Jump to content

افغان پوست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغان پُست په افغانستان کې د لېږدونې يو دولتي شرکت دی چې په ټول هېواد کې څانګې لري، د هېواد له هرې سيمې بلې سيمې ته پوستي خدمتونه ترسره کوي، توکي، وسايل، اسناد او ټول هغه څه چې خلک يې غواړي بل چاته یې واستوي. دا شرکت يوازې په دننه هېواد پورې محدود ندی بلکې له بهرني هېوادونو هم هېواد ته د استولو خدمتونه ترسره کوي خو اصلي مرکزي څانګه يې په کابل کې ده.

افغان پوست
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
وېب‌پاڼه

تاريخ

[سمول]

په افغانستان کې پُستي خدمتونه په 1870 زېږدیز کال چې له 1249 لمريز کال سره سمون خوري، د امیر شیر علی خان د حکومت دوره وه پیل شول او څه د پاسه یوه نېمه پیړۍ مخېنه لري د هغه وخت اړتیا ته په کتو سره د کابل په بالا حصار سېمه کې لومړنۍ پُست خونه د (چاپار خاني) په نوم تأسیس شوه تر هغه وروسته د هېواد د لویو ښارونو په مراکزو کې یوه یوه پُسته خانه پرانېستل شوه، د دغو پُست خونو تر منځ د راجستري په بڼه د یوه او دوه مثقال وزن لرونکو دولتي او شخصي مکتوبونو لېږد را لېږد تر سره کیدو، پُستي ټکټونه د شاهې او ثنار ( د وخت مروجې سکي) په قیمت په سپېنو کاغذونو کې په ضعیف رنګ سره چاپ او په مکتوبونو نصب کېدل، د هغه وخت مشهور پُستي ټکټ د زمري سَر (کله شیر) وو چې یوه بېلګه یې اوس مهال د انګلستان په موزیم کې ساتل کیږي.

د افغانستان پُستي ادارې په (1928) زېږدیز کال کې د (UPU) یا نړیوالي پُستي اتحاديې، په (1968) ز کال کې د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې غړیتوبونه تر لاسه کړي دي چې د یادو نړیوالو نهادونو په همغږۍ سره په نړیوالو معیارونو برابر پُستي او ټولګټي خدمتونه وړاندې کوي.

د پُست د ادارې حقوقي بڼه په 1398 هـ ش کال کې د پُست له ریاست څخه دولتي شرکت ته بدلون وموند او د افغان پُست په نوم ونومول شوو او د پُستی خدمتونو د لا پیاوړتیا او معیاري کېدلو لپاره هر اړخېز ګامونه او فعالیتونه پلي شول. افغان پُست د هېواد په سطحه د 463 پُست خونو یوه پیاوړي او پراخه پُستي شبکه تشکیل کړه او د دغې شبکي له لارې یې په کابل ښار، ولایتي مرکزونو، هوائې ‌ډګرونو، سرحدي بندرونو، او ولسوالیو مرکزونو کې په ملي او نړیواله کچه د پُستي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې فعالیتونه پیل کړل.

د افغان پُست دولتي شرکت رهبرۍ پلاوی ژمن دی تر څو د پُستي خدمتونو د پیاوړتیا او لا پراختیا لپاره هر اړخېزي هڅي تر سره کړي تر څو پُستي خدمتونه او پُستي انتقالات په لا معیاري او ښه کیفیت سره هېوادوالو ته وړاندې کړي او همدارنګه د ټولګټو یا عامه خدمتونو لمن لا پراخه کړي تر څو هېوادوالو ته په ورځنیو رسمي چارو کې اسانتیاوي را منځ ته شي.

تګلاره

[سمول]

پُستي لېږدونې د خپلې محتوا، ماهیت او وزن له پلوه په بېلابېلو برخو وېشل کېږي، چې عبارت دي له: مکتبونو، پُستکارت، د (LC) په نوم د دوه کیلو ګرامه په اندازه وړو کڅوړو و مطبوع تر دوه کیلو ګرام تعین او تر پنځه کیلو ګرامه استثنا دي. او تر اوو کیلو ګرامه د ړندو کسانو توکي د (AO) او تر دېرش کیلو ګرامه توکي د (CP) په نوم یادېږي. هغه توکي چې لېږد یې ډېر اړین وي، د هوا له لارې انتقالېږي، همدارنګه هغه توکي چې لېږد یې ډېر اړین نه وي د ځمکې او یا هم د هوا له لارې انتقالېږي د (S. A. L) په نوم یادېږي (LC) او (AO) لېږدیز توکي په دوه ډوله تحویلېږي په عادي ډول او په ثبتي ډول

عادي لېږدیز توکي

[سمول]

دا ډول توکي د لېږونکي کس په وسیله پُست ته په عادي ډول سپارل کېږي، چې د پُست اداره د ټاکلو پیسو په تر لاسه کولو سره یې په عادي توګه وړي راوړي.

ثبتي لېږدیز توکي

[سمول]

دا ډول توکي د لېږونکي کس په سپارښتنې او د ټاکلو پیسو په ورکړې سره ثبت او پُست ته تحویل او د سند غوښتنه کوي، چې د پُست اداره هغه په ثبتي کتاب کې راجستر او لېږونکي کس ته راجستري سند ورکوي، چې پُستي اداره د دا ډول توکو په وړاندې ځواب ویونکې وي. همدارنګه هر پُستي اداره کولای شي فضایي او ضروري لېږدیز توکي چې یوه صفحه قات شوې مناسب کاغذ درلودونکي او ټولې خواوې یې سریښ شوې وي له خلکو تحویل کړي. دا رنګه توکي د ایروګرام په نوم یادېږي.

سرچينې

[سمول]

https://afghanpost.gov.af/ps