امير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز ) 

امير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )
امير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )

پښتون امير کروړ سوري د امير پولاد زوی مشهور په «جهان پهلوان» د پښتنو دملک شنسب له اولادې او د غور د سوري کورنۍ يو نوميالی واکمن او د پښتو ژبې لومړنی شاعر اوستر تورزن و ٠دتاریخ په حواله په پښتو ژبه کې دده شعر لومړنی شعر و.ده یوه ویاړنه لیکلې ده چې په لاندې ډول تاسو ته وړاندې کیږي .ددې لپاره چې ددِې ویاړنې ځینې ویې ( لغات ) لرغوني دي نو معنا ګانې یې هم ورسره لیکل شوي دي .

د امير کروړ جهان پهلوان وياړنه (حما سه)

-------------------------------------

حما سه[سمول]

له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

بل په زابل نسته

له ما اتل نسته

غشی د من(٢) مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو(٣) باندې

په ژوبله(٤) يونم (٥) يرغالم (٦)پر تښتېدونو باندې

پر ماتېدونو(٧) باندې

له ما اتل نسته

زما د بريو(٨) پر خول تاوېږي هسک(٩) په نمنځ (١٠)و په وياړ(١١)

د آس له سوو(١٢) مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لتاړ(١٣)

کړم ايوادونه(١٤) اوجاړ(١٥)

له ما اتل نسته

زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات(١٦) و جروم(١٧)

غرج (١٨)و باميان(١٩) و تخار (٢٠)بولي نوم زما په اودوم(٢١)

زه پېژندوی(٢٢) يم په روم

له ما اتل نسته

پر مرو زما غشی لونی(٢٣) ډاری دښن(٢٤) راڅخه

د هر يوا(٢٥) درو د پرڅنډو ځم تښتي پلن (٢٦) راڅخه

رپي يې زړن(٢٧) راڅخه

له ما اتل نسته

د زرنج سوبه (٢٨)مې د تورې په مخ سور وکړه

په بادارۍ(٢٩) مې لوړ اوی(٣٠) د کول(٣١) د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه

له ما اتل نسته

خپلو وګړو لره لور (٣٢)پېرزوينه کوم

دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم

تل يې ودنه(٣٣) کوم

له ما اتل نسته

پر لويو غرو مې وينا درومي نه په څنډو په ټال(٣٤)

نړۍ زما ده نوم مې بولي(٣٥ )پر دريځ (٣٦)ستايوال(٣٧)

په ورځو، شپو، مياشتو کال

له ما اتل نسته

--------------------------------

ددې لپاره چې د امير کروړدشعر پښتو لر غونې او پخوانۍ دی نو دلغتونو مانا ګانې يې په لاندې ډول وړاندې کيږي:

١-اتل= قهرمان،٢-من= اراده او تکل،٣-مير څمنو= دښمنانو،مفرد ېې مير څی يا مير څمن دی٠

٤-ژوبله= جګړه يا جنګ،٥-يونم= يون کوم يا سفر کوم،٦-ير غالم= ير غل کوم يابريدکوم ٧-ماتيدنو= ماتې او شکست٨- بريو= کاميابيو٩- هسک= اسمان١٠-نمنځ= ستاينه١١- وياړ= افتخار١٢-لتاړ= درهم وبر هم يا وران

١٣-ايوادونه= هيوادونه١٤-سوو= داسونو دسمونوا و تر پښو لاندې١٥-اوجاړ= ويجاړ يا وران١٦- هرات= دافغا نستان په لو يد يز کې ديوه ولايت يا صو بې نوم دی ١٧-جروم= ګر مسير چې دافغا نستان ديوې ولسوالۍ يا ډسټرکټ نو م دی٠ ١٨-غرج=غر جستان چې دافغا نستان ديوې سيمې نوم دی٠ ١٩-باميان= د مرکزي افغا نستان ديوه ولايت يا صو بې نوم دی٢٠-تخار= دافغانستان ديوه ولايت يا صو بې نوم دی٢١- اودوم= چاره او علاج

٢٢-پيژندوی=خلک مې پيژني ٢٣-لوني= اوري ٢٤-دښن= دښمن،٢٥-هريوا=دافغا نستان دهرات ولايت يا صوبه٢٦-پلن=پلي يا پياده،٢٧-زړن= زړور،٢٨-سوبه= فتحه،٢٩-باداري=سرداري،٣٠-لوړاوی= پر مختګ،٣١-کول= کورنۍ،٣٢-لور=پيرزوينه،٣٣- ودنه= پا لنه، ٣٤- ټال= درنګ يا معطلي،٣٥-بولي= ستايي،٣٦-

،دريځ= منبر،٣٧-ستايوال= ستايونکي٠