انا ماريا ون شرمن
| انا ماريا ون شرمن | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۵ نومبر ۱۶۰۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] کولن [۹] |
| مړینه | 4 می 1678 (71 کاله)[۱][۱۰] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | شاعر ، ليکوال ، فیلسوف ، دينپوهنه ، تاریخ پوه [۱۱] |
| کاروونکې ژبه | لاتيني ژبه ، فرانسوي ژبه [۱۲]، جرمني ژبه [۱۲]، زړه يوناني ، هالنډي ژبه ، انګليسي ژبه ، عبراني ژبه ، اېټاليايي ژبه ، ارامي ژبه ، سرياني ژبه ، عربي ژبه ، پارسي ژبه |
| د کړنې څانګه | شعر ، دينپوهنه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
انا ماريا ون شرمن(۵ نومبر ۱۶۰۷ – ۴ مۍ ۱۶۷۸) يوه هالنډۍ انځورګره، حکاکه، شاعره او عالمه وه، چا چې د خپلې استثنايي زده کړې او د ښځو له زده کړې څخه د دفاع له امله شهرت موندلی. هغې ډېرې زده کړې کړې وې، په هنر، موسيقۍ او ادب کې يې پوهه تر لاسه کړه او په پنځو ژبو کې يې تخصص تر لاسه کړ، په دې ژبو کې لاتيني، يونانی، عبري، عربي، سرياني، ارامي او ايتوپيک شاملې وې، تر څنګ يې په ګڼو نورو معاصرو اروپايي ژبو واکمنه وه. هغه د هالنډ پوهنتون په نارسمي زده کړو کې لومړۍ مېرمنه وه.[۱۳][۱۴]
ژوند
[سمول]ون شرمن په «کولون» کې زېږېدلې وه، د «انټورپ» د « فريډريک وان شرمن» (مړ. ۱۶۲۳ز کال)او«ايوا ون هارف ډی ډريبون» يوه روښانه لور وه چې مور او پلار يې شتمن خلک وو. هغې په څلور کلنۍ کې لوستل کولای شول. په شپږ کلنۍ کې، دا مهال يې له کاغذونو څخه د شيانو په جوړولو کې مهارت تر لاسه کړی و او په دې ډول يې د خپل عمر نور ماشومان تر شا پرېښي وو. په لس کلنۍ کې، هغې خامک کول يواځې په درې ساعتونو کې زده کړل. په خپلو ځینو لیکنو کې هغه وايي چې: په څه ډول يې له موم څخه د مجسمې د جوړولو طريقه رامنځته کړه، هغه وايي «ما بايد داسې ډېر شيان موندلي وای چې هېچا ماته نه و ښودلي». د هغې خپله د موم مجسمه ژوند ته دومره ورته وه، په ځانګړي ډول د هغې اميل چې د نوموړې ملګرې شهزادګۍ «ناساو» وسکونډله، څو ډاډ تر لاسه کړې چې دا حقيقي نه وه. د ۱۶۱۳ او ۱۶۱۵ز کلونو تر منځ، د هغې کورنۍ «يوټریکټ» ته ولاړه او نږدې لس کاله وروسته دوی يو ځل بيا وکوچېدل، دا ځل په «فريزليند» کې «فرينکر» ته ولاړه. له نږدې يوولس کلنۍ نه، شرمن ته د هغې پلار لاتيني ژبه او نور مضامين تدريس کړل، تر څنګ يې خپل زوی ته هم تدريس کاوه، دا يوه غیر عادي پرېکړه وه، ځکه چې هغه مهال د نومياليو کورنیو نجونو په ټولګيو کې زده کړه نه کوله. د لاتيني زده کولو لپاره د هغې پلار هغې ته «سينيکا» (يو رومي فيلسوف و) د لوستلو لپاره ورکړ. له پېژندل شويو خلکو سره د ليکنو د تبادلې او بحثونو له لارې يې خصوصي زده کړه او مطالعه بشپړه شوه، په دې پوهانو کې «اندری ريوټ» او «فريدريک سپينهيم» هم شامل وو، دوی دواړه د «ليډن» پوهنتون پروفيسران وو، همدا راز د کورنۍ له ګاونډي «ګيسبرټس ويټوش» سره څوک چې د «يوټريګټ» پوهنتون پروفيسر و. هغې په انځورګرۍ، پاڼو پرې کولو، خامک دوزۍ او لرګيو په نقاشۍ کې مهارت درلود. بل هنر چې هغې تجربه کړ، خطاطي وه، کوم هنر چې هغې يو نمونوي کتاب ته د کتلو له لارې زده کړی و. کله چې په دې هنر کې ښه تکړه شوه، هغې داسې بڼې اختراع کړې چې له هغې سره يې مرسته وکړه، په هغو ژبو لیکل وکړي چې پرې پوهېده. د پلار له مړينې وروسته، دا کورنۍ په ۱۶۲۶ز کال کې بېرته «يوټريکټ» ته کډه