Jump to content

انګلستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انګلېنډ
وي ئینگلیزیی بریتانیایی: England
رسمي نښهEngland
سيمه ييز نومBlighty
نومېدو لاملAngles، land
رسمي ژبهانګرېزي ژبه
ملي سرودGod Save the King
لويه وچهاروپا
هېوادبرېتانيا
پلازمېنهلندن
ځای د هېواد په برخه کېبرېتانيا
وختزون موقعيتGreenwich Mean Time
کوارډينېټي موقعيت۵۳°۰′۰″N ۱°۰′۰″W
Coordinates of easternmost point۵۲°۲۸′۵۲″N ۱°۴۵′۴۶″E
Coordinates of northernmost point۵۵°۴۸′۰″N ۲°۲′۰″W
Coordinates of southernmost point۴۹°۵۱′۰″N ۶°۲۴′۰″W
Coordinates of westernmost point۴۹°۵۳′۰″N ۶°۲۷′۰″W
ترټولو لوړ ټکیScafell Pike
ترټولو ټيټ ټکیThe Fens
Basic form of governmentparliamentary monarchy، مشروطه پاچهي
Office held by head of statemonarch of the United Kingdom
هېوادمشرچارلېس، د ويلز شهزاده
Office held by head of governmentد برېتانیې لومړی وزیر
د حکومت مشرKeir Starmer
Legislative body
د وگړو شمېر۵۳٬۰۱۲٬۴۵۶، ۵۷٬۱۰۶٬۳۹۸
Currencypound sterling
Shares border withسکاټلينډ، ويلز
واک ورپاته کيدنه لهانګلستان پاچايي
Language usedانګرېزي ژبه
سيمه۱۳۰٬۲۷۸ کیلومتره مربع
رسمي وېبځیhttps://www.visitengland.com/
Hashtagengland
بيرغflag of England
ملي نښانRoyal Arms of England
Official symbolTudor rose
Depicted byCharles James fonds
Geography of topicgeography of England
Patron saintSaint George
اقتصادeconomy of England
Demographics of topicdemographics of England
Country calling code+44
Map

انګلستان يو هېواد او د متحده پاچهۍ يا بریتانيې يوه برخه ده. لوېديځ ته له ويلز او شمال ته له سکاټلينډ سره پوله لري. شمال لوېديځ ته يې د ايرلينډ سمندر او سويلي لوېدیځ ته يې د سلتيک سمندر پروت دی. انګلستان د اروپا له لويې وچې نه ختيځ لور ته د شمال په سمندر او سويل لور ته د انګليش کانال په واسطه جلا شوی دی. دا هېواد د لويې بریتانیې د ټاپو پنځه پر اتمه برخه پوښي چې په شمالي اطلس کې پروت دی، له سلو زيات کوچني ټاپوګان په کې شامل دي، لکه د اسکيلي او وايت ټاپوګان.[۱][۲][۳]

هغه سيمه چې اوس د انګلستان په نوم ياديږي، په لومړي ځل په کې عصري انسانان د لوړ ډبرين پړاو له مهاله اوسېدلي دي، خو نوم يې له انګليس (Angles) څخه اخستی، دا يوه جرماني قبيله وه چې نوم يې د انګليا (Anglia) له ټاپووزمې نه خپل کړی و، څوک چې دلته په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې مېشت شوي وو. انګلستان په لسمه پېړۍ کې متحد دولت وګرځېد او په نوره پراخه نړۍ له خپل کشف راهيسې مهم کلتوري او حقوقي اغېز لري، کوم چې له پنځلسمې پېړۍ څخه پيلېږي. انګليسي ژبه، انجليکي کليسا او انګريزي قانون، کوم چې په نړۍ کې د نورو ډېرو هېوادونو د عام قانون حقوقي بنسټ دی، په انګلستان کې وده وکړه او ګڼو نورو هېوادونو د دې هېواد د حکومت پارلماني نظام خپل کړی دی. په انګلستان کې په اتلسمه پېړۍ کې صنعتي اوښتون پيل شو او دا ټولنه يې د نړۍ په لومړۍ صنعتي هېواد بدله کړه.[۴][۵][۶]

