الديهايد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سریزه الحمدالله رب العلمين o والصلوة والسلام على سيدالمرسلين محمدوعلى اله واصحابه اجمعين o

    دلوی لايزال خدای (ج) شکر اداءکوم چې زمونږ ګران ،جنګ ځپلې هيواد افغانستان يوځل بيادپر مختګ او بيا رغونې په لور روان ګورم .داټولې نړۍ ته څرګنده د ه چې ديوې ټولنې پرمختګ دعلم په پوهې پورې اړه لري ،هغه ټولنې چې دښوونې اوروزنې په لوړو او بشپړوامکاناتو سمبال اوسي،دخپل هيواد ډيرې ستونزې يي دعلمي تکنالوجۍ دپرمختګ له کبله حل کړي اودهغي ټولنې وګړي دهوسا اوبسيا ژوندلرونکي وي ، ددې پرمختګونولپاره بايد په هيوادکې درسي منظم پروګرامونه ،کتابتونونه ،مجلې،لابراتوارونه ،فابريکې ،عملي او نظري درسونه وجود ولري .نولدې کارونو سره سره جوخت زه هم دښوونې اوروزنې پوهنځي دڅلورم کال محصل او دلوړو زده کړو دقوانينوله مخې ماته هم ديوې کوچنۍ رسالې (مونوګراف) دليکنې ضرورت وؤچې دکيميادڅانګی له خوا د دی ليکنی موضوع دالديهايدونو تر عنوان لاندې د محترم استاد الحاج پوهنوال محمد نبي خان (مددي) تر سالمې لارښونې لاندې راکړ ل شوه په نوموړی موضوع کې مې دالديهايدونو اود هغه د فعال ګروپ په جوړښت او اړيکو باندې بحث کړی وروسته له هغه د الديهايدونو فزيکی او کيمياوي خواص او په اخر کې دالديهايدونو تشخيص  او په روز مره ژوند کې دهغه کارونه او صنعتي اهميت باندې هم رڼا اچولې ده.

ترډير زيات حده می کوشش کړی دی چې د نويو او تازه ماخذونو څخه ګته پورته کړم او د مينه والو هم مسلکو لپاره يې د امکان ترحده په زړه پوری او قناعت وړ مضمون وګرځوم . دښوونې او روزنې د پوهنځي دقدرمنو استادانو او په ځانګړی توګه دکيميا دهغو استادانو څخه په پښتنې مينه مننه کوم کومو چې زما په علمي روزنه کې خپله افغاني اوا سلامي وجيبه ښه څرګنده کړی په تيره بيا دخپل قدرمن لارښود استاد محترم پوهنوال محمد نبي خان (مددي) څخه چې ماسره يې نه ستړي کيدونکې مرستی کړي دي دزړه له کومی او په ډيرو ادبي ولولو مننه کوم همدغه شان دورور عتيق محمد حسام څخه هم ډيره مننه کوم چې دمونوګراف په کمپوز کې يي له ماسره ډيره مرسته کړيده.

                                                             په احترام 

وفی الله مموزی کال ۱۳۹۲ ثور



دالديهايدونووظيفوي ګروپ (کاربونيل ګروپ):

دکاربونيل ګروپ ( ) په ځانګړي عضوي مرکبونو کې شتون لري چې دې مرکبونو ته يې ځانګړي خواص ورکړي دي .دکاربن او اکسيجن اتومونه په دې ګروپ کې دوه ګوني اړيکه لري ) اړيکه دکاربن د 2p نه هايبريد شوي اوربيتال او اکسيجن د 2p نه هايبريد شوي اوربيتالونو د څنګ تر څنګ ننوتنې په پای کې منځ ته راځي .په لاندې شکل کې د کاربونيل وظيفه يې ګروپ ځانګړتياوی وړاندې شوي دي .

www.google.com شکل : دکاربونيل په ګروپ کې داړيکو ځانګړ تياوي . ) اړيکې درلو دونکې دي توپير د کاربن – کاربن د دوه ګوني اړيکې سره په دې کې دی چې يوه جوړه غير ارتباطي الکترون د اکسيجن په اتوم کې وجود لري. ) الکترونونه په مساوي ډول شريک نه دي. له دې کبله د اکسيجن اتوم قسماً منفي چارج او د کاربن اتوم قسماً مثبت چارج اختياروي دکاربونيل ګروپ نه يواځې يو فعال ګروپ دی بلکې دنورو فعالو ګروپونو پيچلی شکل هم تشکېلوي زياتره مهم ماليکولونه دبيالوژي له نظره د کاربونيل ګروپ لرونکې دي. دکاربونيل د ګروپ لرونکو بيوشيمي تعاملاتو شمير دومره زيات دی چې کېدای شي چې د بيوشيمي کېميا يوې برخې ته د کاربونيل د ګروپ لرونکې مرکباتو نوم ورکړو. دکاربونيل لرونکو ترکېبونو مثالونه په لاندې ډول دي .


                                                     پراکسی کاربوکسيليک اسيد                            	الديهايد 
                            				  		            
               کيتون                                                                                            کاربوکسيليک
   		                          اميد                                                                       ايستر

X = هلوجن اسيد هلايد انهايدرايد جوړښت او اړيکې : دالديهايد دګروپ په جوړښت کې دکاربن عنصر په منځ کې قرار لري چې د اکسيجن عنصر سره د لري. دکاربونيل دګروپ دوه خلاصې اړيکې په الديهايدونوکې يوه د هايدروجن او بله يې کېدای شي چې دor Alkyl,H) (Aryl عضوي پاتی شوني سره وي.


