Jump to content

الله(ج) په یهودیت کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الله(ج)  په یهودیت کې ستر ابدي ذات دی، چې ټول شیان یې پیدا کړي او ساتنه یې کوي. په یهودیت کې الله(ج)  په بېلابېلو لارو تصور شوی. یهودیت په دودیز ډول په دې نظر دی، چې یهوه (په عبرانۍ ژبه کې الله(ج)  ته وایي) د ابراهیم، اسحاق، یعقوب او د اسرائیلو ملي الله(ج)  دی، لکه څنګه چې په تورات کې تشرېح شوي، چې اسرائیل یې په مصر کې له غلامۍ وژغورل او دوی ته یې په سینا غره کې د موسی قانون ورکړ. یهودیان د الله(ج)  پر توحیدي مفهوم باور لري (الله(ج) یوازې یو دی)، چې هم لوړ (په بشپړ ډول له مادي کایناتو نه خپلواک او ترې جلا دی) او هم ذاتي (په مادي نړۍ کې ښکېل) دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

الله(ج)  په بشپړ ډول یو، بېساری او کامل ګڼل کېږي، له ټولو عیبونو او نیمګړتیاوو نه پاک دی او په خپلو ټولو صفاتو کې قادر، هر چېرې حاضر، پر هر څه پوه او په بشپړ ډول نامحدود دی، چې هېڅ شریک او ساری نه لري. په هستۍ کې د ټولو شیانو یوازینی خالق دی. الله(ج) په یهودیت کې هېڅکله هم نه دی انځور شوی، په ځانګړې توګه تورات یې د حاکمیت په برخه کې له شریک راوړلو نه منع کړې، ځکه هغه مطلق دی پرته له دې چې کوم شریک ولري، وېشل کېږي نه او بې مثاله ذات دی، چې نه له کوم شي سره ورته والی لري او نه ورسره کوم شی پرتله کېږي. الله(ج)  په نړۍ کې یا د نړۍ له هر څه نه په بشپړ ډول لوړ، بېساری او د انسان له هر ډول فکر او بیانه وتلی دی. د خدای نومونه چې په عبراني انجیل کې ډېر کارول شوي د ټیټراګرامټون (عبراني: יהוה  او رومانیایي کې: YHWH) او الوهیم دي. په دودیز یهودیت کې د الله(ج)  نور نومونه ال شدای او شیخینا دي.[۱][۶]

د یهودیت منطقي بهیر د میمونایډز له خوا بیان شوی، چې وروسته د رسمي دودیزو یهودي افکارو پر ډېرو برخو برلاسی شو؛ الله(ج)  د مطلق یو، نه وېشل کېدونکي او بې مثاله وجود په توګه پېژندل کېږي، چې خالق او د ټولې هستۍ د پیدایښت لامل دی. الله(ج)  هر چېرې حاضر او بې ځانه دی. میمونایډز د الله(ج) په اړه د ارستو مفکوره د یوه بې حرکته حرکت کوونکي په توګه ومنله، په داسې حال کې، چې وروستۍ څو نظریې یې رد کړې؛ لکه: د خالق په توګه له الله(ج) نه انکار او د نړۍ د ابدیت تصدیق. د یهودیت دودیز تعبیرونه ټینګار کوي، چې الله(ج)  ځانګړی دی او په ورته مهال کې لوړ دی. د یهودیت ځینې تفسیرونه بیا ټینګار کوي، چې الله(ج)  یو پیاوړی ځواک دی.[۱][۲][۷]

نومونه

[سمول]

په یهودیت کې د الله(ج) نومونه

[سمول]

الوهیم، یهوا او ټیټراګرامټن

د الله(ج)  هغه نوم چې په عبراني انجیل کې ډېر کارول شوی، د ټیټراګرامټون (عبراني: יהוה  او رومانیایي کې: YHWH) په نامه یادېږي. یهودیان په دودیز ډول دا نه تلفظ کوي او پر ځای یې الله(ج)  ته هاشم وایي.

