انګلوسفېر
Anglosphere د انګلیسي ژبو هېوادونو هغه ډله ده، چې له انګلستان سره تاریخي او کلتوري اړیکې لري او نن ورځ نږدې سیاسي، ډیپلوماتیکې او پوځي همکارۍ هم لري. دغه راز انګلوسفېر کې ټول هغه هېوادونه نه دي شامل چیرې چې انګلیسي په کې رسمي ژبه ده، نو ځکه انګلوسفېرد انګلیسي خبرې کولو مترادف نه دی، که څه هم معمولا Anglosphere کې شامل ټول هېوادونه یو وخت د برتانوي سترواکۍ برخه وه. [۱][۲][۳][۴]
چې د پرمختللو هېوادونو په ډله کې کې معمولا استرالیا، کاناډا، نیوزیلینډ، انګلستان او متحده ایالات د اصلي انګلوسفېر په نوم یادیږي. دغه راز دغه اصطلاح کې ایرلینډ او تر یوې اندازې پورې مالټا او د کارابین دولت مشترک المنافع هېوادونو لکه انټیګوا او باربودا، بهاماس، بارباډوس، بیلیز، ډومینیکا، ګریناډا، ګیانا، جمیکا، سینټ کیټس او نیویس، سینټ لوشیا، سینټ وینسنټ، ګریناډینز او ټرینیډاډ او ټوباګو هم شامل دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د عامه افکارو څېړنو ښودلې چې په نړۍ کې د انګلوسفېر په پنځو اصلي هېوادونو کې خلک په دوامداره توګه خپل هیوادودنه د مهمو متحدین په توګه درجه بندي کوي. دغه راز د انګلوسفېرهېوادونو ترمنځ اړیکې په دودیز ډول ګرمې دي. همدارنګه د استرالیا او نیوزیلینډ؛ متحده ایالاتو او کاناډا؛ او د متحده ایالاتو او انګلستان ترمنځ دوه اړخیزې ملګرتیاوي په نړۍ کې ترټولو بریالي ملګرتیاوې بلل کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
کلتور او اقتصاد
[سمول]د انګلوسفېرهېوادونه د خپلو تاریخي اړیکو له امله ډېری کلتوري ځانګړتیاوې لري. د انګلوسفېرډیری هیوادونه د مدني قانون پر ځای د عام قانون له لارې د قانون حاکمیت تعقیبوي او د نورو سیاسي نظامونو په پرتله له مقننه خونو سره د ډیموکراسۍ ملاتړی کوي او دغه راز شخصي ملکیت د اساسي قانون له خوا خوندي کېږي.[۲۴][۲۵]
د انګلوسفېر په پنځو اصلي هېوادونو کې د بازار ازادۍ خورا ډېره ده، ځکه چې ټول پنځه هېوادونه د انګلو-سیکسون اقتصادي ماډل کې سره شریک دي، چې ازاد بازار هغه سرمایه دارۍ نظام دی چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د شیکاګو د اقتصاد ښوونځي پر بنسټ په ۱۸مه پېړۍ کې له انګلستان نه سرچینه اخیستې وه. همدارنګه د نیویارک، لندن، لاس انجلس، سیډني او ټورنټو په څېر ښارونه کې، نړیوال کېدو ته لیوالتیا په مالي بازارونو او نړیوال اقتصاد باندې د پام وړ اغېزې درلودې. دغه راز نړیوال کلتور د متحده ایالاتو او انګلستان له خوا خورا ډېر اغېزمن شوی دی. [۲۶][۲۷][۲۸]
تعریف
[سمول]د انګلوسفېراصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۹۵ز کال کې د علمي افسانې لیکوالو نیل سټیفنسن له خوا د خپل کتاب The Diamond Age کې رامنځته شوې، خو په روښانه ډول تعریف شوی نه و. وروسته جان لویډ دا اصطلاح په ۲۰۰۰ز کال کې تصویب کړه او دا یې د انګلیسي ژبې هېوادونو لکه انګلستان، متحده ایالات، کاناډا، استرالیا، نیوزیلنډ، ایرلنډ، سویلي افریقا او ویسټ انډیز په توګه تعریف کړه. د Merriam-Webster قاموس انګلوسفېرد « نړۍ هغه هېوادونو لپاره کاروي چې انګلیسي ژبه او کلتوري ارزښتونه په کې غالب وي».[۲۹][۱۶]
اصلي انګلوسفېر
[سمول]په انګلوسفېرکې پنځه اصلي هېوادونه (اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلینډ، انګلستان او متحده ایالات) چې ټول پرمختللي هېوادونه دي او له یو بل سره نږدې کلتوري، ډیپلوماټیکي او پوځي اړیکې لري.دغه راز دا هېوادونه ټول د لاندې پروګرامونو غړیتوب لري لکه: [۳۰][۱۶][۳۱][۳۲]
- د ABCANZ پوځونه
- د هوا او فضا د مداخلې شورا (هوايي ځواکونه)
- AUSCANNZUKUS (سمندري بیړۍ)
- پنځم سرحد
- د الکترونیکي مخابراتو ګډ بورډ (برقی ارتباطات)
- د پنځو هېوادونو کنفرانس
- د پنځو هېوادونو پاسپورت ګروپ
- د تخنیکي همکارۍ پروګرام (ټیکنالوژي او ساینس)
- د UKUSA تړون (د سیګنال معلومات).
