افغانستان په ۲۰۰۲ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندنۍ پیښې په ۲۰۰۲ ز کال کې د میاشتو په ترتیب په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • مرستیال: هدایت امین ارسلا
  • مرستیال: محمد فهیم
  • مرستیال: نعمت الله شهراني
  • مرستیال: کریم خلیلي
  • مرستیال: عبدالقدیر (د جولای تر ۶مې پورې)
  • قاضي‌القضات: فضل هادي شینواری

جنوري[سمول]

  • 3د جنوري له ۳ تر ۱۴مې – د امریکا د متحده ایالاتو الوتکو د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو یوه مشکوکه غونډه بمبار کړه.
  • جمعه د جنوري ۴ – د ټیکساس ایالت د سن انټونیو د ښار اوسیدونکی، ضابط نتان راس چمپان د افغانستان په ختیځ کې د مخالفینو په یوه کمین کې ووژل شو. هغه لومړنی امریکايي سرتیری و چې د دښمن د برید له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. په دې برید کې د CIA یو مامور ټپي شو.
  • چهارشنبه د جنوري ۹مه – د امریکا د متحده ایالاتو اوه سمندري سرتیري په پاکستان کې د ناستې پر مهال له غره سره وجنګېده او ټول ووژل شول. پر افغانستان باندې د امریکا د برید په لومړیو درېو میاشتو کې، ۱۵ امریکايي سرتیرو خپل ځانونه له لاسه ورکړل.
  • پنجشنبه د جنوري ۱۰مه – د امریکا د متحده ایالاتو ځواکونه د هغوی د الوتکې د پورته کېدو په مهال په کندهار کې له ناپيژاندو وسله والو کسانو سره په جګړه کې شول. [۱]

فبروري[سمول]

جمعه د فبروري ۱ – د کابل په هوايي ډګر کې واوره د دې لامل شوه، تر څو د افغانستان د لنډمهاله دولت د مشر، حامد کرزي لېږدونکې الوتکه، چې هغه یې د  امریکا متحده ایالاتو او انګلستان ته له یوه اونیز سفر څخه بېرته افغانستان ته راوړی و، د بګرام په هوايي ډګر کې ناسته وکړي.

شنبه د فبروري ۲- حد افغانستان د لنډمهالې ادارې مشر، حامد کرزي د فرقه اي شخړو د څېړنې په موخه یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړ، کوم چې د افغانستان ثبات یې ګواښاوه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزیر، امان الله ځدراڼ په مشرۍ دغه نهه کسیزه کمېسیون سمدلاسه د هلیکوپتر په مت د افغانستان سویل ختیځ د ګردیز ښار ته ولاړ؛ هغه ښار چې څو ورځې وړاندې د شخړو شاهد و. [۲]

مارچ[سمول]

شنبه د مارچ ۲ -  د امریکا د پوځ او د ځانګړو ځواکونو د درېیمې ډلې یو لوړپوړی افسر، اسټنلي هریمن او دوه افغانان د امریکايي AC-130 الوتکې په مټ هغه مهال ووژل شول چې د دوی پر کاروان یې د دښمن فکر کړی و. هغوی د اناکونډا په عملیاتو کې ښکېل و، چې په دې برید کې دری امریکايي او ۱۴ افغان ځواکونه ټپیان شول. په لومړیو کې ویل شوي و چې هغوی له کمین سره مخ شوي و.

یکشنبه د مارچ ۳ – د اناکونډا د عملیاتو په درشل کې د هلیکوپتر د لویدو له امله اوه امریکايي سرتیري ووژل شول.

چهارشنبه د مارچ ۶ – د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د شوروي د وخت جوړ د الوتکو د وېشتلو SA-3 میزایل د خنثی کولو پر مهال دوه الماني او دری ډنمارکي سرتیري ووژل شول او اته کسه نور ټپیان شول.

اپریل[سمول]

شنبه د اپریل ۲- د پاکستان ولسمشر، جنرال پرویز مشرف د  افغانستان د لنډمهالې ادارې له مشر، حامد کرزي سره په کابل کې ولیدل؛ دا له ۳۰ کلونو وروسته کابل ته د لومړي پاکستاني چارواکي رسمي سفر و. دغو دواړو مشرانو هڅه کوله چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ښې کړی او په افغانستان کې د ثبات د پیاوړتیا لپاره له یوه بل سره همکاري وکړي.

