امیلیانو زاپاتا
| امیلیانو زاپاتا | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۸ اگست ۱۸۷۹[۱][۲][۳][۴][۵] |
| مړینه | 10 اپريل 1919 (40 کاله)[۱][۶][۲][۳][۴][۵] |
| د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ګوند اړخی |
| کاروونکې ژبه | اسپانيايي ژبه [۷] |
| پوځي خدمت | |
| برخه | سپاره عسکر / سمبال پوځ |
| مقام | جنرال |
| جګړه/جګړې | د مکسیکو انقلاب |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې[۸] | |
| سمول |
|
امیلیانو زاپاتا سالازار (۸ اګست ۱۸۷۹ – ۱۰ اپرېل ۱۹۱۹ زکال) مکسیکويي انقلابي و. هغه د ۱۹۱۰ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې د مکسیکو د انقلاب یو له مخکښو څېرو، د مکسیکو د مورلوس ایالت د خلکو د انقلاب اصلي رهبر او د زاپاتیسمو په نامه کرنیز خوځښت الهام بخښونکی و.
زاپاتا د مورلوس ایالت په Anenecuilco کلیوالي سیمه کې داسې مهال وزېږېد چې د بزګرانو ټولنې د هغو ځمکو لرونکو د کوچنیو طبقو د پر مخ په زیاتېدوني ډول فشار سره مخ وې چې د دیکتاتور پورفیریو دیاز (له ۱۸۷۷- ۱۸۸۰ او له ۱۸۸۴- ۱۹۱۱ زکال پورې ولسمشر و) په ملاتړ یې ځمکه او د اوبو سرچینې د نیشکر (ګنیو) د تولید په موخه په انحصار کې لرلې. په پیل کې زاپاتا د دیاز او هسندادو ځمکې لرونکو پر وړاندې سیاسي خوځښتونو کې ونډه واخیسته، خو هغه مهال چې د ۱۹۱۰ زکال انقلاب پیل شو، په مورلوس کې د بزګرانو په مرکزي رهبر واوښت. هغه د یو شمېر نورو بزګرو رهبرانو په همکارۍ د سوېل آزادي غوښتونکی پوځ رامنځته او ډېر ژر د هغو رهبر شو. د زاپاتا ځواکونو په کواتلا جګړه کې (مۍ ۱۹۱۱ زکال) فدرال ځواکونو ته په ماتې ورکولو سره د دیاز د واکمنۍ په سقوط کې ونډه لرله، خو هغه مهال چې د انقلاب رهبر فرانسیسکو مادرو ولسمشر شو، د زاپاتایانو رول یې رد کړ او هغوی یې د یوه ساده لارنیونکو په توګه وغندل.
د ۱۹۱۱ زکال په نومبر میاشت کې زاپاتا ایالا پلان وړاندې کړ، چې د ځمکې په برخه کې د جدي اصلاحاتو او بزګرانو ته یې بیاځلي د هغو د ویش غوښتنه کوله. مادرو په مورلوس کې د زاپاتایانو د ځپلو او له منځه وړو په موخه فدرال ځواکونه ولېږل.مادرو د سوزېدلې ځمکې له سیاست کار واخیست، کلي یې وسوزول او د هغوی اوسېدونکي یې په زور ترې وویستل، ډېری نارینه یې پوځ ته ترې راوستل او ډېری نور یې د مکسیکو په سویل کې د اجباري کار کمپونو ته ولېږل. دغو چارو د بزګرانو ترمنځ د زاپاتا ځایګی لا پیاوړی کړ او زاپاتا وتوانېد د ویکټوریانو هئورتا په مشرۍ د مادرو ځواکونه له مورلوس وباسي. د ۱۹۱۳ زکال په فبروري میاشت کې د مادرو پر خلاف کودتاه کې هئورتا د مکسیکو واک په لاس کې واخیست، خو په شمالي مکسیکو کې د ونوستاینو کارانزا، الورا اوبرګون او فرانسیسکو «پانچو» ویلا په مشری محافظه کارو ځواکونو د زاپاتا د ځواکونو په ملاتړ هغه د ۱۹۱۴ زکال په جولای میاشت کې له واکه لرې کړ. زاپاتا هغه اداره چې کارانزا یې د انقلابي خوځښت رهبر معرفي کاوه په رسمیت وه نه پېژنده او په خپل ایالا پلان کلک ودرېد.
