Jump to content

اميليا ايرهارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امیليا ميري ايرهارت (24 جولای، 1897؛ په 2 جولای 1937 ورکه شوه؛ په 5 جنوري 1939 کې مړه اعلان شوه) د هوايي چلند يوه مخکښه او لیکواله امريکايۍ وه. ايرهارت لومړۍ ښځينه هوابازه (پيلوټه/هوانورده/خلابازه) وه چې په يوازې ځان يې د اقيانوس هاخوا الوت وکړ. نوموړې ډېر نور ريکارډونه هم جوړ کړي دي، هغه لومړۍ هوابازه وه چې سوداګريز هوايي سفرونه يې ترويج کړل، د خپلو الوتنو د تجربو په اړه يې تر ټولو زیات پلورل کېدونکي کتابونه وليکل، او د The Ninety-Nines په جوړولو کې يې مهمه ونډه درلوده، کوم چې د ښځينه پيلوټانو يو سازمان دی.[۱][۲][۳]

د کنساسا په ايچسن کې زېږېدلې او ستره شوې وه، چې وروسته د ايووا «ډيس موينس» ته ولاړه، ايرهارټ په تنکي عمر کې له ساهسکۍ (ماجراجويۍ) سره مينه پيدا کړه، او د خپل عمر په درېيمه لسيزه کې په پرله پسې ډول د الوتنو تجربې ته ورسېده. په 1928ز کال کې، ايرهارت لومړۍ هغه ښځينه مسافره شوه چې د يوې الوتکې په مټ له اوقيانوس سمندر څخه واوښته (له هغې سره ولمر سټلټرز پيلوټ ملګری و)، د کوم سفر له امله چې نوموړې د مشهور شخصيت درجه تر لاسه کړه. په 1932ز کال کې، د Lockheed Vega 5B ډوله الوتکې په الوزولو سره، ايرهارت له اقيانوس څخه ورهاخوا په يوازې ځان بې دمې الوت وکړ، او د دا ډول لاسته راوړنې درلودونکې لومړۍ ښځه وګرځېده. نوموړې د دې بريا لپاره د متحده ايالاتو د نوميالي الوت صليب نښان تر لاسه کړ. په 1935ز کال کې، ايرهارت د هوايي چلند زده کړې د انجنيرۍ د سلاکارۍ او د ښځينه محصلينو د مشاورې په توګه په «پروډيو» پوهنتون کې د پوهنځي ميلمنه غړې شوه. نوموړې همدا راز د ښځو ملي ګوند غړې هم وه او او د برابرو حقوقو د تعديل ابتدايي ملاتړې وه. د 1920ز لسيزې له وروستيو څخه د 1930ز لسيزې په اوږدو کې په هوايي چلند کې له ډېرو الهام بښونکو امريکايي شخصيتونو څخه د يوې په توګه پېژندل کېده، د ايرهارت اغېز اکثر د مخکښ پيلوټ «چارلس لنډبرګ» د ابتدايي هوايي چلند د مسلک، او تر څنګ يې د لومړۍ مېرمنې «ايلينور روزولټ» په څېر شخصيتونو سره پرتله کېږي، چې لامل يې د دوی نږدې ملګرتيا او په هغه پړاو کې د ښځو د قضاياوو پر موضوعاتو د هغوی تلپاتې اغېز دی.[۴][۵][۶]

په 1937ز کال کې د «پروډيو» په مالي مرسته د لومړۍ مېرمنې په توګه، په Lockheed Model 10-E Electra ډوله الوتکه کې د ټولې نړۍ په شا اوخوا د راتاوېدو الوت هدف د بشپړولو د هڅې پر مهال، ايرهارت او بيلوټ «فريډ نونان» د منځني ارام سمندر کې د «هوالينډ» له ټاپو سره نږدې ورک شول. دوی دواړه د 1937ز کال د جولای په دويمه نېټه د «نيو ګيني» په «لای» ښار کې هغه مهال ليدل شوي وو، چې د هوالينډ له ټاپو څخه مخکې دا په ځمکه د دوی وروستۍ دمه وه او د دې الوتکې د تيلو پوره کولو لپاره وروستي ځل ښکته کېدل و.عموماً انګېرل کېږي چې هغه او نونان د خپلې څلوېښتمې کليزې څخه يوازې درې اونۍ مخکې د ارام سمندر په کومه برخه کې د څرخېدو پر مهال مړ شوي دي. د هغې او نونان له ورکېدو نږدې يو کال او شپږ مياشتې وروسته، ايرهارت په رسمي ډول مړه اعلان شوه. د هغوی د ورکېدو په اړه څېړنې او ولسي ليوالتيا اتيا کاله وروسته هم روان دي.[۷]

