اسلام په ډومینیکا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ډومينيکا کې د مسلمانانو کره شمېر مالوم نه دی. د 2005 کال د نړیوالې مذهبي ازادۍ د راپور له مخې، اقلیتي مذهبونه او فرقې د 1.6 سلنې څخه تر 0.2 سلنې پورې نفوس جوړوي، چې په هغې کې د مسلمانانو ، یهودانو او نورو مذهبونو خلک ټول شامل دي. په ډومینیکا کې مسلمانان اقلیت دي، زیاتره مسلمانان له نورو هېوادونو څخه مهاجر شوي دي. د ډومینیکا په طبي کالج کې مسلمان محصلین زده کړې کوي چې په 2004 کې یې په ډومینیکا کې یو جومات جوړ کړ. په ډومینیکا کې ډېری مسلمان سازمانونه شتون لري.

 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.