Jump to content

الفریده یلینک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الفریده یلینک د اتریش مشهوره لیکواله ده چې د توماس برنهارد اتریشي په څېر په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه. هغه په خپلې لیکوالۍ وکړای شول چې د اتریش له پولو واوړي او ځان نړۍ ته ور وپېژني. لیکوالي یې وکړه، پنځونې یې وکړې، ډېرې ادبي جایزې یې وګټلې او ان د نوبل جایزې تر ګټلو پورې ورسېده.

الفریده یلینک
Elfriede Jelinek (جرمني )
Elfriede Jelineková (چېکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۰ اکتوبر ۱۹۴۶[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
جوړښت
جایزې
  لړۍ...
نور مالومات
وېب‌پاڼه
elfriedejelinek.com (جرمني ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

په ۲۰۰۴کال کې د نوبل بنسټ هغه د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکې وبلله. الفریده یلینک په ۱۹۴۶کال کې په اتریش کې زیږېدلې ده. هغه اوس د مونیخ په وین ښار کې ژوند کوي.

شخصي ژوند

[سمول]

الفریده یلینک په ۱۹۴۶ کال کې له چکي پلار او رومانیايي مور په اتریش کې وزیږېده. پلار یې یو کیمیاپوه و، د ماشومتوب وختونه یې په وین کې تېر کړل. د نوتردام په نامه یې په یوه مذهبي ښوونځي کې زده کړې پيل کړې. په همدې ښوونځي کې یې فرانسوي ژبه او نور هغه مهالني علوم ولوستل. په همدې کال کې یې مور هغه یوې ښوونکې ته ور ورسته چې پیانو او ویلون هم زده کړي. یلینک په ۱۶ کلنۍ کې د موسیقي هنرستان ته لاړه، خو ژر په دې پوه شوه چې په دې برخه کې استعداد نه لري. هغه لا زده کوونکې وه چې شعر لیکل او شعر ویل یې زده کړل.

د پروتکل په نامه په اتریشي مجله کې یې شعرونه چاپېدل. پلار یې یو سوسیالست و، هغه په سیاسي فعالیتونو کې هم بوخت و او دومره وځورول شو، چې په ۱۹۶۸ کال کې یې خپله رواني روغتیا وبایلله، ان تر لیونتوبه ورسېد او په رواني روغتون کې بستري شو. مور یې هم یوه مستبده کاتولیکه وه. له دې سره یې چلند تل له تریخوالي ډک و. د نوموړې پر ژوند د خپلې مور د چلند اغېز و او همدا راز د پلار له امله رامنځ ته شوی وضعیت هم بې اغېزې نه و.

د نوموړې مور غوښتل الفریده موسیقي د ځان لپاره د مسلک په توګه غوره کړي، خو هغه پوه شوه چې په دې برخه کې استعداد نه لري، نو ځکه یې د موسیقي زده کړې پرېښودې او د تاریخ، ادبیاتو او هنر په اړه یې مطالعه پيل کړه. نوموړې د پوهنتون له وخته نیولې بیا تر ډېرو اوږدو کلونو پورې سیاسي فعالیتونه هم لرل. سیاسي فعالیتونو او فکر یې هم پر ژوند او اثارو اغېز لرلی دی.

هنري ژوند او ادبي آثار

[سمول]

د نوموړې د اثارو په اړه ډول ډول نظریات موجود دي. خپل لومړنی ناول یې په ۱۹۷۰ کال کې چاپ کړ. هغه په معاصرو ادبیاتو کې له ډېرو اغېز لرونکو شخصیتونو ده. خو بیا یې هم لیکنې، نندارې او کیسې د نقادانو له نیوکو او نقد سره مخ دي. په ادبي جریانونو کې یې ناندرۍ راولاړې کړې دي. جنسي بدرفتارۍ، جنسي موضوعات، د ښځینه وو او نارینه وو ترمنځ جګړې او تاوتریخوالی او داسې نور مسایل را نغاړي چې ډېر وخت له نقد سره مخ کېږي. په داسې اثارو کې لکه (ګرانه موږ یوازې ګوله نه یو)، معشوقې، د پیانو معلم او نورو اثارو کې خپل نظریات په سمه توګه انځوروي. نوموړې په ځانګړي مهارت د کرکټرونو تر منځ ناندرۍ، د قدرت لپاره سیالۍ، د انسانانو تر منځ اړیکې او کشمکشونه انځوروي. لوستونکي ته جټکه ورکوي، هېښوي یې، حیرانوي یې او تر پایه یې له ځان سره بیايي. یلینک په دې باور ده چې قدرت او تاوتریخوالی د انسانانو تر منځ د اړیکو جوړولو لپاره اغېزناکه قوه ده.

