امريتا اروړا
امريتا اروړا | |
---|---|
Amrita Arora at the Kallista Spa Launch, ممبيي, (2012)
| |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳۱ جنوري ۱۹۸۱ چیمبور، ممبيي، مهاراښتر، بھارت | (عمر: ۴۳ کاله)
تابعیت | هند |
ميړه | شکیل لداک (2009 – تراوسه) |
اولاد | 2 ( ازان، ریان) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | اداکاره، وي-جي |
کاروونکي ژبه(ي) | هندي |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
امریتا ارورا Amrita Arora (زېږېدنه: 31 جنوري 1978) یوه هندي فلمي اداکاره ، ماډله، د تلویزیون کوربه او VJ ده. [۱] [۲] امریتا ارورا د بالیووډ اداکارې او کوربه ملایکا ارورا خور ده.
شخصي ژوند او زده کړې
[سمول]امريتا اروړا د 1978 کال د جنورۍ مياشتې په 31 مه نېټه په مهاراشټر ايالت په تاني سيمه کې زېږېدلې ده.کله چې امريتا اروړا ۶ کلنه وه، نو د هغې د مور او پلار يو له بله طلاق واخيست چې له هغې وروسته امريتا له خپلې مور او خور ملائيکه اروړا سره چيمبور ته ولاړه، د هغې مور جوايس پولي کارپ مليالي کاتوليکه ده او د هغې پلار انيل اروړا د پنجاب د سرحدي ښار فاضلکه اوسېدونکی و، امريتا اروړا پلار د سوداګريز سمندري ځواک غړی و.[۳]
امریتا ارورا خپلې ثانوي زده کړې په چیمبور کې د سوامي ویویک انند ښوونځي څخه کړې. د هغه ترور، ګریس پولی کارپ، د ښوونځي مدیره وه. [۴] د هغې خور د بالیووډ اداکاره، VJ او کوربه ملایکا ارورا ده.
امریتا ارورا په ۲۰۰۹ کال کې د ساختماني صنعت له یوه سوداګر شکیل لودک سره واده وکړ. د 2009 کال د مارچ په 4، واده د عیسوي رسمونو سره ترسره شو، وروسته د مارچ په 5 نکريزې او د 2009 کال د مارچ په 6 د مسلمانانو رواجونو سره. له دې واده څخه دوی دوه زامن لري چې یو یې اذان نومیږي چې د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۵مه او ریان د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۲۰ زیږیدلی دی. [۵] [۶]
اړوند تړنې
[سمول]- د هندي فلمي لوبغاړو لیست
- هندي سینما
سرچينې
[سمول]- ↑ انگریزی ویکیپیڈیا کے مشارکین. "Amrita Arora".
- ↑ "Film Actress Amrita Arora - Bollywood Actress Amreeta Arora - Amrita Arora Biography - Amreeta Arora Profile". iloveindia.com. Archived from the original on 5 August 2016. Retrieved 1 August 2016.
- ↑ Bollywood Hungama. "Amrita Arora names her baby boy Rayaan | Bollywood News | Hindi Movies News | Celebrity News - BollywoodHungama.com". bollywoodhungama.com. Archived from the original on 2016-05-29. Retrieved 1 August 2016.
- ↑ "Chembur will always be our home". Mid-Day. 16 June 2006. Archived from the original on 3 July 2011. Retrieved 21 February 2011.
- ↑ Bollywood Hungama. "Amrita Arora names her baby boy Rayaan | Bollywood News | Hindi Movies News | Celebrity News - BollywoodHungama.com". bollywoodhungama.com. Archived from the original on 2016-05-29. Retrieved 1 August 2016.
- ↑ Amrita & Shakeel's celeb-studded wedding Archived 11 July 2013 at the Wayback Machine. Times of India - 5 June 2009