Jump to content

انساني جغرافيه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انساني جغرافيه يا بشري جغرافيه د جغرافيې هغه څانګه ده، کومه چې له سيمو او په ټولو سيمو کې د انسانانو د اړيکو په مطالعه کولو سره، له ټولنو، کلتورونو، اقتصادونو او ټولنې سره د انسانانو د تعاملاتو او اړيکو سره تړلې او له دې سره سروکار لري. انساني جغرافيه د څرنګوالي او څومره والي د څېړنې له طريقو څخه په ګټې اخيستنې سره د انسانانو ټولنيز تعاملات، له ټولنو سره د دوی تعاملات او د دوی د سيمه ييز يو له بل سره تړاو شننه کوي.[۱][۲][۳]

تاريخ

[سمول]

تر اتلسمې پېړۍ پورې په رسمي ډول جغرافيه د يوې علمي څانګې په توګه نه وه منل شوې، که څه هم ډېرو پوهانو جغرافيايي پوهه تر اوږدې مودې پورې په ځانګړي ډول د نقشې جوړولو له لارې پيل کړې وه.

په ۱۸۳۰ز کال کې شاهي جغرافيايي ټولنه جوړه شوې وه، که څه هم برتانيې تر ۱۹۱۷ز کال پورې په دې کې د جغرافيې خپله لومړۍ بشپړه څوکۍ نه وه تر لاسه کړې. د انګلستان په جغرافيايي علم کې سر راپورته کونکي لومړي حقيقي جغرافيايي مفکر «بالفورډ جان میکنډر» و، څوک چې په ۱۸۸۷ز کال کې د اکسفرډ په پوهنتون کې لوستونکی ټاکل شوی و.[۴]

په متحده ايالتو کې په ۱۸۸۸ز کال کې د ملي جغرافيايي ټولنې بنسټ اېښودل شوی او د ملي جغرافيايي مجلې خپرول يې پيل کړي و، کومه چې د جغرافيايي معلوماتو يو ډېر ستر منل شوی اثر وګرځېد او تر اوسه جريان لري. دې ټولنې د اوږدې مودې لپاره په جغرافيايي موضوعاتو د جغرافيايي څېړنو او ښوونو ملاتړ کړی دی.

په ۱۹۰۴ز کال کې د امريکايي جغرافيه پوهانو د ټولنې بنسټ اېښودل شوی او په ۲۰۱۶ز کال کې د جغرافيه پوهانو د امریکايي ټولنې نوم ورکړل شوی و، څو د دې د غړيتوب مخ پر وده نړيوال کردار په ښه طريقې سره څرګند کړای شي.

د ځمکې د طبيعي ځانګړتياوو د بيانولو او نظريې جوړولو سربېره د نورو موخو لپاره استعمالېدونکو جغرافيايي طريقو په لومړيو بېلګو کې يوه هم د «جان سنو» د ۱۸۵۴ز کال د «براډ سټريټ» د نس ناستي وبا نقشه ده. که څه هم «سنو» په اصل کې يو ډاکټر و او د جغرافيه پوه پر ځای د وبايي ناروغيو مخکښ و، خو شونې ده چې د هغه نقشه د روغتيا د جغرافيې د لومړيو بېلګو څخه يوه وي.

د طبيعي او انساني جغرافيو د فرعي څانګو په منځ کې اوسنی تر ډېره بريده روښانه توپير په وروستي تاريخ کې منځ ته راغلی دی. د جغرافيې د فزيکي او بشري خصوصٍاتو دواړو تر منځ دا اړيکه د چاپېريالي حتميت په نظريه کې تر ټولو زياته روښانه ده، کومه چې په نولسمه پېړۍ کې «کارل رايټر» او نورو مشهوره کړې وه او د اوس مهال د تکاملي جغرافيې له ډګر سره نږدې اړيکې لري. چاپېريالي حتميت هغه نظريه ده چې وايي د خلکو بدني، ذهني او اخلاقي عادتونه نېغ په نېغه د هغې د طبيعي چاپېريال له اغېز څخه منځ ته راځي. په هر حال، د نولسمې پېړۍ تر نيمايي پورې چاپېريالي حتميت له دې امله تر بريدونو لاندې و چې د نوي ساينس سره اړوندې علمي طريقې له سخت کمښت سره مخ دی، وروسته توکم پالنې او امپرياليزم ته د جواز ورکولو د يوې وسلې په توګه کار ځينې واخيستل شو.