چهار شنبه د اپریل ۳  – د ایران، افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمېسیارۍ تر منځ په جینوا کې د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه یو دری اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

شنبه د اپریل ۶ -  د چاودونکو توکو دری ډنماري او دوه الماني متخصصین د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د شوروي د وخت جوړ د الوتکو ضد SA-3 میزایلو د خنثی کولو په مهال ووژل شول او اته کسه نور ټپیان شول. د ۲۰۰۲ ز کال په نومبر کې، یوه ډنمارکي- الماني رپورټر خبر ورکړ، چې د چاودونکو توکو متخصصینو د همدې میزایلو د خنثی کولو پر مهال ایمني مقررات نه و رعایت کړي. د ۲۰۰۳ ز کال د مارچ په میاشت کې، دوه ډنمارکي افسران د غفلت په تور محاکمه شول.[۳][۴][۵]

مې[سمول]

چهار شنبه د ۲۰۰۲ ز کال د مې ۱ – د شنې خولۍ لرونکی د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری بګرام ته نږدې ټپي شو.

یکشنبه د مې ۱۹ – د امریکايي ځواکونو یو سرتیری د پکتیکا ولایت شکین ولسوالۍ ته نږدې په جګړه کې ووژل شو.

دوشنبه د مې ۲۰ – جاپان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم په افغانستان کې دننه او هم له افغانستان څخه بهر خپل لوژیستیکي ملاتړ تر شپږو میاشتو پورې وغځاوه.

چهارشنبه د مې ۲۲ – امریکايي الوتکو له پاکستان سره په نږدې پوله کې د ملیشو یوه ډله بمبار کړه.

پنج‌شنبه د مې ۳۰ – دوه C-130 هرکولس الوتکې چې په مرکزي افغانستان کې یې غور ولایت ته خوراکي توکي لېږدول، خپلې افریقايي اډې ته ولاړې.

دغو دوو الوتکو نږدې هره ورځ د پنځو میاشتو لپاره د هرات یا مشهد او غور تر منځ تګ راتګ کاوه او ۶۴۰۰ ټنه خوراکي توکي او تخمونه یې نږدې ۴۶۰۰۰۰ افغانانو ته ولېږدول.[۶][۷]

جون[سمول]

یکشنبه د جون ۱ – امریکايي سرتیرو د دښمن یو مشکوک جګړه مار لواړې ته نږدې وواژه.

سه شنبه د جون ۱۸- یوې ناپېژاندې ډلې پر کابل ښار باندې د راکیټ څو فایرونه وکړل چې څو دانې یې د امریکا سفارت څنګ ته ولګېدل.

• د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو هغه دوه وسله وال کسان په ترینکوټ کې ووژل، چې پر دوی یې برید کړی و. په یوه بل ځای کې، د امریکا ځانګړو ځواکونو او ورسره ۴۰ افغان سرتیرو شکین ته نږدې له یوه برید وروسته، د بېړنیو هوايي عملیاتو غوښتنه وکړه.

دوشنبه د جون ۲۴ – د امریکا د متحده ایالاتو سرتیري جلال اباد ښار ته نږدې د راکټي برید نه وروسته هاوانونه واورول او د بېړنۍ هوايي مرستې غوښتنه یې وکړه.[۸][۹][۱۰][۱۱]

جولای[سمول]

دوشنبه د جولای ۱- یوې امریکايي B-52 الوتکې د روزګان ولایت په مرکز کې د القاعدې او طالبانو پر مشکوکو دوکانونو او پناځایونو باندې بمبار وکړ. له بلې خوا، یوې AC-130 جنګي الوتکې هم څو کلي بمبار کړل. امریکايي چارواکو اعلان وکړ چې د دوی په باور د دښمن دقیقې سیمې یې تر هدف لاندې نیولي دي، خو افغان چارواکو وویل چې د واده په مراسمو کې یې ۴۸ ملکي وګړي مړه او ۱۱۷ نور یې ټپیان کړل. متحده ایالاتو ادعا وکړه چې د دوی الوتکې د سیمې د خلکو له خوا تر برید لاندې راغلي، که څه هم هلته په سیمه کې د الوتکو ضد داسې کومې وسلې تر سترګو نه شوې.