                          الديهايد                         الديهايد                          الديهايد

په الديهايدونو کې( ) جوړښت د کاربونيل په نوم ياديږي چې دکاربن او اکسيجن ترمنځ په کې دوه ګوني اړيکې وجود لري. که چېرې د کاربونيل ګروپ د يوه يا دوه اتومه هايدروجن سره نښتي وي دالديهايدونو په نوم ياديږي.


www.google.com که دکاربونيل د ګروپ دواړه خواوته دوه عضوي ګروپونه نښتي وي لکه الکايل يا ارايل دغه ډول مرکب د کېتون په نوم ياديږي چې ټول په يوه سطحه کې قرار لري لکه څنګه چې الديهايدونه او کېتونونه مشابه خواص لري خو په الديهايدونو کې يو اتوم هايدروجن دکاربونيل د ګروپ سره وصل دي اوپه کېتونونو کې دوه عضوي ګروپونه دکاربونيل دګروپ سره نښتي دي .


       کېتون                                                 کېتون                                           کېتون
(۶) م ، م م ۸۰۵،۸۰۶

۱ – الديهايدونه په اسانۍ سره اکسيديشن کېږي په داسې حال کې چې کېتونونه په سختۍ سره دا عمل اجرا کوي . ۲- الديها يدونه معمولاً د Addition په تعامل کې پروتون اخلي چې د کېتونو څخه فعال عمل کوي او دا دکاربونيل د ګروپ ځانګړتيا ده چې د اکسيجن اتوم الکترونيګاتيويتي زياته د الديهايدونو نوم ايښودنه : الديهايدونه په دوه سيستمونو نومول کېږې چې په دې ډول دي . ۱ – په معمولی سيستم (common name) نوم ايښودنه . ۲ – د ايوپاک (IUPAC) په سيستم د الديهايدونو نوم ايښودنه . ۱ - معمولي نوم ايښودنه (common name) : په دې سيستم کې دالديهايدونو نومونه دهغوی د اړوند کاربو کسيليک تيزابونو معمولي نوم څخه سرچينه اخلي . په دې ډول چې د کاربوکسيليک اسيد د نوم په اخر کې د (ic Acid) کليمې په الديهايدونو بدلوو . ځکه چې دغه الديهايدونه دمربوطه تيزابونو د هايدر وجنيشن څخه حاصليږي او دهغوۍ سره نږدې اړيکې لري.هغه الديهايدونه چې د کاربنو شمير يې پنځه او يا د پنځو څخه کم وي معمولاً په همدې طريقه نومول کېږي په معمولي نوم ايښودنه کې او نورو تورو په وسيله ښودل کېږي . لکه په لاندې جدول کې کاربوکسيليک تيزابونه او دهغوی اړوند الديهايدو نومونه ښودل شوي دي.

اړوند الديهايدو نوم داړوند الديهايدو فارمول دکاربوکسيليک تيزاب دکاربوکسيليک تيزابو فرمول فارم الديهايد H-CHO Formic acid H-COOH اسيت الديهايد H3C-CHO Acetic acid CH3-COOH پروپيون الديهايد H3C-CHCHO Propionic acid CH3-CH2-COOH


(۴) م ،م ۷۸۰ بايد وويل شي چې د الديهايدو پورتنۍ نوم ايښودنه دالديهايدونو د سرچېنې په اړيکه هم صدق کوي په دې مانا چې فارم الديهايد د فارميک اسيد د سرو ميږيانو (فارميکا) په سرونو کې وجود لري نو ځکه د الديهايدو دغه مرکب دفارم الديهايد په نوم ياديږي. همدارنګه اسيت الديهايد سرچېنه سرکه (اسيتوم) او پروپيون الديهايد سرچېنه شيدي (پروپيون) دی او په دې ډول نورهم نومول کېږي.

او نورو تورو په وسيله نومول کېږي .
ګاما او نور نومول کېږي دمثال په ډول .

د دې مرکب دنومولو لپاره دمعوض لرونکي کاربن يو ناني توری وايو بيا دمعوض نوم او بيا د الديهايدو نوم په پورتنۍ طريقه وايومثال:



هغه الديهايدونه چې د هغې سره د ګروپ د يوې حلقوي سيستم سره وصل وي د carbaldhyde وروستاړي په اضافه کولو سره نومول کېږي لکه :





۲ – الديهايدونو نوم ايښودنه د IUPAC په سيستم کې : دايو پاک په نوم ايښودنه کې د کاربونيل لرونکې ډير اوږد زنځيرپه ګوته او نمبر وهل کېږي داسې چې بايد لومړی نمبر د کاربونيل د ګروپ کاربن کې وليکل شي په الديهايدونو کې دکاربونيل ګروپ هميشه دکاربن زنځير په يوه سرکې وي او نوم ايښودنه يې په دې ډول ده . که الديهايد ونه نارمل وي نو اړوند الکا نو وروستي د (e) توري يې په (al) بدلوو دغه نوم ايښودنه د اړوند الکان سره په اړيکه کې ترسره کېږي دمثال په ډول.





www.wikipedia.com

په هغه صورت کې چې الديهايدي مرکب يو طبعي محصول او يا کاربوکسيليک اسيد وي نو د (oxo) مختاړی دهغه کاربن د ښودلو لپاره چې د الديهايد د ګروپ عامل دي په کار وړل کېږي لکه .


که چېرې کوم الديهايد د کاربونيل د ګروپ د اکسيجن د دوه اړيکې پرته کومه بله دوه ګوني اړيکه ولري د الکېنل(Alkenal) په وزن نومول کېږي لکه .