په عبادت کې ټیټراګرامټون پر اډونای بدلېږي، چې معنا یې «زما رب» دی. د ګیولام پوسټل (۱۶مه پېړۍ)، مایکل انجیلو لانسي (۱۹مه پېړۍ) او مارک سامت په وینا: د ټیټراګرامټون او یهوا څلور لیکونه کوډ کښنه ده، چې پخوانیو اسرائیلي پادریانو به لوستل. هوهي او «هیشه» دوه جنسه خدای په نښه کوي. په هر حال د یهودیت په دودیزو تعبیرونو کې، الله(ج)  ته په ژبني ګرامر کې د نارینه په ډول اشاره کېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

الله(ج) ته منسوبې ځانګړنې

[سمول]

د دودیز یهودیت په اوسنیو بیانونو کې، الله(ج)  د کایناتو ابدي، مطلق او په هر څه پوه خالق دی او د اخلاقو سرچینه ګڼل کېږي.

پیدا کوونکی

[سمول]

میمونایډز خدای داسې تشرېح کوي: «د ټولو بنسټونو او د حکمت د ستنې بنسټ دا دی، تر څو پوه شو چې یو لومړی موجود شته، چې ټوله هستي یې رامنځته کړې. د اسمانونو، ځمکې او د دوی ترمنځ چې کوم موجودات دي، یوازې د هغه د وجود له حقیقته راپیدا شوي».[۱۳]

په هر څه پوه

[سمول]

یهودیان الله(ج)  ټولپوه ګڼي، که څه هم د منځنۍ پېړۍ ځینو نامتو فیلسوفانو دا نظر درلود، چې الله(ج)  د انسانانو د اعمالو بشپړ پوهاوی نه لري. د بېلګې په توګه: ګیرسونایډز استدلال وکړ، چې الله(ج)  د هر انسان لپاره انتخاب کولای شي، خو د هغو انتخابونو پوهه نه لري، چې یو کس به یې ترسره کوي. ابراهیم بن داود په دې باور و، چې الله(ج)  د انسان د عمل په اړه مطلق پوهېدونکی او یا مطلق قادر ذات نه دی.[۱۴][۱۵][۱۶]

مطلق قادر

[سمول]

یهودیان ډېرځلې الله(ج) مطلق قادر ګڼي او دا مفکوره په عبراني انجیل کې رېښه لري. ځینې اوسني الله(ج)  پېژندونکي یهودیان وایي چې: الله(ج) مطلق قادر نه دی، په هر حال د دغه نظر د ملاتړ لپاره یې په انجیل او کلاسیکه برخه کې ډېرې سرچینې موندلې.  دودیز نظر دا دی، چې الله(ج) په نړۍ کې د لاسوهنې واک لري.[۱۷][۱۸]

هر چېرې حاضر

[سمول]

«دا چې الله(ج) ، پورته په اسمان کې یا لاندې په ځمکه کې دی» میمونایډز له دغه آیت نه دا په ګوته کوي، چې سپېڅلی ذات په هر ځای کې حاضر دی او بې ځانه دی، نو یو بې ځانه موجود نه شي کولای، په یو وخت کې په دوو ځایونو کې وي.[۱۹]

بې ځانه او پرته له جنسیته

[سمول]

«تاسې به ما له څه سره تشبېه کړئ، چې برابر شم؟» (عیسی ۴۰.۲۵) میمونایډز د دغه آیت په اړه وایي: «که هغه جسم و، نو د نورو جسمونو په څېر به و».[۲۰]

که څه هم په تناخ کې الله(ج) د نارینه په توګه یاد شوی، خو دودیزه یهودي فلسفه الله(ج)  ته جنسیت نه منسوبوي. اګاډیک ادبیات او یهودي تصوف په ځینو برخو کې الله(ج) ته د جنس په توګه اشاره کوي، خو د شاعرانه یا نورو دلایلو له امله یهودیانو هېڅکله نه ده منلې چې خدای به یو ځانګړی جنسیت ولري. [۲۱]

اوسني یهودي مفکرین کوښښ کوي، چې الله(ج)  له دوه ګوني جنسیت نه بهر بیان کړي، نو دا هغه مفهوم دی، چې الله(ج)  ته د پلي کېدو وړ نه دی. [۲۲]

نه تصور کېدونکی

[سمول]

