انضباط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


انضباط هغه عمل یا انفعال دی چې له یوه اداري نظام سره په مطابقت کې (یا د اداري نظام د غوښتنو په پوره کولو کې) د مقرراتو له‌لارې وضع شوی وي. انضباط، په ټولیزه توګه، د یوې ټولنې یا چاپېریال د وګړو یا ژویو د چلند تنظیمولو په موخه پلي کېږي. په علمي او مسلکي ‌ډګرونو کې، انضباط د پوهې، زده‌کړې یا تجربې ځانګړې څانګه ده. کېدای شي انضباط، د خپل ځان، ډلو، ټولګو، څانګو او صنایعو په شمول د یوه واکمن بنسټ د اړینو غوښتنو یا تمو د یوې ټولګې په توګه وپېژندل شي.

د «انضباط» وییکي کارَونې[سمول]

د عامه خځلځیونو د کارونې په هکله د ماشومانو زده‌کړه، په ځینو ټولنو کې د اړینو انضباطي زده‌کړو یوه بڼه ده. انضباط په هر ښوونځي کې په پام کې نیول کېږي. که چېرې یو ماشوم د خځلو د ارتاولو لپاره د خځلو سطل ونه‌کاروي، نو کېدای شي د بې‌انضباطۍ پر وړاندې د ټولنې د وګړو غبرګون راولاړ شي. ګڼ‌شمېر وګړي په خپل ورځني ژوند کې د انضباطي زیار او هڅې یوه بېلګې مشاهده کوي. انضباط، د پوهنتون په چاپېریال کې د زده‌کړیالانو په ژوند کې ستر نقش لوبوي او د همزولو په کتار کې د هغوی اعتبار او فکري پېژندنه لوړوي. په اکاډمیک چاپېریال کې، انضباط د ښوونکو او روزونکو هغو غبرګونونو او هلوځلو ته ویلای شو چې د زده‌کړیالانو د تنبیه او تادیب په موخه غوره شوې دي.

د وګړو په ډېریو ډلو کې انضباط یو اخلاقي مسوولیت دی. باانضباطه چلند، د ځینو قوانینو او نورو قانوني ژمنو له‌مخې، اړین ګڼل کېږي. کېدای شي سوداګریز بنسټونه هم، د سوداګریز تړون د مودې په اوږدو کې، سخت انضباطي شرایط وضع کړي. هوایي کرښې او شرکتونه د الوتنې پر مسافرانو باندې کلک انضباطي او چلندي قواعد تعمیلوي.

تاریخ[سمول]

د تاریخ په اوږدو کې، په ګڼ‌شمېر ټولنو کې انضباط‌پالونکو شتون درلود. د وېکټوریا پېر، پر ماشومانو باندې د انضباطي واکمنۍ په پلي کولو سره مشهور دی. اتم اډوارډ یو انضباط‌پاله پلار درلود او انګلیسانو په دغه پېر کې له شاهي کورنیو څخه بېلګه‌ییز تقلید کاوه. د اډوارډ انا – ملکه وېکټوريا – د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې، د کورنۍ نظام له دریځه په کلکه ننګه کوله. انضباط‌پالونکي، د نظم او انضباط د تیوري‌ګانو پر بنسټ د ماشومانو د ودې او پرمختګ په موخه، د کلکو قواعدو او مقرراتو د تعمیلولو هوډ لري. سره له‌دې، انضباط‌پالونکي د ګڼ‌شمېر قضیو او سوانحو له‌مخې، له ماشومانو څخه ناوړې ګټې‌اخېستنې باندې تورن دي.[۱]

ځان‌روزنه[سمول]