په هئورتا باندې د انقلابیونو له بریا وروسته دوی هڅه وکړه په اګواسکالینتس کنوانسیون کې (د ۱۹۱۴ زکال له اکتوبر څخه تر نومبر پورې) د بریالیو ځواکونو اړیکې جوړې کړي. زاپاتا او ویلا له کارنزا سره خلاف شول او مکسیکو د بریالیو کسانو ترمنځ د کورنۍ جګړې په ډګر واوښته. زاپاتا چې له ویلا سره له اتحاد څخه ناهیلی شوی و، خپله انرژي یې په مورلوس کې (چې تر واکمنۍ لاندې یې و) د ټولنې په بیارغونې ولګوله او د ایالا پلان له مخې یې ځمکني اصلاحات رامنځته کړل. هغه مهال چې کارنزا خپل ځواک ثابت کړ او په ۱۹۱۵ زکال کې یې ویلا ته ماته ورکړه، زاپاتا د کارنچیستایانو (د کارنزا ملاتړي وو) پر وړاندې چریکي جګړه پیل کړه؛ هغوی هم په غبرګون کې په مورلوس برید وکړ او یوځل بیا یې د زاپیستا یاغیانو د شړلو په موخه د سوزیدلې ځمکې له سیاست کار واخیست. زاپاتا یوځل بیا مورلوس په ۱۹۱۷ زکال کې ونیو او د کارنزا د ځواکونو پر وړاندې یې ګڼ شمېر ایالتونه له ځان سره تر هغه مهاله وساتل کله چې د ۱۹۱۹ زکال په اپرېل میاشت کې په یو کمین کې ووژل شو.
په ۱۹۱۷ زکال کې د مکسیکو د اساسي قانون ۲۷ مه ماده د زاپاتا کرنیزو غوښتونو ته د ځواب ویلو په موخه تدوین شوه.[۹]
د هغه له مړینې وروسته زاپتیستا جنرالان د کارنزا پر وړاندې له اوبریګون سره یوځای شول او په ۱۹۲۰ زکال کې یې له واک څخه د هغه په راپرځولو کې مرسته وکړه. د کارنزا له سقوط وروسته په ۱۹۲۰ زکال کې زاپتیستان وتوانېدل د مورلوس په حکومت کې پیاوړې څوکۍ ترلاسه کړي. دوی ډېری هغه ځمکني اصلاحات چې زاپاتا په پام کې لرل په مورلوس کې اجرا کړل.
زاپاتا د یوې بېلګې په توګه په مکسیکو کې پاتې شوی چې هم د ملت پالنې د سمبول او هم د نوي زاپتیستا خوځښت د سمبول په توګه یادول کېږي.
له انقلاب مخکې کلونه
[سمول]ایمیلیانو زاپاتا د مورلوس د آننکویلکو سیمې د ګابریل زاپاتا او کلئوفاس جرترودیز سالازار په مخکښه سیمه ئیزه کورنۍ کې وزېږېد. د امیلیانو پالونکی پلار د یو سیمه یئز لوی باغ مدیر او پالونکې مور یې هم د دغه مدیر مېرمن وه. په ډېر امکان سره د زاپاتا کورنۍ مستیزو وه، هغه مکسیکویان چې دواړه هسپانوي او ناهوا اجداد لري. ایمیلیانو د خپلو کورنۍ له لسو ماشومانو نهم و؛ هغه شپږ خویندې: سلسا، رامونا، ماریا د ژسوس، ماریا د لا لوز، جویتا او ماتیلد او همدارنګه درې وروڼه د پدرو، اوفمیو زاپاتا او لورتو په نومونو لرل. د زاپاتا کورنۍ د ماپازتلان د زپاتا له نسل څخه ده. د هغه مورنی نیکه خوزه سالازار د خوزه ماریا مورلوس او پاوون په پوځ کې د کواتالا د محاصرې پر مهال خدمت کاوه؛ د هغه ترونو کریسټیانو او خوزه زاپاتا د اصلاحاتو په جګړه او د فرانسې د برید پر وړاندې جګړه کې جنګېدلي و. له بزګرې کورنۍ څخه ایمیلیانو زاپاتا د خپل ښار د ستونزو او د خپل کلي د وګړو د ستونزو په اړه چې په مخ پر زیاتېدوني ډول یې د خپلو غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوله ښه پوهېده. په داسې حال کې چې په معمول ډول په مکسیکويي آیکنوګرافي کې زاپاتا د یو بومي او بې ځمکو کروندګر په توګه انځور کېږي، خو داسې نه وه هغه له نژادي پلوه بومي و، خو بې ځمکو نه و او نه یې هم په ناهوايي ژبه خبرې کوله. هغوی مناسب مالي وضعیت درلود، هېڅکله له بېوزلۍ نه دي ځورېدلي او له یو شمېر چارو لکه د غویانو له جګړې، چرګانو جنګولو او په غویانو باندې د سورلۍ له مسابقې څخه یې خوند اخیست.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