د انګلستان ځمکې تر ډېره بريده ټيټې غونډۍ او اوارې دي، په ځانګړي ډول په مرکزي او سويلي انګلستان کې. که څه هم په شمالي برخو کې لوړې ځمکې او غره یيزې سيمې هم لري (د بېلګې په ډول ليک ولسوالۍ او پنينس). همدا راز په لوېدیځ کې (د نمونې په ډول: ډارتمور او د شروپشاير غونډۍ). پلازمېنه يې لندن دی، کوم چې د بریتانیې تر ټولو ستره ښاري سيمه ده. د انګلستان ۵۶.۳ ميليونه نفوس د بریتانیې څلور اتيا سلنه نفوس جوړوي، ډېری يې د لندن په شا اوخوا، سويل ختيځ، د ميډلينډز ښاري سيمو، شمال لوېدیځ، شمال ختيځ او يورکشاير کې ژوند کوي، کومې سيمې چې په نولسمه پېړۍ کې په سترو صنعتي سيمو بدلې شوې دي.[۷][۸]

د انګلستان پاچهي، چې له ۱۵۳۵ز کال وروسته په کې ويلز هم شامل شو، د ۱۷۰۷ز کال د مۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د يوه جلا خپلواک هېواد په توګه وپېژندل شو او دا هغه مهال کله چې تر يادې نېټې يو کال مخکې، د اتحاديې په تړون کې هغه شرايط نافذ شول، په کومو چې د اتحاد په قوانينو کې موافقه شوې وه. د همدې تړون په پايله کې له سکاټلينډ سره سياسي اتحاد رامنځ ته شو، تر څو د لويې بریتانیې پاچهي جوړه کړي. په ۱۸۰۱ز کال کې، لويه بریتانيه (د اتحاد د يو بل قانون له لارې) د ايرلينډ له سلطنت سره يو ځای شوه او په دې توګه دا سيمه د لويې بریتانیې او ايرلينډ متحد سلطنت وګرځېد. په ۱۹۲۲ز کال کې د اريلينډ خپلواک دولت، له بریتانیې جلا شو او په دې توګه پخوانی نوم بدل او «د لويې بریتانیې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت» نوم يې غوره کړ.[۹][۱۰][۱۱]

جغرافيايي نومونه

[سمول]

د (England) نوم، له لرغوني انګريزي نوم (Englaland) څخه اخستل شوی دی چې ژباړه يې ده «د انګليس ځمکه». انګليس يوه جرماني قبيله وه چې د منځنيو پېړيو په لومړيو کې په لويه بریتانيه کې مېشت شوې وه. انګليس د بالتيک سمندر د کيل په ابناء کې د انګليا له ټاپووزمې نه راغلي وو (د اوسني المان - Schleswig–Holstein- ايالت). د دې اصطلاح کارونه، په لومړي ځل د « Engla londe» په توګه د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې شوې ده چې، دا د انګريزانو د بيدي کليسا د لرغوني تاريخ د انګليسي ژبې ژباړه ده. دا نوم بيا له اوسنۍ معنا نه په جلا ډول په بېلا بېلو معناوو کارول شوی دی، «هغه ځمکه چې انګريزانو په کې ژوند کړی دی»، په دوی کې هغه انګريزان هم شامل وو، چې د سکاټلينډ په سويل ختيځ کې مېشت وو. په هغه وخت کې دا سيمه د نورتامبريا د انګريزي سلطنت برخه وه. انګلو- ساکسن کرونيکل ثبت کړې، چې د ۱۰۸۶ ز د قيامت ورځې کتاب ټول انګلستان رانغښتی و، يعنې انګريزي سلطنت، خو څو کاله وروسته دې کرونيکل څرګنده کړه چې، پاچا مالکوم درېيم «له سکاټلينډ نه بهر په انګلالينډ کې لوتيانت» ته ولاړ او په دې توګه يې دا ټکی په لا زياتې لرغونې معنا وکاراوه.[۱۲][۱۳][۱۴]