د سیاسي سیسټمونو له اړخه کاناډا، اسټرالیا، نیوزیلینډ او انګلستان دویمه الیزابت د حکومت د مشرې په توګه ګڼل شوی او د ویسټ منسټر پارلماني سیسټم کاروي. ډېری لوی هېوادونه د لومړي او وروستني ټاکنیز سیسټمونه لري، که څه هم استرالیا او نیوزیلینډ خپل سیسټمونه تعدیل کړي او د انګلستان په ځینو ټاکنو کې نور سیسټمونه هم کارول کېږي. دغه راز د انګلوسفېرډېری لوی هېوادونه د دوو لویو ګوندونو تر واک لاندې سیاست لري.
نظر پوښتنې
[سمول]د YouGov له خوا د ۲۰۲۰ز کال یوې نظرپوښتنې څرګنده کړه چې د انګلوسفېر نور څلور هېوادونه د امریکایانو له خوا د ۱۰ ترټولو مثبت لیدل شوي هیوادونو نه وو، په ټولپوښتنه کې یوازې د متحده ایالاتو نه وروسته استرالیا او کاناډا درجه بندي کوي. دغه راز د YouGov له خوا د ۲۰۲۰ز کال یوې بلې نظرپوښتنې وموندله چې نیوزیلینډ، کاناډا او اسټرالیا د برتانیا له خوا خورا مثبت هېوادونه په توګه ګڼل شوي دي.[۳۳][۳۴]
د Lowy انسټیټیوټ له خوا د ۲۰۱۸ز کال نظرپوښتنې په ورته ډول وموندله چې نیوزیلینډ، کاناډا او انګلستان هغه درې هېوادونه وو چې اسټرالیا په وړاندې یې خورا مثبت نظر درلود. همدارنګه په ۲۰۲۰ز کال کې د دوی د سروې په پایله کې بیا کاناډا او انګلستان په لومړي سر کې ځای پر ځای شوی و. دغه راز د مکډونالډ-لاوریر انسټیټیوټ له خوا د ۲۰۲۰ز کال نظرپوښتنې وموندله چې اسټرالیا په وراندې کاناډایانو مثبت نظر درلود. همدارنګه په ۲۰۱۹ز کال کې د Pew څیړنیز مرکز سروې ښیې، چې لوی شمېر کاناډایان او اسټرالیایان متحده ایالات د خپل هېواد ترټولو نږدې متحد په توګه ګڼلی.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
CANZUK
[سمول]د انګلوسفېر یوه فرعي برخه چې د CANZUK (له کاناډا، استرالیا، نیوزیلینډ او انګلستان نه جوړه شوې ده) په نوم پیژندل کیږي د هېوادونو تر منځ د خوښې درجه خورا مثبته ده، چې د CANZUK غړي د ملګروملتونو د مشترک المنافع برخه او دویمه الیزابت د خپلو دولتونو د مشرې په توګه ګڼي. دغه راز په ۲۰۱۶ز کال کې د ترسره شوي ټولپوښتنې په پایله کې له اروپایی ټولنې (بریکسیت) نه د بریتانیا د وتلو پریکړه وروسته د CANZUK هېوادونو ترمنځ د ازاد سفر او ګډ بازار رامنځته کولو لپاره سیاسي او عامه ملاتړ زیات شو.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Definition of ANGLOSPHERE". www.merriam-webster.com.
- ↑ "ANGLOSPHERE English meaning". خوندي شوی له the original on 26 November 2020.
- ↑ "ANGLOSPHERE - Definition and synonyms of Anglosphere in the English dictionary". educalingo.com.
- ↑ "The Anglosphere and its Others: The 'English-speaking Peoples' in a Changing World Order – British Academy". British Academy.
- ↑ "In the shadows of empire: how the Anglosphere dream lives on – UK in a changing Europe". 11 May 2018.
- ↑ Mycock, Andrew; Wellings, Ben. "Beyond Brexit: 'Global Britain' looks to the emerging Anglosphere for new opportunities". The Conversation.
- ↑ "The Anglosphere: Past, present and future". The British Academy.
- ↑ "What is the Anglosphere, Anyway?". 8 November 2019.