تورات الله(ج)  ته انساني ځانګړتیاوې ورکوي، خو نور یهودي مذهبي آثار الله(ج)  بې بڼې او اخروي ګڼي. یهودیت د انیکونیک په معنا دی، چې په طبیعي او ماوراء الطبیعي دواړو جهانونو کې مادي او فزیکي تصور نه لري. پر دې سربېره د بتانو عبادت په کلکه منَع دی. د دودیز جاج له مخې چې د میمونایډز په څېر شخصیتونو وړاندې کړی، دوی په دې نظر دي، چې الله(ج) د پوهېدو وړ نه دی او له همدې امله یې تصور ناشونی دی. په پای کې یو تاریخي روایت «بې ځانه الهه» رامنځته کېږي. په دې ډول، څوک چې د الله(ج)  «ښکارېدنه» په عملي ډول تشرېح کوي، نو بې احترامي او ښایي بدعت وګڼل شي.

د الله(ج)  په اړه تصورات

[سمول]

الله(ج) ، په کلاسیک یهودیت کې شخصي خدای ګڼل کېږي، په دې معنا چې انسانان کولای شي، ورسره اړیکه ټینګه کړي. ربي سمویل ایس کوهون لیکلي: «لکه څنګه چې الله(ج)  د یهودیت له خوا تصور شوی،نه یوازې لومړی علت، تخلیقي ځواک او د نړۍ دلیل دی، بلکې د انسانانو ژوندی او مینه ناک پلار هم دی. هغه نه یوازې دا چې له نړۍ پورې اړوند دی، بلکې شخصي هم دی... یهودی توحید الله(ج)  ته د جوت شخصیت په اړه فکر کوي، په داسې حال کې، چې د الله(ج)  یووالی، خدای ته له شخصیت ورکولو ډډه کوي». د یهودیانو په مذهبي مراسمو کې، لکه: د ادون اولام په مذهبي سندره کې «باوري تصدیق» شامل دی، چې وایي: هغه زما الله(ج)  دی، زما ژوندی الله(ج)... هغه څوک چې اوري او ځواب ورکوي». د بریتانیي مشر ربي جوناټن ساکس وړاندیز کوي، چې: « الله(ج) له مهالي پلوه لرې یا جلا نه دی، بلکې په احساستي ډول بوخت او حاضر دی».  [۲۳][۲۴]

په هر حال، نور دودیز یهودي متنونه، د بېلګې په توګه: په هیچالوت ادبیاتو «شیعور قمه» کې د الله(ج)  د غړو او د بدن د برخو اندازه بیانوي.

