افغانستان په ۲۰۱۱ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندې پېښې په افغانستان کې په ۲۰۱۱ ز کال کې د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • د ولسمشر لومړی مرستیال: محمد فهیم
  • د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي القضات: عبدالسلام عظیمي

جنوري[سمول]

  • پاکستان او د افغان چارواکو یوه پلاوي چې له طالبانو سره یې د سولې په برخه کې د منځګړتوب مسوولیت پر غاړه درلوده، د دواړو هېوادونو تر منځ یې د «جرګې» پر جوړولو هوکړه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دا تصمیم د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني او د دې کمېسیون د هغو لسو غړو په غوښتنه ونیول شو چې اسلام اباد ته یې سفر کړی و. په ورته وخت کې، د امریکايي سناټور، لیډیسي ګراهام هغه وړاندیز چې غوښتل یې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې تلپاتې پوځي اډې ولري، د طالبانو خښنم یې را وپاراوه او هغوی هم په خپل پیغام کې دا څرګنده کړه چې د امریکا له خوا د دا ډول څرګندونو کول دا په ډاګه کړه چې امریکا د افغانستان د اشغال نیت لري او غواړي د افغانستان خلک له خپلو حقونو څخه بې برخې کړي. [۱][۲]

فبروري[سمول]

  • د ۲۰۱۱ کال د فبروي په ۵مه، بریتانیايي ځانګړو ځواکونو او افغان سرتیرو په نیمروز ولایت کې یو کاروان تعقیب کړ او څو کسه طالبان یې په کې ووژل؛ دې کاروان ۱۲۲ ملي متري ۴۸ د ایران جوړ راکېټونه طالبانو ته وړل، تر څو طالبان وکولای شي خپل د راکېټې بریدونو واټن دوه برابره کړي (۱۲ مایله). [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

مارچ[سمول]

  • د امریکا ۱۰۱ هوايي قطعې د افغانستان په سویل ختیځ کې د وسلو د زېرمو د موندلو او وېجاړولو او د پسرلي موسم لپاره د طالبانو پر چمتووالي باندې برید وکړ. په دې جګړه کې چې د مارچ په وروستۍ اونۍ او د اپریل په لومړۍ اونۍ کې تر سره شوه، ۱۳۰ طالبان او ۶ امریکايي سرتیري ووژل شول. [۱۰][۱۱][۱۲]

اپریل[سمول]

  • د ۲۰۰۱ ز کال د جولای په میاشت کې د امریکا د دفاع وزیر، رابرټ ګېټس په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر د کمېدو نه دری میاشتې وړاندې په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې: «د طالب جګړه مارو فعالیتونو زیاتوالی موندلی، هغه هیله درلوده چې په راتلونکو څو اونیو کې به د شخړو او د طالبانو فعالیتونه زیاتوالی ومومي. موږ لا تر اوسه د خشخاشو د حاصل ټولو د موسم په نیمايي کې یو... له همدې امله فکر کوم چې هغه څه چې طالبان به یې د جګړې په ډګر کې ولري، هغه ښايي د مې او جون په میاشت کې د هغوی بېرته راتګ وي». د امریکا د متحده ایالاتو پوځي چارواکو ویلي و چې د طالبانو د خوځښت بهیر معکوس شوی دی، خو ګېټس خبرداری ورکړ چې د دوی سرتیري به «په واضیح توګه سره هڅه وکړي تر څو هغوی بېرته شا ته وتمبوي».[۱۳][۱۴][۱۵]

مې[سمول]

  • د امریکايي ځواکونو له خوا په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژنه تایید شوه.
  • د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲۱مه، یوه ځانمرګي بریدګر د کابل د سردار محمد داود خان په پوځي روغتون کې چاودنه وکړه چې له امله یې ۶ کسه مړه او ۲۶ نور ټپیان شول. [۱۶]

جون[سمول]

  • د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو او القاعدې ډلې باندې د بندیزونو د چارو د څارنې د کمېټې همغږي کوونکي، ریچارډ باریټ وویل چې هغه تمه لري د جون تر ۱۶مې پورې به د طالبانو د ۱۳۸ غړو نومونه دغې شورا ته وړاندې شي، تر څو تصمیم ونیول شي چې ایا د دغو کسانو نومونه له تور لیست څخه وایستل شي او که نه. د بندیزونو د لرې کولو پلویانو – چې د سولې د خبرواترو لپاره د طالبانو یوه له اصلي غوښتنو څخه وه – وویل چې دا کار به د سولې په بهیر کې ښه والی رامنځته کړي. هغه کسان چې نومونه یې په تور لیست کې دي، هغوی له هېواد څخه بهر ته د سفر کولو اجازه نه لري او همداشان تمه ده چې د هغوی بانکي حسابونه وتړل شي.[۱۷][۱۸][۱۹]