هغه د خپل ښوونکي ایمیلیو وارا سره محدودې زده کړې وکړې چې په کې کتاب ساتنه هم شاملېدله. زاپاتا ۱۶ کلن یا اوولس کلن و چې پلار یې مړ شو، له همدې امله اړ و څو له خپلې کورنۍ ساتنه وکړي. امیلیانو د کاري زمینې برابرونکی و، هغه یو شمېر قچر له کلي څخه ښار ته د جوارو د لېږدولو په موخه اخیستي و؛ هغه همدارنګه پیاوړی بزګر و او هندواڼې یې د نغدي تولیداتو په توګه کرلې. هغه پیاوړی آس زغلونکی و او د غویانو جنګولو او د آس پر شا د ځان ساتلو په سیالیو کې به یې ونډه اخیسته. په آس زغلونې کې د نوموړي مهارت هغه د پروفیرو دیاز د زوم Ignacio de la Torre y Mier روزونکی کړ چې همدلته نږدې یې د بورې جوړولو کارخونه لرله او له زاپاتا سره یې د یو انقلابي رهبر په توګه د جوړېدو په برخه کې ډېره مرسته وکړه. هغه پام وړ څېره او غټ بریتونه لرل چې ویاړ به یې ورباندې کاوه، تل به یې ښه کیفیت لرونکي کالي اغوښتل لکه څرنګه چې د هغه وفادار منشي څرګنده کړې: «جنرال زاپاتا تر خپلې مړینې پورې charro outfit اغوستل: تنګ کشمیري کالي چې نقره یي تڼۍ یې لرلې، لویه چارو خولۍ، د ظریف کتان یخن قاق یا جاکټ، په غاړه کې دسمال، د یوې ټوټې چرم څخه موزې او په ملا کې به یې تفنګچه لرله».[۱۴][۱۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118636197 — خپرېدونېټه: ۱۳ اگست ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n301p4 — سکالو پېژند: Emiliano Zapata — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/zapata-emiliano — سکالو پېژند: Emiliano Zapata — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Emiliano_Zapata — سکالو پېژند: Emiliano Zapata — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=66867 — سکالو پېژند: Emiliano Zapata — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118636197 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Сапата Эмилиано — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122053495 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0953176/
- ↑ Centeno, Ramón I. (2018). "Zapata reactivado: Una visión žižekiana del Centenario de la Constitución". Mexican Studies/Estudios Mexicanos (in انګليسي). 34 (1): 36–62. doi:10.1525/msem.2018.34.1.36.
- ↑ Kicza, John E. (1993). The Indian in Latin American History: Resistance, Resilience, and Acculturation. Scholarly Resources. p. 203. ISBN 978-0-8420-2421-1.
- ↑ ¿Quién fue Emiliano Zapata? Conoce su biografía Archived July 31, 2020, at the Wayback Machine.
- ↑ Diccionario Porrúa de Historia, Biografía y Geografía de México. Editorial Porrúa.
- ↑ Knight 1986، م. 190.
- ↑ Krauze 1997، م. 279.
- ↑ Krauze 1997، م. 278.
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1919ز مړينې
- 10 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

