انټرنټ په افغانستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې انټرنټ د لاسرسي وړ دی چې تر ۲۰۲۲ زکال پورې له ۹ میلیونو زیاتو کسانو انټرنټ کاروه. انټرنټ په رسمي ډول په ۲۰۰۲ زکال کې د ولسمشر حامد کرزي د حکومتولۍ پر مهال خلکو ته د لاسرسي وړ وګرځېد. له دې وړاندې د انټرنټ په کارونې ممنوعیت شتون درلود ځکه د افغانستان اسلامي امارت باور درلود چې کېدای شي وګړي له هغو څخه د ناسمو، غیر اخلاقي او اسلام ضد مطالبو په خپرولو کې ګټنه وکړي؛ له همدې امله هغه مهال په دغه هېواد کې د انټرنټ کاروونکي په آسانۍ سره نه شوای تثبیت کېدلای ځکه چې ډیری هغو د ګاونډي هېواد، پاکستان له تلیفوني شبکو څخه کار اخیست. [۱][۲][۳][۴][۵]

په ۲۰۰۳ زکال کې افغانستان ته د انټرنټ قانوني کنټرول کېدونی، ډاټ اې اف (.af) ډومېن ورکړل شو چې د ډومېن نومونو د مدیریت په موخه د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز (AFGNIC) تاسیس شو. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغان ټیلیکام په نامه نوی او خپلواک مخابراتي شرکت تاسیس کړ. په ۲۰۰۳ زکال کې په عملي بڼه د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کوونکو (ISPs) پنځو شرکتونو سربېره، افغانستان د ۲۲ انټرنټي هاسټونو او د انټرنټي خدمتونو د اصلي اوو وړاندې کوونکو څخه ملاتړ کاوه چې په دې سره د انټرنټ خونو او عامه انټرنټ ځایونو (چې په پوسته خانو او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې شتون درلود) شمېر مخ پر زیاتوالي شو. دغه هېواد اوس مهال شاوخوا ۶۰۰۰ ډاټ اې اف (.af) ډومېنونه لري. [۶]

افغانان له ډېرې مودې راهیسې انټرنټ د خلکو د فکري ودې او پراختیا د مهمې منبع په توګه ګڼي او باوري دي چې مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژي کولای شي د محرومو ډلو لپاره فرصتونه برابر کړي او همدارنګه بازار ته د بې وزله کلیوالي وګړو لاسرسی زیات کړي. د ۲۰۰۶ زکال په نومبر میاشت کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د زېټ (ZTE) په نامه چینايي شرکت سره د نوري فایبر د شبکې د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه. په دې سره د ۲۰۱۰مې لسیزې په وروستیو کې د انټرنټ بېې کمښت وموند. په ۲۰۱۲ زکال ۳جي خدمات هم پیل شول چې په دغه هېواد کې د افغان ټیلیکام، افغان بیسیم، اتصالات، ام ټي ان ګروپ، روشن او سلام شبکې په ګډون لویو مخابراتي شرکتونو له خوا وړاندې کېدل. له دې وروسته په ۲۰۱۷ زکال کې د ۴جي خدمتونه هم د لاسرسي وړ وګرځېدل.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

قانوني او څارنیزه اډانه[سمول]

افغانستان یو له لږ پرمختللو هېوادونو څخه دی، چې تر ډېره د څو لسیزو جګړو او د بهرنۍ پانګونې د نشتوالي له امله شاته پاتې شوی. د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د بیان ازادي له تعرض څخه خوندي ده او هر افغان حق لري هر ډول موضوعات دولتي مسئولینو ته له ښوولو پرته چاپ یا خپاره کړي. خو له دې سره هم قانون خپل حدود ټاکلي دي؛ د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ هېڅ قانون نه شي کولای د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو او اعتقاداتو سره په ټکر کې وي. د ټولیزو رسنیو قانون هم دغه اصل ته په جدي پاملرنې ټینګار کړی. د رسنیو قانون چې د افغانستان د ملي شورا له تاسیس وړاندې د ۲۰۰۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا نافذ شو، د خپرېدونکو مطالبو د محتوا اړوند یې څلور محدودیتونه لګولي وو: له اسلام او نورو ادیانو سره په ټکر کې د خبرونو خپرول؛ په افرادو باندې تور پورې کوونکي او هغو ته سپکاوي کوونکي مطالب؛ د افغانستان له اساسي قانون او جزایي قانون سره په ټکر کې موارد او همدارنګه د تاوتریخوالي د قربانیانو د هویت افشا کول. د دغه قانون د اصلاحیې په مسوده کې چې په ۲۰۰۶ زکال کې خپره شوه څلور نور موارد هم اضافه شول: هغه مطالب چې د افغانستان ثبات، ملي امنیت او ځمکنی حاکمیت ګواښي؛ هغه ناسم اطلاعات چې کولای شي عامه افکارو ته زیان واړوي؛ له اسلام پرته د بل هر دین ترویج او «هغه مطالب چې کېدای شي د وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ځوانانو جسمي سلامتیا، رواني او اخلاقي امنیت ته زیان واړوي». [۱۳]

