار غورځېدونکې په ډول د اورښت کوربه دی، کوم چې د هغه د استوا په ليکه او قطبي سيمو کې د باران د ډنډونو په ډول ليدل شوی دی.[۶][۷][۸][۹]

تاريخچه[سمول]

د اورښت رېښې تر څلور اعشاريه څلور ميليارده کاله پخوا تر هغه وخته رسېږي، کله چې ځمکه د مايعو اوبو په څېر وه او د اوبو په بخار او په اتموسفير کې په شته بخار پوښلې وه. له دې وروسته د ميليونونو کلونو لپاره، د دې سيارې په سړيدو سره، ښکته لور ته د باران توېدل پيل شول، ډنډونه، جهيلونه او دايمي سمندرونه يې جوړ کړل.

د کنګليز پړاو په اوږدو کې، د هوښيارو انسانانو په راڅرګندېدو سره، د ځمکې اقليم د ډېرو سختو يخو پړاوونو تر منځ بيا بيا بدلون وموند، دا هغه مهال و کله چې د ځمکې په سطحه بيا بيا پراخ څادرونه او کنلګونه جوړ شول. له دې وروسته، دوی په شا کړای شول او په جهيلونو، ابناوو او سيندونو کې وتوږل شول.

په افريقا کې، د وروستي کنګليز پړاو پر مهال، ډېربارانونه وشول او د البرټ جهيل او ويکټوريا جهيل زيات بهېدو د نيل سمندر جوړېدو ته لاره هواره کړه، په ايروايشيا کې نور سمندرونه منځ ته راغلل، په بين النهرين کې د دجلې او فرات سيندونو په ګډون، د سیند سيند او ژيړ او يانګټزي سيندونه، کومو چې وروسته د لومړيو تمدنونو د رامنځ ته کېدو په برخه کې تېزې راوسته.

له لرغونې زمانې نه اورښت د موسمياتو يوه برخه وه.

ډولونه[سمول]

اورښت د اوبو د جريان يوه مهمه برخه او د د ځمکې پر سياره د ډېری تازه اوبو د جمع کېدو دنده لري. هر کال نږدې ۵۰۵۰۰۰ کيلو متر مکعب (۱۲۱۰۰۰ ميل مکعب) اوبه د اورښت له لارې راتويږي، د دې له منځه ۳۹۸۰۰۰ کيلو متر مکعب (۹۵۰۰۰ ميل مکعب) يې په سمندرونو غورځېږي. د ځمکې مساحت ته په کتنې سره، د دې مطلب دا دی چې په نړيواله کچه د کرني اورښت کچه ۹۹۰ ميلي ميټر (۳۹انچه) ده.[۱۰]

د اورښت د پیدا کولو په لارو چارو کې د اورښت لېږد، د پوړونو جوړښت او غره ييز باران اورېدل شامل دي. په لېږدونکي يا محرک عمل کې پیاوړی عمودي خوځښتونه شامل دي، کوم چې شونې ده، په يوه ساعت کې په همدې سیمه د اتموسفير د اوښتون لامل وګرځي او د سخت اورښت سبب شي، په داسې حال کې چې په سطحي عمل کې کمزوري لوړ لور ته خوځښت او لږ سخت اورښت شامل وي. اورښت په درې ډلو وېشل کېدای شي، په دې بنسټ چې ايا د مايعو اوبو په څېر راغورځي، مايعې اوبه چې له سطحې سره د اړيکې پر مهال کنګل کېږي، يا د واورې په څېر. شونې ده چې په بېلا بېلو ډلو کې د بېلا بېلو ډولونو په ګډون، د اورښت د بېلا بېلو ډولونو ګډوله په يو وخت کې راپرېوځي. د اورښت په مايعو بڼو کې باران او نری باران شامل دي. هغه باران او نری باران چې په يوې فرعي کنګل کېدونکې هوا له کتلې سره د نښتلو پر مهال کنګل کېږي،«کنګل کېدونکی باران» يا «کنګل کېدونکی نری باران» بلل کېږي. د اورښت په کنګلو بڼو کې واوره، د يخ ږلګرکی، د يخ غونډاری، ږلۍ او  د واورې غونډاري شامل دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

اندازه کول[سمول]

