انټېنیو ایسکوهوټادو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انټېنیو ایسکوهوټادو (زوکړه د ۱۹۴۱ کال د جولای ۵مه- مړینه د ۲۰۲۱کال د نوامبر ۲۱مه) چې په عام ډول د ایسکوهوټادو په نوم یادیږي، یو اسپانوی فلیسوف، حقوق‌پوه، مقاله لیکونکی او د پوهنتون استاد و. د هغه کار او ژوند تر ډېره په حقوقو، فلسفه او ټولنپوهنې متمرکز و، خو لا یې هم ډېرو نورو څانګو ته پراختیا ورکړې. ایسکوهوټادو د نشه‌يي توکو اړوند د خپلو څېړنو او د هغه د ممنوعیت خلاف پېژندل شوې دريځ له امله د خلکو تر منځ خورا شهرت ترلاسه کړ. د هغه د تاج جواهر د نشه‌يي توکو عمومي تاریخ  تر ټولو جامع کتاب دی چې تر دې مهاله په هره ژبه او ټولو اکادمیو کې د نشه‌ي ‎ي توکو اړوند لیکل شوی. د هغه د کارونو لایټ‌موتیف (یوه لنډه ډېره تکرارېدونکو موسیقیايي نغمه، ژباړن) هم همداسې د وېرې یا فشارونو پر وړاندې چې انسان د بېلابېلو غلامیو لور ته بیايي د یو انتي‌دود/نوش دارو په توګه د ازادۍ تایید دی. د هغه افکار د ازادي پالنې او لېبرالیزم په چوکاټ کې ځاییږي.  [۱][۲][۳][۴]

د فکري بهیر لنډيز[سمول]

ایسکوهوټاډو تر یو ځل ډېر دا اعلان کړی چې «د خپل ځان له روښانونې پرته باید بل محرک ونه لرو او نه هم د ټولو شیانو د پای او پیل له موندلو پرته کومه بله قطب نما.» د هغه په وینا د هغه کار د کارونو پراختیا له ځان څخه د زده‌کړې بهیر دی چې د بېلابېلو موضوعاتو اړوند یې د جینولوژیکي طریقې د تجزیې او تحلیل له لارې څېړلي، یوه تاریخي طریقه چې په تاریخ‌وار ډول معلومات تنظیموي او طبقه‌بندۍ شکمنوي. [۵]

د ۱۹۶۰مې لسیزې په بهیر کې هغه د یو حقوق پوه او فلیسوف په توګه د اورتګا وای ګاست او زوبیري درسونو ته لېوال شو- د حیاتي پایلو او د تاریخي پایلو له مفهوم څخه اغېزمن شوـ چې له دې لارې یې د فرایډ او په ځانګړې توګه هېګل سره وپېژندل او د هغه مذهبي فلسفه یې د خپلې دوکتورا په تېزس کې د ناراض وجدان له سرلیک سره په ۱۹۷۲ کال کې تحلیل کړه. د نوموړي دا کار د حقیقت ښکارونې او جوهر په نوم اثر سره چې په ۱۹۸۵ کال کې یې خپور کړی و- په د منطق او خالص میتافیزیک یو یرغل دی – چې د یوې کلکې فلسفي ودانۍ بنسټ جوړوي او د هغه پاتې نور فکرې تولیدات پرې ولاړ دي. هغه د ډي فېزس ا پولوس (۱۹۷۵) کتاب کې بېرته تر سقراط مخکې فلسفي مفکرانو ته ستون شوی، حال دا چې په ورته وخت کې یې په ۱۹۷۶ کال کې د ډیسکو امینیسیا (شپنی کلپ) له تاسیس سره د فرهنګي ضد تمرکز په توګه د ایبیزا ټاپو له راپورته کولو سره په اسپانیه کې د فرانکوییزم په پای ته رسولو او دیموکراتیکې وېښتیا کې اصلي رول ولوباوه. [۶]