د رسنیو خپلواکي د ۲۰۰۴ زکال د مارچ میاشتې د رسنیو د قانون له مخې چې د افغانستان د انتقالي دولت له خوا تصویب شو له پوښتنې سره مخ شوه، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یې د ویټو کولو مهم واکونه ورکړل (د بېلګې په توګه، بهرنیو خبري اژانسونو او نړیوالو بنسټونو یوازې له وزیر څخه د اجازې په ترلاسه کولو کولای شو چې خبري موارد چاپ کړي) ورته مهال د رسنیو د ارزونې کمیسیون کولای شو د جواز د رد کولو په مواردو کې د کلتور وزارت پرېکړې وارزوي. په ۲۰۰۶ زکال کې د رسنیو د قانون اړوندې اصلاحیې د رسنیو د ارزونې کمیسیون او دوه نور څارنیز بنسټونه، د راډیويي او تلویزیوني نشراتو ملي کمیسیون او د خبریالانو د قضایاوو څېړنیز کمیسیون چې کولای یې شو پریکړه وکړي د خبریالانو د سرغړونې کومه دوسیه باید د قانوني پرېکړې په موخه محاکمو ته ولېږل شي، منحل کړل.  [۱۴]

په ۲۰۰۵ زکال کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم کوونکي قانون (د مخابراتو قانون) په تصویب سره د مخابراتو وزارت تر څار لاندې د مخابراتي مقرراتو د تنظیم کوونکي پلاوي او د راډیويي ارزونو د دولتي ادارې له ادغام څخه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) تاسیس شوه. اترا د مخابراتي خدمتونو د جوازونو د ورکړې او همدارنګه د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کوونکو ترمنځ د دوامداره مثبت رقابت د ترویج مسئولیت پر غاړه واخیست. [۱۵]

د جواز ترلاسه کولو الزامات ساده دي: شرکتونه باید له قانون پیروي وکړي څو وکولای شي له اترا جواز واخلي، همدارنګه یوازې هغه شرکتونه کولای شي مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي چې جواز لري. د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د انتقالي او ملي جوازونو په نامه دوه ډوله جوازونه شتون لري، یوازې د انتقالي جوازونو لرونکي شرکتونه کولای شي نړیوالې اړیکې رامنځته کړي. د اترا په کړنلار کې د بازار د انحصاري ونډې پر وړاندې د کاروونکو خوندیتوب شاملېږي: هغه شرکتونه چې په بازار کې د قدرت لرونکو شرکتونو په توګه پېژندل کېږي باید د اصلاح شوي جواز غوښتنه وکړي چې د رقابت ضد چلن پر وړاندې اضافي مجازات په کې شاملېږي. که چېرې جواز لرونکی اړخ قانون تر پښو لاندې کړي، په مکرر ډول د قرارداد مفاد له پامه وغورځوي، په خپل غوښتنلیک کې ګمراه کوونکي/ناسم اطلاعات وړاندې کړي او یا هم له اخطار ترلاسه کولو وروسته جریمه ورنکړي؛ کېدای شي چې جواز یې لغو شي. [۱۶]

