امیدجوان راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امید جوان راډیو د اميد جوان راډيو په غزني ولايت کې له فعالو راډيوګانو څخه ده ، چې دعبدالصبور حميدي او څو تنو نورو ځوانانو له خوا په غزني ښار کې په ١٣٨٥ لمريز کال کې تاسيس او په خپرونو يې پيل وکړ . دغه راډيو دسهار له ٥ نه تر ١٢ بجو پورې خپرونې لري ، چې دامتياز خاوند او اعلاناتو خپرولو څخه خپل لګښتونه پورې کوي . په دغه راډيو کې ٢٣ تنه کار کوي او خپرونې يې په غزني ، پکتيکا او د ميدان وردګو ، لوګر ، پکتيا او زابل په ځينو برخو کې اورېدل کېږي .