د نوموړې له انګېرل شوې مړينې لسيزې وروسته، ايرهارت په 1968ز کال کې د هوايي چلند نامتو څېرو ملي تالار او په 1973ز کال کې د نومياليو ښځو ملي تالار کې شامل کړای شوه. نوموړې اوس په متحده ايالاتو کې د هغې په وياړ ګڼ يادګاري يادښتونه لري، چې په هغې کې د متحده ايالاتو هوايي پوسته خانې يوه يادګاري ټاپه، يو ښاري پارک، يو هوايي ډګر، يو استوګنيز تالار، يو موزيم، يو څېړنيز بنسټ، يو پول، يوه کارګو بېړۍ، د اوبو يو بند، څلور ښوونځي، يو هوټل، د تمثيلي ډرامو يوه خونه، يو کتابتون، ګڼ سرکونه او داسې نور. یوې کوچنۍ سيارې، د سيارو يو تاج، او نوې کشف شوې سپوږميزې خولې ته هم د هغې نوم ورکړل شوی دی. نوموړې د هوايي چلند د 51 اتلانو په نوملړ کې نهم ځای لري.[۸]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماشومتوب[سمول]

ايرهارت د 1987ز کال د جولای په څلورويشمته د کنساس په ايچيسن سيمه کې زېږېدلې وه، د پلار نوم يې سيمويل "ايډون" سټينټن ايرهارت (0867-1930) او د مور نوم يې اميليا "ايمي"(1896-1962) و. نوموړې د خپل مورني نېکه «الفريډ ګيډون اوټس» (1827-1912) په کور کې زېږېدلې وه، څوک چې پخوانی فدرالي قاضي، د ايچيسن سپما بانک رئيس او په ښار کې مخکښ شخص و. د 1896ز کال د اګست په مياشت کې د يو مړ ماشوم له زېږېدو وروسته ايرهارت د خپلو والدينو دويم بچی و. نوموړې تر يو بريده له الماني نسل څخه وه. الفريډ اوټس په پيل کې د دې واده ملاتړ نه و کړی، او د قانونپوه په توګه د «ايډون» له پرمختګ څخه ډاډمن نه و.[۹][۱۰][۱۱]

د کورنۍ د رواج تر مخې، ايرهارت ته د هغې د دوه نياګانو نوم ورکړل شو، چې هغه «اميليا جوسفين هاريس» او «ميري ويلس پاټون» دي. له کم عمرۍ څخه، ايرهارټ يوه مشري کونکې نجلۍ وه، په داسې حال کې چې د هغې خور «ګريس موري ايرهارت» (1998-1989)، چې له هغې دوه کاله کشره وه، منونکې تابعداره وه. اميليا ته د "ميلي" او ګريس ته د "پيج" لقب (ستاينوم/مستعار نوم) ورکړل شو؛ دواړو نجونو تر بلوغ پورې د خپل ماشومتوب په نوم اواز کولو ته ځواب وايه. دوی له رواجونو څخه په ازاد ډول سترې شوې، ځکه چې «امي ايرهارت» نه غوښتل خپلې لوڼې د "ښو کوچنيو نجونو" په توګه سترې کړي. خو د دوی مورنۍ نيا هغه لباسونه نه خوښول چې دوی اغوښتل، او سره له دې چې ايرهارټ هغه ازاد ګرځېدل خوښول چې اجازه يې درلوده، نوموړې د دې حقيقت په اړه حساسه وه چې د دې سيمې نجونو کالي اغوستل.[۱۲][۱۰][۱۳]

ابتدايي اغېز[سمول]

د ايرهارت په بچيانو کې د ساهسکۍ جذبه وليدل شوه، په داسې حال کې چې دواړه به هره ورځ د خپل ګاونډ په چکر وتلې. ايرهارت په خپل ماشومتوب کې له خپلې خور «پيج» سره په لوبو کولو، ونو ختلو، په ټوپک د مږو ښکار کولو، او له غونډيو څخه لاندې په خېټه ښوېدلو کې ساعتونه تېرول. که څه هم په ډېرو ځوانانو کې دباندې وتلو سره مينه او د سختو او شخړو لوبې عامې وې، يو شمېر ژوند ليکونکو ايرهارت د نرګت (هلک وزمه نجلۍ/هغه نجلۍ چې د هلکانو پېښې کوي) په توګه تشریح کړې ده. دې نجونو دباندې وتلو څخه په خپله ټولګه کې چينجي، تاروګان، ملخان او د ونو چونګښې راټولې کړې وې. په 1904ز کال کې، د خپل کاکا په مرسته، ايرهارت په خپل کور کې يوه رېونده برخه اواره کړه، دا د لوبو هوايي اورګاډي په بڼه جوړه شوې وه چې هغې «سینټ لويس» ته د سفر پر مهال ليدلی و، او د کورنۍ د وسايلو د خونې تر بام پورې يې دا رېونده برخه جوړه کړه. د ايرهارت مستند شوی لومړی الوت په هېښونکي ډول پای ته ورسېد. نوموړې د يو مات شوي لرګين بکس څخه راووته، کوم چې د ښوېدونکې ګاډۍ په توګه کار کړی و، په دې کار سره د هغې شونډه وشکېده، کالي يې څېرې شول، خو د خوښۍ احساس يې کاوه. هغې په چغو سره وويل، "اي پیج، دا خو سم د الوتلو په څېر دي".[۱۴][۱۱][۱۵][۱۶]