د شهوت په نامه یې یو ناول خپور کړی دی. په دې ناول کې یې د جنسي بدرفتاریو او کشمکشونو په اړه مسایل راوستي دي. دې اثر دومره د خلکو پام ځان ته را وا نه ړاوه. په دې اثر کې یې تر ډېره د انسانان د اخلاقي ماتې یا شکست او انسان د مسخره کولو صحنې راغلې دي. له همدې امله وایي چې دا اثر یې د یوې ستونزې د حل پر ځای د انسانانو پر ژوند ملنډې وهي. خو د پخوانیو اثارو برعکس یې په اوس وخت کې د ښځینه مسایلو پر ځای تر ډېره عمومي ټولنیز نقد ته پاملرنه کړې ده. په نندارو کې یې خبرې لږ دي، انځورونه پکې ډېر وي او تر ډېره پر فاشیزم او نورو مسایلو بحثونه کوي.

سياسي ايډيالوژي

[سمول]

هغه تر ۱۹۹۱کال پورې د اتریش د کمونیست ګوند غړې وه، خو وروسته یې په دغه ګوند کې د ځینو غړو پر کړنو او چلندونو سختې نیوکې وکړې، له دوی بېله شوه او دې مسئلې هغه نوره هم مشهوره کړه. الفریده لیکواله ده، خو یوه عادي لیکواله نه ده. نورمال ذهني فعالیتونه لري، پخپله وایي چې له یو ډول رواني اختلال ځورېږي.

له ځایونو، ټولنې او ګڼې ګوڼې وېره لري، له همدې امله یې د نوبل بنسټ له لوري د جایزې د ورکړې په مراسمو کې هم ګډون و نه کړ. هغې دې بنسټ ته یوه ویډیو لیږلې وه، پکې غږېدلې وه او د خپل نه ورتګ لامل یې روښانه کړی و. د نوموړې په خبره، د نوبل د جایزې د ورکړې په مراسمو کې د پیتر هاندکې تقلید کوي، هغه هم په مراسمو کې ګډون نه و کړی او ویډیويي پیغام یې استولی و.

نو ښايي درته په زړه پورې وي چې د رواني ستونزو او ځینو اختلالونو لرونکې د نوبل جایزه ګټي، خو دې ته باید متوجه وو چې دا ستونزې یې د کار خنډ نه دي، بلکې لیکل کوي، نوی سبک لري، زرګونه مینه‌وال لري او لا هم په کتابپلورنځیو کې مینه‌وال د هغې د کتاب پوښتنه کوي.

په انټرنیټي پاڼو او ادبي بحثونو کې نوموړې ته د فیمنیستې خطاب کوي. دوی وایي، الفرید داسې لیکواله ده چې فیمنیستي افکار لري. د نوموړې اثار تر ډېره په هغو هېوادونو کې ناپېژانده دي چې له الماني ژبې سره بلدتیا نه لري. په ۱۹۹۰ کال کې د یورګ هایدر پر وړاندې ودرېده. همدې مسئلې تر یوې کچې مشهوره کړه. منتقدان یې وایي چې اثار یې دومره ادبي وزن او ښکلا نه لري. په زړه پورې خو دا ده چې نوي منتقدان یې تر ډېره نوی امریکایي ادبي نسل دی. روث فرانکلین وایي، د نوبل ادبي جایزې تل له ناندریو ډکې وې، خو دا جایزه له خورا ډېرو ناندریو ډکه وه. هغه په دې باور دی، چې الفریده یلینک د خصمانه فیمنیزم ملاتړې ده او د نوبل بنسټ له لوري نوموړې ته د دې جایزې ورکړه په اصل کې د نوبل بنسټ هویت ته ستره ضربه ده.