له هغه مهال څخه تر نن پورې هغه خپل ځان د نامشخصو انساني موجوداتو د سرچینې او تکامل مطالعې او خپرولو ته وقف کړ چې خپله یوه پېچلې موضوع ده، «چې نه ارادي موضوعات دي او نه هم بې‌ ځواکه څېزونه، خو یو درېیم ډول موجودات دي – د انسانانو په څېر په کورنۍ او سیاسي اقتصاد پوهېږي – د نامحدودو انفرادي اعمالو د موافقت پایله په داسې یو ترتیب کې چې له مخکې نه وي پلان شوې.» د یو خپلواکوونکي اصل په توګه له حقیقت څرګندولو سره د هغه دغه لېوالتیا د اسکوهوټادو کار د انساني علومو او انټولوژي تر منځ ځای پر ځای کېږي – د هیوم په وینا – د څوګونو پوهنیزو څانګو اړوند د هغه لیدلوری انسان‌پاله موقف ته د دلچسپي او علمي توپیرونه سره ترکیبوي. چې له میتافزیک او منطق څخه پیلیږي، په پوهنپوهنه او پوهنیزو تیوریو کې نفوذ کوي تر څو وروسته له ښو انساني پدیدو لکه اقتصاد او سیاسي واک، جنسیتي افسانو، کورنیو دودونو او جنسي ادابو او یا نشې سره پای ته ورسېږي. په دغه ټولو برخو کې مشترکه انګېزه د وېرې یا له شخصي مسولیت څخه بهر د فشارونو پر وړاندې د یو انتي‌دود په توګه د انسان د ازادۍ تایید دی. [۷][۸]

د هغه سیاسي موقف د فرانکو د رژیم پر مهال تر ځمکه لاندې جګړه‌مارۍ څخه تر هغه چې ځان یې یو «لېبرال دیموکرات» معرفي کړ وده وکړه، حال دا چې د هغه په کار کې دا نظریه پخه شوه چې «هره خیالي سیاسي نړۍ په پای کې د انساني نژاد د اصلاح له یوې یا بلې نامشخصې پروژې څخه پیلیږي، چې د نسل‌وژنې د شرکتونو لپاره یو ښه تعبیر دی» له سیاسي پلوه هغه د اسپانیې په لرلید کې یو سیاسي متفکر دی چې تل په ښه توګه نه پېژندل کېږي، ځکه هغه د دودیز ښي/چپ محور برخه نه دی، خو تر ډېره د ازادۍ/زورواکۍ پر موضوعاتو تمرکز کوي، خیالي سیاسي نړۍ/اوټوپیایي او زورواکي د عقل‌پالنې او عمل‌پالنې له موقفونو ردوي. له دې سره هغه ځان «په اسپانیه کې چپ‌اړخی عمل‌پال» اعلان کړ. اسکوهوټادو د خپلو بېلابېلو مقالاتو له لارې چې لومړی په اېل پېس او وروسته په اېل موندو او دېاریو۱۶ کې خپرې شوې د خپلو معاصرانو لپاره ځان د روانو ټولنیزو او فرهنګي چارو په تاریخ‌پوه او شنونکي بدل کړ. د مثال په ډول هغه دولتي جنایات چې د GALs (د ترهګرۍ ضد ازادي پالې ډلې) له‌خوا ترسره کېدل د اسکوهوټادو د نظریو او مقالو په برخه کې د سیاسي ځواک او ټولنپوهنې اړوند مقالو په واسطه په عام ډول افشا کېدل؛ د مثال په ډول اعلیحضرت، جرمونه او قربانۍ (۱۹۸۷)، او یا د کمیدي روح چې په ۱۹۹۲ کال کې یې د اناګراما کتنپلاوي د مقالاتو جایزه ترلاسه کړه. [۹][۱۰]

هغه د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د نشه‌يي توکو عمومي تاریخ (چاپ کال، ۱۹۸۹) کتاب د لیکوال په توګه په مقالاتو او تلویزوني مناظرو کې د ګډون له طریقه د ممنوعیت ضد دریځونو له امله عمومي شهرت ترلاسه کړ. هغه د بایوسي (یوه تحلیلي طریقه چې د یوې مادې ځواک پر نورو د اغېز له لارې تعینوي، ژباړن)، ازموینې، ډلبندۍ تمرینات پرمخ وړل او له دېرش څخه زیاتو رواني اغېزلرونکو موادو (کراک، هیرویین، کوکایین، اکستازي، چرس، اېل‌اېس‌ډي، نیکوتین، کافیین، الکول او داسې نور) فزیکي او ذهني اغېزې یې تشرېح کړې. د ګټه‌اخیستونکو دا لارښود تر څو چاپونو وروسته له مخدره توکو څخه د زده‌کړې (۱۹۹۰-۱۹۹۵) په نوم پای ته ورسېد. هغه د نشه‌يي توکو د کارونې، فحشا/ځانپلورنې، یوټېنېژا (اسان‌وژنه یا د اسانه مړینې طریقه چې د نه رغېدونکو انسانانو او حیواناتو د وژلو لپاره کارول کېږي، ژباړن) په څېر حساسو اخلاقي موضوعاتو په اړه د خپلو باورونو له امله رسنیو کې خورا ډېر بحثونه کړي. هر هغه څه چې د هغه د پلویانو لپاره د خپلواکۍ معیار او یا د ازادفکرۍ روزنه ښکاري، د هغه مخالفان یې فکري ګستاخي بولي او ځینې وختونه د څو اکادمیکو کړیو د نه منلو لامل شوی او هغه یې په حرفه‌یي نفوذ تورن کړی، د مثال په ډول د هغه د پوهنپوهنېزې اعلامیې/متنفیسټ تر خپرېدو وروسته په ۱۹۹۹ کال کې د کياس وای اورډن، پریمیو ایسپاسا ډي انسایو ادبي جایزې را څرګندېدل.  

