الکساندر هميلټن
| الکساندر هميلټن | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۱ جنوري ۱۷۵۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
| مړینه | 12 جولای 1804 (47 کاله)[۹][۱][۱۰][۲] نيويارک [۱۱][۱۲][۱۳] |
| د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
| قاتل | آرون بور |
| تابعیت | |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | کولمبيا پوهنتون |
| کار/مسلک | فیلسوف ، پوځي ځواک ، سياستوال [۱۷]، پوځي افسر ، ليکوال [۱۸]، سوداگر ، قانونپوه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۹][۱۹] |
| پوځي خدمت | |
| وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
| مقام | جنرال |
| جګړه/جګړې | د امريکا انقلابي جګړه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
الکساندر هميلټن (۱۷۵۵ز د جنورۍ ۱۱ – ۱۸۰۴ ز د جولای ۱۲) يو امريکايي سياستمدار او د متحده ايالاتو د جوړونکو له ډلې يو و. هغه د متحده ايالاتو د اساسي قانون يو اغېزناک تفسيرونکی او خپروونکی و، هغه ملي مالي نظام جوړ کړ، فدرالي ګوند يې جوړ کړ، د متحده ايالاتو سرحدي ځواک يې جوړ کړ او نيويارک پوسټ ورځپاڼه يې جوړه کړه. د خزانې د لومړي وزير په توګه هميلټن د ولسمشر جورج واشنګټن د ادارې د اقتصادي تګلارو مرکزي جوړونکی و. هغه د امريکا د انقلابي جګړې د ايالتونو د پورونو د تاديې پر مهال په فدرالي حکومت کې رهبري په خپل واک کې واخسته او همدا راز دوه لومړني واقعي مرکزي بانکونه يې هم جوړ کړل (د شمالي امريکا بانک او د متحده ايالاتو لومړی بانک)، د تعرفې نظام او له بریتانيې سره د دوستانه اړيکو سوداګري يې هم رامنځ ته کړل. د هغه په لرليد کې د يوه پیاوړي مرکزي دولت جوړېدل و چې د يوې ځواکمنې اجرائيه څانګې، پياوړی سوداګريز اقتصاد، له توليداتو څخه ملاتړ او پياوړې ملي دفاع له خوا اداره کېږي.
هملټن د نيويس په «چارلس ټاون» کې زېږېدلی و، داسې مهال وزېږېد چې مور او پلار يې سره واده نه و کړی. هغه په کوچنيوالي کې يتيم و چې بيا يو نېکمرغه سوداګر له ځانه سره ومانه. کله چې ځوان شو د زده کړو لپاره نيويارک ته واستول شو. هغه مهال چې د امريکا انقلابي جګړې پيل شوې، هغه په لومړي سر کې په نظامي ملېشه کې دنده تر سره کړه. د نوې لويې وچې په پوځ کې د توپخانې د افسر په توګه، هغه د نيويارک او نيو جرسي په مبارزو کې ځينې کړنې مشاهده کړل. په ۱۷۷۷ز کال کې هغه د عمومي قوماندان جورج واشنګټن سترسلاکار شو، خو په مناسب وخت کې د جګړې د ډګر مشرتابه ته راستون شو، تر څو د يارک ټاون د محاصرې پر مهال د بريا په ساتلو کې مرکزي دنده تر سره کړي، کومې چې په عملي ډول دښمنانه کارونه پای ته ورسول.
د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، هغه د نيويارک څخه د کانفيډريشن (د امريکا د ايالتونو د يو ځای کېدو اتحاد) کانګريس ته د استازي په توګه وټاکل شو. هغه له وکالت څخه استعفاء وکړه او مخکې تر دې چې سياست ته داخل شي، د نيويارک بانک يې جوړ کړ. هميلټن هغه مشر و چې هڅه يې کوله، د کانفيډريشن د مادو سره سم د کمزوری کانفيډرالي حکومت لپاره ځای ناستی پيدا کړي، هغه په ۱۷۸۶ز کال کې د اناپولس کانوانسيون مشري وکړه او کانګريس يې وهڅاوه، چې په فيلاديلفيا کې د اساسي قانون کنوانسيون جوړ کړي. د پنځه اتيا فدراليست اسنادو له منځه د يو پنځوسو برخو په لیکلو سره، هغه د اساسي قانون په تصويب کې مرسته وکړه، همدا د فدراليست سندونه، اوس هم د اساسي قانون د تفسير لپاره تر ټولو زيات مهم کاريدونکي توکي دي.
