افغان پاسپورټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
افغان پاسپورټ

افغان پاسپورټ يو دولتي مدرک دی چې د افغانستان تابعت لرونکو ته د نړېوالو سفرونو د ترسره کولو پخاطر د باندنيو چارو وزارت لخوا ورکول کېږي. د ۲۰۱۱ کال د سېپتمبر په مياشت کې د افغانستان د باندنيو چارو وزارت دوه ډوله نوي افغان کمپيوټري پاسپورټونه خپلو ديپلوماتانو او د باندنيو چارو وزارت کارکوونکو ته ورکړل.[۱]

د کمپيوټري افغاني هويت کارډونو وروسته چې دا پروژه ۱۰۱ ميليونه ډالره لگښت لري، د افغان حکومت په پام کې ده چې له ۲۰۱۲ کال نه دا پروژه پيل کړي، اوسنی پاسپورټ به د نړيوال معيارونو سره سم کمپيوټري پاسپورټ شي. دا بدلونونه به په راتلونکي کې پاسپورټ اړونده درغليو او جعلکاريو مخه ونيسي. همدا راز به د حکومتي فساد، د انتخاباتي درغليو او چلبازيو مخه هم ډب کړي او محافظتي چارې به مخکښې شي.[۲]

دا هم وگورۍ

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. (په September 18, 2011 باندې). Foreign ministry issues computerised passports (Video). Pajhwok Afghan News
  2. Kabul residents to get computerised ID cards in 5 months Archived 2012-05-14 at the Wayback Machine.. Pajhwok Afghan News. September 18, 2011.