اقلیمي امنیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اقلیمي امنیت هغو امنیتي خطرونو ته ویل کېږي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اقلیم په نښو کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي. دا مفهوم پر دې مفکوره متمرکز دی چې په اقلیم پورې اړوند بدلونونه په ټولنه کې هغه شته خطرونه ډېروي چې د انسانانو، اېکوسیستمونو، اقتصاد، زېربناوو او ټولنو امنیت ګواښي. په اقلیم پورې اړوند امنیتي خطرونه په نړۍ کې د سولې او امنیت د مدیریت د ډول لپاره پراخې پایلې لري. که سم مدیریت ونه‌شي، د اقلیم له بدلون سره تطابق او د اغېزو کمولو لپاره اقلیمي اقدامات هم ښايي پر انساني امنیت منفي اغېزې ولري.[۱]

اقلیمي بدلون دا ظرفیت لري چې شته کړکېچونه ډېر کړي یا نوي کړکېچونه رامنځته کړي – په دې توګه د یوه ګواښ ډېروونکي په توګه عمل کوي. دا د تاوتریخجنو جګړو او نړیوال امنیت لپاره یو کتلېست کېدای شي. د څه باندې ۵۰ کمي څېړنو یوه مېټا انلایز، چې د اقلیم او شخړو تر منځ اړیکه یې څېړله، وښوده چې "د هر ۱ معیاري انحراف (1σ) لپاره په اقلیم کې بدلون د تودوخې درجې د ګرمېدو یا شدید ورښت لامل کېږي، متوسط اټکلونه ښيي چې د خپلمنځي تاوتریخوالي فرېکونسي ۴ سلنې ته لوړېږي او د ډلو تر منځ د تاوتریخوالو شمېر ۱۴ سلنې ته پورته کېږي. د اقلیمي بدلونونو حکومت‌منځي پلاوی وايي چې په چاپېریالي کډوالۍ کې ګډوډي ښايي د شخړو له ډېروالي سره مرسته وکړي، که څه هم دوی د کم‌پيدا سرچینو د د ډېروالي پر رول لږ ډاډه دي. البته اقلیمي بدلونونه تل د تاوتریخوالي لامل نه کېږي او شخړې ډېری وخت له یو بل سره د تړلو عواملو له امله رامنځته کېږي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

ګڼو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون ښايي د شخړو د زیاتېدو لامل شي. د متحدو ایالتونو له متقاعدو جنرالانو جوړ «پوځي مشورتي پلاوي» وړاندوېینه وکړه چې د ځمکې تودوخه به په نا امنو سیمو کې د «خطر د ضریب» په توګه عمل وکړي. د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز او د امریکا د نوي امنیت مرکز چې د واشنګټن دوه فکري مرکزونه دي، راپور ورکړی چې توپانونه "د سیمه‌ییزو او ان ملي هویتونو د ننګولو وړتیا لري او په پایله کې یې د سرچینو پر سر وسله‌والې شخړې پېښېدای شي." دوی وايي چې تر ټولو لوی ګواښ به "په هېوادونو کې دننه او بهر د خلکو له پراخې کډوالۍ څخه" پېښ شي. له دې سره سره، نور څېړونکي په دې اړه لا ډېر شکمن وو: یوې څېړنې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو تر منځ په اروپا کې د اقلیم او شخړو تر منځ هېڅ کومه بامعنا احصایوي اړیکه پیدا نه‌کړه.[۸][۹][۱۰]

