الكساندر الكساندروويچ رومانوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الکساندر الکساندروويچ رومانوف

لكساندر الكساندروويچ رومانوف يا درېيم الكساندر (۲۶ د فېبروري) (په روسي: Алекса́ндр III Алекса́ндрович) د خپل پلا دويم الكساندر له مړينې نه وروسته د ۱۸۸۱ ز كال د مارچ په ۲ د روسي امپراتورۍ پر پلاز كېناست او د ۱۸۹۴ ز كال د اكتوبر تر ۲۰ پورې د روسيې ټولواكمن وو . دى د ۱۸۹۴ ز كال د اكتوبر په شلمه په كريميا كې د لېواډا په ماڼۍ كې مړ شو . له دې سره سره چې روسان دى يو سوله خوښوونكى واكمن بولي ، خو په ۱۸۸۵ ز كالې روسانو د افغانستان پر خاوره يرغل وكړ ، چې له لنډې جگړې نه وروسته پنجده ، چې د افغانستان د خاورې يوه برخه وه ، روسانو ونيوله او د روسيې له خاورې سره يې يو ځاى كړه . دا پېښه دده د واكمنۍ پر مهال رامنځته شوه . د درېيم الكساندر له مړينې نه وروسته يې زوى نيكولاى الكساندروويچ رومانوف ( دويم نيكولاى ) د روسيې ټولواكمن شو .

مخينه

دى د ۱۸۴۵ ز كال د فبرورۍ ۲۶ په سانت پيتربورگ كې زېږېدلې دى .

سرچينې