امانوئل لاسکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امانوئل لاسکر (زوکړه: د ۱۸۶۸ زکال د ډسمبر ۲۴مه – مړینه: د ۱۹۴۱ زکال د جنوري ۱۱مه) جرمنی د شطرنج لوبغاړی، ریاضي پوه او فیلسوف و چې له ۱۸۹۴ زکال وروسته تر ۱۹۲۱ زکال پورې د ۲۷ کلونو لپاره د شطرنج د لوبې نړیوال اتل و؛ په دې سره نوموړي د شطرنج لوبې د نړیوالو اتلولیو په تاریخ کې له بل هر چا څخه د ډېرې مودې لپاره د اتلولۍ ځایګی په واک دې درلود. لاسکر د خپل شهرت د اوج پر مهال د شطرنج لوبې نه ماتېدونکی اتل ګڼل کېده چې اوس هم د شطرنج لوبې په تاریخ کې د یو پیاوړي لوبغاړي په توګه یادیږي.

د هغه معاصرینو به ویل چې لاسکر د شطرنج په لوبه کې له اروايي لارو چارو څخه ګټنه کوله، آن ځینې وختونه به یې په قصدي ډول داسې کوچني حرکات ترسره کړل چې سیالان به یې حیران پاتې کول چې څه کوي. له دې سره وروستۍ څېړنې ښيي چې نوموړی له خپل مهاله وړاندې و او د خپلو معاصرینو په نسبت یې له انعطاف منونکو کړنلارو ګټنه کوله چې د هغو ډیری یې په درک کې عاجزه وو. لاسکر په معاصرو تحلیلونو ډېر ښه پوهېده، خو له ډیرو سره یې مخالف و. هغه د شطرنج مجلې او د شطرنج پنځه کتابونه خپاره کړل، خو راتلونکو لوبغاړو او مفسرینو په ډېرې سختۍ کولای شول د هغه له لارو چارو څخه درس واخلي.

لاسکر د نورو لوبو په پراختیا کې هم مرسته وکړه. نوموړی د قطعو لومړۍ درجه لوبغاړی و چې د قطعو، دولس پچي او د خپلې ابداع کړې لوبې لاسکا اړوند یې لیکنې کړې دي. د لوبو اړوند د هغه کتابونو داسې یوه مسئله وړاندې کړه چې نن ورځ هم د قطعو د لوبې په ریاضیکي تحلیل کې پام وړ ده. لاسکر د یو څیړونکي ریاضي پوه په توګه شهرت درلود چې د تبادلي الجبر په برخه کې یې په زیاته کچه مرسته وکړه؛ په دغو کې د څو مجهوله کړیو د آیډیال د لومړنۍ تجزیې اثبات شامل و. ورته مهال د هغه فلسفي اثار او ډارمې چې ده په ګډه سره ولیکلې چندان توجه یې جلب نه کړه. [۱]

ژوند او مسلک[سمول]

لومړني کلونه ۱۸۶۸ – ۱۸۹۴ زکال[سمول]

امانوئل لاسکر د ۱۸۶۸ زکال د ډسمبر په ۲۴مه د نیومارک په برلینکن (اوس مهال د پولنډ بارلینک ښار دی) کې د یو یهودي هنرمند په کور کې  وزیږېد. د یوولس کلنۍ په عمر د ریاضیاتو په برخه کې د زده کړې په موخه برلین ته ولېږل شو او هلته یې له خپل مشر ورور بیرثولډ سره چې له ده اته کاله مشر و ژوند کاوه او له هغه څخه یې د شطرنج لوبه زده کړه. بیرثولډ د ۱۸۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د شطرنج لوبې د نړۍ له ۱۰ غوره لوبغاړو څخه و. امانوئل لاسکر د خپل لګښت د پوره کولو لپاره د شطرنج او قطعو د لوبو په کوچنیو لوبغالو په ځانګړې توګه په کیشرهوف کافه کې لوبه کوله. [۲][۳][۴]

لاسکر د کیشرهوف کافې د ۱۸۸۸/۸۹ زکال په ژمنۍ کلنۍ اتلولۍ او هافټرنیر اې سیالۍ («دویمه برخه» ټورنمنټ) کې چې د جرمني د شطرنج لوبې د شپږم کانګرس له خوا په برسلاو کې ترسره شوه؛ اتلولي خپله کړه. د دغې لوبې په ګټلو سره لاسکر د شطرنج لوبې د «ماسټر» لقب خپل کړ او په دې سره د شطرنج په برخه کې د هغه مسلکي ژوند پیل شو.[۵]

