اندړ
که چيرې د اندړو دنسب شجره په غور سره و څيړو نو څر گنده به شي چې دوی په اصل کې غلجي پښتانه دي٠اندړ د موسی زوی،د ابراهيم لمسی او د غلجي کړ وسی دی٠ د شجرو له مخې يې تر ه کی او سهاک وروڼه گڼل کيږي٠ د اندړو شمال ته د غزني مر کز،جنوب ته يې د تر ه کو او سليمان خيلو قبيله، ختيز ته يي زرمت چې زرمله يې هم بولي ،لو يد يز ته يې د هزاره وو قوم او په ضمن کې د کره باغ سيمې سره پو له لري٠ د اندړو د قبيلې ښا خو نه په لاندې ډول دي: بازيد خيل، جلال زي اولکڼ خيل چې با زيد خيل بيا په خو اجه خيلو،مر جا ن خيلو، پير خيلو ،مو سی خيلو او ابر ا هيم زيو ، جلال زي په خا ني خيلو ، الله يار خيلو او مصري خيلو او لکڼ خيل د پو مي خيلو او بشال خيلو په څا نگو ويشل شوي دي٠
د ا ندړو د قبيلې خلک زياتره په افغانستان او پاکستان کې مېشت دي
په افغانستان کې، غزني، پکتيا، زابل ،پکتيکا،بغلان ميدان او کا بل کې مېشته دي چې په لا ندې تو گه در پيژ ند ل کيږي:
- د غزني په و لايت کې:
اندړ د غزني ولايت د اندړو،جغتو، شلگر،جامراد،ده يک او زنه خان په ولسواليو او سيموکې مېشته دي چې په نو موړي و لايت کې ددوی مجمو عي شمير ٢٠٠ زرو تنو ته ر سيږي٠
- د پکتيا په ولا يت کې:
اندړ د پکتيا ولايت په مر کز گر ديز، زرمت او څمکنيو په ولسو اليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې يې ټول شمير د ٥٠ زرو تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دی٠
- دپکتيکا په ولايت کې:
د پکتيکا ولايت اندړ په شرنه او مُټاخان کې استو گنه لري چې مجمو عي شمېر يې په دغه ولايت کې د٢٠ زرو تنو په شا او خو اکې ښودل شوی دی٠
- د زابل په ولا يت کې:
د زابل ولايت اندړ ددغه ولايت د شا ه جوی په ولسوالۍ کې استو گنه لري چې مشهور کلي يي عبدالرؤف کلا، د اندړو کو ټي، د اندړو کلی او سرور کلا نو ميږي٠داسي ويل کيږي چې دوی د غزني ولايت د شلگر ولسوالۍ نه دې سيمې ته ليږ ديدلي او دلته ميشته شوي دي٠ همداراز د زابل ولا يت د دای چو پان په ولسوالۍ کې هم د اټوالو په نامه د اندړو يو ښاخ استو گنه لري چې شمير يې د ٢٠ زرو تنو په شا او وا کې ښودل شو ي دي
- د بغلان په ولايت کې:
د بغلان ولايت اندړ د دغه ولايت د نهرين په ولسوالۍ کې ميشته دي او د اندړو د لکڼ خيلو د ښا خ پورې اړه لري٠
- دکابل په ولايت کې:
د کابل ولايت اندړ د چهاردهي ولسوالۍ د کلای بها در خان په کلي کې استو گنه لري چې شمېر يې ٥٠٠ تنو ته رسيږي٠ همداراز يو شمېر اندړ دکابل دبي بي مهرو په کلي کې هم استو گنه لري٠ اندړ ډير ميلمه پال، غيرتي او د هيواد سره مېنه ددوی په پښتني خټه کې اخښل شوې ده٠ دا نگرېز انو سره د افغا نستان د خلکو په دري گو نو جگړو کې ددوی ونډه درنه ده,دبيلگې په توگه د١٨٧٩ ميلادي کال ددسامبر د مياشتې په عمو مي پا څون کې اندړ د ملا دين محمد اندړ په مشرۍ چې په ملا مشک عا لم سره يې شهرت درلود او همداراز د گل محمد خان اندړ په مشرۍ چې يوملي شخصيت و په غزني کې يې په انگرېزانو ځمکه تبۍ و گر ځوله او د يو ملي ځواک په تو گه يې دانگر يزانو په وړاندې سره يو مو ټی او دښمن ته يي خوله ما توونکي گو زارونه ورکړل٠
او په پاکستان کې، بلوچستان، سندھ، پنجاب، خیبر پښتونخوا کې په لاندي ډول در پیژنو
صوبه بلوچستان کې د کویټه سنجاوۍ، ژوب، اندړ اباد کې په ګڼ تعداد اندړ میشت دې چې مشهور کلی یې اندړاباد ده
صوبه سند کې د کراچۍ او سهکر ښارونو کې په ګڼ تعداد اندړ میشت دي د سهکر اندړ په سندي ژبه خبري کوي چې له پیړیو پیړیو همدلته میشت دي
صوبه پنجاب کې په رحیم یارخان کې په ګڼ شمیر اندړ میشت دي چې په سرایکي ژبه خبري کوي دوئ هم له پیړیو پیړیو په رحیم یارخان کې مشت دي په رحیم یارخان کې د بهنګ ښار صادق اباد تقریباً ټول اندړ دي د بهونګ ښار تاریخي جامع مسجد چې دغه ښایسته مسجد د سند او پنجاب په پوله رحیم یار خان د بهونګ ښار کې موقعت لري د دغه ښایسته مسجد بنسټ ریس غازي محمد خان اندړ په 1932م کال کې یښی چې د دې ښایسته مسجد په تکمل کېدو پره 50 کاله کار شوی، او په دې ښایسته مسجد شاو او خوا 1000 نفره کارګرو کار کړی او په 1982م کې په سر رسېدلی، چې کله رئس غازي محمد خان اندړ په 1975م کال کې وفات شو د خدای بخشلي زوي رئس شبیر احمد اندړ د مسجد کارونه په مخ یووړل، په دې مسجد کې د ننې لخوا ډیري قیمتي ډبري او سونا کارول شوي، دا مسجد په څلور یکړه ځمکه کې جوړ شوی چې په یو وخت تر 5000 زیات لمونځ کونکي پکشې لمونځ کولای شي،
صوبه خیبر پښتونخوا په پیشاور او ځینو نورو سیمو کې هم په ګڼ شمیر اندړ میشت دي چې زیاتره یې له سوات سره نیزدې اندړاباد په نام یو لوی کلی ده
دروسي ښکيلاکگرو په و ړاندې هم اندړو ډېرې سر ښند نې کړي دي او د افغاني غيرت او تورې په زور يې روسي غليمانو ته هم غاښ ما توونکي ځو ابو نه ور کړي دي٠
سرچينې
- ١-تاريخ حيات ا فغاني، پښتو ژ باړه،١٣٨٦-٢٠٠٧کال چاپ،دانش خپر ندو يه ټو لنه، پېښور٠
- ٢-پښتني قبيلي، لطيف ياد،١٣٨٥،د دانش خپر ندويه ټو لنه، پيښور