منځپانگې ته ورتلل

اسلم بلوڅ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اسلم بلوڅ
د شخص معلومات
اصلي نوم اسلم
زېږېدنه ۱۹۷۵
بلوچستان
د مړينې نېټه 25 ډېسمبر 2018 (42–43 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ غړي او لوی قوماندان

اسلم بلوڅ په پاکستان کي د بلوڅو آزادی غوښتونکو یو قوماندان وو. هغه د ٢٠١٨ د ډسمبر پر ۲۵ نېټه د کندهار ښار د عینو میني په سیمه کي د یو ماین د چاودني په ترڅ کي په شهادت ورسيدی[۱]. استاد اسلم بلوڅ د شهید بالاچ مري د نژدې ملګرو څخه وو، او د څاروان څخه تر بولانه د چریکي جنګونو قومانده یې پر غاړه لرل.

ژوندلیک

[سمول]

اسلم بلوچ په ۱۹۷۵ ز کال کي د "تکاری محمد اسلم" په نوم د بلوچستان په کوټه ښار کي د دهوار قبیلې په کهاله کي وزېږېدی. د نوموړي پلار رحیم داد خان نومېدی.

اسلم خپلي لومړنۍ زده‌کړي په کوټه کي د "سپېشل های سکول" څخه تر لاسه کړې، او د ۱۹۹۰ لسیزي په لومړیو کي چي لا د ځوانۍ په پړاو کي وو، د بلوڅ ملتپالو له افکارو څخه اغېزمن سو. اسلم د بلوڅانو په مشرانو کي د پیاوړي او زړې تجربې لرونکي ملتپال مشر خیر بخش مري څخه ډېر اغېزمن وو، او کله چي خیر بخش مري په ۱۹۹۴ کال کي له جلاوطنۍ راستون سو، اسلم به تل د هغه په فکري غونډو کي چي "حق تهوار" نومېدلې، ګډون کاوه.

څرنګه چي د خیر بخش مري فکري غونډي د ټولنیزو او سیاسي بحثونو پر بنسټ ولاړي وې، د اسلم بلوچ د باورونو په جوړېدو کي یې بنسټیز رول ولوباوه.

د ۱۹۹۰ لسیزي تر منځنیو پوري اسلم بلوچ خپل ځان په بشپړ ډول د بلوڅ ملتپال تحریک سره یو ځای کړ.

سیاسي ژوند

[سمول]

نوموړي څو ځله په ویدیویي پيغامونو کې د پاکستان پر پوځ د بریدونو مسوولیت منلی، او د پاکستان پر حکومت او پوځ یې تور لګاوه چې بلوڅان وژني، او د هغوی وسایل لوټي. پاکستان بیا پر نوموړي تور لګاوه چي په ۲۰۱۸ کال کي یې په کراچي ښار کي د چین پر کونسلګرۍ هم برید پلان کړی وو.

له سیاسي اړخه اسلم بلوڅ د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزي وفاداره ملګری ګڼل کېدی.

وژنه

[سمول]

اسلم بلوچ د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۲۵مه نېټه د افغانستان د کندهار ښار اړوند د عینو میني په ښارګوټي کي د یو ځانمرګي برید په پایله کي ووژل سو. راپورونه وایي چي اسلم بلوچ او د بلوچ د خپلواکۍ لښکر (BLA) نور لوړپوړي غړي دلته د یوه ستراتیژیک مجلس لپاره راټول سوي وه، او ځانمرګي بریدګر د دوی د استوګني ځای نږدې چاودنه ترسره کړه، چي په ترڅ کي یې اسلم بلوچ سخت ژوبل سو، او روغتون ته له رسېدو وروسته د خپلو ټپونو له امله مړ سو.

په یاده چاودنه کي پنځه نور بلوڅ خپلواکي غوښتونکي هم ووژل سول، چي پکښي دوه تنه لاندي قوماندانان شامل وه.

  • تاج محمد "تاجو" مري
  • کریم مري (چي په رحیم بلوچ هم مشهور و)

تر چاودني څه وخت وروسته د BLA ویاند جیاند بلوچ له یوه نامعلوم ځایه په یوه اعلامیه کي د اسلم بلوچ وژل تایید کړل او ویې ویل چي هغه او د هغه ملګري د بلوڅ ملتپالني په هدف شهیدان سوي دي.

داهم وګورئ

[سمول]

د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ

سرچينې

[سمول]
  1. بي بي سي پښتو (۲۵ ډيسمبر ٢٠١٨). "کندهار کې د بلوڅو بېلتون پالو پر قومندان ځانمرګی برید شوی".{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)