خبرې اترې:الديهايد

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تقريظ (سپارښت ليک)

 دا واضحه خبره ده  چې د لوړو زده کړو وزارت د قانون  سره سم  هرمحصل چې د لسانس دوره  پای ته رسوي  په  اخري  سميستر کې د يو ې  علمي موضوع (سيمينار) په ليکلو او دفاع کولو مکلف دی .
 په  همدې اساس د ( اليفاتيکي او اروماتيکي الديهايدونه) ترسليک  لاندې  هغه  موضوع  چې  محترم   وفی الله مموزي  ته د سيمينا ر په  شکل د ليکلو لپاره ورکړل  شوی نومړي خپل سيمينار په ښه توګه تهيه او تر تيب  کړی دی،موضوعات يې  په  منظم او سيستماتيک ډول ليکلي دي،دسيمينار په تهيه کولو کې يې له داخلي او خارجي  منابعو او همدارنګه د انټرنيټ له معتبرو سايټونو  څخه استفاده کړی ده.
 بنا پردې د نومړي کار او زيار ايستنه تايد او ليکل شوې موضوع چې د (اليفاتيکي او اروماتيکي الديهايدونه) ترسرليک  لاندې ده د سيمينار په شکل تايدوم  او په اينده کې ورته د نورو علمي برياوو هيله کوم.

په درنښت الحاج پوهنوال محمد نبي خان مددي




د پيل خبرې O والصلوة والسلام على سيدالمرسلين محمدوعلى اله واصحابه اجمعين o الحمدالله رب العلمين

 لکه څرنګه چې  د لوړو زده کړو  وزارت  د لايحې په  اساس په  هر محصل لسانس د درجې د  حقوقو او امتيازاتود تر لاسه کولو او د لسانس د ديپلوم د ترلاسه کولو په منظور د څلورکلنې تحصيلي دورې  په پای کې د يوسيمينار ترتيب او ارايه کول ضروري دي کوم چې د مربوطه ډيپارتمنټ له خوا ورته د  لارښوود استاد  تر څارنې  لاندې دنده  سپارل کيږي  تر سو د هغې موضوع په هکله علمي معلومات د معتبرو ما خذونو څخه راټول کړي په همدې موخه ماته هم د کيميا ډيپارتمنټ له خوا د (اليفاتيکي او اروماتيکي الديهايدونه)  تر سرليک  لاندې علمي موضوع د محترم استاد الحاج  پوهنوال  محمد نبي خان  مددي  ترڅارنې او  لارښوونې لاندې را  وسپارل شوه ما هم د  لارښود استاد د لارښونې  سره  سم د دې سيمينار مطالب د معتبرو داخلي او خارجي منابعو څخه راټول او د  لارښود استاد له کتنې او اصلاح څخه  وروسته  مې کمپوز کړي څرنګه چې دا لومړی ځل دی  چې داسې  علمي  رساله  ليکم که کومه اشتباه  يا غلطي په کې موجوده  وي نو ګران لوستونکي کولی شي چې خپل اصلاحي پيشنهاد کيميا څانګې ته واستوئ.
 په پای کې د کيميا دڅانګې ټولو استادانو او خصوصاً خپل  لارښود  استاد پوهنوال محمد نبي خان  مددي څخه ډيره مننه کوم چې د دې رسالې په ترتيب او ليکولو کې د ماسره هراړخيزې مرستې کړي دي ډيرمنندوی  يم  او لوی څښتن تعالی دربار ته  لاسونه لپه کوم او دا دعا په ژبه را څرخوم  چې خدايه  ته يې د ژوند غوټي مه مړاوی کوي،راتلونکې ژوند يې خوشحاله لری  ښاد  او بريالی دې  وي.

په درنښت وفی الله مموزی د کيميا د څانګې څلورم ټولګي محصل