مايع اورښت[سمول]

باران (د باران او نري باران په ګډون) په عمومي توګه د باران د اندازه کولو د الې په مټ اندازه کېږي او د لوړوالي يا ژوروالي د ملي ميتر په واحد سره ښودل کېږي (mm). په ورته توګه، دا هم شونې ده چې باران په يوه سیمه کې د اوبو د ټاکلې اندازې د حجم په راټولېدو سره وښودل شی، په يو مربع میټر کې د ليتر په واحد سره (L/m2)؛  لکه 1L=1dm3=1mm•m2,، د سيمې واحدونه (m2) له منځه وړي او په پايله کې ساده (mm) منځ ته راځي.دا له kg/m2 سره هم برابر دی، که چېرې وګڼل شي، چې يو ليتر اوبه د یوه کيلو ګرام اوبو له اندازې سره برابرې دي (د اوبو راټولېدل)، کوم چې د ډېرو عملي موخو لپاره د منلو وړ دي. دې ته ورته انګليسي واحد په عمومي توګه په انچونو کې کارول کېږي. په استراليا کې له اندازې اخیستلو نه مخکې، باران په «نقطو» اندازه کېده، کوم چې د يو اينچ د سلمې برخې په توګه معرفي شوی و.

سرچینې[سمول]

  1. "Precipitation". Glossary of Meteorology. American Meteorological Society. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Scott Sistek (په December 26, 2015 باندې). What's the difference between 'rain' and 'showers'?. KOMO-TV
  3. Adler, Robert F. (December 2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Version-2 Global Precipitation Climatology Project (GPCP) Monthly Precipitation Analysis (1979–Present)"]. Journal of Hydrometeorology 4 (6): 1147–1167. doi:10.1175/1525-7541(2003)004<1147:TVGPCP>2.0.CO;2. Bibcode2003JHyMe...4.1147A. 
  4. Adler, Robert F. (December 2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Version-2 Global Precipitation Climatology Project (GPCP) Monthly Precipitation Analysis (1979–Present)"]. Journal of Hydrometeorology 4 (6): 1147–1167. doi:10.1175/1525-7541(2003)004<1147:TVGPCP>2.0.CO;2. Bibcode2003JHyMe...4.1147A. 
  5. Seneviratne, Sonia I.; Zhang, Xuebin; Adnan, M.; Badi, W.; et al. (2021). "Chapter 11: Weather and climate extreme events in a changing climate" (PDF). IPCC AR6 WG1 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Graves, S. D. B.; McKay, C. P.; Griffith, C. A.; Ferri, F.; Fulchignoni, M. (2008-03-01). "Rain and hail can reach the surface of Titan" (in en). Planetary and Space Science 56 (3): 346–357. doi:10.1016/j.pss.2007.11.001. ISSN 0032-0633. Bibcode2008P&SS...56..346G. http://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0032063307003182. 
  7. "Cassini Sees Seasonal Rains Transform Titan's Surface". NASA Solar System Exploration. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Changes in Titan's Lakes". NASA Solar System Exploration. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Cassini Saw Rain Falling at Titan's North Pole". Universe Today (په انګلیسي ژبه کي). 2019-01-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Chowdhury's Guide to Planet Earth (2005). "The Water Cycle". WestEd. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Emmanouil N. Anagnostou (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A convective/stratiform precipitation classification algorithm for volume scanning weather radar observations"]. Meteorological Applications 11 (4): 291–300. doi:10.1017/S1350482704001409. Bibcode2004MeApp..11..291A. 
  12. A.J. Dore; M. Mousavi-Baygi; R.I. Smith; J. Hall; D. Fowler; T.W. Choularton (June 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A model of annual orographic precipitation and acid deposition and its application to Snowdonia"]. Atmospheric Environment 40 (18): 3316–3326. doi:10.1016/j.atmosenv.2006.01.043. Bibcode2006AtmEn..40.3316D. 
  13. Robert Penrose Pearce (2002). Meteorology at the Millennium. Academic Press. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-548035-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Robert A. Houze, Jr. (1994). Cloud Dynamics. Academic Press. د کتاب پاڼې 348. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-050210-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Jan Jackson (2008). "All About Mixed Winter Precipitation". National Weather Service. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)