هغه په مسلکي کچه له څلوېښت څخه د زیاتو عنوانونو د ژباړونکي په توګه هم خدمت کړی. د نیوټن، هابز، جفرسون او باکونین د اثارو ژباړه یې د ژباړې په برخه کې له نورو کارونو څخه دي، هغه په ځانګړي ډول د ټوماس ساسز او ارنسټ یونګر له اثارو پرده پورته کړې. هغه په ۲۰۱۳ کال کې د خپل تقاعد تر مهاله له لرې څخه د زده‌کړو ملي پوهنتون (UNED) کې د سیاسي علومو او ټولنپوهنې په پوهنځي کې د فلسفې او ټولنیزو علومو د څېړندود د استاد په توګه خدمت وکړ. هغه تر همدې وروستي مهاله د کمونیستي غورځنګ د مطالعاتو په تاریخ د سوداګرۍ د دوښمنانو په لیکنو کې ډوب شوی دی. د شتمنیو یوه اخلاقي تاریخچه (۲۰۰۸-۲۰۱۴) درې ټوکه مونوګراف. په ۲۰۱۹ کال کې یې «د هغو سرزوریو په ځواب کې ازادي چې په پای کې افراد د هر ډول غلامۍ لور ته بیايي» د دفاعیې لپاره د حوان ډي ماریانا جایزه ترلاسه کړه.  [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Ricardo F., Colmenero (2021-11-21). "Muere a los 80 años el filósofo Antonio Escohotado, el gran defensor de las drogas y la libertad". ELMUNDO (په اسپانيايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2021-11-21 باندې). Muere el filósofo Antonio Escohotado a los 80 años. El País.
  3. "Antonio Escohotado, liberal libertario". El Español (په اسپانيايي ژبه کي). 2021-11-21. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. www.elnuevosiglo.net (2021-11-21). "Antonio Escohotado, liberal libertario - El Nuevo Siglo". www.elnuevosiglo.net (په اسپانيايي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pienso, luego existo – Antonio Escohotado (په اسپانيايي ژبه کي), 2021-11-21, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "If being founds the truth, as idealism claims [...] we arrive at the end in a subordination of things to intelligence. If truth is founded on being, there will not so much be an adequatio as that which the Greeks called alétheia, a dis-covering or dis-occultation of the real. In the first case truth is an a priori that legislates through its categories on something alien to experience. In the second case truth is a physis [...] not subordinated to categories, but the source of them, immanent intelligence" (Reality and Substance, 2nd ed., p. 19).
  7. "Beings of the third type", which are neither fruits of subjective design nor inert objects, and which fail to comply with the Cartesian caesura between the extensive thing and the thinking thing. The largely unconscious dimension of these institutions is also linked to his oldest intuition - nature as a work of art - which reaffirms the option of "an observant science, cornered today by its predictive branch". Unlike the symbolic, a dreamed-up and fantasized world, physical reality is not only unfathomably deep and detailed in all directions, but the only antidote to the simplisms suggested by the utopian ideal ---(February 3, 2009). Academic Statement.
  8. "Power and health are in him who feels no fear." This quote from Jünger synthesizes the "substantial freedom" outlined in The Spirit of Comedy (1992).
  9. "Internet y nuestro vacío". ELMUNDO (په اسپانيايي ژبه کي). 2014-01-29. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Úbeda, Jesús Fernández (2019-08-04). "Antonio Escohotado: "Soy el paradigma del hombre de izquierdas en España"". Zenda (په اسپانيايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Cena de la libertad y Premio Juan de Mariana 2019 a Antonio Escohotado | Instituto Juan de Mariana". 2019-04-06. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)