انګليس ته لومړۍ تاييد شوې اشاره، په لومړۍ پېړۍ کې د تاسيتوس جرمانيا په آثارو کې شوې ده، چېرې چې لاتيني ټکی «Anglii» کارول شوی دی. پوهانو د قبيلوي نوم د جرړو د پېژندلو په اړه اختلاف کړی، وړانديز شوی چې دا ټکی د انګلين ټاپووزمې له بڼې نه اخستل شوی دی چې زاويې ته ورته شکل يې درلود. دا نه ده معلومه، چې کله او ولې يوه اصطلاح د يوې قبيلې له نامه نه واخستل شوه، کومې قبيلې چې له نورو قبيلو څخه کم اهميت درلود، لکه ساکسونز او بيا دا نوم د ټول هېواد او د دې هېواد د خلکو لپاره کارول کېده، خو داسې برېښي چې دا چاره تر هغه دود پورې اړونده ښکاري، چې جرماني خلکو ته به په بریتانيه کې انګلي ساکسون يا انګليش ساکسون ويل کېدل، تر څو د دوی او د لويې وچې د نورو زړو ساکسونو (Eald-Seaxe) تر منځ توپير وکړي، کوم چې په شمالي المان کې د ويسر او ايډر د سمندرونو په منځ کې مېشت وو. په سکاټلينډي ګاليک کې بله ژبه چې د لويې بریتانیې په ټاپو کې يې وده کړې، د ساکسون قبيلې خپل نوم يې د انګلستان (Sasunn) ټکي ته ورکړ. همدا راز، د انګريزي ژبې ويلزي نوم «Saesneg» دی. د انګلستان رومانوي نوم «Loegria» دی، کوم چې د انګلستان لپاره د ويلزي ټکي اړوند دی او په ارتوري افسانه کې د کارېدو له امله يې زيات شهرت موندلی دی. د انګلستان لپاره د «البيون» ټکی په شاعرانه انداز کې کارول شوی دی، که څه هم اصلي معنا يې په ټوليز ډول د بریتانیې ټاپو دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

تاريخچه

[سمول]

له تاريخ مخکې او لرغونی پړاو

[سمول]

په هغه سيمه کې چې اوس د انګلستان په نوم پېژندل کېږي، د انسانانو د شتون لومړي پېژندل شوي شواهد د پخوانيو انسانانو اړوند دي چې تاريخ يې په اټکلي ډول ۷۸۰۰۰۰ کاله مخکې وخت ته رسېږي. په انګلستان کې د تر ټولو پخواني انسان کشف شوو هډوکو تاريخ ۵۰۰۰۰۰ کاله پخواني وخت ته رسېږي. دا روښانه شوې ده چې، عصري انسان په دې سيمه کې د لوړ ډبرين پړاو پر مهال دلته ژوند کړی دی، خو دايمي استوګنه په وروستيو شپږ زره کلونو کې رامنځ ته شوې وه. د وروستي کنګلي عصر څخه وروسته يوازې ستر تي لرونکي حيوانات لکه: ماموت، مېښې «د غره غويي» او وړين کرکدن پاتې شوي دي. نږدې ۱۱۰۰۰ کاله مخکې، کله چې د يخ تختې په کمېدو شوې، انسانان په دې سيمه کې بيا زيات شول، جينتيکي څېړنې وړانديز کوي چې دوی د ايبيري ټاپووزمې له شمالي برخو څخه دلته راغلې دي. د سمندر سطحه له اوس نه ښکته وه او بریتانيه له ايرلينډ او ايروايشيا سره د ځمکني پول له لارې نښتې وه. کله چې سمندر راپورته شو، دا سيمه له ايرلينډ نه ۱۰۰۰۰ کاله مخکې او له ايروايشيا نه دوه زريزې مخکې جلا شوه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