(۴) م ،م ۷۸۲

دالديهايدونو استحصال : د اوزون په وسيله د الکېنونو اکسد يشن: الديهايدونه د کاربن – کاربن د دوه ګوني اړيکې د خلاصيدو په وسيله د اوزون په موجوديت کې لاس ته راځي په دي طريقه کې د اوزون او الکېن د تعامل څخه ازونيد مرکب په لاس راځي چې د ازونيد ها يدروليز په نتيجه کې د جست په موجوديت کې د کاروبونيل دوه مرکبونه په لاس راځي چې په لاندې ډول دي .







دالکاينونو هايدريشن (Hydration of alkyne) الکاينونه د اوبو سره د H2SO4 او دسيمابو د ايون په موجوديت کې بي ثباته وينايل الکول جوړوي او په ډير سرعت سره Rearrangement کېږي او باثباته الديهايد ونه جوړوي.



د(Acyl halide) ريدکشن: داسايل هلايد د ارجاع په وسيله کولي شو هغه په الکول او الديهايد تبديل کړو.




دسيانايدو ريدکشن : نوموړي تعامل د LiAlH4 کتلست په موجوديت کې صورت نيسي که چېرې دريدکشن عمليه په دقيق ډول کنترول شي په لمړي حالت کې ايمني مالګه تشکېليږي او وروسته د هايدروليز په وسيله الديهايد په لاس راځي.



      Butanenitrile
                                                                                                                               Butanal

د Reimer Tiemann تعامل:


2-hydroxybenzaldehyde د الکولو اکسيديشن: الديهايدونه د اولي الکولو د اکسيدشن څخه په تيزابي محيط کې د اکسيدانت کوونکو په موجوديت کې لکه K2Cr2O7 او KMnO4 کې حاصليږي په دي تعامل کې اکسيدي کوونکې عامل K2Cr2O7 دي


دالکولو دي هايدروجينشين

وي پرمخ تير کړي الکول اکسيديشن کېږي او په نتيجه کې  يو ماليکول هايدروجن ازاديږي او مربوطه الديهايدونه حاصليږي چې کېمياوي معادله يې په لاندې ډول دي .




Gem- di halides هايدروليز: Gem- di halides عبارت دهغه مرکباتو څخه دي چې دهلوجن دوه اتومه دمنځني کاربن سره نښتی وي.



دبنزايل کلورايد څخه د سرب نايتريت سره :

دبنزين دمشتقاتو له نيغ په نيغ تعامل څخه دکاربن مونو اکسايد او HCl سره په لاندې شرايطو کې اړوند اروماتيک الديهايدونه لاسته راځي .


(۲) م ،م م ۱۷۸،۱۸۷،۱۹۰

دالديهايدونو فزيکې خواص : الديهايدونه مختلف خواص لري چې دا خواص د الديهايدونو د کاربونيل د ګروپ پوري اړه لري دالديهايدونو قطبي ماليکولونه د غير قطبي مرکبونو څخه چې د هغو ماليکولي کتله يوله بله سره نژدي وي د الکولونو په استثنا د ايشيدو لوړ ټکې لري لکه :

فارم الديهايد د کوټي په تودوخه (25) سانتي ګريد کې د ګاز حالت او هغه الديهايدونه چې د کاربن (11-2) اتومه لري د مايع او د 11 کاربنو څخه لوړ د جامد حالت لري . کوچني الديهايدونه د اوبو له ماليکولونو سره هايدروجني اړيکه جوړوي نو په اوبو کې د حل کېدو ښه وړتيا لري د مولي کتلي په زياتوالي د ماليکولونو قطبيت ټيټيږي هايدروکاربني ګروپ اغيزي ډيريږي له همدې کبله په اوبو کې د هغوئ حل کېدل لږيږي . فارم الديهايد او نور الديهايدونه د ايزولوګو الکولونو د فرمولونو څخه دوه اتومه هايدروجن کم لري نوله دې امله د الديهايدونو نوم له هايدروجن پرته الکولونه (Alcoho dehydrogenation =Aldehyde) څخه اخيستل شوي دي.

                                                                    الـديـهـايـــد                                                    الــکـول 




په الديهايدونو او کيتونونو کې هايدروجني اړيکه په لاندې شکل کې ښودل شوی ده.

www.wikipedia.com هغه الديهايدونه چې د ټيټې مولي کتلي لرونکي دي تيز او تند بوی لري او د مولي کتلي په زياتوالي يې بوی ښه او په زړه پورې کېږي اروماتيکي الديهايدونه په زړه پورې او عطري بوی لري نو د ښه بوی ورکولو او د غذا د خوند درلودلو لپاره کارول کېږي په لاندې جدول کې دالديهايدونو ځني ځانګړتياوې ليکل شوي دي .

د هغه ځايه چې د کاربونيل په ګروپ کې د اکسيجن اتو م د الديهايدونو ماليکولونو ته دا وړتيا ورکوي چې د اوبو د ماليکولونو سره هايدروجني اړيکې جوړي کړي په نتيجه کې کوچني کتلي لرونکې الديهايدونه په اوبوکې په زياته اندازه حل کېږي د مثال په ډول اسيت الديهايد په هرنسبت په اوبو کې حليږي. په عمومي ډول هغه الديهايدونه چې ترپنځو پورې د کاربن اتومونه ولري په اوبو کې حليږي ټول الديهايدونه په عضوي محللونو کې حليږي د کوچنی کتلې الديهايدونه تيز بوی لري خو اروماتيکي الديهايدونه چې د طبيعي منابعو څخه لاسته راغلي ډير په زړه پورې او عطري بوی لري. دمثال په ډول:



 پيپيرونال	       سينام الديهايد       ساليسيل الديهايد        وانيلين        بنزالديهايد
په اوبوکې د فارمالين  په  نوم ياديږي  فا رم الديهايد په جامد حالت کې  پارا فارم الديهايد او په حلقوي  شکل د اکسان  په نوم ياديږي.