لاسکر په امستردام کې د شطرنج د یو نړیوال ټورنمنټ پر مهال له میسون او ګنسبرګ څخه په مخکې کېدو دویم ځایګی خپل کړ. په ۱۸۹۲ زکال کې نوموړي په لندن کې دوه تورنمنټونه وګټل چې دویم یې ډیر ستونزمن و، خو ده په کې یوه لوبه هم وه نه بایلله. په ۱۸۹۳ زکال کې نوموړي په نیویارک ښار کې د شطرنج د لوبې بل تورنمنټ وګاټه او دلته یې د دغه تورنمنټ ۱۳ ټولې لوبې وګټلې. دا د شطرنج په تاریخ کې یو له هغه محدود شمېر بریاوو څخه ګڼل کېږي چې یو لوبغاړی په کې وکولای شي د یو مهم تورنمنټ بشپړ امتیازات خپل کړي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په سیالیو کې د نوموړي ریکارډ پام وړ و: په ۱۸۹۰ زکال کې په برلین کې هغه یوه لنډه پلې آف لوبه د خپل ورور برثولډ پر وړاندې مساوي پای ته ورسوله او له ۱۸۸۹ زکال څخه یې تر ۱۸۹۳ زکال پورې نورې ټولې سیالی وګټلې؛ ده دغه سیالۍ تر ډېره پورې د لومړۍ درجه لوبغاړو هر یو: کورت فن باردلبن (۱۸۸۹ زکال)، ژاک میزس (۱۸۸۹ زکال)، هنري اډوارډ برډ (۱۸۹۰ زکال)، برثولډ انګلېش (۱۸۹۰ زکال)، جوزف هنری بلکبورن (۱۸۹۲ زکال)، جکسون شوالټر (۱۸۹۲-۱۸۹۳ زکال) او سلسو ګلمایو زوپاید (۱۸۹۳) پر وړاندې ترسره کړې. [۱۶][۱۷]

لاسکر په ۱۸۹۲ زکال کې خپله د شطرنج لومړنۍ مجله د لندن چیس فورټ نایټلي (The London Chess Fortnightly) په نامه خپره کړه چې د ۱۸۹۲ زکال د اګست له ۱۵مې نېټې څخه د ۱۸۹۳ زکال د جولای تر ۳۰مې نېټې خپره شوه. د ۱۸۹۳ زکال په دویمه ربع کې د دغې مجلې د چاپ ترمنځ د دوه اونیو پر ځای ۱۰ اونۍ وقفه راغله چې دا د مطبعې د ستونزو له امله وه. د دغې مجلې د وروستۍ ګڼې له چاپ لږ وروسته لاسکر متحده ایالاتو ته سفر وکړ او دوه راتلونکي کلونه یې هلته تېر کړل. [۱۸][۱۹]

لاسکر د دریو مخکښو نړیوالو ټورنمنټونو (برسلاو ۱۸۸۹ زکال، مانچستر ۱۸۹۰ زکال او درسدن ۱۸۹۲ زکال) اتل زیګبرت تاراش ته د سیالۍ وړاندیز وکړ؛ تاراش په ډیر کبر سره د هغه د سیالۍ وړاندیز رد کړ او څرګنده یې کړه چې لاسکر باید لومړی د یو یا دوه مهمو تورنمټونو په ګټلو خپل استعداد ثابت کړي. [۲۰]

د شطرنج سیالۍ ۱۸۹۴ – ۱۹۱۸ زکال[سمول]

د شټاینیټس پر وړاندې سیالۍ[سمول]

وروسته له هغه چې تاراش د هغه د سیالۍ وړاندیز رد کړ، هغه نړیوال اتل ویلیام شټاینټس سیالۍ ته راوباله څو د نړیوالې اتلولۍ د عنوان ترلاسه کولو په موخه سیالي وکړي. په پیل کې لاسکر غوښتل له هر لوري څخه د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت لوبه وکړي خو دواړو د ۳۰۰۰ ډالرو شرط ومانه؛ وروسته بیا شټاینټس هغه ته تخفیف ورکړ ځکه لاسکر نه شو کولای دومره پیسې د سیالۍ لپاره راغونډې کړي. د سیالۍ د شرط وروستۍ کچه ۲۰۰۰ ډالر وه چې آن کچه یې د شټاینیټس د لومړنیو یو شمېر سیالیو څخه لږ وه (په دې سره له دواړو لورو څخه د سیالۍ شرط ۴۰۰۰ ډالر شو چې په ۲۰۰۶ زکال کې له ۴۹۵ زره ډالرو سره برابریږي). دغه سیالۍ بالاخره په ۱۸۹۴ زکال کې په نیویارک، فیلادلفیا او مونترال کې ترسره شوې. شټاینیټس وړاندې اعلان کړی و چې له شک پرته به سیالي وګټي، خو هغه مهال چې لاسکر لومړنۍ لوبه وګټله حیران پاتې شو. شټاینیټس دویمه لوبه وګټله او تر شپږمې لوبې پورې د دوی ترمنځ تعادل وساتل شو؛ ورته مهال لاسکر له اوومې څخه تر ۱۱مې پورې ټولې لوبې وګټلې او په دې سره شټاینېټس د یوې اونۍ استراحت غوښتنه وکړه. شټاینیټس په غوره حالت کې څرګندېده او وه یې کولای شول ۱۳مه او ۱۴مه لوبه وګټي. لاسکر ۱۵مه او ۱۶مه لوبه وګټله، خو هغه ونشو کولای د دغې سیالۍ په نیمايي کې خپلې ماتې جبران کړي. له دې امله لاسکر د ۱۰ لوبو په ګټلو، پنځه ماتو او څلورو مساوي لوبو سره په قانع کوونکي ډول بریالی شو. د مۍ په ۲۶مه لاسکر د شطرنج په لوبه کې د نړۍ دویم رسمي قهرمان شو او خپل دغه لقب یې له ۱۸۹۶ زکال څخه تر ۱۸۹۷ زکال پورې شټاینیټس ته په دویمه سیالۍ کې په ماتې ورکولو بیا تائید کړ؛ په دغه سیالۍ کې یې ۱۰ لوبې وګټلې، دوه یې وبایلې او پنځه نورې یې مساوي کړې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په ټورنمټونو کې بریاوې[سمول]

