افغانستان په ۲۰۱۴ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندنۍ پېښې په افغانستان کې په ۲۰۱۴ ز کال کې د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی (د سپټمبر تر ۲۹مې)، اشرف غني (د سپټمبر له ۲۹مې)
  • اجرائیه رئیس: عبدالله عبدالله (د سپټمبر له ۲۹مې)
  • د ولسمشر لومړی مرستیال:
    • محمد فهیم: د مارچ تر ۹مې
    • خالي: د مارچ له ۹ تر ۳۱مې
    • یونس قانوني: د مارچ له ۳۱مې د سپټمبر تر ۲۰مې
    • عبدالرشید دوستم: د سپټمبر له ۲۹مې
  • د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي (د سپټمبر تر ۲۹مې)، سرور دانش (د سپټمبر له ۲۹مې)
  • قاضي‌القضات: عبدالسلام عظیمي

پېښې[سمول]

جنوري[سمول]

  • 6 جنوري – د غزني ولایت د پولیسو د تلاشۍ په ځای کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله یې ۳ پولیس ووژل شول.
  • 8 جنوري – د امریکا د پخواني دفاع وزیر، رابرټ ګیټس کتاب خپور شو، چې ولسمشر باراک اوباما یې په افغانستان کې د جګړې د مدیریت له امله تر نیوکي لاندې نیولی و.
  • 9 جنوري – افغان دولت له زندان څخه د ۷۲ جنګیالیو د ازادیدو اعلان وکړ، که څه هم امریکایانو اعتراض کړی و چې هغوی امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
  • 11 جنوري – د امریکايي ځواکونو له خوا یو ۴ کلن افغان ماشوم ووژل شو.
  • 17 جنوري – د کابل په یوه رسټورانټ کې د ځانمرګي برید له امله ۲۱ افغانان ووژل شول. [۱]
  • 26 جنوري – یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په ښار کې د ملي اردو پر یوه بس باندې برید وکړ چې ۲ کسه یې ووژل او ۲ نور ټپیان کړل.

فبروري[سمول]

  • 10 فبروري – په کابل کې یوه موټر بم له ا یساف سره د دوه قراردادیان ووژل.
  • 13 فبروري –
    • پرکمشر کامیرون بیرډ هغه سلم اسټرالیايي شو چې د خپلې قربانۍ له مخې یې په روزګان ولایت کې د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۲۲مه خپل ځان له لاسه ورکړ او د «ویکټوري صلیب» مېډال یې تر لاسه کړ.
    • افغان حکومت په پروان کې ۶۵ بندیان ازاد کړل؛ که څه هم د امریکا متحده ایالاتو خپله اندېښنه څرګنده کړه چې هغوی د ناټو او افغان ځواکونو پر وړاندې د بریدونو مسوولیت درلود.
  • 24 فبروري – د پاکستاني طالبانو لوړپوړی قومندان، عصمت الله شاهین بیټنی په خیبر پښتونخوا کې ووژل شو.

مارچ[سمول]

  • 1 مارچ – د اسټرالیا په ډاروین ښار کې خلکو د افغانستان په جګړه کې د اسټرالیا د فعال رسمي ګډون د پای ته رسېدو له امله د ښه راغلاست پریډ تر سره کړ.
  • 6 مارچ – په لوګر کې د افغان سرتیرو پر یوې پوستې باندې د ناټو د یوې تېروتل شوې حملې له امله ۵ افغان سرتیري ووژل شول.
  • 11 مارچ – په کابل کې وسله والو کسانو د سویډن راډیو یو بهرنی خبریال، نیلز هورنر وواژه.
  • 12 مارچ –په کندهار کې د ملي امنیت د ریاست پر پخوانۍ ودانې باندې د طالبانو د برید نه وروسته افغان کمانډویانو او سرتیرو ۳ طالبان ووژل. طالبانو ادعا وکړه چې په دې برید کې یې ۴ کمانډویان او ۵ پولیس وژلي، دا ادعا د پولیسو له خوا تکذیب نه شوه.
  • 18 مارچ – د فاریاب په مرکز میمنه ښار کې په یوې ریکشا کې د اېښودل شوي ماین د چاودنې له امله ۱۵ کسه مړه او ۱۰ نور ټپیان شول. [۲]
  • 20 مارچ -
    • د طالبانو ۴ شکمنو غړو په کابل کې پر سرینا هوټل برید وکړ چې د ۴ بهرنیانو په ګډون ۹ کسان یې ووژل.
    • ځانمرګو بریدګرو د جلال اباد ښار د پولیسو پر حوزه برید وکړ چې له امله یې ۱۱ کسه مړه او ۲۲ نور یې ټپیان شول.

