Jump to content

الیسع (ع)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الیشع یا الیسع (علیه السلام) د حضرت یوسف (ع) له نسل څخه د بنی اسراییلو یو نبي وو، چي ذکر یې دوه ځله (د الانعام او ص په سورتونو کي) په قرآن کریم کي هم راغلی دی. الیسع په یهودیت ، عیسویت او اسلام درې واړو کي د پیغمبر په توګه مقدس شخصیت ګڼل کیږي او د بهايي عقیدې په لیکنو کي یې هم یادونه سوې ده.