اغېز لرونکو لوبغاړو او خبریالانو د ۱۸۹۴ زکال پر سیالۍ باندې د هغو له ترسره کېدو وړاندې او وروسته ملنډې ووهلې. له لوبې وروسته یو شمېر تبصره کوونکو په ځانګړې توګه تاراش وویل چې لاسکر له دې امله په دغه سیالۍ کې بریالی شوی چې شټاینټیس زوړ شوی (په ۱۸۹۴ زکال کې یې ۵۸ کاله عمر درلود). [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

امانوئل لاسکر دغو نیوکو ته د یو پام وړ ریکارډ په جوړولو ځواب ورکړ. نوموړي د هایټنګز د ۱۸۹۵ زکال په سیالۍ کې (چېرې چې د دې احتمال هم شتون درلود چې له تیفوئید تبې څخه رنځېده) له پیلزبري او چیګورین شا ته، خو له تاراش او شټاینیټس وړاندې دریم ځایګی خپل کړ او وروسته یې بیا د سن پترزبورګ د ۱۸۹۵ زکال په ستونزمنه سیالۍ کې لومړی ځایګی ترلاسه کړ (دا د شطرنج د پیاوړو څلورو لوبغاړو ترمنځ سیالي وه چې هغه وکولای شول له شټاینیټس، پیلزبري او چیګورین څخه مخکې شي).[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

مړینه[سمول]