د اقلیمي بدلون او امنیت تر منځ اړیکه په ټوله نړۍ کې د مقاماتو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د مخ پر ودې جي۷۷ ډلې هېوادونو لپاره اندېښنه ده. لرې نه ده چې د اقلیمي بدلونونو اغېزې به د یوه امنیتي ګواښ په توګه مخ پر ودې هېوادونو ته سخت زیان ورسوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې «مارګارټ بکېټ» ویلي چې "یو بې‌ٍثباته اقلیم به د شخړې ځينې لوی محرکونه ډېر کړي چې د کډوالۍ فشارونه او د سرچینو لپاره سیالي یې بېلګې دي." د اقلیمي بدلون د انساني اغېزو او د تاوتریخوالي او وسله‌والو شخړو د ګواښونو تر منځ اړیکه ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې څو بحراني یا سخت شرایط په هم‌مهاله ډول تر اغېز لاندې راځي.[۱۱]

مخینه[سمول]

اقلیمي امنیت هغو امنیتي خطرونو ته ویل کېږي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اقلیم په نښو کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي. اقلیمي بدلون د بېلابېلو امنیتي راپورونو له لارې په یوویشتمه پېړۍ کې د نړیوال امنیت لپاره د یوه ستر ګواښ یا ناورین په توګه پېژندل شوی دی. په ۲۰۲۰ کال کې د نړیوالو فاجعه‌بارو خطرونو راپور چې د نړیوالو ننګونو بنسټ خپور کړی، څرګندوي چې اقلیمي بدلونونه به په ډېر احتمال سره د تمدن پای وي. ۷۰ سلنه نړیوال دولتونه اقلیمي بدلون د ملي امنیت موضوع ګڼي. اقلیمي خطرونو ته د پالیسیو لېوالتیا په چټکۍ سره وده کړې او د نورو موضوعاتو لکه د خوړو او انرژۍ امنیت، د کډوالۍ پالیسي او ډپلوماټیکو هڅو تر څنګ د پالیسۍ پر اجنډا هم اغېز کوي. اقلیمي بدلون یوه نړیواله ننګونه ده چې په اوږد مهال کې پر ټولو هېوادونو اغېز کوي، ځکه د اقلیمي بدلونونو اغېزې په نابرابر ډول په بېلابېلو سیمو کې خپرېږي. له دې سره سره، ښايي پر څنګ ته شویو او زیانمنونکو ټولنیزو ډلو لا ډېره نامتناسبه اغېزه وکړي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوال ګواښ د ارزونې راپور کاږي:[۱۶]

تېر ۱۱۵ کلونه د معاصر تمدن په تاریخ کې تر ټولو ګرمه دوره وه او تېر څو کلونه تر ټولو ګرم کلونه ثبت شوي دي. په ګرمه نړۍ کې د هوا سختې پېښې د لویو اغېزو احتمال لري او ښايي له نورو لاملونو سره یو ځای شي او د بشري ناورینونو، نښتو، د اوبو او خوراکي توکو د کمښت، کډوالۍ، د کاري قوې د کمښت او د برېښنا د پرې کېدو خطر ډېر کړي. څېړنو په ځمکنيو سیستمونو کې له اقلیم سره اړوند هغه شاخصونه نه دي پېژندلي چې د اقلیم د ناڅاپي بدلونونو احتمال ښيي.[۱۷]

اغېز[سمول]

په ۲۰۰۳ کال کې «پيټر شوارټز» او «ډاګ رانډال» د متحدو ایالتونو د ملي امنیت لپاره د اقلیم د اړوندو سناریوګانو احتمالي اغېزې وڅېړلې او دا پایله یې ترلاسه کړه چې "موږ د اقلیم د بدلون لپاره سناریو جوړه کړې ده، که څه هم ډېره احتمالي نه ده، خو د منلو وړ ده او دا به د متحدو ایالتونو ملي امنیت په داسې ډول وننګوي چې سملاسي دې موضوع ته پام وکړي." په موندنو کې راغلي وو:

دا احتمال شته چې د ځمکې دا تدریجې ګرمېدل به د سمندر د ترموهالین لېږدوونکي د ناڅاپي ټکني کېدو لامل شي چې له امله یې د ژمي په موسم کې شرایط سختېږي، د خاورې رطوبت په چټکۍ سره کمېږي او په هغو مشخصو سیمو کې د ډېرو شدیدو بادونو لامل کېږي چې اوس مهال د نړۍ لویه برخه خوراکي توکي په کې تولیدېږي. که کافي چمتووالی موجود نه وي، پایله ښايي د ځمکې په چاپېریال کې د انسان د لېږد ظرفیت پوره راکم کړي.[۱۸]

روغتیا[سمول]

څېړنو د تودوخې د سختو څپو له امله د مړینې کچه ښودلې ده. د تودوخې سخت شرایط کولای شي د حرارت د تنظیم لپاره د انسان پر ظرفیت غالب شي؛ راتلونکې سناریوګانې ښيي چې د ګلخانه‌يي ګازونو د تولید په ډېرېدو سره به په کال کې د نړۍ شاوخوا ۷۴ سلنه نفوس لږ تر لږه د شلو ورځو لپاره د وژونکې تودوخې له پېښو سره مخامخ کېږي.[۱۹]

رواني اغېزې[سمول]

په ۲۰۱۱ کال کې په «امریکن سایکالوژېست» مجله کې یوې مقالې د اقلیمي بدلون له امله د رواني اغېزو درې برخې مشخصې کړې: [۲۰]

  • مستقیمې اغېزې - "د شدیدې هوا او بدل شوي چاپیریال حادې یا زیان اړوونکې اغېزې"
  • غیر مستقیمې اغېزې - "د اغېزو د مشاهدې پر بنسټ د عاطفي هوساینې ګواښونه او د راتلونکو خطرونو په اړه اندېښنې لرل"
  • رواني ټولنیزې اغېزې - "د تودوخې، وچکالۍ، کډوالیو او د اقلیم له امله د شخړو او تر ناورین وروسته د تطابق اوږدمهاله ټولنیزې اغېزې"

د اقلیمي بدلون له امله د ټولنیزو رواني اغېزو پایلې د تاوتریخوالي زیاتوالی، د ډلو تر منځ شخړې، بې‌ځایه کېدل او ټولنیزې - اقتصادي نابرابرۍ دي. د څېړنو پر بنسټ، د تودوخې او تاوتریخوالي تر منځ اړیکه موجوده ده او د ځمکې په متوسطه تودوخه کې هر ډول زیاتوالی د تاوتریخوالي د زیاتېدو احتمال له ځانه سره لري.[۲۱]

شخړې[سمول]