د نوبل جايزه

[سمول]

د نوبل بنسټ په دې باور دی چې هغه د یوه ځانګړي او متفاوت سبک خاونده ده. د یاد بنسټ د ادبي برخې کمېټې په ۲۰۰۴ کال کې پرېکړه وکړه چې د نوبل د دې دور ګټونکې الفریده یلینک وبولي. د یاد بنسټ په خبره، نوموړې په خپلو اثارو کې یو ځانګړی سبک او رسا ژبه استفاده کړې ده. هغې په پوره مهارت په ټولنه کې کلیشه موضوعات را اخیستي دي، داسې یې وړاندې کړي چې لوستونکي ته نوي ښکارېږي او زاړه نه ورته برېښي. یلینک لسمه مېرمنه وه چې د نوبل جایزه یې وګټله. همدا چې خبره شوه د نوبل جایزه یې ګټلې، نو ویل یې چې اخیستلو ته یې نه شي ورتللی. هغه د خبر په اورېدو حیرانه شوه، باور یې نه کاوه، مخکې مو یادونه وکړه چې هغه سوشیل فیبیا لرله، یا له جمعیت د وېرې رواني ناروغي یې لرله، نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د نوبل جایزې اخیستو لپاره پخپله نه ورځي. هغه مهال د نوبل بنسټ مشر هوراس انګدال په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، پوره هڅه به وکړي چې الفرید د نوبل اخیستلو لپاره ستاکهلم ته راولي، خو بریالی نه شو. دا لومړی ځل نه و چې د نوبل یو ګټونکی یا ګټونکې د دغه جایزې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې ګډون نه کوي؛ بلکې په ځلونو داسې شوي دي، خو داسې هم شته چې په وروستۍ شېبه کې یې پرېکړه بدله شوې او د نوبل بنسټ په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.

پر ادبياتو يې نيوکې

[سمول]

یلینک مشهوره وه، منتقدان او ملاتړي یې لرل، نو داسې نه وه چې د نوبل له ګټلو سره هممهاله مشهوره وه، بلکې د نوبل ګټل یې د بحثونو د پارېدو سبب شول. دا چې اثار یې تر مخ خلکو لوستي وو، نو د نوبل پر بنسټ یې سختې نیوکې وکړې چې ولې یې جایزه داسې یوې لیکوالې ته ورکړه چې تل د ناندریو سبب ده او له معاصر ادبیاتو سره ګام پر ګام نه ده روانه.

ډېرو منتقدانو د نوبل بنسټ پر ادبي کمېټې نیوکې وکړې چې دې ۵۷ کلنې اتریشۍ ته یې د جایزې په ورکړه د نوبل باور له خاورو سره خاورې کړی دی. یوه ډله بیا داسې راپیدا شوه چې د نوبل دا پرېکړه یې له زړورتیا ډکه وبلله او په خبره یې د نوبل بنسټ د نړۍ متفاوتو ادبیاتو ته جایزه ورکوي او هڅونه کوي. خو دا خبره باید هېره نه کړو چې یلینک لا هم په ادبي نړۍ کې د نورو نوبل ګټونکو هومره مشهوره څېره نه ده. تاسې اوس هم د هغې کومه تازه مرکه نه شی پیدا کولی او نه یې هم مینه‌وال دومره ډېر دي. د نوبل جایزې په ګټلو هم هومره مشهوره نه شوه لکه د دې جایزې نور ګټونکي چې مشهوره کېږي او مینه‌وال پیدا کوي. له مرکو په تېښته ده، لا هم له رسنیو سره خبرې او مرکې نه کوي.