ترای اکسان پارا فارم الديهايد


          ترای اکسان


(۳) م، م م۲۹۰،۳۲۵،۳۲۶

دالديهايدونو کېمياوي خواص: دالديهايدونو فعاليت د کاربونيل ګروپ په وسيله په دوه طريقو کنترول کېږي . دنکليوفيل (Nucleophile) فعال ګروپ لپاره وړاندوينه او د هغه لپاره زمينه مساعدوي. د الفا کاربن سره وصل شوي هايدروجن اتومونو د تيزابي خاصيت زياتوالی. پورتني دوه عوامل په کلي ‌ډول اکسيجن د منفي چارج د اخيستلو کافي وړتيا لري مخکې له دې څخه چې د الديهايدونو فعاليت وليکو غوره ده چې په لنډ ډول د نيکلوفيل داضافه کولو لپاره زمينه او د هغه څخه وروسته څه ډول تيزابي خاصيت زياتيږي بحث وکړو.

متحرک  الکترونو ته د اکسيجن  خواته کش کېږي د کاربونيل  په ګروپ کې د کاربن په  اتوم باندې د الکتروني کموالي  رامنځته کېږي  د هغه ځايه  چې دکاربونيل په ګروپ کې د کاربن  په اتوم د الکتروني کموالی  (اسيدي ) دی د کاربونيل  ګروپ  د نکلوفيل عامل د حملي  په مقابل کې چې قلوي دی اماده کوي.

همدارنکه چې طمع کېږي د کاربونيل ګروپ منځنی حالت ته په کتني سره ښه ډول د نکلوفيل لپاره زمينه برابره کړي عمل کوونکې (تراي هيدارل) دي. په لاسته راغلو حاصلاتو کې موجود وي مونږ کېداي شي داسې ووايو چې په دې تعامل کې لوی زيات مقاومت ښي نسبت کوچنيو ګروپونو ته په دې حالت کې د لاندې شکل سره اکسيجن الکترون اخلي او په محصول کې منفي چارچ له ځان سره لري .

په معولي ډول الديهايدونه نسبت کېتونونو ته په اسانی سره نکليوفيلي تعاملات سرته رسوي دغه توپير د بين البيني حالتونو د جوړيدو پورې اړه لري او ليدل کېږي چې علت يې الکترونيکي او فضايي عواملو تاثير دي . کېتون د Alkyl يا Aryl دوهم ګروپ لري په داسې حال کې چې الديهايدونه يواځې د هايدروجن اتوم لري دکېتون د Alkyl يا Aryl دويم ګروپ د هايدروجن الديهايد په مقابل کې په بين البني حالت کې زيات مقاومت لري د الکايل ګروپ الکترونونه ازادوي او بين البيني حالت کموي مونږ ممکن ددې انتظار ولرو چې د Aryl ګروپ د الکتروفيلي خاصيت په لرلو سره د بين البيني حالت د ثبات باعث وګرځي او د تعامل سرعت زيات شي خو دلته بايد دا په نظرکې ونيسو چې دغه عامل د ريزوناس حالت په غوره کولو سره د تعامل د سرعت کموالي سبب کېږي .


که چېرې په تيزابي محيط کې وجود ولري د هايدروجن ايون د کاربونيل ګروپ په اکسيجن باندې نخلي دغه عمل د پورتو کېدو او د فعالولو انرژي (Eact) دکميدو باعث ګرځي د نکلوفيل الکترونونه بغير ددې نه چې د منفي چارچ په اخيستلو مجبورشي ځان خواته راکشوي پردې اساس د نکلوفيل زياتوالی په الديهايدونو کې د تيزابي کتلستونو په موجوديت کې اجراشي (بعضي دليوس تيزابو په وسيله ) .

(۲) م، م ۱۸۹

دمثبت چارچ لږوالی د نکليوفيلي تعاملا تو دلږوالي سبب کيږي .


دنکليو فيلی تعاملاتو سرعت کميږي

نکليو فيلي تعاملاتو چټکتيا په الديهايدونو کې دکيتونو په نسبت زيات دی په ورستي مرکب کې چټکتيا لږه ده ځکه چې منفي چارچ ديلوکاليزيشن کيږي . که اليفاتيکي الديهايدونه له اروماتيکي الديهايدونوسره پرتله شي په اليفاتيکي الديهايدنو کې دنکليو فيلي تعاملاتو چټکتيا داروماتيکي الديهايدونو په نسبت دلاندې دوه دليلونوله مخې زيات دي .

۱ – اروماتيکي پاتی شوني ښه الکترون دوناتوره معوضه ده او مثبت چارچ دکاربونيل دګروپ په کاربن باندې کموي په سرحدي فرمولونو کې ليدل کېږي.


۲ – څرنګه چې اروماتيکي معوض حجم زيات دی دفضايي بنديز په وسيله هم دنکليوفيلي تعاملاتو دلږوالي سبب کېږي که چيری الکترون دوناتوره معوضه د اورتو او پارا په ځايونو کې ځای پر ځای شوي وي دنکليوفيلي تعاملاتو دلږوالي او د الکتروفيلي تعاملاتود زياتوالي سبب کېږي.


