انتقادي زده‌کړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


انتقادي زده‌کړه په رسنیو کې د ځای پر ځای شوي تبعیض د موندلو وړتیا ده. دا تبعیض هغه وخت موندل کېدای شي چې د تبعیض رواجوونکي پیغامونه وارزول شي. تبعیض په طبیعي ډول په رسنیو او لیکل شوو موادو کې موندل کېږي او ترهغه په کې وي چې څو یو کس د لیکوال کلیمې ژورې ولولي، هغه مېتود و ارزوي چې لیکوال د ټولنې د ارزښتونو په اړه خپل پیغام پرې رسولی وي او دا معلومه کړي چې ایا دا نظرونه نژادي یا جنسیتي نابرابري لري، که نه.[۱][۲]

عمومي لید[سمول]

انتقادي زده‌کړه یوه لارښوونیزه تګلاره ده چې د متن پر وړاندې د «انتقادي» لیدلوري د غوره کولو ملاتړ کوي. انتقادي زده‌کړه په فعاله توګه متنونه تحلیلوي او د هغه څه لپاره ستراتیژۍ لري چې پلویان یې د بنسټیزو پیغامونو د څرګندولو په توګه تشرېح کوي. د انتقادي زده‌کړې موخه دا ده چې د شته موضوع په اړه د ځان پوهاوی رامنځته کړي. د انتقادي زده‌کړې په اړه بېلابېلې تیوریکي لید زاویې شته چې بېلابېلې پېداګوژیکي تګلارې یې رامنځته کړې دي. دا تګلارې هغه بنسټیزه فرضیه شریکوي چې وایي: زده‌کړه د متن داسې لوستونکو ته اړتیا لري چې د پوښتنې او نیوکې لار خپله کړي.

کله چې زده کوونکي د تبعیض پیدا کولو په موخه د لیکوال پیغام څېړي، دوی په حقیقت کې انتقادي زده‌کړه تمرینوي. له متن سره د فعالې بوختیا دغه مهارت د دې لپاره هم کارول کېدای شي چې له زده کوونکو سره مرسته وکړي چې د هغو خلکو په اړه ډېر ځیرک وي او د دوی په اړه ټولنیز پوهاوی ولري چې له رسنیو، کتابونو او تصویرونو څخه پیغامونه نه ترلاسه کوي او د متن پیغامونه د خپل شخصي ژوند له تجربو سره نه تړي. د دې لپاره چې زده کوونکي پوه کړي چې د خپلې ټولنې د ځواک د جوړښتونو په اړه پوښتنه وکړي، انتقادي زده‌کړه دوی ته ورښیي چې څنګه د برابرۍ په اړه دغه لیکنۍ او شفاهي نظریات تربحث لاندې ونیسي؛ په دې توګه دوی ښایي وکولی شي، په خپلو ټولنو کې د لومړیتوب نه لرونکو ډلو پر وړاندې له کېدونکې ټولنیزې بې عدالتۍ سره مبارزه وکړي.[۳]

د انتقادي زده‌کړې د ملاتړو په اند، تکرار داسې زده‌کړه ته د رسېدو په معنا نه دی چې یوازې د کلیمو، جملو او ... په معنا پوه شو. د متن د لوستلو وړتیا د دې لپاره په کار نه ده چې د «متنونو» په یوه انتقادي بحث کې ځان ګډ کړو چې د بیان هر ډول کچې په کې شامېلېدی شي. د دې پر ځای چې یوازې کرېکولم (نصاب) زده کړو، دا مهمه ده چې د بحث او پوهېدو تر شا شته فکر څرګند کړو. زده کوونکي که دا ډول فکر پیدا کړي، کولای شي هغه څه ښه وڅېړي چې ور زده شوي دي. همداراز هغه څه چې ور زده کېږي، له خپل حالت سره پرتله کولای شي. دا په دې معنا ده چې دوی یوازې د منځپانګې د لوستلو پر ځای، ژوره معنا ترلاسه کوي.[۴]

انتقادي زده‌کړه په ځینو انګلیسي ژبوهېوادونو، لکه کاناډا، اسټرلیا، نوي زیلینډ او انګلستان کې زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې د تدریس په مشهوره تګلاره بدله شوې. د انتقادي زده‌کړې د پوسټ سټرکچرلېسټ پلویانو لپاره، د دې تمرین تعریف ډیر ښه او نرم ککېدای شي، خو معمولاً په دې اړه چې ولې ځینې خبرې په متن کې شاملې یا لرې شوې دي، د بحث او استدلال په لټه کې دي.[۵][۶][۷]