یکشنبه د جولای ۲ – وروسته له هغه چې په کندهار کې یوه روغتون ته نږدې د امریکايي سرتیرو کاروان تر برید لاندې راغی، یو امریکايي سرتیری سربېرن ټپي شو.[۱۲][۱۳]

اګسټ[سمول]

دوشنبه د اګسټ ۵ – د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو اسداباد ته نږدې له ډزو وروسته دوه کسان ووژل.

سه‌شنبه د اګسټ ۶ – امریکايي سرتیرو په یوه موټر کې سپاره څلور کسان هغه مهال ووژل کله چې یوې سپرلۍ هڅه وکړه پر امریکايي سرتیرو باندې ډزې وکړي.

چهارشنبه د اګسټ ۷ – د القاعدې د وسله والې ډلې له خوا د کابل په سویل کې د پوځ پر یوې پوستې باندې له برید وروسته نږدې ۱۵ سرتیري ووژل شول.

جمعه د اګسټ ۹ – په جلال اباد ښار کې د یوه ودانیز شرکت په ګودام کې یو موټر بم وچاودید، چې ۲۵ کسه یې مړه او ۸۰ نور یې ټپیان کړل. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سپټمبر[سمول]

پنجشنبه د سپټمبر ۵ – د کابل ښار په زړه کې یو موټر بم وچاودید چې په ترڅ کې یې څه باندې ۳۰ افغانان ووژل شول.

  • افغان ولسمشر، حامد کرزي باندې برید وشو او دا کار د دې لامل شو تر څو د خپلو افغان ساتونکو پر ځای د امریکا ځانګړې ځواکونه د ده امنیت وساتي.
  • په دغه برید کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری سربېرن ټپي شو.

چهارشنبه د سپټمبر ۱۱ – امریکايي سرتیرو په بګرام کې هغه وسله وال کس ټپي کړ چې د ساتونکو پر یوه برج یې برید کړی و.

د سپټمبر ۱۵ – دوه امریکايي سرتیرو د افغانستان په ختیځ کې د بم د چاودنې له امله ټپیان شول.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

اکټوبر[سمول]

د اکټوبر ۵ – یو امریکايي سرتیری د کندهار په شمال لویدیځ کې پر چورلکې باندې د ډزو له امله ټپي شو او په چورلکه کې سپرو سرتیرو بیا په متقابلو ډزو کې یو کس مړ او یو بل یې ټپي کړ.

سه شنبه د اکټوبر ۱۵- په لواړه کې د راکیټي برید په درشل کې، یو راکیټ د امریکا پر یوه لوی بیز باندې ولګېد. وروسته امریکايي سرتیرو دری مشکوک کسان په دې اړه ونیول.

چهارشنبه د اکټوبر ۲۳ – په اسداباد کې د امریکايانو پر کمپ باندې د هاوان ګولۍ ولګېده.

  • د نوي زیلنډ دری سرتیري په فراه کې د هغوی پر ګاډي باندې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ټپیان شول.[۲۵][۲۶][۲۷]

نومبر[سمول]

د نومبر په میاشت کې، د امریکا پوځ پر خپلو ځواکونو باندې د ۶۰ بریدونو خبر ورکړ، چې د جولای له ۵ راهیسې پر دوی شوي وو.

جمعه د نومبر ۱ – د خوست ختیځ ته په ۶۰ کیلومترۍ کې په ګربز ولسوالۍ کې له نیمې شپې وروسته د امریکا د ځانګړو ځواکونو د سیمې سویل ته په یو کیلومترۍ کې دری راکېټونه وچاودول.