شوه. په شل کلنۍ کې د شرمن کور د پوهانو د ليدنو کتنو مرکزي نقطه وه. د هغې په ملګرو کې « Constantijn Huygens, Johan van Beverwijck, Jacob de Witt, Cornelius Boy, Margaret Godewijck» او « Utricia Ogle» شامل وو. د ۱۶۳۰ز لسيزې په اوږدو کې، هغې له «ميګډالينا وان ډي پاسي» سره د حکاکۍ زده کړه وکړه. هغې حکاکي په خطاطۍ کې له خپل مهارت سره يو ځای کړه، د هغې پېژندل شويو حکاکي شوې خطاطۍ ټوټو د هغې د معاصرو په ګډون د هر هغه هغه چا پام را اړاوه چې دا ټوټې يې ليدلې وې. سره له دې چې هغه شوخه، ساعتېرې ښځه او تجربې يې کولې، د خپل هنر په اړه ډېره جدي هم وه، د هغې معاصر له دې خبر و. هغې خپله ويل چې:«الله(ج) په هنرونو کې په سترسوغات نازولې ده».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په ۱۶۳۴ز کال کې، په لاتيني ژبه کې د زيات امتياز له امله، هغې ته بلنه ورکول شوې وه چې، د «يوتریکټ» پوهنتون د پرانيستې لپاره يو شعر وليکي. په شعر کې هغې د «يوټريکټ» ښار او نوي پوهنتون لمانځنه وکړه. هغې د سيلاو او راين درياب د لارې د بدليدو له امله د ښار د اقتصادي اغېزو سره د ښار د مبارزې سره د مرستې کولو په موخه د پوهنتون د وړتياوو يادونه وکړه، خو تر څنګ يې له پوهنتون څخه د ښځو اېستلو ته ګواښ وکړ. د هغې شکايت ته په ځواب کې د پوهنتون مسئولينو هغې ته اجازه ورکړه چې د پروفيسر«ويټشيس» درسونو ته حاضره شي. په همدې بنسټ، په ۱۶۳۶ز کال کې، هغه په پوهنتون يا ويلی شو چې په يو هالنډي پوهنتون کې لومړۍ ښځينه محصله شوه. هغه مهال په پروټسټان هالنډ کې ښځو ته اجازه نه وه چې په پوهنتون کې زده کړه وکړي، کله به چې هغه درسونو ته حاضرېده، نو د پردې شاته يا د پرده لرونکې کوټه ګۍ کې به کېناسته چې نارينه محصلینو به نه شوه لېدای. په پوهنتون کې هغې عبراني، عربي، چالدي، سرياني، او ايتوپیايي ژبې ولوستې. په فلسفه او الاهياتو کې د هغې لېوالتيا او د هغې هنري وړتيا د «يوريچټ ستورې» په توګه د هغې په شهرت او پېژندګلو کې مرسته وکړه. تر ۱۶۴۰ز لسيزې پورې هغه په څوارلسو ژبو کې پوهه شوې وه او په لاتيني، يوناني، عبراني، ايټاليايي، فرانسوي، عربي، فارسي، ايتوپايي، الماني او هالنډي ژبو کې يې لیکنې وکړې.[۲۱][۲۲][۲۳]
د هغې د همعصر «پير يوون» له مخې: شرمن په رياضياتو، جغرافيې او فلکياتو کې غوره مهارت تر لاسه کړی و. داسې برېښي چې د دې پرهېزګارې خپل ځانې عالمې ګڼ مرکه کوونکي درلودل. کله چې په ۱۶۳۱ز کال کې د «کوستانټيجن هيګنز» مېرمنه مړه شوه، نوموړي په شرمن د واده لپاره مرکه وکړه او په ۱۶۳۴ز کال کې يې هغې ته په درې ژبو کې لس نظمونه وليکل. نورو هالنډي مفکرينو هم هيګنز هڅولی و. داسې برېښېده چې د شرمن پېغلتوب او له زده کړې سره تړون نالړزانده و. کله چې هغې د « Amor Meus Crucifixus Est» (زما مینه اعدام شوې ده) جمله خپل نصب العين وګرځوله، نو بالاخره د هغې مفکر ملګري قانع شوي وو چې د هغې دې غوراوي چې نه غواړي واده وکړي، د هغې د علمي دندې پر ځای، د هغې په پرهېزګارۍ کې رېښې کړې وې.[۲۴]
شرمن همدا راز په شيشه، مجسمه جوړولو، د موم په نمونو، د پيل غاښ او لرګي د نقاشۍ په کولو سره د الماسو نازکې حکاکۍ کړي دي. هغې همدا راز انځورګري کړې، په ځانګړي ډول د شيانو انځورونه يې کښلي، هغه لومړۍ پېژندل شوې هالنډۍ انځورګره ده چې په انځورګرۍ کې يې «پاسټل» وکاراوه (پاسټل يعنې رنګه انځور یا هغه انځور چې ډېر رنګونه په کې کارول کېږی).