د انساني او فزيکي اړخونو په اړوند يو شان اندېښنه د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې راڅرګنده شوه چې تمرکز يې په سيمه ييزه جغرافيه و. د سيمه ييزوالي په نوم پېژندل کېدونکې سيمه ييزې جغرافيې موخه په سيمو کې د ځايونو څرګندول او بيا د انساني او فزيکي دواړو اړخونو په مټ د هرې سيمې د ځانګړو ځانګړتياوو پېژندل او بيانول وو. د امکان پالنې او کلتوري چاپېريال پېژندنې په اړيکو سره، په ټولنه او کلتور د چاپېريال د هماغو اغېزو تر يو بريده یو شان تصورات د چاپېريالي حتميت سره په خپل ځای پاتې دي.

خو تر ۱۹۶۰ز لسيزې پورې، مقداري اوښتون په سیمه ييزه جغرافيه سختې نيوکې وکړې. د دې څانګې له حده زيات توصيفي څرنګوالي کې د علمي سختوالي د کمۍ له امله او د جغرافيې د خپلو فرعي څانګو چې هغه طبيعي او انساني جغرافيه ده او د ځمک پېژندنې څخه د دې د پرله پسې جلا والي په سبب، د شلمې پېړۍ په منځ کې جغرافيه پوهانو د شمېريزو او رياضياتي نمونو په پلي کولو پيل وکړ، څو سيمه ييزې ستونزې حل کړي. د مقداري اوښتون په اوږدو کې ډېری پرمختګ اوسمهال د جغرافيايي معلوماتو د سيستم په استعمال کې ډېر روښانه دی؛ د شمېرو، سيمه ييزو نمونه جوړولو او مثبتو ليدلرو استعمال د انساني جغرافيې په ډېرو څانګو کې اوس هم له اهميت څخه برخمن دي. د دې پړاو تر ټورو مشهور جغرافیه پوهان «فريډ کی. شيفر، والډو ټوبلر، وليام ګيريسن، پيټر هيګيټ، رچارډ جی. چورلي، وليام بنج» او «ټورسټن هيګر سټرينډ» دي.[۵]

د ۱۹۷۰ز لسيزې راهيسې، د مثبت پالنې اړوند ډيری نيوکې د رامنځ ته شوې جغرافيې اړوندې دي. د انتقادي جغرافيې اصطلاح په توګه پېژندل کېدونکي، دې نيوکو په دې علمي څانګه کې د بدلون د يوې بلې مهمې نقطې اشاره ورکړې ده. سلوکي جغرافیه په دې د پوهېدلو د يوې وسلې په توګه راڅرګنده شوې چې  خلکو څه ډول فضا او ځايونه پېژندلي دي او بيا يې موقعيتي پرېکړې کړي دي. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزو کې ډېره اغېزناک بنسټيزه جغرافيه منځ ته راغله. دا پر مارکسي اند او تګلارو زيات تمرکز لري او د «ډيويډ هاروي» او «ريچارډ پيټ» په څېر جغرافیه پوهانو سره تړلی اند دی. بنسټيز جغرافيه پوهان د مقداري طريقو په نوم پېژندل کېدونکو ستونزو په اړه د معنا لرونکو خبرو کولو هڅه کوي، د وضاحت پر ځای تشریحات وړاندې کوي، بديلونه او حل لارې وړاندې کوي او د مثبت پالو سره د اړيکو نه درلودلو څخه د کار اخيستلو پر ځای، له سياسي اړخه هم ښکېل دي. (مقداري اوښتون سره د اړيکې نه درلودل او افاقيت، خپله بسنټيزو جغرافيه پوهانو د پانګې د وسيلې په توګه تر نيوکو لاندې نيولي دي). بنسټيزه جغرافيه او له مارکسيزم سره اړيکې او له دې سره تړلې تيوريانې د عصري انساني جغرافيې يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده (انټي پوډ وګورئ). انتقادي جغرافيې د « Yi-Fu Tuan» د اثارو په مټ د بشرپالې جغرافيې پېژندنه هم ولېدله، کوم چې په طريقه کې ډېر زيات مقداري ليدلوری مخ پر وړاندې بوت.[۶][۷]