او که الکترون اکسپتوره معوضه د اورتو او پارا په ځايونو ونښلي د نکليوفيلي تعاملاتو د زياتوالي او دالکتروفيلي تعاملاتو د لږوالي سبب کېږي.

(۴) م م ،۲۱۴،۲۱۳ ۱ – اکسيديشن (Oxidation) )2، په وسيله په کاربوکسيليک تيزابو باندې اکسيديشن کېږي بغير له دې چې ميخانيکيت ته پام وکړو بايد ويل شي چې هايدروجن د اکسيديشن په حالت کې د اتوم يا پروتون په شکل خارجيږي په هغه صورت کې چې په کېتونو کې د Alkyl يا Aryl د ګروپ حذف کېدل امکان نه لري او سخت شرايط په برکې نيسي. د تولنز طريقه :


څرنګه چې په پورتني تعامل کې ليدل کېږي پراکسي کاربوکسيليک اسيد د H2O2 په ډول کولای شي الديهايدونه په کاربوکسيليک اسيد باندې تبديل کړي. پراکسي کاربوکسليک اسيد کولاي شي چې الديهايد د ماليکول سره تعامل وکړي او دکاربوکسيليک دوه ماليکول جوړ کړي. دتعامل ميخانيکېت: داکسيديشن لمړۍ مرحله د پراکسي کاربوکسيليک اسيد د توليد لپاره دازاد زنځيري راډيکل فعاليت دی چې د تعامل ميخانکيت يې په لاندې توګه اجراکېږي. د پيل مرحله:



دتعامل د اوږديدو مرحله : دوهمه مرحله : دالديهايدونو اکسيديشن د پراکسي کاربوکسيليک اسيد په وسيله تشکيل شوي دي دغه طريقې ته د بايرويلي ګر Baeyer-Villiger اکسيديشن وايي.






لکه څرنګه چې مخکې وويل شو کېتونونه نسبت الديهايدونو ته په سختۍ سره اکسيديشن کېږي او د هغوی د اکسيديشن لپاره بايد ځانګړي شرايط اماده شي دباير ويلي ګرپه اکسيديشن کې داسې هم راغلي دي چې د يوکېتون د اکسديشن څخه د کاربواکسيليک اسيد پرځای ايستر په لاس راځي.




۲ – دالديهايدونو ريدکشن(Reduction of Aldehyde): a- دالديهايدونو ريدکشن يا ارجاع کېدل په الکولو باندې د فلزاتو د هايدرايدونو په وسيله : الديهايدونه په اساني سره ارجاع کېږي اولي الکول جوړوي مهم فلزي هايدرايدونه چې په لابرارتوار کې دالديهايدونو دارجاع لپاره ورڅخه ورڅخه ګټه خيستل کېږي عبارت دي له. ليتم المونيم هايدرايد(LiAlH4) او سوديم بورهايدرايد (NaBH4) ليتم المونيم هايدرايد دارجاع په لاس راوړو.

دليتم المونيم هايدرونوتعامل د الديهايدونو سره په عمومي ډول دايترپه محلول کې ترسره کېږي دغه کې صورت نيسي. دتعامل په پاي کې د ليتم او المونيم د مالکو مخلوط د هايدروليز په وسيله د الکولو څخه جلاکوي دکاربونيل د ګروپ تعامل د (LiAH4) سره لازم دي چې پوه شو په دغه مرحله يا پړاو کې نکليو فيلي د هايداريد ايون دي چې د جوړه الکترون (:H) په لرلو سره د فلزڅخه د کاربونيل دګروپ په کاربن باندې حمله کوي او د لاندې تعاملاتو مطابق د الکولومحصول ته رسيږو.






LiAlH4 کولای شي د الديهايدونو د مرکباتو سره سره نور مرکبات چې د اکسيجن د ګروپ عامل وي ارجاع کړي د مثال په ډول کېتونونه،عضوي تيزابونه،ايسترونه اونور.... . B- دالديهايدونو ريدکشن په الکولوباندې دهايدروجن په وسيله: الديهايدونه کولای شي چې د هايدروجن دګاز په وسيله دفلزي کتلست په موجوديت کې په اړوند الکولو باندې تبديل کړو دالديهايدونو ارجاع به دې کړنلارې سره دفلزي هايدرايد دارجاع څخه مناسب ده ځکه چې ددې کار سرته رسول ډير اسان دي او دتعامل حاصلات ډير ښه دي هغه فلزات چې دکتلست په ډول ورڅخه ګټه اخيستل کېږي زياتره Ni,Pb او Pt عناصر دي چې کولای شي C=C ، NO2 ، –C=N، سره هم تعامل وکړي.


c- د (Calemenson) ارجاع : هغه طريقه چې وکولاي شي مستقيماً الديهايد په هايدرو کاربن باندې ارجاع کړي يعنی د کاربونيل ګروپ په ميتايل باندې تبديل کړي د (Celemenson) د ارجاع په نوم ياديږي چې په دې کړنلاره کې الديهايدونو ته د ملغمه جست Zn(Hg) او HCl سره تودوخه ورکوي .


d- دامونيا په وسيله ارجاع (دکاربن امين کېدل): زيات شمير الديهايدونه د امونيا په وسيله ارجاع کېږي او Imine (R-CH=NH مرکب توليد کړي چې اخرني ماده د کتلستي هايدروجن يا سوديم سيانو هايدرايدو بورات ( (NaBH3CN په وسيله په امين تبديليږي.