دا چې اقلیمي بدلونونه پر ټولنو او د انسانانو پر ژوند پراخې اغېزې لري، نو احتمالي امنیتي پېښې خورا پراخې او پېچلې دي. دې موضوع ته په ۲۰۰۷ کال کې هغه مهال پام ډېر شو چې د اقلیمي بدلونونو د کمولو په برخه کې د هڅو له امله «ال ګور» او د اقلیمي بدلون حکومت‌منځي پلاوي ته د سولې په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. په هماغه کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اقلیمي بدلون او امنیت په اړه لومړنۍ مناظره جوړه کړه او وروسته په ۲۰۱۲، ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې په دې اړه نورې تعقیبي مناظرې هم جوړې شوې. د دې موضوع په اړه په یوه څېړنه کې د نړیوال بدلون په اړه د جرمني مشورتي شورا څلور مسیرونه مشخص کړل چې احتمالاً اقلیمي بدلونونه له شخړو سره تړي: د تازه اوبو سرچینې ویجاړول، خوراکي ناخوندیتوب، د طبیعي پېښو ډېروالی او شدت او د کډوالۍ د بڼو ډېروالی یا بدلون. راپورونه وايي چې دا لاملونه ښايي تاوتریخجنې شخړې ډېرې کړي، مثلاً د تاوتریخوالي لپاره د فرصتونو جوړښتونه بدلول (مثلاً کله چې دولتونه کمزوري وي نو محروم خلک په اسانۍ د وسله‌والو ډلو له‌خوا ګومارل کېدای شي) یا د زیانمنو خلکو شکایتونه لا پسې ډېر کړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په ۲۰۱۶ کال کې د بولټن اتومي ساینس‌پوهانو (Bulletin of the Atomic Scientists) له‌خوا په خپره شوې مقاله کې وړاندیز شوی چې په اقلیم پورې د اړوندو موضوعاتو پر سر شخړه ښايي د اټومي شخړې لامل شي چې په دې کې کشمیر، هند او پاکستان شامل دي. خو ځینې پوهان په دې باور دي چې اقلیمي بدلون دا احتمال نه‌لري چې د دولتونو تر منځ د جګړو پر ماهیت لوی اغېز ولري، خو پر کورنیو جګړو او ټولنیز شخړو يې د اغېزو په اړه اندېښنې مطرح شوې دي. د ۶۰ څېړنو د یوه مېټا انلایز پر بنسټ هسیانګ، بورک او میګویل دې پایلې ته رسېدلي چې ګرمه تودوخه او شدید ورښتونه ښايي خپلمنځي تاوتریخوالی تر ۴ سلنه او د ډلو تر منځ شخړې تر ۱۴ سلنه پورې ډېرې کړي (منځني اټکلونه). د دوی پایلې د نورو څېړونکو له‌خوا د بدیل ماډل د مشخصاتو لپاره په کافي اندازه د منلو نه دي. وروستۍ څېړنې دقیقې دي او پر دې سره یوه خوله دي چې په اقلیم پورې اړوندې طبیعي پېښې (لکه د تودوخې څپه، وچکالي، توپان او سېل) د وسله‌والو شخړو خطرونه په متوسط ډول ډېروي. ځکه نو اقلیمي بدلون «د خطر د ډېرېدو ضریب» دی چې د شخړو موجود خطرونه ډېروي. د دې موضوع په برخه کې او د دې موضوع په اړه نورې څېړنې په ۲۰۱۹ کال کې په «نیچر» ژورنال کې د یوې تخصصي ارزونې په خپرولو سره دې پایلې ته رسېږي چې په تېره پېړۍ کې د دولتونو تر منځ د وسله‌والو شخړو خطرونه له ۳ تر ۲۰ سلنه پورې د اقلیمي لاملونو په اغېزو پورې اړوند وو، خو د شخړو نور لاملونه ډېر مهم دي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. Joshua W. Busby (2007). Climate Change and National Security. Council on Foreign Relations. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-087609-413-6. د اصلي آرشيف څخه پر May 9, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Smith, Dan; Vivekananda, Janani (2007). "A climate of conflict". International Alert. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "World in Transition: Climate Change as a Security Risk". German Advisory Council on Global Change. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ryan P. Harrod and Martin, Debra L. The Bioarchaeology of Climate Change and Violence. New York: Springer, 2013.
  5. Burke, Marshall; Hsiang, Solomon M.; Miguel, Edward (1 January 2015). "Climate and Conflict". Annual Review of Economics. 7 (1): 577–617. doi:10.1146/annurev-economics-080614-115430. S2CID 17657019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hsiang, S. M.; Burke, M.; Miguel, E. (13 September 2013). "Quantifying the Influence of Climate on Human Conflict". Science (په انګلیسي ژبه کي). 341 (6151): 1235367. doi:10.1126/science.1235367. PMID 24031020. S2CID 1277105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Schneider, S.H.; et al. (2007). "Assessing key vulnerabilities and the risk from climate change. In: Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [M.L. Parry et al. (eds.)]". Cambridge University Press, Cambridge, U.K., and New York, N.Y., U.S.A. د کتاب پاڼي 779–810. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "National Security and the Threat of Climate Change Archived 11 August 2011 at the Wayback Machine.". Military Advisory Board, 15 April 2007.