- ↑ Press, Stanford University (2011). The Anglosphere: A Genealogy of a Racialized Identity in International Relations | Srdjan Vucetic. Stanford University Press. ISBN 9780804772242.
{{cite book}}
:|website=
ignored (help) - ↑ "Getting Real About the Anglosphere". 17 February 2020.
- ↑ "Five reasons the Anglosphere is more than just a romantic vision – but has real geopolitical teeth". CityAM. 15 December 2016.
- ↑ Mycock, Andrew; Wellings, Ben. "The UK after Brexit: Can and Will the Anglosphere Replace the EU?" (PDF).
- ↑ "What is the Anglosphere, Anyway?". 8 November 2019.
- ↑ Editorial (3 November 2017). "The Guardian view on languages and the British: Brexit and an Anglosphere prison – Editorial". The Guardian.
- ↑ Kuper, Simon (21 November 2014). "Which way is Ireland going?". Financial Times.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Lloyd 2000.
- ↑ Katz, Josh (3 February 2017). "Which Country Is America's Strongest Ally? For Republicans, It's Australia". The New York Times.
- ↑ "YouGov – Who do the British regard as allies?". YouGov: What the world thinks. بياځلي په 2022-09-20.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "While 60% of Canadians Consider U.S.A. Canada's Closest Friend and Ally, Only 18% of Americans Name Canada As Same - 56% Instead Name Britain". Ipsos.
- ↑ "Poll". Lowy Institute. 2018.
- ↑ "The Trans-Tasman Relationship: A New Zealand Perspective" (PDF).
- ↑ "U.S. and Canada: The World's Most Successful Bilateral Relationship". RealClearWorld. 9 March 2016.
- ↑ Marsh, Steve (1 June 2012). "'Global Security: US–UK relations': lessons for the special relationship?". Journal of Transatlantic Studies. 10 (2): 182–199. doi:10.1080/14794012.2012.678119. S2CID 145271477.
- ↑ Michael Chertoff; et al. (2008). Building an Americanization Movement for the Twenty-first Century: A Report to the President of the United States from the Task Force on New Americans (PDF). Washington D.C. ISBN 978-0-16-082095-3.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ "The World Factbook - Central Intelligence Agency". www.cia.gov. خوندي شوی له the original on 10 May 2013. بياځلي په 2019-10-29.
- ↑ Kidd, John B.; Richter, Frank-Jürgen (2006). Development models, globalization and economies : a search for the Holy Grail?. Houndmills, Basingstoke, Hampshire: Palgrave Macmillan. ISBN 978-0230523555. OCLC 71339998.
- ↑ Michael Chertoff; et al. (2008). Building an Americanization Movement for the Twenty-first Century: A Report to the President of the United States from the Task Force on New Americans (PDF). Washington D.C. ISBN 978-0-16-082095-3.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ "Global Cities Index 2019". A.T. Kearney.
- ↑ * Merriam-Webster Staff (2010). "Anglosphere". Merriam-Webster Online Dictionary.
- ↑ Bennett 2004، م. 80.
- ↑ Legrand, Tim (1 December 2015). "Transgovernmental Policy Networks in the Anglosphere". Public Administration. 93 (4): 973–991. doi:10.1111/padm.12198.
- ↑ Legrand, Tim (22 June 2016). "Elite, exclusive and elusive: transgovernmental policy networks and iterative policy transfer in the Anglosphere". Policy Studies. 37 (5): 440–455. doi:10.1080/01442872.2016.1188912. S2CID 156577293.
- ↑ "What countries do Americans like most? | YouGov". today.yougov.com.
- ↑ "New Zealand is Britons' favourite country | YouGov". yougov.co.uk.
- ↑ Institute, Lowy. "Feelings towards other nations". Lowy Institute Poll 2020.
- ↑ "2018 Lowy Institute Poll". www.lowyinstitute.org.
- ↑ "Canada's Role in the World – Part One: A Macdonald-Laurier Institute poll (November 2020)" (PDF).
- ↑ "Canada viewed as positive influence by other countries: poll". vancouversun.
- ↑ "Countries where the U.S. is seen as top ally". Pew Research.
- ↑ "Sharp Drop in World Views of US, UK: Global Poll – GlobeScan". 4 July 2017.
- ↑ "From the Outside In: G20 views of the UK before and after the EU referendum'" (PDF).
- ↑ "Poll: Who's New Zealand's best friend?". Newshub. 22 June 2017 – via www.newshub.co.nz.
- ↑ "Poll". Lowy Institute. 2018.
- ↑ "CANZUK, Conservatives and Canada: Marching backward to empire – iPolitics". 24 February 2017.
- ↑ "UK public strongly backs freedom to live and work in Australia, Canada, and New Zealand" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 6 January 2017. بياځلي په 26 December 2017.
- ↑ "Survey Reveals Support For CANZUK Free Movement". CANZUK International. بياځلي په 2022-09-20.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)