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Grossman, Maxine; Sommer, Benjamin D. (2011). "GOD". In Berlin, Adele (ed.). The Oxford Dictionary of the Jewish Religion (2nd ed.). Oxford and New York: Oxford University Press. pp. 294–297. doi:10.1093/acref/9780199730049.001.0001. ISBN 9780199759279. LCCN 2010035774.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Tuling, Kari H. (2020). "PART 2: Does God Have a Personality—or Is God an Impersonal Force?". In Tuling, Kari H. (ed.). Thinking about God: Jewish Views. JPS Essential Judaism Series. Lincoln and Philadelphia: University of Nebraska Press/Jewish Publication Society. pp. 67–168. doi:10.2307/j.ctv13796z1.7. ISBN 978-0-8276-1848-0. LCCN 2019042781.
  3. Stahl, Michael J. (2021). "The "God of Israel" and the Politics of Divinity in Ancient Israel". The "God of Israel" in History and Tradition. Vetus Testamentum: Supplements. Vol. 187. Leiden and Boston: Brill Publishers. pp. 52–144. doi:10.1163/9789004447721_003. ISBN 978-90-04-44772-1. S2CID 236752143.
  4. "Jewish Concepts: God". Jewish Virtual Library. (2021). American–Israeli Cooperative Enterprise (AICE). 
  5. Hayes, Christine (2012). "Understanding Biblical Monotheism". Introduction to the Bible. The Open Yale Courses Series. New Haven and London: Yale University Press. pp. 15–28. ISBN 9780300181791. JSTOR j.ctt32bxpm.6.
  6. Leone, Massimo (Spring 2016). Asif, Agha (ed.). "Smashing Idols: A Paradoxical Semiotics" (PDF). Signs and Society. Chicago: University of Chicago Press on behalf of the Semiosis Research Center at Hankuk University of Foreign Studies. 4 (1): 30–56. doi:10.1086/684586. eISSN 2326-4497. hdl:2318/1561609. ISSN 2326-4489. S2CID 53408911. Archived (PDF) from the original on 23 September 2017. نه اخيستل شوی 20 October 2021.
  7. Moses Maimonides. Mishneh Torah 1.1.3-5: Sefer Madaah, Yesodei ha Torah, The Book of Knowledge, foundations of the Torah law.
  8. Sameth, Mark (2020). The Name: A History of the Dual-Gendered Hebrew Name for God. Wipf and Stock. pp. ix, 8, 22–26. ISBN 978-1-5326-9384-7.
  9. Wilkinson, Robert (2015). Tetragrammaton: Western Christians and the Hebrew Name of God. Boston: Brill. p. 337. ISBN 9789004288171.
  10. Postel, Guillaume (1969). Secret, François (ed.). Le thrésor des prophéties de l'univers (په فرانسوي). Springer. p. 211. ISBN 9789024702039.
  11. Lanci, Michelangelo (1845). Paralipomeni alla illustrazione della sagra Scrittura (Facsimile of the first ed.). Dondey-Dupre. pp. 100–113. ISBN 978-1274016911.
  12. Christiano, Kevin J.; Kivisto, Peter; Swatos, Jr., William H., eds. (2015) [2002]. "Excursus on the History of Religions". Sociology of Religion: Contemporary Developments (3rd ed.). Walnut Creek, California: AltaMira Press. pp. 254–255. doi:10.2307/3512222. ISBN 978-1-4422-1691-4. JSTOR 3512222. LCCN 2001035412. S2CID 154932078.
  13. Mishneh Torah, book HaMadda', section Yesodei ha-Torah, chapter 1:1 (original Hebrew/English translation)
  14. ""Jewish Beliefs about God" in C/JEEP Curriculum Guide American Jewish Committee" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2023-10-08. نه اخيستل شوی 2022-02-15. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  15. Jacobs, Louis (1990). God, Torah, Israel: traditionalism without fundamentalism. Cincinnati: Hebrew Union College Press. ISBN 0-87820-052-5. OCLC 21039224.کينډۍ:Page needed
  16. Guttmann, Julius (1964). Philosophies of Judaism: The History of Jewish Philosophy from Biblical Times to Franz Rosenzweig. New York City: Holt, Rinehart and Winston. pp. 150–151. OCLC 1497829.
  17. ""Jewish Beliefs about God" in C/JEEP Curriculum Guide American Jewish Committee" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2023-10-08. نه اخيستل شوی 2022-02-15. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  18. Geoffrey Claussen, "God and Suffering in Heschel’s Torah Min Ha-Shamayim". Conservative Judaism 61, no. 4 (2010), p. 17
  19. Maimonides, Moses (1180). Mishneh Torah, Sefer Ma'adah: Yesodei haTorah. The Book of Knowledge: Foundations of the Torah Law. p. 1§8.
  20. Maimonides, Moses (1180). Mishneh Torah, Sefer Ma'adah: Yesodei haTorah. The Book of Knowledge: Foundations of the Torah Law. p. 1§8.
  21. "G-d has no body, no genitalia; therefore, the very idea that G-d is male or female is patently absurd. We refer to G-d using masculine terms simply for convenience's sake, because Hebrew has no neutral gender; G-d is no more male than a table is." Judaism 101. "The fact that we always refer to God as 'He' is also not meant to imply that the concept of sex or gender applies to God." Rabbi Aryeh Kaplan, The Aryeh Kaplan Reader, Mesorah Publications (1983), p. 144
  22. Julia Watts-Belser, “Transing God/dess: Notes from the Borderlands,” in Balancing on the Mechitza: Transgender in Jewish Community, ed. Noach Dzmura (Berkeley, CA: North Atlantic Books, 2010)
  23. Samuel S. Cohon. What We Jews Believe (1931). Union of American Hebrew Congregations.
  24. Edward Kessler, What Do Jews Believe?: The Customs and Culture of Modern Judaism (2007). Bloomsbury Publishing: pp. 42-44.