جولای[سمول]

  • د ۲۰۱۱ ز کال د جولای په ۱۲مه، د بریتانیا د ځانګړو هوايي خدماتو اپریټرانو په هرات ولایت کې په یوه هوټل کې دوه افغاني الاصله بریتانویان ونیول؛ باور کېږي چې له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې به دا لومړۍ پېښه وي چې بریتانوي وګړي په افغانستان کې ژوندي نیول کېږي. د بریتانیا د استخباراتو ادارې MI5 د دغې ښځې او مېړه په اړه معلومات درلودل، خو هغوی یې په خپل لومړیتوب کې نه و نیولي، خو د MI6 د استخباراتي افسرانو، GCHQ او د افغانستان د ملي امنیت د کسانو له خوا تعقیب شوي و چې د دوی پر وینا هغوی غوښت تر څو له طالبانو یا القاعدې سره د بم جوړولو د مهارتونو په زده کړه کې اړیکه ټینګه کړي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

اګسټ[سمول]

  • د اګسټ ۶ – د طالبانو له خوا د شینوک څرخکه را ولوېده، چې له امله یې ۳۸ کسان ووژل شول (۳۰ امریکايان او ۸ افغانان) او هېڅوک هم پکې ژوندی پاته نه شو. په دغه پېښه کې ۳۰ امریکايي سرتیري، اوه افغان سرتیري او یو ملکي ژباړن ووژل شو. په امریکايي وژل شوو کې ۱۷ سمندري ځانګړي ځواکونه هم شامل و چې د (DEVGRU) یوه برخه وه. دا هغه واحد و چې اسامه بن لادن یې وژلی و، خو په هغو عملیاتو کې وژل شوو یوه سرتیري هم ګډون نه درلود. [۲۴][۲۵]

سپټمبر[سمول]

  • د همدې میاشتې په نیمايي کې په یوه پنځه ورځنۍ دوره کې، د طالبانو یوه ځانمرګي بریدګر د وردګ ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو پر یوې اډې باندې له چاودونکو توکو ډک هغه موټر چې پر سر یې لرګي بار کړي و، وچاوه، چې د همدې چاودنې له امله ۴ افغانان مړه، ۲۰ ملکي افغانان او ۷۷ امریکايي سرتیري ټپیان شول.[۲۶]
  • د سپټمبر په ۱۳مه، د لسم SFG د لومړي کنډک نه د الفا عملیاتي ټیم چې ورسره د هنګري د ځانګړو عملیاتو سرتیري او افغان ملي پولیس هم مله و، د وردک ولایت په میدان ښار کې یې د پېژندل شویو طالب یاغیانو د پرمختګ د ډب کولو په موخه عملیات تر سره کړل.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اکټوبر[سمول]

  • د اکټوبر ۴- افغانستان او هند د ستراتیژیک ګډون هوکړه لیک لاسلیک کړ
  • دا چې افغانستان په تیره یوه لسیزه کې له وچکالۍ سره مخ دی نو دې هېواد د روان کال په ژمې کې د ۲.۶ میلیون وګړو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو په خاطر د ۱۴۲ میلیون امریکايي ډالرو غوښتنه وکړه. د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، محمد اصف رحیمي د هېواد وضعیت ټکان ورکوونکی او کړکېچن وباله او ویې ویل چې ۱۴ ولایتونه یعنې د افغانستان نیمايي ولایتونه په شمال او ختیځ کې له وچکالۍ سره مخ دي. زیاتره کروندګرو خپل څاروي وپلورل او اوس په ژمي کې د ژوندي پاته کېدو لپاره خوراکي مرستو ته سترګې پر لاره دي. په دې اضافه ۲.۶ میلیونه وږو وګړو سره د افغانستان د وږو وګړو ټولټال شمېر ۱۰ میلیونو ته ورسېد؛ د خوړو نړیوال پروګرام وویل چې دوی لا اوس هم د خوراکي مرستو په برخه کې له کمښت سره مخ دي، ځکه چې د دوی پخوانۍ غوښتنه په بشپړ ډول سره نه وه ځواب شوې. [۳۱][۳۲]