ځان‌روزنه (ریاضت، د نفس انضباط/تادیب)، د خپل ځان د اصلاح په موخه، د نویو فکري، عملي او ویناییزو روږدونو رامنځ‌ته کولو ته ویل کېږي. د دغې بلونجې لارې په لړ کې، انضباط د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو وسیلې په توګه راڅرګندېږي؛ چې د سایمنز د څرګندونې له‌مخې، کولای شو هغه د ځان‌څارنې او ریاضت یا انضباط په توګه هم تعریف کړو، او دا هغه مهال دی چې: موږ د اوږدمهالو موخو لپاره سملاسي له لنډو نفساني غوښتنو څخه تېر شو (چې د ځنډول شویو غوښتنو په توګه هم پېژندل کېږي). موږ د هغه واقعي انضباط پر مټ، چې زموږ په وړتیاوو کې په بنسټیز ډول شتون لري، کولای شو له هوساینې موقعیت څخه رابهر او د ستونزو او ننګونو پر وړاندې پیاوړي شو. عادت د ځان بدلون لپاره دی، نه د ستومانتیا او کړاوونو ګاللو لپاره. له لنډو نفساني غوښتنو څخه سترګې پټولو لپاره تفکر او متمرکز انضباط ته اړتیا ده. د سیسینسکي په اند، ځان‌روزنه، په ځانګړې توګه، ستاسو وړتیاوو پورې اړه لري ترڅو خپلې هیلې او غوښتنې کنټرول کړئ او هغه څه باندې تمرکز وکړئ چې په ترسره کولو سره یې خپلې سترې موخې لاس‌ته راوړلای شئ. دا ستاسو د ورځنیو کړنو په ترڅ کې د هغو پرله‌پسې کوچنیو ګامونو پورې اړه لري چې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره یې پورته کوئ او همدا کوچني ګامونه دي چې د باانضباطه عادتونو یوه پیاوړې ټولګه رامنځ‌ته کوي.[۲][۳][۴][۵][۶]

ځان‌روزنه، په فعاله توګه د هغو ځانګړو معیارونو او قواعدو ټولګې تعقیبول دي چې زموږ د تفکر او اعمالو او شته دندو ترمنځ د همغږۍ په رامنځ‌ته کولو او یو بل سره تړاو ورکولو کې مرسته کوي. د دغو قواعدو د کوچنیو کړنو په ترسره کولو سره سترو موخو ته رسېدلای شو. د ځان‌روزنې بنسټیزه برخه زموږ د استقامت یا هوډ ځانګړنه ده، دا زموږ ورځني هوډونه دي چې د ګڼ‌شمېر خنډونو له شتون سره، سره، زموږ د خوښې وړ بدلونونو د رامنځ‌ته کولو لپاره راټولېږي؛ پرته له‌دې، ځان‌روزنه تر ډېره بریده ناشونې برېښي، دا عزم (متانت) ته ورته یو څه دي. انضباط دننیو او بهرنیو اړخونو پورې تړاو لري؛ انضباط کېدای شي د سم او ناسم ترمنځ د توپیر کولو وړتیا وي (دننی ثبات) او یا هم بهرنیو مقرراتو او قواعدو ته د غاړې اېښودنې لپاره له خپلو مهارتونو په ښه او سمه توګه کار اخېستل وي (بهرنی ثبات). «انضباط هغه وخت بڼه نیسي چې تاسو د داسې یوه کار د سرته رسولو په موخه (هم جسمي او هم ذهني) کړاو ګالئ، چې په هغه شېبه کې یې د ترسره کولو حوصله نه‌لرئ… انضباط، په ټوله معنی، ستاسو تفکر او احساسات په پام کې نه‌نیسي». د «اېرین» څرګندونې له‌مخې، د انضباط ښکلا همدا ده چې زموږ ترسره کېدونکی کار په بشپړه توګه زموږ په واک کې دی، سر تر پایه زموږ تر کنټرول لاندې دی. دوه‌یم دا چې، د انضباط پر مټ نه‌یوازې زموږ تفکر او احساس، بلکې یوه موخه بشپړېږي، پرمخ ځي او لا ثبات مومي. درېیم دا چې، یوه کړنه له یوه ارزښت سره سمون لري، نو کړنې په ارزښتونو سمبال دي، نو ځکه مرستندویه او ګټورې دي؛ په بله وینا، موږ خپل غوره‌توبونه ارزښتونو ته پرېږدو ترڅو راته ویې‌ټاکي، اجازه نه‌ورکوو ترڅو غوره‌توبونه مو د شرایطو پر مټ راباندې تحمیل شي؛ د بېلګې په توګه: موږ عاطفي لمسون په تمه نه‌کښېنو ترڅو موږ په حرکت راولي او یا له هغه احساس سره مو قانع کړي چې یوازې «سم» برېښي. اېرین وایي چې انضباط د هغو کړنو پرله‌پسې تمرین دی چې له یو لړ قواعدو یا معیارونو سره په سمون کې وي، ان که دغه قواعد پر ځان تپل شوي وي. د روري وادن – د امهال کارپوه او مخکښه ساپوه – له څرګندونې سره سم، ځان‌روزنه کېدای شي د امهال پر وړاندې غبرګون وي. خلک د خپلو ترسره شویو کارونو په پرتله د نه‌ترسره شویو کارونو پر پښېمانۍ باندې خپل وخت ضایع کوي. کله چې تاسو ځنډ کوئ، تاسو خپل وخت پر هغه څه باندې ضایع کوئ چې نه‌غواړئ او یا هم فکر نه‌کوئ ترسره یې کړئ، پرته له‌دې هغه څوک یاست چې پر ارزښتمنو او ګټورو کارونو باندې پانګونه کوئ. امهال (ځنډ) د لټ‌توب یا هوساینې په معنی نه‌دی. دې ته په کتو سره چې تېر ځل مو څنګه یو کار ترسره کړ یا په زده‌کړه کې څنګه پاتې راغلو، یو کار په ځنډ سره ترسره کوو.[۷][۸][۹]