  9. (په 10 October 2009 باندې). [{{{url}}} Cool heads or heated conflicts?].
  10. Kurt M. Campbell; Jay Gulledge; J.R. McNeill; John Podesta; Peter Ogden; Leon Fuerth; R. James Woolsey; Alexander T.J. Lennon; Julianne Smith; Richard Weitz; Derek Mix (October 2007). "The Age of Consequences: The Foreign Policy and National Security Implications of Global Climate Change" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Reuters. U.N. Council Hits Impasse Over Debate on Warming. The New York Times, 17 April 2007. Retrieved on 29 May 2007.
  12. "A Security Threat Assessment of Global Climate Change". The Center for Climate & Security (په انګلیسي ژبه کي). 2020-02-20. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Chloe Taylor (Jan 16, 2019). "Global tension is hampering our ability to fight climate change, Davos survey warns". CNBC. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Global Catastrophic Risks 2020" (PDF). Global Challenges Foundation. 13 July 2020. مؤرشف (PDF) من الأصل في November 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Global Security Defense Index on Climate Change". ASP. American Security Project. 2021. مؤرشف من الأصل في October 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Daniel R. Coats (Feb 13, 2018). "Worldwide Threat Assessment of the US Intelligence Community" (PDF). Statement for the Record. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nordås, Ragnhild; Gleditsch, Nils Petter (August 2007). "Climate change and conflict". Political Geography. 26 (6): 627–638. doi:10.1016/j.polgeo.2007.06.003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Peter Schwartz; Doug Randall (2003). "An Abrupt Climate Change Scenario and its Implications for United States National Security" (PDF). Climate.gov. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mora, Camilio; et al. (2017). "Global risk of deadly heat". Nature Climate Change. 7 (7): 501–506. Bibcode:2017NatCC...7..501M. doi:10.1038/nclimate3322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Doherty, Thomas J.; Clayton, Susan (2011). "The psychological impacts of global climate change". American Psychologist. 66 (4): 265–276. doi:10.1037/a0023141. PMID 21553952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Doherty, Thomas J.; Clayton, Susan (2011). "The psychological impacts of global climate change". American Psychologist. 66 (4): 265–276. doi:10.1037/a0023141. PMID 21553952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Conca, Ken (2019-01-02). "Is There a Role for the UN Security Council on Climate Change?". Environment: Science and Policy for Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). 61 (1): 4–15. doi:10.1080/00139157.2019.1540811. ISSN 0013-9157. S2CID 158940594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "To Address Climate Risks, Advance Climate Security in the United Nations". New Security Beat (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. WBGU (2007). World in Transition: Climate Change as a Security Risk. Berlin: Springer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Barnett, Jon; Adger, W. Neil (2007). "Climate change, human security and violent conflict". Political Geography (په انګلیسي ژبه کي). 26 (6): 639–655. doi:10.1016/j.polgeo.2007.03.003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Reuveny, Rafael (August 2007). "Climate change-induced migration and violent conflict". Political Geography (په انګلیسي ژبه کي). 26 (6): 656–673. doi:10.1016/j.polgeo.2007.05.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Nordås, Ragnhild; Gleditsch, Nils Petter (August 2007). "Climate change and conflict". Political Geography. 26 (6): 627–638. doi:10.1016/j.polgeo.2007.06.003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Zia Mian (December 7, 2016). "Kashmir, climate change, and nuclear war". Bulletin of the Atomic Scientists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Solomon M. Hsiang; Marshall Burke; Edward Miguel (2013). "Quantifying the Influence of Climate on Human Conflict". Science. 