اقبال شاکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اقبال شاکر (۱/۱/۱۹۶۸، ملکنډ)، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.

مخينه[سمول]

اقبال شاکر د قلندر شاه زوی، د محمد گل لمسی او د گل خان کړوسی دی چې په ۱/۱/۱۹۶۸ نېټه د ملکنډ ايجنسۍ په بټخيله کې زېږېدلی او په قوم اتمانخيل دی. ښاغلي شاکر خپلې زده کړې د بټخېلې په سرکاري ښوونځي کې پيل کړې او بيا يې تر لسم ټولگي د بټخېلې په های سکول کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. هغه په ۱۹۸۵ ز کال کې د تاڼې د گورنمنټ ډگري کالج څخه د دولسم ټولگي د فراغت سند تر لاسه کړ. شاکر صيب درې کاله په ګورنمنټ پاڼ سوات پولې ټيکنيک انستيټيوټ کې مسلکي زده کړې وکړې او له نوموړي انستيتيوت څخه ېې د برياليتوب سند تر لاسه کړ. نوموړي په ۱۹۸۹ ز کال کې په پېښور پوهنتون کې تر څوارلسم ټولگي د خپلې زده کړې لړۍ پر مخ يووړه. په ۲۰۰۸ کال کې يې په ملکنډ پوهنتون کې په شخصي ډول تر ۱۶ ټولگي پورې د پښتو په څانگه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او اوس د پېښور پوهنتون پښتو څانگه کې د پې ايچ ډي ريسرچ سکالر دی او په دې برخه کې ېې هلې ځلې روانې دي. هغه دا مهال د خپلو زده کړو او څېړنې تر څنگ د بټخېلې په گورنمنټ ډگري کالج کې د پښتو ژبې د استاد په توگه دنده لري او د پښتنو ځوانانو په روزنه او پالنه بوخت دی. اقبال شاکر يو خاموش، دروند او مهربان انسان دی چې د خپلو لوړو اخلاقو او نېکې راشه درشې له لامله د ډېرو خلکو په زړونو کې ځانگړی ځای لري او ټول ورته د قدر او درناوي په سترگو گوري.

د شعر بېلگې[سمول]

د ښاغلي افبال شاکر ادبي شخصيت په هغه کنډه تلل پکار دي چې د نورو معاصرو شاعرانو او ليکوالانو تول پرې کېږي او بې له شکه چې دا ښاغلی د خپلو همزولو شاعرانو په کتار کې د لوړ او ځانگړي ځای خاوند دی. د هغه په شاعرۍ کې موږ د کمال او جمال ډېر څرکونه، نښې ليدلای، موندلای شو او د هغه په هر کلام کې لوړ تخيل او رنگين احساس د لوستونکو زړونه تسخيروي او ژور اغيز پرې کوي. نوموړی تل د خپل قام او ولس په درد دردېږي او شپه او ورځ د پښتون ولس د ښېگڼې، سوکالۍ او پرمختگ اندېښنې ورسره دي. شاکر صيب وايي: «دا پښتانه چې ورځ په ورځ بې پښتو کېږي داسې نور هر څه پرېږدئ اوس ددې خبرې غم پکار دی او په يو بل ښکلي او له پند او نصيحت نه په ډک شعر کې خپل قام او خلکو ته د ژوند د تيرولو گټورې او ښې لارې په گوته کوي. هغه د سياسي بصيرت، بيدارۍ او ويښتيا په لور هڅول کوي او داسې وايي:

په دروغــژنـو پـــه رهـــزنو غلـــو يقيـــن مه کوئ،

نور خدای ته وگورئ د خپل ارمان توهين مه کوئ

په پښتنــو کې خو ځه خېر دی قـبيلې خوند کوي

په سړيتوب کښې خو سړو دا تور او سپين مه کوئ

که دغه مړي د چــا هېـــر شـو خـو جـوهر څۀ لاړۀ

چې ماښام مه کوئ، جمعه مه کوئ، تلين مــه کوئ

اوس د دليــل د حــــوالــــې او د ثبــــوت دور دی

هســــــــې خـــــبرې د چــــراغِ الـه دين مــــه کوئ

د روح جذبـــه د ګـــور په مړو کښې هم نۀ سړېږی

هر څۀ کوئ خــــو سـپکاوی د چا د ديــــن مه کوئ

نۀ پـــه ائيــــن پوهېـــږئ نۀ په ائيـــــــــنه پوهېږئ

هســــې قيـــصې د ائـــينې او د ائيـــن مـــه کــوئ

د ښاغلي شاکر په شاعرۍ کې فني ښايستونه او ادبي نوښتونه له ورايه ځلېږي او د وينا رنگين خيال، ژوندی احساس او سندريزه رواني يي لوستونکي ځان ته راکاږي او ژور اغېز پرې کوي. وگورﺉ دا شعر له څومره ادبي رنگونو او ځانگړنو ډک دي او د لوستونکو زړونو ته په څومره اسانۍ لار پيداکوي:

چـــــې هر کلـــــــه بـــه ما د ژوند سندرې يادولې

هـــــوا بـــه راتـــه ستــا د خــــولې خبرې يادولې

آ غونډې غونډې تورې تورې ښکلې ښکلې څه وي

د ښار یــــوې جیـــنۍ راتــــه گورگـــورې يادولې

چـــــې کلــــه به فضـــا د الــــوتو د پـــاره ښه وه

چرګـــــوړو بــــه د بـــاز مـــاتــــــې وزرې يادولې

بابا بـــه خپل اولاد ته هـــره ورځ په مـــړه خېټه

پشـــــانتـــــې د سبـــــق خپـــلې نــــهرې يادولې

زما سره نور څـه وو پــه لفظـونو مې لاس بر وو

په شــعر کښـې مې د ژونــد لوړې ژورې يادولې

شاکره اننگــــو کـې بــه ېــې پټه شان خندا وه

اکثر به ېې پـــه قصـــــد خپلې ملگـــرې يادولې


اقبال شاکر چې کله په خله ټولنه او چاپېريال کې نارواوې او ټولنېزې ناخوالې کتلې نو پټه خوله نه دی پاتې شوی بلکې ښه ښکاره او په ډېر جرات ېې هغه په گوته کړې او د خلکو پام ېې ورته رااړولی دی. هغه د شعر په بېلاېلو اصنافو کې شاعري کړې او خپله طبع ېې ازمایلې د خو د غزليزې شاعرۍ پله ېې له نورو رخو درنه او غوښن تر سترگو کېږي او د هغه په وينا کې ځانگړي او ارزښتمن ځای لري.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱ - کودري (شعري ټولگه). 
۲ - رېدي رنگې اوبه (شعري ټولگه). 
۳ - سوې سوې واوره (د شاعرانو تذکره). 

ناچاپ نښيرونه يې[سمول]

۱- هم ته به مې جانان ېې (شعري ټولگه).

۲- زما قلم مضمونونه (نثر).

۳- پرښې (لنډې قيصې)، او تحقيقي مضمونونه.


اخځليک[سمول]

۱- http://zarlakht.net/content.php?id=11126‎