۳ – دامونيا دمشتقاتو سره تعامل: دامونيا دمشتقاتو معين مرکبونه کولای شي دالديهايدو دکاربونيل ګروپ سره تعامل وکړي اومهم محصولات توليد کړي دغه محصولات چې د کاربن او نايتروجن ترمنځ دوه ګوني اړيکې لري د يوماليکول اوبو دجلا کولو دتعامل په نتيجه کې لاس ته راځي هغه مرکبات چې دمحصول په توګه دالديهايدونو سره د امونيا دمشتق دعنوان په توګه داخليږي عبارت دي له هايدرواکسيل امين هايدروکسيل امين (NH2-OH) ، هايدرازين (NH2-NH2) ، فينايل هايدرازين

(PhNH-NH2) او سيمي کاربازيد (NH2-CO-NH-NH2) .


                                   اسيدالداکسيم	                    هايدروکسيل امين     اسيت الديهايد         





دامونيا يې مشتقاتو د تعامل ميخانيکيت د کاربونيل ګروپ سره په پنځو مرحلوکې صورت نيسي.







په لمړۍ مرحله کې نکليوفيل دکاربونيل په ګروپ باندې علاوه کېږي وروسته په (سرعت) سره پروتون انتقاليږي اوناپايدار محصول يعني هيمي امينال (کاربينول امين) جوړوي وروسته اوبه د تعامل څخه خارجيږي د هيمي امينال څخه ايمين مرکب ،هايدرازين اونور حاصليږي. ۴ – دهايدروجن سيانايدوعلاوه کېدل : د (HCN) تعامل دکاربونيل ګروپ سره علاوه ددې څخه چې پايداره محصول چې دسيانو هايدرين په نوم ياديږي توليدوي دتعامل لوري ښي طرف ته وړي.


     هايدروکسي فينايل ايتيک اسيد	        	 بينزالديهايدسيانوهايدرين	  		بنزالديهايد


hydroxyacetonitrile

(۲) م ،م م ۱۸۹،۱۹۵

ميخانيکېت : دپورتني تعامل ميخانيکت د Nucleophilic په اساس دی په لمړۍ مرحله کې د CN­ قوي ايون دکاربونيل په ګروپ باندې حمله کوي وروسته په عين وخت کې اکسيجن دهايدروجن ايون اخلي او سيانو هايدرين محصول جوړ وي .


۵- دګرينارد معرف سره تعامل: الديهايدونه دګرينارد معرف سره تعامل کوي منځنی مرکب جوړوي چې وروسته په تيزابي محيط کې هايدروليز کېږي اولي او دوهمي الکول ورڅخه حاصليږي.







۶- دالکولو سره تعامل : الکولونه دالديهايدونو سره په غليظ تيزابي محيط کې تعامل کوي يو بې ثباته مرکب د هيمي اسيتال په نوم جوړوي دغه مرکب په الکولي او تيزابي محيط کې په باثباته مرکب Gem-diether يا acetal تبديليږي دغه مرکبات دالقليو په مقابل کې په کامل ډول باثباته دي خو درقيقو تيزابونو او القليو په وسيله په الديهايدونو تبديليږي .اسيتالونه دخاوري په شان بوی لري او صنعت کې د عطرونو په جوړولو کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي.





د Hemiacetal دتشکېل لپاره کولاي شو دالکولو او الديهايدو تعامل هر يو په دوه محيطو نو تيزابي او قلوي کې سرته ورسوو.


a- په تیزابي محیط



- b -) په قلوی محیط






۷ – دکنيزروتعامل (Cannizaro Reaction): هغه الديهايدونه چې دالفا (α) هايدروجن نلري لکه فارم الديهايد(H-CO-H) بنزالديهايد (C6H5-CO-H) اونور کولاي شي دقلوي په موجوديت کې دمثال په ډول : سوديم هايدرواکسايد(NaOH 50%) دکوټی په تودوخه کې داکسيديشن او ريدکشن تعامل په داسې ډول صورت نيسي چې دالکولو او کاربوکسيليک اسيد دمالګو مخلوط جوړووي دغه ډول تعامل ته کنيزاروتعامل وايې. په دغه تعامل کې دالديهايدونو يوه برخه په تيزابونو اکسديشن کېږي او بله برخه يې په الکولو ارجاع کېږي چې دغه تعامل په اروماتيک الديهايدونو کې ډير مهم دی .


دکنيزارو تعامل ميخانيکت په دوه مرحلو کې صورت نيسي. الف) دکاربونيل په ګروپ باندې دهايدرواکسايد نکليوفيل علاوه کېدل او دمنځني حالت جوړيدل . ب) الديهايد په دوهم ماليکول باندې دهايدرايد ايون اضافه کېدل (داکسيجن موجوديت دمنفي چارج په لرولو سره دهايدرايد دايون په جدا کولو کې کومک کوي.







۸- دالديهايدونوسره داوبو تعامل : زياتره وخت داوبو يوځاي کېدل دالديهايدونو سره سرته رسيږي مګرد الديهايدونو هايدريتونه په عمومي ډول ثابت نه دي او د جلا کېدو قابليت نه لري د بعضي هايدرويتونو مشتقات معلوم او داستفادي وړ دي لکه کلورال الديهايد چې اوبوسره کلورال هايدريت مرکب جوړوي.