له انتقادي تفکر سره اړیکه[سمول]

سره له دې چې انتقادي زده‌کړه او انتقادي تفکر یو شان پړاوونه لري او ممکن له یو بل سره ګډ شي، خو د بدلون وړ نه دي. انتقادي تفکر هغه وخت رامنځته کېږي چې کله یو څوک ستونزې د یوې داسې پروسې له لارې حل کړي چې منطق او ذهني ارزونه په کې شامل وي. دا ځکه چې انتقادي تفکر پر دې تمرکز کوي چې له دې خبرې ډاډ ترلاسه کړي چې د یو چا استدلال په کافي اندازه ثبوت لري که نه. دا چې ناڅرګندې او فرېب ورکوونکې خبرې ونه لري، نو انتقادي تفکر هڅه کوي چې د بهر نړۍ په اړه پوه شي او دا درک کړي چې نور خلک هم خپل استدلالونه لري. انتقادي تفکر غواړي یوه غوره ادعا وړاندې او څرګنده کړي.[۸][۹]

تاریخچه[سمول]

د انتقادي زده‌کړې ریښې د برازیلي ښوونکي او تیوري ورکوونکي پاولو فرایر د ټولنیز عدالت له پېداګوژۍ راپورته کېږي چې په ۱۹۶۷ز کال کې یې « زده کړې د ازادۍ د تمرین په توګه» او په ۱۹۶۸ز کې« د مظلومانو پیداګوژي» کې تشرېح کړې. د نوموړي انتقادي زده‌کړه، د هغه ظلم او اجبار پر وړاندې د خلکو د پیاوړي کولو د وسیلې په توګه پېژندل شوې چې په مکرر ډول د سازمانونو یا حکومتونو له لوري کېږي. د فرایر انتقادي زده‌کړه، د ټولنیز عدالت له غوښتنې سره پیلېږي او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په سبب رامنځه شوې ټولنیزې ستونزې حل کوي – دا له اجنډا سره یو ګډ تحلیل دی او له دغه فلسفي بنسټ څخه رامنځته کېږي، چې متنونه باید تحلیل او وارزول شي.

انتقادي زده‌کړه بیا وروسته په ۱۹۸۷زکال کې په اساسي بڼه ډونالډ مکېډو رامنځته کړه. پاولو فرایر یې په خپل کتاب «د مظلومانو پېداګوژي» کې چې په ۱۹۶۸ز کال کې خپور شوی، لیکي چې: هغه کسان چې د ځواک لرونکو کسانو له خوا ظلم پرې شوی، په لومړي سر کې له ازادۍ وېرېږي؛ ځکه چې دوی د ظالمانو قوانین منلي او د دغو قوانینو د ماتولو پایلې یې لیدلې دي. په دې توګه، سره له دې چې دوی ازادي غواړي، خو بیا هم په هغه څه کې ژوند ته دوام ورکوي، چې فرایر یې «د ازادۍ وېره» بولي اوهغه له مخکې جوړ شوي امرونه تعقیبوي چې د دوی ظالمو واکمنانو ورکړي دي. فرایر د دې لپاره چې د دوی د ظلم په اصلي ماهیت پوه شي، وایي چې: دوی باید پوه شي چې د دوی حالت بدلېدای شي او ورسره دا ظلم ختمېږي.[۱۰][۱۱]

دغه لید، د نورو کسانو تر څنګ د بیټر مکلارېن، هنري ګیروکس او جان انیون په کارونو کې ښکاري. د انتقادي زده‌کړې په اړه د فرایر لید او نظر په انتقادي پېداګوژۍ کې ډېر ښه وړاندې شوی.[۱۲]

د انتقادي زده‌کړې فکتورونه[سمول]

فرایر یې د انتقادي زده‌کړې په جوړښت کې څو اساسي عاملونه او فکتورونه شاملوي. د انتقادي زده‌کړې په لومړي پړاو کې هغو کسانو ته چې ناسم چلند ورسره شوی او هغو ته چې دغه چلند ته له سیاسي یا نورو ځواکونو لکه ښوونځي او حکومت له لارې وده ورکوي، د پوهاوي یا د فرایر په خبره «هوښیارۍ» راوړل شامل دي. دا ځکه چې فرایر او مکیډو په دې نظر دي چې لیکل شوي متنونه هم، هغه معلومات وړاندې کوي چې د هغه وخت د ماډلونو پر اساس جوړ شوي چې په نړۍ کې ظلم او ناوړه چلند کېده، خو خلک نه پرې پوهېدل. بې وزلي او لومړیتوب نه ورکول د ژوند د طبیعي برخې په توګه ورته ښودل کېدل. د دوی د سخت کار له منلو سره سره، دوی پر دې نه پوهېږي چې کوم پړاوونه باید ووهي چې له ظلمه وژغورل شي.[۱۳]