  • دوه ۱۰۷ ملي متري راکېټونه له سپیده چاود وړاندې خوست ښار ته نږدې د سالرنو کمپ ته په ۵۰۰ مترۍ کې وچاودل. بله چاودنه بیا ۱۰ دقیقې وروسته د چمپن هوايي پوځي ډګر ته نږدې وچاودید.   
    • د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق ویاند وویل چې په ورځنۍ توګه په افغانستان کې ۵۰ ښځې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. د هېواد په ځینو سیمو کې ښځو اجازه نه درلوده تر څو د نارینه ډاکترانو له خوا درملنه تر لاسه کړي. [۲۸]

ډیسمبر[سمول]

یکشنبه د ډیسمبر ۱ – د شینډنډ د هوايي ډګر نه بهر یوه وسله واله افغان ډله چې د ګزمې په حال کې وه، یوه بله وسله واله افغان ډله یې د سړک پر غاړه ودروله. دویمې ډلې د ګزمې پر ډلې باندې ډزې وکړي. امریکايي سرتیري چې په هوايي ډګر کې دننه و، هغوی هم تر برید لاندې راغلل. امریکايي سرتیرو متقابل ډزې وکړي او وروسته او کله چې بریدګرو تیښته وکړه، نو د هوايي ځواک نه یې مرسته وغوښته. وروسته B-52 الوتکې ۲۰۰۰ پونډه وزن لرونکې اوه دانې لارښود شوې بمونه پرې واچول او نږدې اوه کسه یې ووژل. [۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. Fawad Muslim (2002-01-11). "Afghanistan News January 11, 2002". Afghanistannewscenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. John Pike (2002-02-20). "Army strongly denies charges that troops at Kandahar weren't attacked". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Fawad Muslim. "Afghanistan News April 14, 2002". Afghanistannewscenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. John Pike (2002-04-17). "DefenseLINK News: Soldier Wounded in Face in Kandahar, Afghanistan". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cawthorne, Nigel, The Mammoth Book of Inside the Elite Forces, Robinson, 2008 کينډۍ:ISBN کينډۍ:ISBN
  6. (په June 1, 2002 باندې). U.S. coalition's friendly fire kills 3 Afghans. CNN.
  7. Fawad Muslim (2002-05-22). "Afghanistan News May 22, 2002". Afghanistannewscenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په June 4, 2002 باندې). G.I.'s Scour Old Qaeda Base, but Find Little. The New York Times.
  9. "DefenseLink News Article: Enemy Forces Fire on U.S. Personnel in Afghanistan". مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. John Pike (2002-06-25). "DefenseLINK News: U.S. Forces Return Fire in Afghanistan". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fawad Muslim (2002-07-01). "Afghanistan News July 1, 2002". Afghanistannewscenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. John Pike. "VOA News Report". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fawad Muslim (2002-07-12). "Afghanistan News July 12, 2002". Afghanistannewscenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په August 7, 2002 باندې). World Briefing – Asia: Afghanistan: U.S. Soldiers Kill 2. The New York Times.
  15. (په August 8, 2002 باندې). 4 Killed as Suspects in Afghan Border Area. The New York Times.
  16. (په August 9, 2002 باندې). G.I. Hit on Afghan Patrol In a Third Day of Attacks. The New York Times.
  17. (په August 20, 2002 باندې). World Briefing – Asia: Afghanistan: Two Green Berets Wounded. The New York Times.
  18. John Pike (2002-08-26). "DefenseLINK News: Coalition Forces Complete Operation Mountain Sweep". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په August 29, 2002 باندې). U.S. military: Afghanistan cache holds newly made ammo. CNN.
  20. (په September 6, 2002 باندې). Traces Of Terror: Kandahar And Kabul; Afghan President Escapes Bullets; 25 Killed By Bomb. The New York Times.
  21. (په September 11, 2002 باندې). U.S. troops mark event that sent them to Afghanistan. CNN.
  22. (په September 16, 2002 باندې). Associated Press Archive - September 16, 2002: Two U.S. special operations soldiers injured when vehicle hits an explosive device. Nl.newsbank.com
  23. (په September 20, 2002 باندې). U.S. base attacked in Afghanistan. CNN.
  24. "U.S. soldier grazed by bullet in Afghanistan". Highbeam.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په October 5, 2002 باندې). US forces kill one in Afghanistan. BBC News.
  26. (په October 16, 2002 باندې). Attackers fire barrage of rockets at base in Afghanistan. USA Today.
  27. John Pike (2002-10-23). "DefenseLINK News: Land Mine, Shelling Incidents Illustrate Dangers in Afghanistan". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په December 22, 2002 باندې). THREATS AND RESPONSES: COMBAT; Paratrooper From New Jersey Dies in Afghan Firefight Near Pakistan Border. The New York Times.
  29. "Afghanistan News December 12, 2002". Afghanistannewscenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)