که څه هم تر هغه وخته د «ايډون ايرهارټ» په مسلک کې يو څه تېروتنې وې، خو په 1907ز کال کې، د راک ايلينډ اورګاډي سرک لپاره د بيمې د غوښتنو د افسر په توګه د هغه دندې دوی اړ کړل چې د «ايووا» «ډيس موينز» ته ولاړ شي. راتلونکی کال چې هغه لس کلنه وه، ايرهارت خپله لومړۍ الوتکه په «ډيس موينز» د «ايووا» په ايالتي ميله کې وليدله. د هغې پلار هڅه وکړه چې لوڼې يې په الوت کې ليوالتيا پيدا کړي. ايرهارت ته د يوې خرابې الوتکې ليدنې بسنه کوله، چا چې سملاسي پوښتنه وکړه چې ايا دوی بېرته باڼيچغ (د لوبو پارک کې څرخېدونکې چوکۍ) ته بېرته تللای شي. نوموړې وروسته د نښتو وزرونو کوچنۍ الوتکه د زنګ وهلي مزي او لرګي د يو شي او داسې څه په څېر تشريح کړه چې هېڅ په زړه پورې نه وه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

زده کړه[سمول]

اميليا او مورين خوندو (چې له منځني عمر څخه په خپل منځني نوم يادېدې) په ايچيسن کې د خپل نيا او نيکه سره اوسېدلې، په داسې حال کې چې د دوی مور او پلار په «ډيس موينز» کې خپل نوي کوچني کور ته وکوچېدل. په دې اوږدو کې، ايرهارت خوېندو د خپلې مور او پالونکې له خوا کورنۍ زده کړې تر لاسه کړې. اميليا وروسته وويل چې هغه د لوست ډېره شوقۍ وه، او هغې د کورنۍ په لوي کتابتون کې بې شماره ساعتونه تېر کړي دي. په 1909ز کال کې، کله چې بالاخره دا کورنۍ په «ډيس موينز» کې يو ځل بيا سره يوځای شوه، د لومړي ځل لپاره د ايرهارت ماشومان په دولتي ښوونځي کې داخل شول، او اميليا چې هغه مهال دولس کلنه وه په اوم ټولګي کې داخله شوه.[۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. "Why does Amelia Earhart still fascinate us?". National Geographic. October 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Lovell 1989، م. 152.
  3. Oakes 1985.
  4. "Timeline: Equal Rights Amendment, Phase One: 1921–1972." Archived December 8, 2012, at the Wayback Machine. feminism101.com. Retrieved: June 4, 2012.
  5. Francis, Roberta W."The History Behind the Equal Rights Amendment." equalrightsamendment.org, July 21, 2011. Retrieved: June 4, 2012.
  6. Goldstein او Dillon 1997، مم. 111, 112.
  7. De Hart, Jane Sherron (1995). Ware, Susan (سمونګر). "The Perils of Flying Solo: Amelia Earhart and Feminist Individualism". Reviews in American History. 23 (1): 86–90. doi:10.1353/rah.1995.0004. ISSN 0048-7511. JSTOR 2703241. S2CID 201762326. خونديځ د اصلي څخه October 12, 2021. لاسرسي‌نېټه March 10, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "51 Heroes of Aviation: Amelia Earhart." Archived June 15, 2015, at the Wayback Machine. Flying, September 2013.
  9. "A/E11/M-129, Earhart, Amy Otis, 1869–1962. Papers, 1944, n.d.: A Finding Aid." Harvard University Library., September 1, 2006. (archived). Retrieved: June 3, 2012.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Goldstein او Dillon 1997، م. 8.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Goldstein او Dillon 1997، م. 9.
  12. "Grace Muriel Earhart Morrissey." Archived November 30, 2015, at the Wayback Machine. The Ninety-Nines. Retrieved: June 3, 2012.
  13. Goldstein او Dillon 1997، مم. 8–9.
  14. "American Experience: Amelia Earhart Program Transcript." americanexperience, April 12, 2012. Retrieved: September 23, 2017.
  15. Rich 1989، م. 4.
  16. Lovell 1989، م. 14.
  17. "Biography. Archived May 25, 2012, at the Wayback Machine. The Official Website of Amelia Earhart (The Family of Amelia Earhart). Retrieved: June 4, 2012.
  18. Lovell 1989، م. 15.
  19. Randolph 1987، م. 18.
  20. Morrissey 1963، مم. 17–18.
  21. Goldstein او Dillon 1997، م. 14.
  22. Hamill 1976، م. 51.