Jump to content

اورشېندی پېژندنه (د اور غورځونکو غرونو څېړنه او مطالعه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اورشېندی پېژندنه د اورشېندو، لاوا، ماګما او د دې اړوند ځمکپېژندنې، جغرافيايي او جيوکيميکل ښکارندو مطالعه ده (ولکانيزم). په انګليسي کې د «ولکانولوژي» ټکی له لاتيني ټکي «Vulcan» څخه اخستل شوی. «Vulcan» په لرغوني روم کې د اور د خدای نوم و.

اورشېندی پېژندونکی هغه ځمکپېژندونکی دی، څوک چې د اورشېندو د چاودېدو فعاليتونه او جوړېدل او د دوی اوسنۍ او تاريخي چاودنې تر مطالعې لاندې نيسي. اورشېندی پېژندونکی بيا بيا له اورشېندو څخه لېدنه کوي، په ځانګړي ډول له هغه څخه چې فعال وي، څو د اورشېندي چاودنې وګوري، د چاودنې څخه منځ ته راغلي توليدات راټول کړي، په دې توليداتو کې «ټيپرا» (لکه ايرې او سپک کاڼي)، ډبرې او د لاوا نمونې شاملې دي. د دې څېړنو يو بنسټيز تمرکز د چاودنو په وړاندوينه وي، تر اوسه داسې دقيقه لاره نه شته چې دا اټکل وشي، خو د چاودنو وړاندوينه کول، لکه د زلزلې څخه د وړاندې خبرداری ورکول کولای شي چې ډېر ژوندي موجودات خوندي کړي.

اوسنۍ اورشېندی پېژندنه

[سمول]

په ۱۸۴۱ز کال کې، د «ټو سيسليز» په سلطنت کې د لومړی اورشېندي کتنځای بنسټ اېښودل شوی و، کوم چې د «وزويو» کتنځای دی.[۱]

د زلزلې څارنې د زلزلې د لړزې د ثبت د الو (وسايلو) په واسطه تر سره کېږي، کومې چې له اورشېندو سيمو سره ځای پر ځای شوي وي او د اورشېندو پېښو پر مهال د زياتېدونکو لړزو څارنه کوي، په ځانګړي ډول د اوږدو يو شان لړزو، کومې چې د اورشېندو تنګيو له لارې د ماګما (ويلې او خميره شوي معدني مواد چې ډبرې ځينې جوړېږي) د خوځښت اشارې ورکوي.[۲]

د سطحې د بڼې بدلون په څارنه کې د مساحتي طريقو کارول شامل دي، لکه د سطحې اوارول، کږول، تيتول، زاويه او د ټيلټ ميټر په مټ د واټن اندازه کول، ټول مرکزونه او EDMs. په دې کې د GNSS څارنې او InSAR هم شامل دي. د سطحې د بڼې بدلون د «ماګما» د راشړېدو ښودنه کوي: د زياتې مهيا شوې «ماګما» توليدات د اورشيندي د مرکزونو په سطحو کې پړسوب (تورم) منځ ته راوړي.[۳]

د لېږد وړ د ماوراء بنفش سپيکټروميتر (هغه اله چې د رڼا څپې راټولوي او اندازه کوي) (COSPEC چې اوس يې ځای miniDOAS ځای نيولی دی) په ګډون د ځينو الاتو په مټ شونې ده چې د ګازونو د خپرېدلو څارنه وشي، کوم چې د «سلفر ډايی اکسايد» په ګډون د اورشيندي ګازونو شتون تحليلوي؛ يا دا څارنې د «انفراريډ سپيکټروسکوپي (FTIR) په مټ تر سره کېږي.د ګاز په وتلو کې زياتوالی او په ځانګړي ډول د ګاز په ترکيب کې بدلونونه، د اورشېندي د چاودنې اشارې ورکولای شي.[۴]

د تودوخې درجې بدلونونه د ترماميټر په استعمالولو سره څارل کېدای شي او د اورشېندي د جهيلونو او سوريو (د هوا ګاز... د وتلو لاره) د تودوخې خصوصياتو کې بدلونونه ګوري، کوم چې د راتلونکې فعاليت ښودنه کولای شي.[۵]

سټلايټ د اورشيندو د څارنې لپاره په پراخه کچه کارول کېږي، ځکه سټلايټ په اسانۍ سره د پراخه سيمې د څارنې سره مرسته کوي. دوی کولای شي د ايرو د غړوسکو د خپرېدو اندازه وکړي، لکه د ۲۰۲۰ز کال د « Eyjafjallajökull» له خپرېدو څخه، تر څنګ يې د « SO2 » اخراج. « InSAR» او د تودوخې انځور اخستل د سترو، لږو اوسېدونکو سيمې څارلای شي، چېرته چې په ځمکه باندې د وسايلو نصبول ډېر قيمته (د زيات لګښت) وي.