نومبر[سمول]

  • په پارلمان کې د کندهار ولایت استازو وویل چې د هېواد امنیتي ځواکونه لا تر اوسه پورې د دې جوګه نه دي چې په دې ولایت کې له ناټو ځواکونو څخه بشپړ امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي؛ هغوی وویل چې د طالبانو د رامنځته کېدو په ځای یعنې کندهار ولایت کې باید تر ټولو وروستی امنیتي مسوولیتونه له ناټو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي. دې ټکې ته په کتو سره، طالب جنګیالیو په کندهار ښار کې د ملګرو ملتونو پر دفتر باندې موټر بم چاودنه او وسله وال برید تر سره کړ، چې له امله یې د ملګرو ملتونو د ۳ کارکوونکو په ګډون ۵ کسه ووژل شول.
  • د افغانستان ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د اعتماد جوړونې د اقداماتو پر هغې «لارنقشې» باندې هوکړه وکړه چې په کې د سړکونو او اورګاډو د پټلۍ نه نیولې د پولو د کنټرول په اړه همکارۍ پورې موضوعګانې یې رانغاړلې، چې موخه یې له دې هېواد څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د هغه پیاوړتیا وه. دغه اعلامیه چې د ۱۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا په استانبول کې تصویب شوه، د هغې نړیوالې هڅې لپاره یو ګام و چې موخه یې تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د افغانستان د باثبات کولو او له ګاونډیو سره د اړیکې رامنځته کولو لپاره واخیستل شو؛ ځکه تمه کېده چې په ۲۰۱۴ ز کال کې به له افغانستان څخه زیاتره امریکايي ځواکونه ووځي. [۳۳][۳۴][۳۵]

ډیسمبر[سمول]

  • د ۲۰۱۱ ز کال د ډیسبمر په ۶مه د کابل، کندهار او مزارشریف په ښارونو کې د عاشورا په ورځ د یو لړ ترهګریرز بریدونو له امله د افغانستان ۶۰ شیعه وګړي چې زیات شمېر یې ماشومان او د مذهبي مراسمو د تر سره کولو په حال کې و، ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور یې ټپيان شول. دغه په خپل ډول کې ډېر همغږي شوي بریدونه چې ټول په یوه وخت کې تر سره شول، د ملکیانو پر وړاندې یو له تر ټولو مرګونو بریدونو څخه و. [۳۶][۳۷]

سرچینې[سمول]

