افغان بېسيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغان بېسيم په افغانستان کې یوه د ټليفوني خصوصي شبکه ده، چې په افغانستان کې د خصوصي ټليفوني شبکو له لومړنيو هغو څخه گڼل کېږي. افغان بېسيم مخابراتي شرکت لومړنۍ مخابراتي شرکت دى چې په افغانستان کې يې د گرځنده تلېفون خدمتونه دود کړل. دا شرکت توانېدلى د افغانستان په سلو کې ٨٥ برخو ته خپل خدمتونو پراخه کړي. د دغه شرکت رييس امين رامين وايي، اوس په دې شرکت کې ٣٥٠٠ تنو ته په مستقيمه توگه د کار زمينه برابره شوې او زرگونه نور په غير مستقيم ډول په دې شرکت کې کار کوي. دا شرکت په مايکروويف او جي پي ار اس سيستمونو سمبال دى. د موبايل له لارې خلکو ته د انټرنټ اسانتيا هم لري، چې د مياشتې ١٠٠٠ افغانۍ لگښت ورباندې راځي.

دا مهال په افغانستان کې د افغان بيسيم، روشن ، ام ټي ان او اتصالاتو دخصوصي او افغان ټيلي کام نيمه دولتي مخابراتي شرکتونه فعاليت لري. د وروستني نوښت نېټه، د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر د میاشتې ختم

  1. د جی - ایس ـ ایم گډونوال 14,855,235
  2. د سی – دی – ایم – یی گډونوال 96,947
  3. ثابت ټلیفونونه 63,533
  4. د ټليفون لرونكوفيصدى 55%
  5. پانگه اچونه په ميليون امريكايى ډالرو 1,536
  6. مخابراتي بيس سټېشنونه 3,822
  7. ترپوښښ لاندې نفوس Over 80%