د ۲۰۰۶ زکال د جون میاشتې په ۱۲مه د افغانستان د ملي امنیت ادارې (NDS) یا د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست د نشراتي او خپرندویه چارو یو نوملړ وړاندې کړ چې باید د امنیتي ستونزو له امله چې عامه روحیه زیانمنوي، منع شي. د دغو مطبوعاتي فعالیتونو نوملړ ډېر پراخه و او په ځانګړو موضوعاتو کې (تر ډېره د ترهګرۍ او د طالبانو د یاغیتوبونو اړوند) یې د هغو منفي نیت، زیان او اروايي اغېزو ته اشاره لرله. ولسمشر حامد کرزي دغه غوښتنه رد کړه او څرګنده یې کړه چې د دې اړوند باید د یوې کړنلارې په اډانه کې د رسنیو همکاري وغوښتل شي. په دغو فعالیتونو کې د ملي یووالي او سولې پر ضد د اغراق څخه ډک مطالب، د وسله والو او ترهګریزو ډلو د احکامو، ویناوو او د هغو د غړو مرکې شاملې وې؛ آن تر دې چې د ترهګرۍ اړوند خبرونه هم په کې شامل و چې د رسنیزو راپورونو اصلي برخه یې جوړوله. [۱۷][۱۸]

سربېره پر دې د اوپن نېټ په نامه بنسټ (OpenNet Initiative) ارزونو په افغانستان کې د انټرنټ د فلتر کولو اړوند هېڅ شواهد وه نه موندل، په داسې حال کې چې د هغوی دغه ارزونې د یو شمېر نورو هېوادونو په پرتله پراخې نه وې.[۱۹]

شمېرې او خدمتونه[سمول]

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې انټرنټ لاسرسي وړ دي. دغه هېواد اوس مهال په منظمه بڼه ۹۲۳۷۴۸۹ تنه د انټرنټ کاروونکي لري. د ۲۰۲۰ زکال د اټکل پر بنسټ د دغه هېواد نږدې ۱۸ سلنه وګړو چې شمېر یې له اووه میلیونو تنو زیات کېده، انټرنټ ته لاسرسی درلود. په ۲۰۱۰ زکال کې راپور ورکړل شو چې کابل، جلال آباد او خوست ښارونه د دغه هېواد د نورو برخو په پرتله د انټرنټ ډېر کاروونکي لري. دغه هېواد ۳۲۷۰۰۰ آی پي (IP) ادرسونه او شاوخوا ۶۰۰۰ ډاټ اې اف (.af) ډومېنونه لري.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نږدې ټول مشهور انلاین خدمتونه په افغانستان کې لاسرسي وړ دي چې په دغو کې فیس بوک، ګوګل، انسټاګرام، د مایکروسافټ د لټون شبکه یا ام اس ان، نېټ فلېکس، پې پل، د فلې سټېشن شبکه، سکایپ، ټیک ټاک، ټوېټر، وایبر، وټسپ، یاهو، یوټیوب او زوم په کې شاملېږي. راپور ورکړل شوی د دغه هېواد شاوخوا ۴۴۲۳۶۰۰ تنه وګړي په فیسبوک کې حسابونه لري. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Asia Internet Stats by Country and Population Statistics". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Digital 2022: Afghanistan". 15 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Afghanistan". The World Factbook. Central Intelligence Agency. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په September 7, 2021 باندې). The battle for control of Afghanistan’s internet. Wired (magazine)
  6. (په September 7, 2021 باندې). The battle for control of Afghanistan’s internet. Wired (magazine)
  7. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "National Optical Fiber Backbone" (PDF). Ministry of Communications and Information Technology (Afghanistan). 2006. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 9, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 17, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 26 July 2019 باندې). Govt Reduces Internet Prices By 37 Percent. TOLOnews.
  10. (په May 4, 2017 باندې). AWCC Opens 4G Internet Services for First Time in Afghanistan. Ariana News.
  11. (په 30 December 2020 باندې). Etisalat launches 4G LTE service in Balkh. Ariana News.
  12. "3G / 4G / 5G coverage map, Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Afghanistan". OpenNet Initiative. 8 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په September 7, 2021 باندې). The battle for control of Afghanistan’s internet. Wired (magazine)
  21. "Media in Afghanistan Archived 2011-05-28 at the Wayback Machine.", Altai Consulting, July 2010
  22. "Individuals using the Internet (% of population)". World Bank. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Afghanistan". The World Factbook. Central Intelligence Agency. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Asia Internet Stats by Country and Population Statistics". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Asia Internet Stats by Country and Population Statistics". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)