انیس ورځپاڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انیس ورځپاڼه انيس د هېواد له پخوانيو ورځپاڼو څخه ده، چې لومړۍ ګڼه يې د ١٣٠٦ لمريز کال د غويي مياشتې په ١٥مه د محى الدين انيس له خوا خپره شوه. دا ورځپاڼه اوسمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اډانه کې خپرېږي، چې د مطالبو اتيا سلنه يې په دري او ٢٠ سلنه يې پښتو ده. ددې ورځپاڼې ټوکشمېر له ٢٢٠٠ څخه تر ٢٥٠٠ پورې دى، چې له کابل سربېره ډېرى ولايتونو کې هم وېشل کېږي. د انيس مالي تمويل د حکومت پر غاړه دى او ٤٣ کارکوونکي لري.