  1. (په 2011-01-06 باندې). Pakistan-Afghanistan to hold peace jirga.
  2. (په 2011-01-06 باندې). Taliban rejects idea of US bases in Afghanistan.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  3. "British special forces seize Iranian rockets in Afghanistan". The Guardian. 9 March 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Hague fury as 'Iranian arms' bound for Taliban seized". BBC News. 9 March 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2011-02-01 باندې). U.S. General Sees Success Even if Pakistan Doesn't Act.
  6. (په 2011-02-10 باندې). Afghanistan suicide bomber kills district governor, 6 others.
  7. (په 2011-02-12 باندې). 19 killed as gunmen target police in Afghanistan.
  8. (په 2011-02-20 باندې). Karzai says NATO air raids killed 50 civilians.
  9. (په 2011-02-09 باندې). Afghan Rights Groups Shift Focus to Taliban.
  10. Muir, David, "Firefight: Honoring The Fallen", ABC World News, 9 April 2011.
  11. ""No Slack Battalion" in Barawala Kalay - The Long War Journal". www.longwarjournal.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The 101st Airborne Takes On the Taliban in Afghanistan". ABC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 2011-04-21 باندې). Gates: Increasing Violence in Afghanistan Expected in Weeks Ahead. ABC News.
  14. (په 2011-04-23 باندې). Pakistan Army Chief: Forces Have 'Broken the Back' of Insurgents. Voice of America
  15. Dupee, Matt, "Operation Badr: tracking the Taliban summer offensive in Jawzjan province", Long War Journal, 17 August 2011.
  16. (په May 30, 2011 باندې). NATO apologizes for Afghan airstrike that it says killed 9 civilians. CNN.
  17. Pakistan’s Spy Agency Is Tied to Attack on U.S. Embassy - NY Times, ELISABETH BUMILLER and JANE PERLEZ, September 22, 2011
  18. (په July 22, 2011 باندې). NATO kills 50 fighters, clears Afghan training camp. Reuters
  19. (په June 4, 2011 باندې). Afghans Want Sanctions Lifted on Taliban Figures. The New York Times.
  20. "'British Taliban' arrested in Afghanistan". The Guardian. 21 July 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "British couple captured in Afghanistan 'were planning attacks in UK'". The Telegraph. 21 July 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په July 13, 2011 باندې). WFP: Three Million in Afghanistan Will Need Food Aid. VOAnews.com
  23. (په July 17, 2011 باندې). Killing of adviser another blow to Afghan leader. Associated Press
  24. (په 11 August 2011 باندې). Helicopter Crash Victims Named. The New York Times.
  25. (په August 6, 2011 باندې). Copter Downed by Taliban Fire; Elite U.S. Unit Among Dead. The New York Times.US helicopter shot down in Afghanistan was on rescue mission Officials say the Chinook was assisting an army ranger unit when it was hit, killing 30 Americans and eight Afghans. The US Navy Seals and other troops whose helicopter was shot down in eastern Afghanistan had rushed to the mountainous area to help a US army ranger unit that was under fire from insurgents, two US officials said Sunday. The rescue team had completed the mission, subduing the attackers who had the rangers pinned down, and were departing in their Chinook helicopter when the aircraft was apparently hit, an official said. Thirty Americans and eight Afghans were killed in the crash, making it the deadliest single loss for U.S. forces in the decade-long war in Afghanistan. The rangers, special operations forces who work regularly with the Seals, afterwards secured the crash site in the Tangi Joy Zarin area of Wardak province, about 60 miles (97km) southwest of Kabul, an official said. On Sunday, Nato began an operation to recover the remains of the large transport helicopter, while Afghan and American forces battled insurgents in the region of the crash. The clashes Sunday did not appear to involve the troops around the crash site. "There have been a small number of limited engagements in the same district as yesterday's helicopter crash, however those clashes have not been in the direct vicinity of the crash site," NATO said in a statement. "As of now, we have no reporting to indicate any coalition casualties resulting from these engagements." Shahidullah Shahid, the Wardak provincial spokesman, confirmed the helicopter recovery mission was under way and said there were reports of Taliban casualties overnight. "There is a joint operation going on by Afghan and Nato forces. A clearing operation is ongoing in the district and there are reports of casualties among insurgents," Shahid said. "The area is still surrounded by American forces." Elsewhere in Afghanistan, Nato said insurgents killed four alliance service members in two separate attacks in the east and the south. It did not provide their nationalities or any other details. The deaths bring to 369 the number of coalition troops killed this year in Afghanistan and 46 this month. The downing of the helicopter Saturday was heavy setback for the US-led coalition as it begins to draw down thousands of combat troops fighting what has become an increasingly costly and unpopular war. Of the 30 Americans killed, there were 22 Navy Seals, three Air Force combat controllers and a dog handler, his dog and four crew members, a current US official and a former official said on condition of anonymity because military officials were still notifying the families of the dead. Most of the Seals belonged to the same elite unit that killed Osama bin Laden, although they were not the same people who participated in the May raid into Pakistan that killed the al-Qaida leader. The downing was a stinging blow to the lauded, tight-knit Seal Team 6, months after its crowning achievement.
  26. (په September 11, 2011 باندې). Truck bomb injures scores at U.S. base in Afghanistan. Miami Herald
  27. "Never leave a fallen comrade Green Beret earns Silver Star for heroism". army.mil. 14 June 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Foreign Subjects Arrested in Kandahar Province". Bakhtar News Agency. 15 September 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  29. (په September 13, 2011 باندې). Afghan gunbattle: Ryan Crocker says 'not a big deal'..
  30. (په September 14, 2011 باندې). Deadly Kabul siege finally ends as last Taliban attackers are killed..
  31. (په 2011-10-05 باندې). Afghanistan appeals for aid as drought looms.
  32. (په 2011-10-12 باندې). Afghan Opium Output Surges.
  33. (په 2011-11-01 باندې). Afghan MPs from Kandahar say troops there not ready to take full control from NATO.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  34. (په 2011-11-02 باندې). Afghanistan, Neighbors Discuss Next Steps.
  35. (په 2012-01-02 باندې). Al-Qaida, Taliban commanders seek Pakistani militants' help to fight US forces in Afghanistan.
  36. (په 2011-12-07 باندې). Pakistan-based group claims role in deadly blast in Kabul. The Washington Post with Foreign Policy.
  37. (په 2011-12-07 باندې). Rare Attacks on Shiites Kill Scores in Afghanistan. The New York Times.