اپریل[سمول]

  • 2 اپریل – په پوځي جامو کې یوه ځانمرګي بریدګر به کابل کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر دفتر برید وکړ او ۶ پولیس یې ووژل.
  • 4 اپریل –  د ملي پولیسو په یونیفورم کې یوه افغان د اسوشیټیډ پریس اژانس دوه غړي په خوست کې وویشتل، په دغوو دوو کسانو کې انیا نیدرینګ هاوز د پولیټایزر جایزې ګټونکی او خبري عکاس و چې ووژل شوه او بل یې ټپي شو.
  • 24 اپریل –  یوه افغان پولیس په کابل کې پر درېو روغتيايي امریکايي کارکوونکو برید وکړ او ویې وژل. ویل کېږي چې دغه پولیس له برید وروسته خپل ځان هم وویشت.
  • 26 اپریل – په کندهار کې د پوځي چورلکې د لویدو له امله د ایساف ۵ بریتانوي سرتیري ووژل شول.
  • 26 اپریل – د افغانستان په شمال کې د وروستیو سیلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۱۲۳ کسانو ته ورسېد.
  • 26 اپریل – د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې وروسته له هغه دویم پړاو ته ولاړې چې د مالیې مخکني وزیر اشرف غني او د بهرنیو چارو مخکني وزیر عبدالله عبدالله و نه شو کړای چې په لومړي پړاو کې د رایو اکثریت (۵۰+۱) تر لاسه کړي.

مې[سمول]

  • 2 مې – د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د آب باریک په کلي کې د ځمکې ښوئیدو له امله ۳۵۰ کسه ووژل شول او څه باندې دوه زره کسان لادرکه شول.
  • 4 مې – افغان حکومت د همدې پېښې د قربانیانو په درناوي، د ملي ماتم ورځ اعلان کړ.
  • 8 مې – پر ډیورنډ کرښه د شمالي وزیرستان په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۸ پاکستاني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
  • 21 مې – طالبانو په بدخشان او لغمان ولایتونو کې خپل بریدونه پیل کړل، چې په ترڅ کې یې ۱۰ پولیس او ۳ ملکي وګړي ووژل شول.
  • 23 مې – وسله والو ځواکونو په هرات کې د هند پر کونسولۍ باندې برید وکړ.

جون[سمول]

  • 6 جون – د افغانستان د ملي ایتلاف نه د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې یو مخکښ نوماند، عبدالله عبدالله له یوې چاودنې روغ رمټ راووت.
  • 7 جون – په بغلان کې د شدیدو سیلابونو د راوتلو له امله ۶۵ کسه مړه او په زرګونو نور خلک یې بې کوره کړل.
  • 9 جون – له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د ناټو ۵ سرتیري ووژل شول.
  • 10 جون – په زابل ولایت کې ۵ امریکايي سرتیري، یو افغان سرتیری او د هغوی یو ژباړونکی هغه مهال ووژل شول، چې د ناټو له خوا په تېروتنې سره بمبار شول.

جولای[سمول]

  • 2 جولای – یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د ملي اردو د هوايي ځواکونو پر بس باندې برید وکړ چې ۵ تنه یې په کې ووژل شول.
  • 7 جولای – د رایو لومړۍ شمېرنې وښودله چې د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني د ټاکنو ګټونکی دی.
  • 8 جولای – طالبانو د افغانستان پر پلازمېنې د برید مسوولیت پر غاړه واخیست، چې له امله یې ۱۰ ملکي وګړي او د ناټو اړوند د چیک هېواد ۴ سرتیري او دوه افغان پولیس په کې ووژل شول.
  • 12 جولای – د افغان طالبانو په یوه برید کې د پاکستان د باجوړ په ایجنسس کې د پاکستان د پوځ ۳ سرتیري ووژل شول.
  • 12 جولای – د افغانستان د ولسمشرۍ په یوه جنجالي ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو، اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د ټولو رایو پر څېړنې هوکړه وشوه.
  • 15 جولای – د افغانستان د پکتیکا په یوه بازار کې د یوه موټر بم چاودنې له امله ۸۹ کسه ووژل شول او زیات شمېر نور یې ټپیان شول، دا برید یو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه ګڼل کېږي.

اګسټ[سمول]

  • 5 اګسټ – د مارشال فهیم په پوځي اکاډیمۍ کې د یوه وسله وال افغان سرتیري په برید کې هارولډ جي. ګرین ووژل شو او د یوه الماني برید جنرال په ګډون ۱۵ نور کسان ټپیان شول.
  • 14 اګسټ – په لغمان کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین وچاودید، چې له  امله یې ۳ پولیس مړه او ۴ نور ټپیان شول.
  • 23 اګسټ – د افغانستان د ټاکنو د رایو بیا شمېرنه وروسته له هغه پیل شوه چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري په منځګړتوب یوې هوکړې ته ورسېدل.
  • 30 اګسټ – طالب جګړه مارو په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ریاست پر ودانۍ برید وکړ چې د نږدې ۶ کسانو د مړینې لامل وګرځېد.