لاسکر د ۱۹۴۱ زکال د جنوري په ۱۱مه د ۷۲ کلونو په عمر د مونټ سیناي په نامه یو خیریه روغتون کې د پښتورګو د ناروغۍ له امله ومړ. د هغه د جنازې مراسم په ریورسایډ میموریال کلیسا کې ترسره شول او د نیویارک د کویینز سیمې په بث اولام تاریخي هدیره کې خښ کړای شو. [۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. A detailed examination of Emanuel Lasker's involvement in bridge is provided by the chapter Nicht nur Schach Emanuel Lasker als Bridgespieler by Robert van de Velde on pages 332–363 of Emanuel Lasker Denker Weltenbürger Schachweltmeister edited by Richard Forster, Stefan Hansen and Michael Negele (Berlin, 2009).
  2. Jeff Sonas. "Chessmetrics Player Profile: Berthold Lasker". Chessmetrics. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tyle, L.B., المحرر (2002). UXL Encyclopedia of World Biography. U·X·L. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7876-6465-0. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fine, Reuben (1952). "Emanuel Lasker". The World's Great Chess Games. Andre Deutsch (now as paperback from Dover). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-679-13046-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Start of a Chess Career", from Lasker & His Contemporaries, issue 1, published by Thinkers Press, Inc.
  6. Dr. J. Hannak (2011). Emanuel Lasker: The Life of a Chess Master. Dover. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0486267067. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Amsterdam (1889)". chessgames.com. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Di Felice, Gino (2004). Chess Results, 1747–1900. McFarland & Company. د کتاب پاڼي 133–134. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7864-2041-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gillam, A.J. (2008). London March 1892; London March/April 1892; Belfast 1892. The Chess Player. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-901034-59-2. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "I tornei di scacchi dal 1880 al 1899". La grande storia degli scacchi. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Di Felice, Gino (2004). Chess Results, 1747-1900. McFarland & Company. د کتاب پاڼې 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7864-2041-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Ready for a big chess match" (PDF). New York Times. March 11, 1894. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Note: this article implies that the combined stake was $4,500, but Lasker wrote that it was $4,000: "From the Editorial Chair". Lasker's Chess Magazine. 1. January 1905. د لاسرسي‌نېټه May 31, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hooper, David; Whyld, Kenneth (1992). The Oxford Companion to Chess. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-866164-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Soltis, Andrew (2002). Chess Lists Second Edition. McFarland & Company. د کتاب پاڼي 81–83. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7864-1296-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sunnucks, Anne (1970). The Encyclopaedia of Chess. St. Martin's Press. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7091-1030-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "I matches 1880/99". La grande storia degli scacchi. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Select the "Career details" option at Jeff Sonas. "Chessmetrics Player Profile: Emanuel Lasker (career details)". Chessmetrics.com. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lasker, Emanuel. The London Chess Fortnightly (PDF). Moravian Chess. د لاسرسي‌نېټه June 6, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bill Wall. "Emanuel Lasker". Bill Wall's Chess Page. د لاسرسي‌نېټه April 19, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hannak, J. (1959). Emanuel Lasker: The Life of a Chess Master. Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-26706-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hannak, J. (1959). Emanuel Lasker: The Life of a Chess Master. Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-26706-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Using incomes for the adjustment factor, as the outcome depended on a few months' hard work by the players; if prices are used for the conversion, the result is over $99,000—see "Six Ways to Compute the Relative Value of a U.S. Dollar Amount, 1774 to Present". MeasuringWorth. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) However, Lasker later published an analysis showing that the winning player got $1,600 and the losing player $600 out of the $4,000, as the backers who had bet on the winner got the rest: "From the Editorial Chair". Lasker's Chess Magazine. 1. January 1905. د لاسرسي‌نېټه May 31, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Kažić, B. M. (1974). International Championship Chess: A Complete Record of FIDE Events. Pitman. د کتاب پاڼې 212. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-273-07078-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Giffard, Nicolas (1993). Le Guide des Échecs (په فرانسیسی ژبه کي). Éditions Robert Laffont. د کتاب پاڼې 394. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Lasker v. Steinitz – World Championship Match 1894". ChessVille. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "I matches 1880/99". La grande storia degli scacchi. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Kažić, B. M. (1974). International Championship Chess: A Complete Record of FIDE Events. Pitman. د کتاب پاڼې 213. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-273-07078-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Winter, E. "Kasparov, Karpov and the Scotch". ChessHistory. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Ready for a big chess match" (PDF). New York Times. March 11, 1894. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Note: this article implies that the combined stake was $4,500, but Lasker wrote that it was $4,000: "From the Editorial Chair". Lasker's Chess Magazine. 1. January 1905. د لاسرسي‌نېټه May 31, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Lasker, Emanuel. The London Chess Fortnightly (PDF). Moravian Chess. د لاسرسي‌نېټه June 6, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Emanuel Lasker". Chess-Poster. د اصلي آرشيف څخه پر May 27, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 5, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Tyle, L.B., المحرر (2002). UXL Encyclopedia of World Biography. U·X·L. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7876-6465-0. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Chess World Champions – Emanuel Lasker". ChessCorner. د اصلي آرشيف څخه پر October 26, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 21, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Fine, Reuben (1952). "Emanuel Lasker". The World's Great Chess Games. Andre Deutsch (now as paperback from Dover). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-679-13046-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Tyle, L.B., المحرر (2002). UXL Encyclopedia of World Biography. U·X·L. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7876-6465-0. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Winter, Edward (1999). Kings, Commoners and Knaves: Further Chess Explorations (الطبعة 1). Russell Enterprises, Inc. د کتاب پاڼي 315–316. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-888690-04-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Winter, Edward (2003). A Chess Omnibus (الطبعة 1). Russell Enterprises, Inc. د کتاب پاڼي 177–178. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-888690-17-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Winter, Edward. "Chess Note 5144: Tsar Nicholas II". ChessHistory. د لاسرسي‌نېټه November 21, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "I tornei di scacchi dal 1880 al 1899". La grande storia degli scacchi. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Select the "Career details" option at Jeff Sonas. "Chessmetrics Player Profile: Emanuel Lasker (career details)". Chessmetrics.com. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "I tornei di scacchi dal 1900 al 1909". La grande storia degli scacchi. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "I tornei di scacchi dal 1910 al 1919". La grande storia degli scacchi. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. For good measure he also took first prize in a weaker tournament at Trenton Falls in 1906.
  44. (په 1941-01-14 باندې). LEADERS IN CHESS AT LASKER SERVICE; 200 Attend Rites for the Former Champion of the World (Published 1941). The New York Times.
  45. Steinitz, William (2002-08-27). The Steinitz Papers: Letters and Documents of the First World Chess Champion (په انګلیسي ژبه کي). McFarland. د کتاب پاڼې 265. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-1193-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. ChessBase: Visiting Steinitz and Lasker at Their Final Resting Places