(۶) م، م م ۸۱۰،۸۰۹ ۹- د الديهايدونوتعامل د NaHSO3 سره: دالديهايدونوسره د NaHSO3 معامله کولو په نتيجه کې کرستلي غيرمنحل رسوبونه جوړيږي چې کولاي شي داوبو لرونکو تيزابونو او يا القليوپه واسطه په الديهايدونو باندې تجزيه شي ددې عملي په وسيله الديهايدونه د نورومرکباتو څخه جلا او پاک کړو.



۱۰ – دهلوجنونو سره دالديهايدو تعويضي تعامل : په الديهايدونو کې دالفا کاربن هايدروجن په قلوي محيط کې په ډيره اسانۍ سره دکاربن څخه جلا کېږي او د قلوي سره تعامل کوي چې په نتيجه کې الديهايدونه په کاربن ايون اوړي د منفي ايون د تعامل په نتيجه کې دهلوجنوسره دالديهايدونو هلوجن لرونکې مرکب حاصليږي.



دغه تعامل ادامه پيداکوي تردي چې دالفا هايدروجنونه ټول په هلوجن تعويضي شي.

کله چې دالفا کاربن ترمنځ اړيکه ضعيفه کېږي او د يوبل څخه جلا کېږي ځکه الکترونونه داکسيجن او هلوجن خواته جذبيږي او دواړه کاربونو نه مثبت چارج اختياروي په نتيجه کې يوبل دفعه کوي چې دا عمل دهغوي داړيکې دضعيفوالي باعث ګرځي.



دهايدروکسيل ايون دغه ضعيفه اړيکه په چټکتيا سره له منځه وړي :




Chloral چې په صنعت کې دايتانول څخه جوړيږيد (DDT) په جوړولوکې چې يوه حشره وژونکې ماده ده ګټه اخيستل کېږي د Chloral د Chorobenzene سره تعامل کوي د (DDT) مرکب ورڅخه لاس ته راځي .




۱۱ – الدولي تراکم (Aldol condensation) دالديهايدونو د دوه ماليکولونو د تعامل په اثر چې کم تر کمه يو دهغوی څخه الفا هايدروجن ولري او په ) هايدروکسي الديهايد توليدکړي دالدولي تراکم په نوم ياديږي .




                                                                                     2-[hydroxy(phenyl)methyl]cyclohexanone





دالدولي جمعي تعامل ميخانکېت او دهغوی تبديليدل په الفا،بيتا غير مشبوع الديها يد باندې کولی شو په لاندې ډول وليکو.








په هغه صور ت کې چې الدولي تراکم دالديهايد او کېتون ترمنځ صورت ونيسي او دالديهايد مقدار زيات وي لاس ته راغلی محصول به په لاندې ډول وي.



هغه الديهايدو نه چې دالفاهايدروجن نه لري په هغوی کې الدولی تراکم صورت نه نيسي لکه :

(۱) م ،م م ۱۳۰،۱۳۲،۱۳۳

۱۲ – هر کله چې Ba(OH)2 يا Cu(OH)2 دکتلست په حيث استعمال شي فارم الديهايد يومرکب چې دقندپه نوم ياديږي جوړ وي.

۱۳ – فارم الديهايد د فينول سره د قلوي په موجوديت کې تعامل کوي لاندې مرکبات ورڅخه لاس ته راځي.

که دغه لاس ته راغلي مادې ته فشار او حرارت ورکړل شي په يوه قوي پلاستيک چې Bakelite په نوم ياديږي تبديليږي.




(۶) م،م م ۸۱۰،۸۱۸ دالديهايدونو تشخيص : الديهايدونه د نورو فعالو ګروپونو په ډول په دوه ميتودونو سره کېمياوي او سپکتر وسکوپي په وسيله تشخيص کېږي . الف) داکسيديشن د عملې په وسيله په اسانۍ سره کولای شو چې دالديهايدو او کېتونو ترمنځ توپير وکړو الديهايدونه په ډير اسانۍ سره اکسيدايز کېږي او په تيزابو تبديليږي .

په داسې حال کې چې په کېتونو کې دکاربونيل ګروپ هايدروجن نه لري او په اسانۍ سره نه اکسيدايز کېږي او د ډيرو سختو شرايطو لاندې اکسيدايز کېږې.

درابطو څخه يوه ماتيږي:

ډ ير کمزوری اکسيدايز کوونکې لکه د نقری ايون Ag+ اومسو Cu+  ايون په قلوی محيط کې الديهادونه اکسيدي کوي خو په کيتونو کې تغير نه شي راوړی.

همدارنګه د پورته ايونو دتعامل څخه دالديهايدونو سره هغه مواد حاصليږي چې ژر رسوب کوي مثلا Toloentest د سپينوزرو د نايتريتو او دامونيا د اوبلن محلو ل د مخلوطې بڼه دتولين ښودونکي پنوم يادوي دا محلول د په بڼه ښکاره کېږي او له هغه څخه دالديهايدونو په اکسيديشن کې ګټه اخيستل کېږي پدې محلول کې دسپنوزرو داکسيديشن نمبر له +1 څخه په فلزي سپين زر ارجاع کېږي او الديهايدونه دکاربوکسيليټونو ايونونو په بڼه اکسيدي کېږي.


دتولين ښودونکې دځينو الديهايدونو سره د تودوخې په شتون کې تعامل کوي دتعامل محصول يې سپين زر دي چې دښيښې د پاسه رسوب او د ښيښې د جيوي کېدو لامل ګرځي . (۴) م ،م م ۲۱۲،۲۱۱

ب) Schift Reagent د Rosaniline HCl سور محلول دی چې په اوبو کې حليږي خو کله چې سلفرډای اکسايد غاز ورباندې علاوه شي بی رنګه کېږي دالديهايدونو محلول چې کله Schift Reagent سره علاوه شي Schift Reagent خپل سور رنګ بيرته اخلي.