سپټمبر[سمول]

  • 8 سپټمبر – د یوه ځانمرګي برید په پایله کې، د کندهار امنیه قومندان ووژل شو.
  • 16 سپټمبر – په کابل کې د یوې سترې چاودنې له امله ۳ بهرني سرتیري (د امریکا د پوځ د یوه جګړن په ګډون) ووژل شول او ۵ نور یې ټپیان شول.[۳]
  • 21 سپټمبر – د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دوو سیالو نوماندانو، اشرف غني او عبدالله عبدالله د واک د وېش معامله لاسلیک  کړه، چې له مخې یې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو چې اشرف غني په کې ولسمشر او عبدالله عبدالله په کې اجرائیه مشر وټاکل شو.[۴]

اکټوبر[سمول]

  • 1 اکټوبر – په کابل کې د ملي اردو پر کاروان باندې طالب ځانمرګو برید وکړ، چې په پایله کې ۷ کسه مړه او ۱۹ نور ټپیان شول.
  • 8 اکټوبر – یوه ځانمرګي بریدګر په هلمند کې ۴ کسان مړه او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.
  • 13 اکټوبر -  د افغانستان په شمال کې د طالبانو په برید کې ۲۲ افغان پوځیان ووژل شول.[۵]
  • 14 الی 15 اکټوبر – د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست کارکوونکو په خوست کې د حقاني شبکې دوه لوړپوړي مشران د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

نومبر[سمول]

  • 10 نومبر – د یوه قومندان په ګډون ۱۰ پولیس په ننګرهار او لوګر کې ووژل شول.
  • 18 نومبر – په کابل ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر دوه کسان ووژل.
  • 23 نومبر – یوه ځانمرګي بریدګر د افغانستان په سویل کې د والیبال د لوبې په میدان کې خپل ځان وچاوداوه، چې له امله یې ۴۵ کسه ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول. [۱۱]
  • 27 نومبر – په کابل ښار کې یوه ځانمرګي برید د یوه بریتانوي په ګډون ۶ کسان ووژل.[۱۲]
  • 29 نومبر – د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، سون یوشی، د لومړي ځل لپاره په ډاګه اعلان کړه چې د پاکستان په پیښور کې یې له طالب استازو سره لیدلي دي. د همدې لیدنې موخه د سولې د احتمالي خبرواترو د لارو چارو په اړه وه.[۱۳]

ډیسمبر[سمول]

  • 1 ډیسمبر – په بغلان کې د یوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې د یوه ماین د چاودیدو له امله د دوو پولیسو په ګډون نږدې ۹ کسان ووژل شول.
  • 2 ډیسمبر – د پیاده عسکرو د ۷۵ مې لېوا د لومړي غنډ د براوو د ټولي پیاده عسکرو په ننګرهار کې پر طالبانو باندې برید وکړ، چې له امله یې مخامخ شپږ ساعته جګړه وشوه او ۲۵ یاغیان په کې ووژل شول، یو امریکايي ټپي او دوو نورو سرتیرو ته سیلور ستوري مېډالونه ورکړل شول. برسېره پر دې، دوو سرتیرو د برونزو ستوري او د مېړانې مېډالونه تر لاسه کړل او دوو نورو سرتیرو بیا «د ګډو خدماتو د تقدیر مېډال» تر لاسه کړ. [۱۴]
  • 11 ډیسمبر – یوه طالب ځانمرګي بریدګر د افغانستان د ملي اردو نږدې ۶ سرتیري د کابل ښار په څنډه د تره خېلو په سیمه کې ووژل.

سرچینې

  1. Mokhtar Amiri. "Taliban suicide attackers kill at least 21 at Kabul restaurant". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Afghan president picks new VP, bomb kills 15". Reuters. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Face of Defense: Heroic Navy Corpsman Receives Silver Star Medal". Department of Defence. February 19, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Suicide bomb attacks in Afghanistan kill seven, wound 21". Fox News Channel. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Deadly Taliban ambush in Afghanistan". Yahoo News UK. اکتوبر 13, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر اکتوبر 22, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghan intel agency captures two senior Haqqani Network leaders". the long war journal. October 16, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Senior al Qaeda leader reported killed in US airstrike in eastern Afghanistan". the long war journal. October 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Senior al Qaeda leader reported killed in US airstrike in eastern Afghanistan". the long war journal. October 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "U.S. Is Escalating a Secretive War in Afghanistan". The New York Times. February 12, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "British spies helped find Afghan trove of al Qaeda plans". the telegraph. February 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ehsan Popalzai and Ashley Fantz. "Suicide bomber kills 45 at Afghan volleyball game". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Afghanistan hit by string of Taliban attacks". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Assessing China’s Afghan Peace Play – Richard Weitz, December 5, 2014
  14. "1st Battalion, 75th Ranger Regiment honors its heroes". armymil. May 5, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)