د انتقادي جغرافيې تر مخې شويو بدلونونو د ښځمنپالنې د جغرافيې، نوې کلتوري جغرافيې، د مېشتېدو جغرافیې، شيطاني جغرافيې په څېر څانګو کې عصري ليدلوری او له عصري وروسته او جوړښتي کېدو وروسته تيوريانو او فلسفو سره مشغوليت منځ ته راوړی دی.

ډګرونه (د مطالعې ساحې)

[سمول]

په انساني جغرافيه کې د مطالعې بنسټيزې څانګې د دې بنسټيزو څانګو په شا اوخوا کې تمرکز لري:

کلتورونه

[سمول]

کلتوري جغرافیه د کلتوري توليداتو او اوصولو مطالعه ده – په خالي سيمو او ځايونو کې د دوی بدلون، تر څنګ يې د دوی اړيکې. دا د ژبې، مذهب، اقتصاد، حکومت او نورو کلتوري ښکارندو د بدلون يا له يو ځای څخه بل ځای کې د ثابت پاتې کېدو د طريقو څرګندونو او شننو ته پاملرنه کوي او دا تشریح کوي چې انسانان څه ډول په سيمه ييزه کچه کار کوي.[۸]

  • په فرعي څانګو کې يې دا شاملې دي: ټولنيزه جغرافيه، د ژويو جغرافيې، د ژبې جغرافيه، جنسيت او ځای، د ماشومانو جغرافيې او دين او جغرافيه.

پرمختګ

[سمول]

پرمختګيزه جغرافیه د ځمکې د جغرافيې مطالعه ده، به کومه کې چې د دې جغرافيې د انساني اوسېدونکو د ژوند معيار او د ژند څرنګوالي ته اشاره کوي، په ټوله ځمکه کې د اقتصادي فعاليتونو د ځای، وېش او په سيمه کچه د تنظيم څېړنه کوي. د کومې موضوع څېړنه چې شوې، هغه د څېړونکي د کارلارې د ليدلوري تر اغېز لاندې ده.

اقتصاديات

[سمول]

اقتصادي جغرافيه د انساني اقتصادي نظام، دولتونو او نورو عواملو او بايوفيزيکي چاپېريال تر منځ اړيکې تر ازموينې لاندې نيسي.

  • په فرعي ډګرونو کې يې دا شامل دي: د بازار موندنې جغرافيه او د نقل او حمل جغرافيه.

روغتيا

[سمول]

طبي يا د روغتيا جغرافيه د روغتيا، ناروغۍ او روغتيايي پاملرنې د مطالعې لپاره جغرافيايي معلومات، ليدلوري او طريقو پلي کول دي. د روغتيا جغرافيه د خلکو او چاپېريال تر منځ د سيمه ييزو اړيکو او نمونو اړوند ده. دا د انساني جغرافيې يا فرعي څانګه ده، په دې اړوند څېړنه کوي چې ناروغۍ څه ډول او ولې خپرېږي او مهار کېږي.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Johnston, Ron (2000). "Human Geography". The Dictionary of Human Geography. Oxford: Blackwell. 353–60. 
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Johnston, Ron (2000). "Human Geography". The Dictionary of Human Geography. Oxford: Blackwell. 353–60. 
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).