341 (6151): 1235367. doi:10.1126/science.1235367. PMID 24031020. S2CID 1277105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ide, Tobias; Scheffran, Jürgen (2014-09-02). "On climate, conflict and cumulation: suggestions for integrative cumulation of knowledge in the research on climate change and violent conflict". Global Change, Peace & Security (په انګلیسي ژبه کي). 26 (3): 263–279. doi:10.1080/14781158.2014.924917. ISSN 1478-1158. S2CID 144283223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Mach, Katharine J.; Kraan, Caroline M.; Adger, W. Neil; Buhaug, Halvard; Burke, Marshall; Fearon, James D.; Field, Christopher B.; Hendrix, Cullen S.; Maystadt, Jean-Francois; O’Loughlin, John; Roessler, Philip (2019). "Climate as a risk factor for armed conflict" (PDF). Nature (په انګلیسي ژبه کي). 571 (7764): 193–197. Bibcode:2019Natur.571..193M. doi:10.1038/s41586-019-1300-6. ISSN 1476-4687. PMID 31189956. S2CID 186207310. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Buhaug, H.; Nordkvelle, J.; Bernauer, T.; Böhmelt, T.; Brzoska, M.; Busby, J. W.; Ciccone, A.; Fjelde, H.; Gartzke, E.; Gleditsch, N. P.; Goldstone, J. A. (2014-12-01). "One effect to rule them all? A comment on climate and conflict". Climatic Change (په انګلیسي ژبه کي). 127 (3): 391–397. Bibcode:2014ClCh..127..391B. doi:10.1007/s10584-014-1266-1. ISSN 1573-1480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Raleigh, Clionadh; Linke, Andrew; O'Loughlin, John (2014). "Extreme temperatures and violence". Nature Climate Change (په انګلیسي ژبه کي). 4 (2): 76–77. Bibcode:2014NatCC...4...76R. doi:10.1038/nclimate2101. ISSN 1758-6798. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. von Uexkull, Nina; Croicu, Mihai; Fjelde, Hanne; Buhaug, Halvard (2016-11-01). "Civil conflict sensitivity to growing-season drought". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 113 (44): 12391–12396. doi:10.1073/pnas.1607542113. ISSN 0027-8424. PMC 5098672. PMID 27791091. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Detges, Adrien (September 2016). "Local conditions of drought-related violence in sub-Saharan Africa: The role of road and water infrastructures". Journal of Peace Research (په انګلیسي ژبه کي). 53 (5): 696–710. doi:10.1177/0022343316651922. ISSN 0022-3433. S2CID 113591140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Ide, Tobias; Brzoska, Michael; Donges, Jonathan D.; Schleussner, Carl-Friedrich (2020-05-01). "Multi-method evidence for when and how climate-related disasters contribute to armed conflict risk". Global Environmental Change (په انګلیسي ژبه کي). 62: 102063. doi:10.1016/j.gloenvcha.2020.102063. ISSN 0959-3780. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Scheffran, Jürgen; Link, Peter Michael; Schilling, Janpeter (2019-04-26), "Climate and Conflict in Africa", Oxford Research Encyclopedia of Climate Science (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, doi:10.1093/acrefore/9780190228620.013.557, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-022862-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Koubi, Vally (2019-05-11). "Climate Change and Conflict". Annual Review of Political Science (په انګلیسي ژبه کي). 22 (1): 343–360. doi:10.1146/annurev-polisci-050317-070830. ISSN 1094-2939. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Scartozzi, Cesare M. (2020). "Reframing Climate-Induced Socio-Environmental Conflicts: A Systematic Review". International Studies Review (په انګلیسي ژبه کي). 23 (3): 696–725. doi:10.1093/isr/viaa064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Mach, Katharine J.; Kraan, Caroline M.; Adger, W. Neil; Buhaug, Halvard; Burke, Marshall; Fearon, James D.; Field, Christopher B.; Hendrix, Cullen S.; Maystadt, Jean-Francois; O’Loughlin, John; Roessler, Philip (2019). "Climate as a risk factor for armed conflict" (PDF). Nature (په انګلیسي ژبه کي). 571 (7764): 193–197. Bibcode:2019Natur.571..193M. doi:10.1038/s41586-019-1300-6. ISSN 1476-4687. PMID 31189956. S2CID 186207310. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)