د ولسمشر واشنګټن د لومړۍ کابينې د باوري غړي په توګه هيمليټن د خزانې وزارت مشري په غاړه درلوده. همليټن په برياليتوب سره له دې چارې دفاع وکړه چې د اساسي قانون ضمني واکونه د ملي پورونو د تاديې، په خپله غاړه د ايالتونو د پورونو اخستلو او د حکومت له ملاتړ څخه برخمن د متحده ايالاتو بانک (د متحده ايالاتو لومړی بانک) رامنځ ته کولو اختيارات ورکوي. په لومړي سر کې دا پروګرامونه په وارداتو د تعرفې له لارې او وروسته بيا د لانجمن ويسکي ټيکس د مالياتو له لارې تموېلېدل. هغه د فرانس په بې ثباته انقلابي حکومتونو پورې د ادارې له تړل کېدو سره مخالفت څرګند کړ. د هميلټن اندونه، د فدراليست ګوند لپاره بنسټ شو، دا اندونه د تاماس جفرسن او جيمز ميډسن په مشرۍ د ديموکراتيکې-جمهوري خواه ګوند له مخالفت سره مخامخ شول.
په ۱۷۹۵ز کال کې، هغه بيا په نيويارک کې وکالت پيل کړ. نوموړي په ۱۷۹۸-۹۹ز کلونو کې د فرانسې د لومړي جمهوري پوځ د تېري په وړاندې د ولسمشر جان اډمز په مشرۍ د سمبالښت او خوځښت غوښتنه وکړه او د متحده ايالاتو د پوځ عمومي قوماندان شو، کوم پوځ چې هغه بيا جوړ، نوی او د جګړې لپاره چمتو کړ. دا پوځ په جګړې ته ورته حالت کې له جګړې سره مخ نه شو او هميلټن له فرانسې سره د بحران په موضوع کې د «اډمز» له ديپلوماتيک ليد څخه خپه شو. د اډمز له بيا ټاکل کېدو سره د هغه مخالفت په ۱۸۰۰ز کال کې د فدراليست ګوند د ماتې لامل شو. جفرسن او ارون بور د ټاکنيزې ډلې د مشرتابه لپاره سره يو ځای شول او هميلټن د بور په ماتې کې مرسته وکړه، هغه بور غیر اصولي باله او سره له دې چې له جيفرسن سره يې فلسفي اختلافات درلودل، هغه يې وټاکه.
هميلټن په نيويارک ښار کې خپلو سوداګريزو او قانوني فعاليتونو ته دوام ورکړ او د مريانو د نړيوالې قانوني سوداګرۍ په پای ته رسولو کې فعال و. مرستيال ولسمشر بور په ۱۸۰۴ز کال کې د نيويارک ايالت د والي څوکۍ ته نوماند شو او هميلټن له دې امله چې هغه يې وړ نه باله، د هغه پر ضد مبارزه وکړه. بور دا سپکاوی وباله او هميلټن يې د ۱۸۰۴ز کال د جولای په يوولسمه نېټه يو په يو مبارزې ته وننګاوه، پر دې مهال بور په هميلټن ډزې وکړې، هغه سخت ټپي شو او يوه ورځ وروسته مړ شو.
هميلټن ته د يوه هوښيار او له فکري نظره د ځيرک مدير، سياست پوه او پانګونکي په سترګه کتل کېږي، که څه هم ډېر ځله بې پروا بلل کېږي. د هغه اندونه د امريکا د دولت او مالي چارو د بنسټ اېښودونکي په توګه پېژندل کېږي.
