د مکسیکو انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د مکسیکو انقلاب (په هسپانوي ژبه کې: Revolución Mexicana، ۱۹۱۰ز کال نه تر۱۹۲۰ز کال پوري) د یو لوی انقلاب په بڼه یوه متحده مبارزه نه، بلکې د سیمه ییزو وسله والو شخړو پراخه لړۍ وه. دې ته « د مکسیکو د عصري تاریخ تعریفوونکې پېښه » هم ویل کېږي. ددې انقلاب په ترڅ کې فدرالې پوځ له منځه لاړ او پرځای یې انقلابې پوځ وټاکل شو، چي له امله یې د مکسیکو کلتور اوحکومت هم بدل شو. د شمالي اساسي قانون پلوي ډله د جګړې په ډګر کې بریالۍ شوه او د مکسیکو د اوسني اساسي قانون مسوده یې جوړه کړه، چې موخه یې د هغو انقلابي جنرالانو په مرسته،چې له۱۹۲۰زکال نه تر ۱۹۴۰زکال پورې واک تر لاسه کړی و، د یو ځواکمن مرکزي حکومت رامنځته کول و. دا انقلابې شخړه په پیل کې یوه کورنۍ جګړه وه، خو دا چې بهرنیو ځواکونو هم په مکسیکو کې اقتصادي او سټراټیژیکې ځانګړې ګټې درلودي، د جګړې لمن پراخه شوه چې له ډلې یې متحده ایالاتو د نورو په پرتله د پام وړ ونډه درلوده.[۱][۲][۳]

که څه هم د ولسمشر پورفیریو ډیاز (۱۸۷۶ز کال نه تر۱۹۱۱ز کال پورې) د لسیزو اوږد رژیم د منلو وړ نه و، خو داسې هېڅ وړاندوینه هم نه کېده چې په ۱۹۱۰ز کال کې دې داسې یو لوی انقلاب را منځته شي. دیاز د یو داسې حل لارې په رامنځته کولو کې پاتې راغی چې وکولای شي، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوموړي بریالیتوب تضمین کړي، چې له امله یې د اشرافو او منځنیو طبقو ترمنځ د واک پر سر سختې شخړې رامنځته شوې. کله چې د شمالي سیمې بډایه د ځمکومالک لومړی فرانسسکومادیرو د ۱۹۱۰زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې دیاز وګواښاوه، دیاز هم مادیرو زنداني کړ، مادیرو د سان لوئس پوتوسي پلان په جوړولو سره یې د دیاز په وړاندې د وسله وال پاڅون غوښتنه وکړه، چې په دي توګه موریلوساوپه ځانګړي ډول شمالي مکسیکو کې پراخه بغاوتونه پیل شول. فدرالي پوځ ونه شو کولای، چې یاد بغاوتونه وځپي، چې د پوځ په ضعف او کمزورۍ یې دلالت کاوه او په دې سره یاغیان نورهم وهڅېدل. دیاز ۱۹۱۱زکال د مي میاشت کې استعفا ورکړه او جلاوطنه شو، چې د ټولټاکنو تر سره کېدو پورې یو لنډمهاله حکومت جوړ شو، چې په ترڅ  کې یې فدرالي پوځ وساتل شوه او انقلابي پوځ له منځه یووړل شول. د انقلاب لومړی پړاو نسبتاً بې له وینې تویونې او لنډ مهاله و.[۴][۵][۶]

مادرو د ۱۹۱۱ز کال د نومبر په میاشت کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه سمدلاسه په موریلوس کې د ایمیلیانو زاپاتا له وسله وال بغاوت سره مخامخ شو، ځکه چې کروندګرو د کرنې د اصلاحاتو لپاره د چټک اقدام غوښتنه کوله. له سیاسي پلوه د بې تجربې مادیرو حکومت کمزوری و، ځکه نور سیمه ییز بغاوتونه هم  پیل شول. د ۱۹۱۳ز کال په فبرورۍ میاشت کې، د پخواني ولسمشردیاز د رژیم نامتو پوځي جنرالانو د مکسیکو په ښار کې کودتا وکړه، چې مادیرو او مرستیال ولسمشر پینو سوریز یې استعفا ته اړ کړل او څو ورځې وروسته دواړه د نوي ولسمشر، ویکتوریانو هورټا په امر ووژل شول. د انقلاب نوی او خونړی پړاو هغه وخت پیل شو، چې د شمالي خلکو ائتلاف د ویکتوریانو هورتا د انقلاب ضد رژیم، له اساسي قانون جوړوونکي پوځ سره مخالفت وکړ. د اساسي قانون جوړوونکي د کوهیلا والي، وینستیانو کارانزا له خوا مشري کېدل. د زپاتا ځواکونو په موریلوس کې خپل وسله وال بغاوت ته دوام ورکړ. د هورتا رژیم د ۱۹۱۳ز کال له فبرورۍ نه تر ۱۹۱۴ز کال د جولاید انقلابي پوځ له خوا د فدرالي پوځ په ماتې سره دوام وکړ،چې وروسته انقلابي پوځ له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شو، د کارانزا په مشرۍ د اساسي قانون جوړوونکي ډلې د ۱۹۱۵ز کال په دوبي کې د پخواني متحد پانچو ویلا پوځ ته ماتې ورکړه.