ج) Borshe Reagen تعامل په وسيله : الديهايد 2,4-dinitrophenyle hydrazine دمحلول سره تعامل کوی او نارنجی یا سور رسوب جوړوی.

د) دفهلنګ ازمايښت:

ايونواو دپوتاشيم يا سوديم تارتاريت له مالګی( Na2C4H4O6 ) څخه جوړ شوی دی او دکامپلکس په  رنګ خيره اوبو له رنګ څخه په  سور رنګ  تور ته  ورته د مس په يو ولانسه اکسايد Cu2O بدلون مومي پدی صورت کې الديهايد په همدې وخت کې په کاربوکسيليټ ايون (  ) بدلون مومي :

اروماتيک الديهايدونه يوازی تولين ښودونکې په وسيله اکسيدي کېږي خو دفهلنګ ښودونکي په وسيله نه اکسيدي کېږي . دالديهايدونو کارونه او صنعتي اهميت: په کېمياوي صنعت کې الديهايدونه دمحلل په حيث کارول کېږي او همدارنګه د نورو توليداتو د ترکېب ابی رنګه محلول يی د فارملين په نوم په بازار کې خرڅيږي لکه څنګه چې فارملين محلول بيولوژيکي انواع دخوسا کېدو څخه ساتي هر کال د څلوربيلونه کېلو ګرامه څخه زيات فارم الديهايد ددې لپاره توليديږي چې ترڅو د بکلايټ (Bakelite) فينول،دکنډ توليد،سريښ او نور و پوليميرونو په توليداتو کې وکارول شي هغه الديهايدونه چې په دويمه درجه کې ور څخه زياته ګټه اخيستل کېږي Butyraldehyde په نوم ياديږی چې د توليد اندازه يی 2500000 tons په هرکال کې ده د دغه مرکب څخه 2-ethyl hexanol په توليد کې داوليه مادې په حيث ګټه اخيستل کېږي . نور ډير الديهايدونه د غذايي موادو او نورو توليداتو کې دخوند ورکوونکې مادی په حيث کارول کېږي دبيلګې په ډول بنز الديهايد د بادامو په شيره (عصاره ) کې په ابتدايي ډول کارول کېږي او همدارنګه دالديهايدونو څخه د عطرونو په توليد کې ګټه اخيستل کېږي ځينې په طبيعت کې پيداکېږي چې دمشخص بوی دلرولو له کبله پيژندل کېږي او په لاندې ډول دي :



     (بوی دال چيني)                (ترخوباداموبوی)                                       (لیمویی بوی)

(۶) م، م ۸۱۰




نتيجه ګيري : الديهايدونه د هايدروکاربنونود جملې څخه يو ډول مرکبونه دي چې په طبعي ډول سره په طبيعت کې په نباتاتو کې فوتو سنتيز کېږي لکه بنز الديهايد او سينام الديهايد همدارنګه کولی شو چې هغه په لابراتوار او صنعت کې دکېمياوي طريقو په وسيله لاسته راوړو چې زمونږ په بدن کې بيالوژيکي اهميت او ګټه لري برسيره پردی په صنعت کې د سامان الاتو په جوړولو کې هم زيات اهميت لري . دالديهايدونوسره دبعضی نورو مرکباتو ديوځای کولو په پايله کې کولی شو چې نوي او ګټور مواد چې په ورځني ژوند کې پکار راځي لاس رسی پيدا کړو اوهمدا رنګه کولی شو چې يومرکب په مختلفو لارو لاسته راوړو چې ځنې په لابراتواري طريقو او ځينی په صنعتي طريقو چې هريو په خپل ځای او وخت کې ارزښت لري. په پای کې غوښتنه لرم چې هر مرکب او دهغه مشتقات زموږ په ژوندانه کې مهم رول لري او نشو کولی بغير د هغوئ څخه په اوسني وخت کې پرمختګ ته لار پيداکړو نو پکار دي چې د پرمختګ لپاره دمرکباتو پيژندلو او استحصال لپاره لازم تدابير وړاندې کړو او انشأ الله وکولای شو چې دمملکت هر اړخيزې اړتيا وی پوره او لازمه کړنه وکړو .


ومن الله توفيق   اخځلیکونه حکيمي محمد غوث(۱۳۸۷)ل.ل عضوي کيميا انتشارات سعيد(۱۲۳،۱۲۴،۱۲۷،۱۲۸،۱۲۹،۱۳۰،۱۳۲،۱۳۱)م م عمری، محمد افضل، (1383) کیمیای عضوی بخش الیفاتیک و اروماتیک، انتشارات نعمانی(۱۷۸،،۱۸۷،۱۹۰,۱۸۹،۱۹۵)م م فروغی فر، ناصر (1380) اصول شیمی آلی 2 ، چاپ دانشگاه اراک (۲۹۰،۳۲۵،۳۲۶،۳۲۸،۳۲۹)،م م نهالګر شیرمحمد ۱۳۸۵ عمومی عضوی کیمیا مومند خپرندویه ټولنه (۲۱۳،۲۱۴،۲۱۱،۲۱۲) Smith, Janice G(2006) Organic Chemistry 1st edition, United States(787,780,782,789,792)pages سایت Wikipedia L.G.Wade,Jr(2006) Organic chemistry Whitman college New Jersy(805,806,807.808,809,810,818,832)page