په کاراييب کې کوچنيوالی
[سمول]الکساندر هميلټن د «ليوارډ ايلينډ» د «نيواس» ټاپو په مرکز «چارلس ټاون» کې زېږېدلی او هلته يې د ماشومتوب يوه موده تېره کړې، (دا سيمه هغه مهال د بریتانوي غرب الهند برخه وه). د هميلټن او د هغه د مشر ورور جيمز جی ار (۱۷۵۳ – ۱۷۸۶ز ) مور ريچل فائوکټ نومېده، دوی دواړه هغه مهال زېږېدلي وو چې مور او پلار يې په قانوني ډول واده نه و کړی، مور يې متاهله او د نیمه بریتانوي نيمه فرانسوي هوګنو نسل څخه وه، د هغه د پلار نوم جيمز ای. هيميلټن و، له سکاټلنډي نسل څخه او د الکساندر هميلټن څلورم زوی و، څوک چې په «ايرشير» کې د ګرينج (پراخه ځمکه) څښتن و. که څه هم د تل لپاره دا اټکل کېږي چې، د هميلټن مور د دوه توکمونو له نسل څخه وه، خو بيا هم د منلو وړ شواهدو کې نه ده ثابته شوې. ريچل فائوست د مالياتو په نوملړ کې سپين پوستې یاده شوې ده.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
کره نه ده چې هميلټن په ۱۷۵۵ او که په ۱۷۵۷ کې زېږېدلی و. شمالي امریکا ته تر رسېدو وروسته او د هميلټن د خپلو لیکنو په ګډون ډېری تاريخي شواهد ښيي چې، هغه په ۱۷۵۷ ز کې زېږېدلی و. کله چې هغه په لومړي ځل ديارلسو مستعمرو ته راورسېد، هغه د خپلو زېږېدو کال ۱۷۵۷ز لیکلی او خپله د زېږېدو کليزه يې د جنورۍ په يوولسمه لمانځلې. د ژوند په وروستيو کې به هغه د خپل عمر ښودنه يوازې په اټکلي شمېرو کوله. تاريخ پوهانو تر ۱۹۳۰ ز پورې منلې وه چې د هغه د زېږېدنې کال ۱۷۵۷ ز دی، تر دې چې په کاراييب کې د هغه د ژوند د لومړيو وختونو په اړه نور اسناد خپاره شول، په لومړي سر کې دا اسناد په ډنمارکي ژبه و. د «سنټ. کوکس» یو سند، چې په ۱۷۶۸ز کې د هميلټن د مور له مرګ وروسته چمتو شوی و، ښيي چې دا مهال هغه ديارلس کلن و، همدا سند د دې لامل ګرځېدلی، چې تر نولس سوه او دېرشمو کلونو پورې ځينو تاريخ پوهانو باور درلود، د هغه د زېږېدو کال ۱۷۵۵ز دی.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
تاريخ پوهانو په تاریخي اسنادو کې د زېږېدو د دوه جلا جلا نېټو د راڅرګندېدو لپاره د دوه احتمالي لاملونو اټکل کړی. که چېرې ۱۷۵۵ز سم وي، نو شونې ده چې هميلټن هڅه کړې وي، د خپلو ټولګيوالو څخه کشر ښکاره شي، يا شونې ده. هيله يې درلوده چې مشر ښکاره نه شي. که چېرې ۱۷۵۷ز کال سم وي، نو شونې ده يوازېنی هغه سند چې د نوموړي د زېږېدو کال ۱۷۵۵ز ښيي تېروتنه وي، يا ممکن چې هميلټن د خپلې مور له مرګ وروسته د دې لپاره چې مشر ښکاره شي او د کار کولو وړتيا ولري، خپل عمر يوازې يو ځل ديارلس کاله ښودلی وي. تاريخ پوهان وايي: په ياد سند کې نورې منل شوې تېروتنې هم شته او د دې ښودنه کوي چې، په بشپړ ډول د باور وړ نه دي. ريچارډ بروکيزر وايي : «د وصيت د محکمې په پرتله، دا ډېره غوره ده چې يو چاته دې د خپلو زېږېدو نېټه معلومه وي». [۲۹][۳۰]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qz283d — سکالو پېژند: Alexander Hamilton — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/149223 — سکالو پېژند: Alexander Hamilton — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Alexander-Hamilton-United-States-statesman — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۲۲ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n79021633 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۲۲ — خپروونکی: کانګرس کتابتون
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/437 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۲۲
