انګلا مرکل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انګلا دوروتيا میرکل

انګلا دوروتيا مرکل (په الماني: Angela Dorothea Merkel) یوه الماني سياست پوهه او د ۲۲ نومبر ۲۰۰۵ څخه د المان لومړۍ وزيره يا کانسلره ده.

انگېلا د جوﻻی مياشتې په ۱۷ مه، ۱۹۵۴ ز کال کې، په هامبورگ کې زېرېدلې ده. پلار يې، هورست کاسنر د تيولوجي (الهياتو) زده کړې ترسره کړي او مور يې د ﻻتين او انگريزي ژبې ښوونکې وه.

د انگېلا تر زيږيدنې څو اوونۍ وروسته کورنۍ يې له هامبورگ نه ختيځ المان يا د جرمني دموکراتيک جمهوريت ته کډه وکړه.

زده کړې

په ۱۹۶۱ ز کال کې نوموړې دپولي تخنيک لوړ ښوونځي کې شامله شوه او په رياضي او روسي ژبه کې يې ښې نمرې درلودې او ۱۹۷۳ ز کال کې فارغه شوه.

انگېلا مېرکل ﻻ د ښوونځي په دوران کې د فزيک د زده کړو پرېکړه کړې وه او په ۱۹۷۳ ز کال کې د کارل مارکس پوهنتون ته په ﻻيپزيگ ښار کې شامله شوه او ۱۹۷۸ ز کې يې لوړې زده کړې سر ته ورسولې . نوموړې دکمونيستي رژيم د اپوزيسيون محصلينو له ډلې څخه نه وه ، خو د انگېلا مېرکل په وينا هغه په دې مهال د خپلې خوښې ليکوال، راينر کونڅې ()Reiner Kunze چې ديسېدنت (د حکومت له مخالفينو څخه) و، ليکنې لوستي او نوموړي سره يې ليدنې شوي.

واده

په ۱۹۷۴ زکال کې د زده کړو پر مهال په ﻻيپزيگ کې ، له مسکو او ليننگراد څخه د فزيک محصيلنو سره ، د نظرياتو د تبادلې په يوه غونډه کې له خپل لومړني هم مسلکه مېړه د فوگتلنډ Vogtland له سيمې څخه اولريښ مېرکېل (Ulrich Merkel) سره اشنا شوه او د سپټمبر په درېيمه نېټه کال ۱۹۷۷ ز کې يې په يوه کليسا کې د واده مراسم تر سره کړل.

څه موده وروسته د مېرکل کورنۍ ختيځ برلين ته کډه کوي او هلته مېرمن مېرکل په علومو اکاډمۍ کې تر ۱۹۸۹ زکال پورې دنده تر ﻻسه کوي.

په ۱۹۸۱ ز کال کې له خپل مېړه نه جلا کيږي او درې کاله وروسته له خپل دوهم او اوسني مېړه، ياخيم زاور سره اشنا شوه او دا ځل وروسته له څو کلنو په ۱۹۹۸ ز کې واده ته زړه ښه کوي.

د يادونې وړ ده، چې انکېلا مېرکل په ۱۹۸۶ ز کال کې د څو ورځو لپاره فدرالي المان يا لويديځ جرمني ته هم تللې وه ، چې په بېرته ستنيدو سره يې د شرقي دموکراتيک المان خلکو لپاره خپله وفاداري څرگنده کړه. هغه مهال د ختيځ جرمني نه لويديځ جرمني ته سفر کول يوه ﻻتري وه او په دې ﻻره کې يو زيات شمېر جرمنانو قربانۍ ورکړي دي. وروسته له هغې، چې خيتځ المان لويديځ المان سره د برلين نامتو ديوال اوچت کړ، زياتو خلکو له کمونيستي رژيم نه د تېښتې لپاره هلې ځلې وکړې، چې يوازې ډېر کم خلک يې په تېښته بريالي شوي او پاتې يې يا په مرميو سوري شوي او يا په کوم بل ډول د مرگ کومې ته ورغورځيدلي دي.

سياسي هلې ځلې

د ۱۹۸۹ ز کال په مني کې وروسته له دې، چې د برلین دیوال وران شو، په ختيځ جرمني کې هم نوي سياسي دموکراتيک جوړښتونه رامنځته شول او له بلې خوا په ختيځ المان کې د علومو اکاډيمي په پخواني شکل سره خپل موجوديت له ﻻسه ورکولو. په همدې مهال انگېلا مېرکل په يوه نوي دموکراتيک جنبش، دموکراتيک پيل Demokratischen Aufbruch (DA) کې په سياسي فعاليتونو پيل کوي.

