افغانستان په ۲۰۰۵ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندې پېښې په ۲۰۰۵ ز کال کې د میاشتو په ترتیب په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

د واک چارواکي[سمول]

  • ولسمشر:` حامد کرزی
  • لومړی مرستیال: احمد ضیاء مسعود
  • دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي‌القضات: فضل هادي شینواری

فبروري[سمول]

د ۲۰۰۵ کال د فبروري په میاشت کې، د امریکا یو سناتور، جان مکین په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د تلپاتې اډو د جوړولو غوښتونکی شو او ویې ویل چې دا ډول اډې «به د امریکا د خلکو په ګټه وي، ځکه چې موږ په سیمه کې اوږدمهاله امنیتي ګټې لري». [۱][۲]

نوموړي دا خبرې په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې په مهال هغه وخت وکړي چې د امریکا د سنا د یوه پنځه کسیزه پلاوي په توګه له سیمې څخه یې د امنیتي موضوعګانو په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته سفر کړی و. په دې پلاوي کې د امریکا د هغه وخت سناتور، هیلري کلینټون چې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیره شوه، هم شامله وه. [۱]

مارچ[سمول]

  • د مارچ میاشتې په نیماي کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ریچارډ مایرز په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس مهال په افغانستان کې د دا ډول دایمي اډو د جوړولو امکان ارزوي. د مارچ د میاشتې په پای کې، د امریکا د متحده ایالاتو پوځ اعلان کړ چې په افغانستان کې یې په خپلو دوو پوځي اډو کې یعنې په بګرام او د کندهار په هوايي ډګر کې یې ۸۳ میلیونه امریکايي ډالر لګولي دي.  [۲]

اپریل[سمول]

  • کابل ته د امریکا د دفاع وزیر، ډونالډ رامزفیلډ د ناڅاپي سفر په ترڅ کې، افغان ولسمشر حامدکرزي په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي تلپاتې احتمالي شتون موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه هم په دې اړه له ولسمشر بوش سره خبرې کړي دي، خو رامزفیلډ په دې اړه چې امریکا به په افغانستان کې تلپاتې پوځي اډې ولري څه و نه ویل، خو دومره یې زیاته کړه چې په دې اړه به وروستی تصمیم سپینه ماڼۍ ونیسي. [۳]

مې[سمول]

  • په نیوزویک (NewsWeek) اونیزه کې د امریکايي مستنطقینو له خوا قران ته د سپکاوي په اړه ناسم خپور شوي رپوټ د افغانانو د لاریونونو لامل وګرځېد او دا لاریونونو له ۲۰۰۱ کار اهیسې پر افغانستان باندې د امریکا د تیري نه وروسته تر ټولو ستر لاریون و چې د کابل له حکومت څخه یې غوښت تر څو په افغانستان کې د امریکا د تلپاته پوځي اډو جوړولو ته د رد ځواب ورکړي.  [۲]

جون[سمول]

  • د جون ۲۷– د امریکا په مشرۍ د سرو کوڅرو عملیات پیل شول.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ 2005-voa8.cfm Senator Calls for Permanent US Military Bases in Afghanistan
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Afghan riots bode ill for US long-term plans
  3. "Karzai Hints at Permanent U.S. Military Basing". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)