- ↑ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/H000101 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپروونکی: United States Government Publishing Office
- ↑ DAR ancestor ID: https://services.dar.org/public/dar_research/search_adb/?action=full&p_id=A050054 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۲۲
- ↑ idRef پېژند: https://www.idref.fr/029409268 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۲۲ — سرليک: Identifiants et Référentiels — خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb121043321 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ سکالو پېژند: Alexander Hamilton — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Hamilton, Alexander (11 January 1757?–12 July 1804), statesman and first secretary of the treasury — خپور کړی: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0200154
- ↑ http://www.amazon.com/Alexander-Hamilton-Outsider-Jean-Fritz-ebook/dp/B004GGSXE4
- ↑ http://www.amazon.com/Alexander-Hamilton-Outsider-Jean-Fritz/dp/0142419869
- ↑ http://onlinelibrary.wiley.com/doi/10.1111/j.1747-4469.1987.tb00538.x/full
- ↑ ‘A First-Rate Madness’ — خپرېدونېټه: ۲۴ فېبروري ۲۰۱۷
- ↑ The Great Solvent North — خپرېدونېټه: ۲۴ فېبروري ۲۰۱۷
- ↑ Notable Names Database: https://www.nndb.com/people/183/000022117/ — خپرېدونېټه: ۲۴ فېبروري ۲۰۱۷ — سرليک: NNDB: Alexander Hamilton
- ↑ او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — خپرېدونېټه: ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۰ — خپروونکی: American Astronomical Society او Tufts University
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/14588515
- ↑ Ramsing, Holger Utke (1939). "Alexander Hamilton". Personalhistorisk Tidsskrift (in ډنمارکي): 225–70.
- ↑ Chernow, 2005, p. 8.
- ↑ Randall, Willard Sterne (2004). Foreword. Practical Proceedings in the Supreme Court of the State of New York. په وسيله د Hamilton, Alexander. New York: New York Law Journal. p. ix.
- ↑ Chernow, pp. 9, 734–35.
- ↑ Owens, Mitchell (January 8, 2004). "Surprises in the Family Tree". New York Times. Appended correction dated January 15, 2004. ترلاسهکېدو نېټه November 15, 2016.
While there have been suggestions that the mother, Rachel Faucett or Fawcett—and therefore Hamilton himself—was of mixed ancestry, it is not an established fact.
- ↑ Logan, Erin B. (July 12, 2018). "Alexander Hamilton, immigrant and statesman, dies at 47 — or 49". The Washington Post.
- ↑ Brookhiser, Richard (2000). Alexander Hamilton, American. Simon and Schuster. p. 16. ISBN 978-1-43913-545-7.
- ↑ Newton (2015), pp. 19–30.
- ↑ Chernow, p. 17.
- ↑ Brookhiser, Richard (2000). Alexander Hamilton, American. Simon and Schuster. p. 16. ISBN 978-1-43913-545-7.
- ↑ See, e.g., Chernow, Flexner, and Mitchell's Concise Life. Compare Brookhiser, at 16, and McDonald, at p. 366, n. 8. McDonald favors 1757 but acknowledges its minority status, saying that the probate clerk's alternate spelling of "Lavien" suggests unreliability.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1804ز مړينې
- 12 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P157
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- CS1 ډنمارکي-language sources (da)