له میلاد نه دوه زره او پنځه سوه کاله مخکې دې سیمې ته «بېکر» کلتور راورسېد، دلته يې د څښاک او خوراک لوښي معرفي کړل چې، له خټو نه جوړ شوي وو. د مسو د ډبرو د وېلې کولو لپاره يې لوښي دود کړل. دا هغه مهال و چې ستر او مهم ډبرين څلي جوړ شول، لکه: «ستوني هينج» ا و «اوبري». د قلعي او مسو په يو ځای ګرمولو سره چې په دې سيمه کې ډېر زيات وو، د بيکر کلتور خلکو ژيړ (برونز) جوړول کړل او وروسته يې د اوسپنې له تختو څخه اوسپنه جوړه کړه. د اوسپنې د ويلې کولو ودې له دوی سره مرسته وکړه چې ډېرې ښې يوې جوړې کړي، په کرنه کې پرمختګ وکړي (د بېلګې په ډول: له سيليټيک کروندو سره) او همدا راز یې د نورو اغېزناکو وسلو په جوړولو کې مرسته وکړه.[۲۵][۲۶]

سرچینې

[سمول]
  1. Office for National Statistics (United Kingdom). "The Countries of the UK". statistics.gov.uk. Archived from the original on 20 December 2008. نه اخيستل شوی 1 February 2009.
  2. "Countries within a country". number-10.gov.uk. Archived from the original on 9 February 2008. نه اخيستل شوی 1 February 2009.
  3. "Changes in the list of subdivision names and code elements (Page 11)" (PDF). International Organization for Standardization. نه اخيستل شوی 1 February 2009.
  4. "England – Culture". britainusa.com. Archived from the original on 16 May 2008. نه اخيستل شوی 1 February 2009.
  5. "Country profile: United Kingdom". BBC News. news.bbc.co.uk. 26 October 2009. نه اخيستل شوی 1 February 2009.
  6. "Industrial Revolution". Ace.mmu.ac.uk. Archived from the original on 27 April 2008. نه اخيستل شوی 1 February 2009.
  7. Park, Neil (24 June 2020). "Population estimates for UK, England and Wales, Scotland and Northern Ireland". www.ons.gov.uk. Office for National Statistics (United Kingdom).
  8. 2011 Census – Population and household estimates for England and Wales, March 2011. Accessed 31 May 2013.
  9. William E. Burns, A Brief History of Great Britain, p. xxi
  10. Acts of Union 1707 parliament.uk. Retrieved 27 January 2011
  11. Phelan, Kate (4 October 2016). "The Partition Of Ireland: A Short History". Culture Trip. نه اخيستل شوی 20 May 2019.
  12. کينډۍ:Cite dictionary
  13. Ripley 1869, p. 570.
  14. Molyneaux 2015، مم. 6–7.
  15. کينډۍ:Cite dictionary[مړه لينکونه]
  16. "Germania". Tacitus. Archived from the original on 16 September 2008. نه اخيستل شوی 5 September 2009. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  17. Crystal 2004, pp. 26–27
  18. Forbes, John (1848). The Principles of Gaelic Grammar. Edinburgh: Oliver, Boyd and Tweeddale.
  19. Foster 1988, p. 9.
  20. "500,000 BC – Boxgrove". Current Archaeology. Current Publishing. 24 May 2007. نه اخيستل شوی 20 December 2010.
  21. "Palaeolithic Archaeology Teaching Resource Box" (PDF). Palaeolithic Rivers of South-West Britain Project(2006). نه اخيستل شوی 20 December 2010.
  22. "Chalk east". A Geo East Project. Archived from the original on 5 March 2011. نه اخيستل شوی 20 December 2010.
  23. Oppenheimer 2006, p. 173.
  24. "Tertiary Rivers: Tectonic and structural background". University of Cambridge. نه اخيستل شوی 9 September 2009.
  25. "Function and significance of Bell Beaker pottery according to data from residue analyses". نه اخيستل شوی 21 December 2010.
  26. Reid, Struan (1994). Inventions and Trade. P.8. ISBN 978-0-921921-30-1. نه اخيستل شوی 23 December 2010.