شرمن له نوميالۍ ډنمارکۍ مېرمنې«برجیټ تاټ» سره د لیکونو له لارې اړیکه درلوده، چا چې د کلاسيکي لیکوالانو آثار او مذهبي ليکنې ژباړلي دي. د «سینيکا» په هغو فلسفي اثارو کې چې «تاټ» ژباړلي وو، يوه سریزه شامله وه چې، په کومه کې چې هغې د ښځو د زده کړې د حق په پلوۍ بحث کړی دی. تاټ ويلي دي چې: هغې له دې امله کلاسيکي آثار ژباړلي چې ډېرو کمو ښځو لاتيني لوستلای شوه. شرمن په عامه ټولنه کې «تاټ» ته شهرت ورکړ او هغه يې «د شمال لسمه موسی» وبلله. شرمن د خط او کتابت له لارې په ټوله اروپا کې د لوستو ښځو يوه شبکه جوړه کړه. هغې له «ډروتيا مور» سره په لاتيني او عبراني ژبه ليکنې کولې، له «باستوا ماکين» سره يې په يوناني ژبه کې، د بوهميا له ازابيت سره یې په فرانسوي ژبه کې او د سويډن له ملکې کسټينا سره يې په لاتيني ژبه کې لیکونه تبادله کول. په دې لیکنو کې تکراري موضوع د ښځو تعلیم و. شرمن په خپلو لیکونو کې د «ليډي جين ګری» او «ملکه الزابيت لومړۍ» په څېر باسواده ښځو ستاينه کوله.[۲۵][۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119095548 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/71389 — سرليک: Anna Maria van Schurman
- ↑ Biografisch Portaal van Nederland ID: http://www.biografischportaal.nl/persoon/98744675 — سرليک: Anna Maria van Schurman
- ↑ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00165729 — سکالو پېژند: Anna Maria Van Schurman — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپروونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
- ↑ سکالو پېژند: Anna Maria van Schurman — KulturNav-ID: https://kulturnav.org/381d8262-b832-4021-91f9-dcba1d84867f — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ سکالو پېژند: ANNA MARIA VON SCHÜRMANN — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=24736 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/schurmann-anna-maria — سکالو پېژند: Anna Maria Schürmann — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3867 — سکالو پېژند: Anna Maria Van Schurman — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ پیوستون : 119095548 — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://annamariavanschurman.org/
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=nlk20000085680 — خپرېدونېټه: ۸ جون ۲۰۲۲
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12175424c — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ "About Anna Maria van Schurman". www.annamariavanschurman.org (in American English). خوندي شوی له the original on 2017-09-15. ترلاسهکېدو نېټه 2017-09-14.
- ↑ "Anna Maria van Schurman". Oxford Bibliography. Oxford University Press. ترلاسهکېدو نېټه 23 September 2019.
- ↑ Anna Maria Schuurmans biography in De groote schouburgh der Nederlantsche konstschilders en schilderessen (1718) by Arnold Houbraken, courtesy of the Digital library for Dutch literature
- ↑ Honig, Elizabeth Alice. "The Art of Being "Artistic": Dutch Women's Creative Practices in the 17th Century." Woman's Art Journal 22, no. 2 (2001): 31-39. doi:10.2307/1358900.
- ↑ Anna Maria van Schurman in the RKD
- ↑ Women Writing Latin: Early Modern Women Writing Latin. Routledge. 2014. p. 217. ISBN 9781135377564.
{{cite book}}: د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Carol Pal (2012). Republic of Women: Rethinking the Republic of Letters in the Seventeenth Century. Cambridge University Press. p. 60. ISBN 9781139510752.
- ↑ Moore, Cornelia Niekus. "Anna Maria van Schurman (1607–1678)." Canadian Journal of Netherlandic Studies 11, no. 32 (1990): n5.
- ↑ Women Writing Latin: Early Modern Women Writing Latin. Routledge. 2014. p. 271. ISBN 9781135377564.
{{cite book}}: د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Frade, Sofia (2016). "Ménage's Learned Ladies: Anne Dacier (1647-1720) and Anna Maria van Schurman (1607-1678)". In Wyles, Rosie; Hall, Edith (eds.). Women Classical Scholars: Unsealing the Fountain from the Renaissance to Jacqueline de Romilly. Oxford: Oxford University Press. ISBN 9780198725206.
- ↑ Van Beek 2010: 60 and n. 97, who points out that we know this from reports by Van Schurman's fellow students Descartes and Hoornbeeck.
- ↑ Carol Pal (2012). Republic of Women: Rethinking the Republic of Letters in the Seventeenth Century. Cambridge University Press. p. 56. ISBN 9781139510752.
- ↑ Women Writing Latin: Early Modern Women Writing Latin. Routledge. 2014. p. 277. ISBN 9781135377564.
{{cite book}}: د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Women Writing Latin: Early Modern Women Writing Latin. Routledge. 2014. p. 275. ISBN 9781135377564.
{{cite book}}: د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
- ليکنې چې ويوکي په هالنډي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1678ز مړينې
- 4 می مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- CS1 American English-language sources (en-us)
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