په دې ډول کارانزا واک تر لاسه کړاو د ۱۹۱۷ز کال د فبرورۍ په میاشت کې یې یو نوی اساسي قانون نافذ کړ. د مکسیکو د ۱۹۱۷ز کال اساسي قانون د نارینه وو د رای ورکولو نړیوال بنسټ جوړ کړ، چي سیکولریزم، د کارګرانو حقونه، اقتصادي ملتپالنه او د ځمکو سمون ته یې وده ورکړه او د فدرالي حکومت واک یې هم زیات کړ. کارانزا په ۱۹۱۷زکال کې د مکسیکو ولسمشر شو او په ۱۹۲۰ز کال کې یې دوره پای ته ورسېده. هغه هڅه وکړه چې یو ملکي ځایناستی وټاکي چې د شمال انقلابي جنرالان یې بغاوت ته وهڅول. په پایله کې کارانزا د مکسیکو ښار نه وتښتېده او ووژل شو. له ۱۹۲۰ز کال نه تر ۱۹۴۰زکال پورې واک د انقلابي جنرالانو په لاس کې و، هغه دوره چې د دولت ځواک ډیر مرکزي شو او انقلابي اصلاحات پلي شول او اردو د ملکي حکومت تر کنټرول لاندې راغله.له یوه نوي سیاسي مشرتابه سره انقلاب یوه لسیزه اوږده کورنۍ جګړه وه چې په انقلابي شخړو کې یې د ګډون له لارې واک او مشروعیت ترلاسه کړ. هغه سیاسي ګوند چې دوی جوړ کړ، چې وروسته یو بنسټیز انقلابي ګوند شو، په مکسیکو کې تر۲۰۰۰ز کال ولسمشریزو ټاکنو پورې واکمن و، تر هغه چې مخالف ګوند ټاکنې وګټلې. د دې ټاکنو محافظه کار ګټونکي ویسنټ فاکس ادعا وکړه، چې د ۱۹۱۰ز کال د دیموکراتیکو تاکنو چي د فرانسیسکو مادیرو پر وړاندي ترسره شوي وارث هم دی،هغه په دې توګه د انقلاب نه د میراث او مشروعیت ادعا وکړه.[۷][۸][۹]

د انقلاب پیاوړتیا (۱۹۲۰-۱۹۴۰ز کلونه)[سمول]

د ۱۹۲۰-۱۹۴۰ز کلونو تر منځ موده په عمومي توګه د انقلاب د پیاوړتیا کلونه وو، د مکسیکو مشرانو غوښتل چې مکسیکو د پراختیاکچې ته بیا راستنه کړي، لکه څنګه چي په ۱۹۱۰ز کال کې وه، خو دا هر څه باید د نوي دولت تر کنټرول لاندي تر سره شوی وای. په دغه دوره کې د لیبرال دیموکراتیکو اصولو پر ځای استبدادي تمایلاتو شتون درلود، انقلابي جنرالانو د ولسمشرۍ څوکۍ خپله کړې وه او ځایناستي هم د دوی له خوا ټاکل کېده. دغوانقلابي جنرالانو د نوو سیاسي تشکیلاتو په وړاندې په ځانګړې توګه د ټاکنو په لړ کې، خپل پاڅون ته دوام ورکړ،. جنرال اډولفو دی لا هورتا په ۱۹۲۳ز کال کې په بغاوت لاس پورې کړ او د هغه د ځای ناستي په توګه د اوبریګن د کالیز انتخاب سره یې مخالفت وکړ، نورو جنرالانو هر یو ارنولفو ګومیز او فرانسیسکو سیرانو په ۱۹۲۸ز کال کې بغاوت وکړ، ده د ولسمشر په توګه د دویمې دورې لپاره له اوبریګ نسره سیالۍ ته راووت. جنرال جوز ګونزالو اسکوبار په ۱۹۲۹ز کال کې د کالیز پر ضد پاڅون وکړ، چې په ۱۹۲۸ز کال کې د اوبریګن په وژنې سره د ولسمشرۍ تر شا په واک کې پاتې شو(واک محدود شو) خو دا ټول پاڅونونه ناکامه شول. د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې، د ۱۹۱۷ز کال اساسي قانون ضد احکام په سختۍ سره پلي شول، چې د حکومت په وړاندې د یو لوی ولسي پاڅون او د۱۹۲۶-۱۹۲۹ز کلونو په منځ کې د کریسټرو په نوم د یوي خونړۍ جګړې لامل شو. که څه هم دا دوره د انقلاب د پیاوړتیا په توګه پېژندل کېږي، خو بیا هم چا چې په مکسیکو حکومت وکړ، د هغوی د حکومت تګلارې له تاوتریخوالي سره یوځای وې.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Joseph, Gilbert and Jürgen Buchenau. Mexico's Once and Future Revolution. Durham: Duke University Press 2013, 1
  2. Lieuwen, Edwin. Mexican Militarism: The Political Rise and Fall of the Revolutionary Military. Westport: Greenwood Press 1981; reprint of University of New Mexico Press 1968
  3. Friedrich Katz, The Secret War in Mexico.
  4. Katz, Friedrich. The Secret War in Mexico: Europe, the United States, and the Mexican Revolution. Chicago: University of Chicago Press 1981, 3
  5. Womack, John Jr. "The Mexican Revolution, 1910-1920". Mexico Since Independence, New York: Cambridge University Press 1991, 128.
  6. Lieuwen, Mexican Militarism, 9
  7. Gentleman, Judith. "Mexico since 1910". Encyclopedia of Latin American History and Culture, vol. 4, 15.
  8. Bantjes, Adrien A. "The Mexican Revolution" in A Companion to Latin American History, London: Wiley-Blackwell 2011, 330
  9. Lieuwen, Mexican Militarism, xii-xii
  10. Garza, James A. "Porfirio Díaz", in Encyclopedia of Mexico, 406
  11. Garner, Paul. Porfirio Díaz. New York: Pearson 2001, p. 98.
  12. History of Modern Latin America 1800 to the Present, Meade, p. 162
  13. Emily Edmonds-Poli and David A. Shirk (2012). Contemporary Mexican Politics. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442207561. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)