ادبي نقادانو د یلینک پر ډېرو اثارو نقدونه او لیکنې کړې دي. د پیانو معلم یې په ۱۹۸۳کال کې چاپ کړ. په دې کتاب کې یې د یوې مېرمنې دردونه او ستونزې انځور کړې دي. داسې ستونزې او مسایل چې هغې ته د نارینه وو له لوري جوړېږي او دا باید ځان له هر ډول جنجالونو وژغوري. یوازې له خپلې مور سره عجیبه اړیکه لري، مور یې غوسه ناکه او مستبده وي، ځینې لیکوالان په دې باور دي چې دا په حقیقت کې د یلینک خپل ژوند دی. د نوموړې د ستونزو او کشمکشونو انځورونه ده. ځینې نقادان بیا دا یو مبتذل او بې مانا داستان بولي. لیکوال او نقاد فرانکلین وایي چې د هغه کتاب سره له دې چې د ښځینه وو ستونزې منعکسوي، خو ان د هغو خلکو پام یې هم ځان ته نه دی اړولی چې د ښځینه وو په اړه له مطالعاتو یا فیمنیزم سره اړیکه لري او یا فعالیت پکې کوي.

په امریکا کې بیا له بېلو اړخونو د نوموړې پر اثارو نقد کېږي. یو لامل یې هم دا دی چې هغه د امریکایي سیاستونو او امریکا مخالفه ده. په جګړو، ناندریو او سیاسي معاملاتو کې د امریکا پر کړنو سختې نیوکې کوي او تل یې غندي. همدا اوس یې هم وېبپاڼه له ټولو هغو انځورونو ډکه ده چې په ابوغریب او نورو زندانونو کې د امریکایي ځواکونو له ظلمونو او وحشتونو اخیستل شوي دي. سره له دې ټولو ناندریو تر دې دمه د یلینک اثار د نړۍ اتلو ژبو ته ژباړل شوي دي. په الماني ژبو هېوادونو کې ډېر لوستونکي لري. د نوبل جایزې تر څنګ یې ډېرې نورې جایزې هم ګټلې دي. له دې ډلې د کافکا ادبي جایزه هم یلینک ته ورکړل شوې ده. هانریش بل، ګیورک بوشنر، هانریش هاینه نورې هغه جایزې دي چې الفرید یلینک ګټلې دي. د نوبل بنسټ چې کله الفرید یلینک ته د نوبل جایزه ورکړه، چا دا ګومان نه کاوه چې دومره ناندرۍ به رامنځ ته کړي، خو د نوبل بنسټ له خپلې پرېکړې دفاع وکړه او په خبره یې نوموړې په ادبي مسایلو کې نوې ژبه کارولې ده، کلیشه يي مسایل یې په خورا نوې بڼه وړاندې کړي دي او لوستونکي ته په زړه پورې وي.

سرچينې

[سمول]

https://www.spogmairadio.com/18429/

  1. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6km2c86. Subject named as: Elfriede Jelinek. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: ISFDB. Internet Speculative Fiction Database author ID: 263241. Subject named as: Elfriede Jelinek. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  6. ذکر کېدنه: CONOR.SI. CONOR.SI ID: 11911267.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ "The Fine Art Archive". لاسرسي‌نېټه ۱ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  8. "The Fine Art Archive". لاسرسي‌نېټه ۱ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  9. Retrieved: ۴ فبروري ۲۰۱۹.
  10. ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 120252416. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  11. سرچينې تړی: https://wien.orf.at/stories/3257352/.
  12. سرچينې تړی: https://www.ouest-france.fr/europe/autriche/la-nobel-autrichienne-de-litterature-elfriede-jelinek-distinguee-par-la-france-93b1f36f-2c88-4064-a599-01467256bbe1.
  13. سرچينې تړی: https://www.politik.steiermark.at/cms/beitrag/12933823/2494255/.
  14. سرچينې تړی: https://apa.at/news/elfriede-jelinek-wurde-ehrenbuergerin-der-stadt-wien/.
  15. سرچينې تړی: https://www.nachtkritik.de/index.php?option=com_content&view=article&id=20292:dankesworte-zur-verleihung-des-lebenswerk-nestroys-2021-von-elfriede-jelinek&catid=53&Itemid=60. Retrieved: ۲۶ نومبر ۲۰۲۱.
  16. سرچينې تړی: https://orf.at/stories/3181421/.
  17. سرچينې تړی: https://www.nobelprize.org/nobel_prizes/about/amounts/.
  18. سرچينې تړی: https://www.wien.gv.at/kultur/abteilung/ehrungen/preise/preistraeger.html#lit. Retrieved: ۲۷ جولای ۲۰۱۸.