په نورو جيوفزيکل طريقو (برېښنايي، د جاذبې قوه او مقناطيسي مشاهدات) کې د لوړېدو ښکته کېدو او مقاومت کې ناڅآپي بدلون، د جاذبې قوې ګډوډيو يا مقناطيسي ګډوډيو نمونې شاملې دي، کوم چې کولای شي له اورشېندو څخه پیدا کېدونکو ويجاړيو او ماګما د راپورته کېدو ښودنه وکړي.[۶][۷]

په سټراتيګرافي تحليليونو کې، د سختو فعاليتونو او د چاودنې د اندازې د اټکل تر څنګ، ټيفرا (د اورشيندي له چاودنې وتلي بڅرکي او ټوټې) او لاوا د زېرمو تحليل کول او د اورشېندي د چاودنې د نمونو ورکولو لپاره د هغوی تاريخ ښودنه شامل دي.[۸][۹][۱۰]

تاريخ

[سمول]

اورشېندي پېژندنه يو پراخه تاريخ لري. د اورشېندي د چاودنې تر ټولو لرغونی ثبت شوی تاريخ شونې ده چې په يو رنګ شوي ديوال وي چې تاريخ يې شا او خوا ۷۰۰۰ مخزېږديز ته رسېږي، کوم چې د ترکيې د اناتوليا « Çatal Höyük» د ډبرين پړاو په يوه سيمه موندل شوی دی. دا لوحه د چاودېدونکي اورشېندي د انځورولو په توګه تفسير شوی دی، د کوم د لاندينۍ برخې کورونو په يوه ټولګه کې چې چاودېدونکی د دوه څوکو والا اورشېندی ليدل شوی دی، په اساس کې يې يو ښارګوټی دی (په داسې حال کې چې لرغونپېژندونکي اوس د دې تفسير په اړه اختلاف لري). شونې ده چې دا اورشېندی « Hasan Dağ» يا د هغه کوچنی ګاونډی « Melendiz Dağ» وي.[۱۱][۱۲]

يوناني-رومي فلسفه

[سمول]

د يونان کلاسيکي نړۍ او لومړي رومي سترواکۍ اورشېندي د بېلا بېلو خدايانو د سيمو په توګه تشریح کړي دي. یونانيانو ګومان درلود چې د اور خدای « Hephaestus» د اورشېندي ايټنا (يو غر دی) لاندې ناست دی او د «زيوس» د وسلو نقل جوړوي. د «زيوس» له زوی «هريکولس» وروسته د اورشيندي د تشريح کولو لپاره کارېدونکی يوناني لفظ «آيټنا» يا «هيرا» و. رومي شاعر «ورجيل» د يوناني افسانو په تشريح کولو سره ويلي دي چې «انسيلاډس» په نوم «ديو» د خدايانو په وړاندې د بغاوت له امله د سزا په ډول، «اتينا» ښځينه خدايې د «ايتنا» لاندې خښ کړ، د دې غر اوازونه د هغه له عذاب چغې وې، شغلې يې د هغه ساګانې او لړزه يې  د زندان د کټارو سره د هغه شيکاتونه وو. «هيپايسټوس» د د «انسيلاديوس» ورور «ميماس» د «وينسيوس» لاندې خښ کړ او د نورو ماتې خوړليو ديوانو وينه د «وينسيوس» په شا اوخوا د «فلګرين» په سيمو کې وبهېده.

یوناني فيلسوف «امپيډکلس» (۴۹۰-۴۳۰ مخزېږديز) نړۍ په څلورو بنسټيزو ځواکونو وېشلې وه چې هغه ځمکه، هوا اور او اوبه وو. «امپيډکلس» ويلي چې اورشېندي د اور د عنصر ښودونکی دی. افلاتون ويلي چې د ځمکې لاندې سمندرونو په مټ د تودو او یخو اوبو ويالې په نه ختمېدونکې اندازه کې بهېږي. د ځمکې په ژورو کې د اور يو پراخه سمندر بهېږي چې «پيريفليګيتون» يې بولي، کوم چې د نړۍ ټولو اورشېندو ته اور برابروي. ارستو تر ځمکې لاندې اور  «...په تنګو لارو کې د هوا د ډوبېدلو د سولېدلو» پايله بللې.