په اويايمو او اتيايمو کلنو کې د مېرمن مېرکل ملگري او دوستان له دې امله ډېر حيران وو، چې مېرکل مسيحي دموکرات گوند سره همکاري کوي، ځکه هغه د نظرياتو له پلوه زياته ((شنو)) گوند ته نږدې وه او مور يې د جرمني تربيا يو کيدو وروسته له سوسيال دموکراتانو سره په فعاله توگه کار کولو.

انگېلا مېرکل په دموکراتيک پيل کې سياسي هلې ځلې کولې او څو ځله يې د گوندپه نوم او موخې کې هم بدلونونه راغلل، خو د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ مياشت په ټاکنو کې يې ډېر په نشت حساب رايې تر ﻻسه کړې او همدا راز په ورسته څو مياشتو کې بدلونونو دوی د مسيحي دموکرات اتحايې له گوند سره نږدې کړل. د همدې کال د اگسټ په څلورمه نېټه، ددوی گوند د لويديځ جرمني "د مسيحي دموکرات اتحاديې" له گوند سره يوځای شول او له همدې مهاله يې په گوند کې د پرمختگ لپاره ﻻره هواره شوه ان چې د وزارت څوکۍ ته په کې ورسيده.

دندې

۱۹۹۱ - ۱۹۴۴ ز کلونو کې د ښځو او ځوانانو وزيرې په توگه؛ ۱۹۹۴ - ۱۹۹۸ ز کلونو کې يې د جرمني د چاپريال ساتنې وزيرې په توگه دندې تر سره کړي.

د سپټمبر ۲۷ مه ۱۹۹۸ زکال کې د جرمني پارلماني ټاکنو (بوندس ټاگ) ته، مسيحي دموکرات گوند له ۱۹۴۹ ز کال راهيسې تر ټولو کمې رايې له دې امله وگټلې، چې ناڅرگند او نامالومې مادي مرستې د گوند له اکونټ سره شوي وې.

د فبروري په ۱۶ مه ۲۰۰۰ ز کال کې وروسته له هغې، چې ولفگانگ شوبلې د گوند او په پارلمان کې د فراکسيون له مشرۍ نه استعفا ورکړه، په دې مهال انگيلا مېرکل چې د گوند عمومي منشي وه او د گوندپه مالي جنجالونو کې يې ﻻس نه درلود، د گوند مشرۍ لپاره وټاکل شوه. او په (۲۰۰۲ - ۲۰۰۵) ز کلونو کې يې په پارلمان کې د اپوزيسيون مشري کوله.

په ۲۰۰۵ ز کال کې د جرمني سوسيال دموکرات گوند د شمالي راين وېسټفالن په ايالت کې د ايالتي پارلمان، ﻻندس تاگ ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شول او عاجلې ټاکنې د جرمني پارلمان، بوندس تاگ لپاره مخکې له وخته د همدې کال مني ته اعلان شوې او په ټاکنو کې مسيحي دموکرات گوند زياتې رايې خپلې کړې.

انگېلا مېرکل د نومبر ۲۲ مه کال ۲۰۰۵ ز راهيسې د جرمنې د لومړۍ وزيرې يا کانسلر (چانسلر) په توگه دنده لري او دا دی له څو ورځې راهيسې د دوهم ځل لپاره هم په همدې څوکۍ پاتې شوه.

په دې وروستيو ټاکنو کې د مسيحي دموکرات اتحاديې گوند رايې د پخوا په پرتله کمې شوي وې خو تر ټولو زيات بايلونکي د جرمني سوسيال دموکرات گوند و. دا ځل انگېلا مېرکل د لېبرال دموکرات گوند په برکت بيا د قدرت په گدۍ پاتې شوه، چې دې گوند د پخوا په پرتله تاريخي زياتې رايې تر ﻻسه کړي وې. همدا راز له څو کلنو نوی بيا تشکيل شوي د چپينانو گوند (لينکې) او همدا راز د (شنو) گوند هم زياتې رايې گتلي وې .

انگېلا مېرکل په الماني، انگريزي او روسي ژبو خبرې کولی شي او او اوﻻدونه نه لري. د لومړني مېړه نه تر بېليدو وروسته يې ويلي وو، چې : "موږ ځکه واده وکړ، چې ټولو واده کولو اودا خبره به نن احمقانه ښکاري خو ما دې کار ته په سادگۍ سره غاړه ايښې وه. زه وغوليدم".


سرچينې