د انتقادي زده‌کړې دویم فکتور یا عامل هڅه کوي، چې په ښوونځیو کې د تدریس لاره بدله کړي. ایرا شور لیکي چې ::انتقادي زده‌کړه کولای شي چې د نړۍ په اړه د یو چا باور بدل کړي، داسې چې د خپل شخصي باور او نظر سره سم له کلیمو څخه په استفادې، پوښتنه وکړي. د دې لپاره چې د فمینیزم یا نوي مارکسېزم په اړه له مختلفو نظریو سره د کار کولو وړتیا پیدا کړي. انتقادي زده‌کړه، زده کوونکو ته د خپل ځان د ودې په اړه د فکر کولو مختلفې لارې چارې وړاندې کوي، دوی ګواښ کوي چې موضوعاتو ته انتقادي نظر ولري، داسې نه چې ځان له پخواني حالت او کلتوري ارزښتونو سره سم کړي. د دې موخه دا ده، چې زده کوونکي رهبري کړي چې په خپلو ټولنو کې ټولنیزو کړنو ته وده ورکړي او ناعادلانه جوړښتونه بدل کړي.

دا چاره، د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ د ریښتینو خبرو اترو د ملاتړ او دفاع له لارې ترسره کېږي چې دواړه لوري د مهمو موضوعاتو د انتقادي بحث له لارې ګډه زده کړه وکړي، داسې نه چې د زده کړې له بانکي ماډل څخه پیروي وکړي. بانکي ماډل، د تدریس هغه دودیز مېتود دی چې له زده کوونکو سره د هغو تشو کانتینرو په توګه چلند کېږي چې د ښوونکو له لوري ډکېږي، هغه ښوونکي چې اصلي قانون یې دا دی چې یوازې درس ورکړي، معلومات ولېږدوي او زده کوونکي یې باید واخلي او په ازموینو کې یې له مخې ووایي. فرایر د بانکي ماډل پلوی نه و، ځکه ده باور درلود چې په زده کوونکو کې د ځیرکۍ له پیدا کولو پرته، د دغه ماډل پلي کول ظلم دی.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Blake, Caitrin (April 25, 2016). "Defining Critical Literacy: Why Students Should Understand the Power of Language". Concordia University, Nebraska. Concordia University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Coffey, Heather. "Critical Literacy". Learn NC. UNC School of Education. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Smith, Ann Marie (2015). "Five Things School Administrators Should Know About Critical Literacy". National Forum of Educational Administration & Supervision Journal. 33 (4): 1–6 – عبر Education Source. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. Michell, Michael J. (2006-11-01). "Teaching for Critical Literacy: An Ongoing Necessity to Look Deeper and Beyond". English Journal. 96 (2): 41–46. doi:10.2307/30047126. ISSN 0013-8274. JSTOR 30047126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hagood, M. (2002). "Critical literacy for whom?",Reading Research and Instruction, 41, 247-264.
  6. Cadeiro-Kaplan, K. (2002) Literacy ideologies: Critically engaging the language arts curriculum. Language Arts, 79, 372-381
  7. Sinfield, Ivor., Hawkins, Lise (2006). " Critical Literacy: Policy and Practice". Orbit 36: 27.
  8. Temple, Charles. "Critical Thinking and Critical Literacy". Critical Thinking International, Inc. Dept. Education, Hobart & William Smith Colleges. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cox, Donna; Miller, Melinda; Berg, Helen (2017). "Start With a Book, End With a Conversation: Promoting Critical Literacy in the Classroom". California Reader. 50 (2): 48–50 – عبر Education Source. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. Jowallah, Rohan (2015). "Awakening Students through Critical Literacy: Implications for Teaching and Learning within Contemporary Education". International Journal of Literacies. 21 (3/4): 17–27. doi:10.18848/2327-0136/CGP/v21i3-4/48837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  11. Freire, Paulo (1993). Pedagogy of the Oppressed. New York: The Continuum International Publishing Group Inc. د کتاب پاڼي 47–49. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8264-1276-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bishop, Elizabeth (2014). "Critical Literacy: Bringing Theory to Praxis". Journal of Curriculum Theorizing. 30: 51–63 – عبر Google Scholar. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Shor, Ira (Fall 1999). "What is Critical Literacy?". Journal of Pedagogy, Pluralism, and Practice. 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)