تر شپاړسمې پېړۍ پورې د اورشېندي په تشريح کې هوا مهمه ونډه درلودلې ده. يو رومي فيلسوف «لوکريټيس» ادعا کړې چې «ايټنا» په بشپړ ډول په داخل کې تشه (خلا) درلوده او دا چې تر ځمکې لاندې اور د سمندر د سطحې سره نژدې په څرخ کې دی. «اويډ» ګومان درلود چې شغلې د «غوړو خوراکونو» څخه اشباع کېږي او کله چې دا مړېدل پای ته رسېږي، نو چاودېدل يې هم بندېږ. «ويټروايوۍ» ادعا کړې چې سلفر (ګوګړ)، پټکری او قير ژور اورونه تغذيه کوي. د « Pliny the Elder» په مشاهداتو کې ويل شوي چې له زلزلې څخه مخکې د چاودنې شتون ليدل شوی دی؛ د هغه مرګ په ۷۹ زېږديز کال کې د «ويسوويس» له چاودنې څخه پېښ شو، کله چې هغه په «اسټيبيا» کې د هغې څېړنه کوله. د هغه وراره، « Pliny the Younger» د دې چاودنې تفصيلي تشریح وړاندې کړه، په کومه کې چې د هغه اکا مړ شوی و، د هغه د مړينې لامل يې د زهرجنو ګازونو اغېزې وبللې. دې چاودنو ته د دوه لیکوالانو په وياړ د «پلينين» نوم ورکړل شوی دی.

د رنسان لېدنې

[سمول]

« Nuées ardentes» په ۱۵۸۰ کال کې له « Azores» (يو مجمع الجزاير دی) څخه تشريح شوی دی. «جارجيس ايګريکولا» د لمر په وړانګو بحث کړی دی، څنګه چې وروسته «ډيکارت» وړانديز وکړ چې له اورشېندي سره يې هېڅ  اړيکه نه وه. «اګریکولا» باور درلود چې تر فشار لاندې بخار د "مينتين تيلو' او بازالت د چاودېدو لامل ګرځي.

« Jesuit Athanasius Kircher»  (۱۶۰۲-۱۶۸۰) د «ماونټ ايټنا» او «سټرمبولي» د چاودنې کتنه کړې وه، بيا يې د «ويسوويس» له خولې څخه لېدنه وکړه او د هغې ځمکې په اړه يې خپل اند خپور کړ، په کومه کې چې مرکزي اور شته او له ګڼو نورو سره تړل شوی دی او لامل يې د سلفر، بټومين او ډبرو سکرو سوځېدل دي.

«جوهانس کيپلر» اورشېندی د ځمکې د اوښکو او وتلو لپاره د ويالو په توګه بللی دی چې له دې لارې بټومين، تار (قيء) او سلفر خالي کېږي. ډيکارټ روښانه کړه چې خدای ځمکه په يو ان کې وپنځوله او ويې ويل چې هغه دا کار په درې طبقو کې کړی؛ د اور ژوروالي، د اوبو يوه طبقه «پوړ» او هوا. هغه ويلي چې اورشېندي هغه ځای کې جوړ شوي، چېرته چې د لمر وړانګو ځمکه څېرلې وه.

ساينس (علم) له اوبو سره د «پايرايټ» (يو فلز دی) د سوځېدو، دا چې ډبره (ګاره) يوه سخته شوې «بټومين» و او له دې تصوراتو سره مخالفت څرګند کړ چې ډبرې له اوبو څخه جوړې شوي دي (نيپچونزم). هغه مهال چې کوم اورشېندي پېژندل کېدل، ټول له اوبو سره نژدې وو، په همدې بنسټ پر ځمکه د سمندر فعاليت د اورشېندي د روښانه کولو لپاره کارول شوی و.

سرچينې

[سمول]
  1. Vulcani attivi Archived 2018-03-22 at the Wayback Machine., INGV, accessed 29 August 2016.
  2. Robert Decker and Barbara Decker, Volcanoes, 4th ed., W. H. Freeman, 2005, ISBN 0-7167-8929-9
  3. Bartel, B., 2002. Magma dynamics at Taal Volcano, Philippines from continuous GPS measurements. Master's Thesis, Department of Geological Sciences, Indiana University, Bloomington, Indiana
  4. Robert Decker and Barbara Decker, Volcanoes, 4th ed., W. H. Freeman, 2005, ISBN 0-7167-8929-9
  5. Peter Francis and Clive Oppenheimer, Volcanoes, Oxford University Press, USA 2003, 2nd ed., ISBN 0-19-925469-9
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Peter Francis and Clive Oppenheimer, Volcanoes, Oxford University Press, USA 2003, 2nd ed., ISBN 0-19-925469-9
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  10. Robert Decker and Barbara Decker, Volcanoes, 4th ed., W. H. Freeman, 2005, ISBN 0-7167-8929-9
  11. Meece, Stephanie, (2006)A bird’s eye view - of a leopard’s spots. The Çatalhöyük ‘map’ and the development of cartographic representation in prehistory Anatolian Studies 56:1-16. See http://www.dspace.cam.ac.uk/handle/1810/195777
  12. Ülkekul, Cevat, (2005)Çatalhöyük Şehir Plani: Town Plan of Çatalhöyük Dönence, Istanbul.