عادتونه یو درې پړاویزه لړۍ لري:[۱۰]

  1. هڅوونکی (هغه څه چې چلند پیلوي)؛
  2. چلند (ترسره کېدونکې کړنه)؛
  3. انعام (هغه ګټه چې د چلند په ترسره کولو سره یې ترلاسه کوئ).

د ژوندون بدلون عادت هغه دی چې موږ سره د روغتیا، کاري ژوند او د ژوند کیفیت په لوړولو کې مرسته کوي. له خپلې ګټې سره سم د پورتنۍ درې پړاویزې لړۍ د کارولو کلي د هغه عاطفي وضعیت یا احساساتي غبرګونونو (هڅوونکو) پېژندنه ده چې موږ د یوه کار ترسره کولو لپاره هڅوي، د ورته انعام په ساتلو سره هغو کړنو او عادتي کارونو کې ساده بدلون دی چې کېدای شي موږ ته لا روغ یا لا ګټور ښکاره شي او موږ سره مرسته وکړي ترڅو له خپلو قواعدو یا لارښودونو سره سم ګام پورته کړو. کله چې موږ خپل د احساس پر څرنګوالي باندې پوه شو، کولای شو هغه ځانګړې چلندي بېلګې چې د عادتي کړنو او انعام/پایلې بهیر ګړندی کوي، سره جلا کړو، خپل په خوښه هغه شان یې تنظیم کړو او واک یې په خپل لاس کې ونیسو. چلندي غبرګونونه هغه دي چې زموږ له ماتې او شاتګ څخه مخنیوی کوي، زموږ د عاطفي اړتیاوو پوره کولو لپاره ګڼ‌شمېر لارې شتون لري. دا چې کوم عاطفي حالت ته اړتیا لرو، د موندلو لپاره یې باید هڅه وکړو. زموږ د ځانګړو اړتیاوو پوره کول او همدا راز د یوه نوي ښه یا لا روغ عادت درلودل، زموږ څخه لږ څه هلې‌ځلې او کاغتوب غواړي. انعام هغه څه دی چې ورڅخه خوند اخلو.[۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. Lansford, Miller-Johnson, Berlin, Dodge, Bates, and Pettit, Jennifer E., Shari, Lisa J., Kenneth A., John E., Gregory S. (August 2007). "Early Physical Abuse and Later Violent Delinquency: A Prospective Longitudinal Study". Child Maltreat. 12 (3): 233–245. doi:10.1177/1077559507301841. PMC 2771618. PMID 17631623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. Simons, Ilana. "The Difference Between Habit and Discipline". PsychologyToday. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "How to Discipline Yourself With 10 Habits". wanderlustworker. 18 August 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sicinski, Adam (18 August 2015). "THE COMPLETE GUIDE ON HOW TO DEVELOP FOCUSED SELF-DISCIPLINE". blog iqmatrix. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "What is the importance of discipline in life?". DigitalClassWorld. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Carpenter, Erin (26 October 2018). "Why Discipline is More Important than Motivation". thrivecounselingdenver. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Levi, Jonathan. "Rory Vaden on self-discipline procrastination and multiplying your time podcast". superhumanacademy. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "What is Procrastination". procrastination. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ganesan; et al. (2014). "Procrastination and the 2 x 2 achievement goal framework in Malaysian undergraduate students" (PDF). Psychology in the Schools. 51 (5): 506–516. doi:10.1002/pits.21760. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. Bartlett, Ryan. "Self Discipline - The biggest lie ever told". visionpersonaltraining. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gene, David (24 December 2018). "The Synergy of Motivation, Discipline, and Habits". healthfitnessandmore. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)