اسلامي بانکونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اسلامي بانك نه مخ گرځېدلی)

کينډۍ:صاف اسلامي بانك دلومړي ځل لپاره دشخصي(انفرادي)كوښښونو په وسيله شروع شو ځكه چه معاصر بانكونه په سود باندي ولاړ ووه، اوسود داسلام له نظره ناروادي ،نو ځكه ځني ويښ مسلمانان د حكومتونو دبي تفاوتي څخه مايوسه شول اوپه انفرادي ډول يي بغير دحكومت څخه داهلي ځلي شروع كړي او وروسته ځني اسلامي هيوادونه په دي كوښښ كې شامل شول لكه پاكستان،ايران،سوډان....

لومړني اسلامي بانك[سمول]

لومړني اسلامي بانك په كال ۱۹۶۳م كښي دمصر په يوه وړوكې ښارچه د بيت عمر په نوم ياديږي جوړشو،دغه بانك ديو څوكسانو دشخصي هلوځلو په مټ جوړشو او دحكومت مرسته ورسره نه وه ملگري.په هغه وخت كې دسياسي ملاحظاتو په وجه دغه بانك ته دوي داسلامي بانك نوم نه وه وركړي ،ددي څخه وروسته داسلامي بانكونو جوړيدل پيل شول چه موهم يي په كال ۱۹۷۵ كې داسلامي ترقياتي بانك جوړيدل ووه.دغه بانك ديوه نړيوال بانك يا مرستندويه اداري په ډول چه بي سوده قرض وركوي جوړشو. په همدغه كال كې ددوبي اسلامي بانك جوړشو او ورپسي په كال ۱۹۷۸كې دمصر دالفيصل اسلامي بانك اودسوډان او كويت بانكونه(Finance House)جوړشول ددي نه وروسته دډېرونورو اسلامي بانكونو د جوړيدو لړي پيل شوه او تر اوسه داوم لري.

دكويت اسلامي بانك څورلس شاخي لري،دمصردالفيصل اسلامي بانك څلورويشت شاخي لري چه دمصر په ټولو ښارونوكې خوري دي ،اسلامي ترقياتي بانك د پانگوني اوپرمختگ اوه شاخي لري داسلامي هيوادونو له جملي څخه دسوډان هيواد ترټولو ډېر اسلامي بانكونه لري لكه البركه بانك،فيصل اسلامي بانك، اسلامي بانك دمغربي سوډان لپاره،دسوډان اسلامي بانك، اوځني نور چه ټول بي سوده پانگونه(سومايه اچونه)او قرض برابروي وجودلري.

داردون اسلامي بانك څورلس شاخي لري او يو د كاميابو بانكو نو څخه دي دابانك ۶۵۰۰۰څخه زيات پيسي اچونكې او مالي حساب لر ونكې(Depositor)لري .

دنورو اسلامي بانكونو بر خلاف دي بانك ته كمپني ويل كېږي او ددي د حصصو يا برخو(Shares)تجارت د امان د حصصو دراكړي وركړي په ماركېټ يا سټاك اكسچينج كې ترسره كيږي. او ددي بانك حصص داردون دټولو نورو بانكونود حصصو څخه ښه فعاليت كوي .

په لنډ ډول ويلي شو چه تر اوسه پوري دټولو اسلامي بانكونو شمير تقريباّ د ۲۶۵ څخه زيات دي او په ټولو اسلامي بانكونو كې د$۲۴۰بيلون روپيو څخه زياته سرمايه(كپيټل) په كار اچول شوي دي .

اسلامي بانكنونه دسود پرځاي د گټي او تاوان دشريكولو پر بنياد ولاړ دي .داسلامي بانكونو وده ياپرمختگ(Growth rate)په كال كې د۱۰%څخه تر ۲۰% پوري دي،داسلامي بانكونو په اړوند خلكو فكر كولو چه كامياب به نه شي او د غربي او په سود ولاړ سيستم دمقابله توان به ونلري مگر ددغو توقعاتوبر خلاف اسلامي بانكونه ډېر بريالي وختل او دغربي بانكونو ښه مقابله يي وكړه او په همدي وجه غر بي بانكونه متاّثره شول او ځني غربي بانكونو هم داسلامي بانكونو كړكې خلاصي كړي او زيار يي وكېښ تر څو داسلامي بانكاري تقليد وكړي ددغو بانكونو څخه څو موهم په لاندي ډول دي.

غربي بانكونو كې داسلامي بانكونو كړكې[سمول]

    • سټنډرډ چارټر بانك
    • سيټي بنك ( City Bank) په كال ۱۹۸۳ داسلامي بانك كړكې خلاصه كړه
    • Klient Benson(Unit Trust)Credit, Swiss
    • First Boston(Personal Investment account)
    • ustrian Leader’s Bank (Unit trust)
    • د چين دشانهاي بانك

په نړي كې داسلامي بانكونو لست ( )[سمول]

په ټوله نړي كې اسلامي بانكونه خواره دي په دواړو اسلامي او غير اسلامي هيوادونو كې په لاندي لست كې مونږ په هر هيواد كې يو څو اسلامي بانكونه د بيلگي په تو گه رااخستي دي.

داسلامي بانك نوم هيواد[سمول]

  • عرب البنين اسلامك بانك،ټيرانه البنيا
  • بانك البركه دالجيري،الجيريز الجيريا
  • مسلم كميونيټي كواپريټو اسټرليا استراليا
  • مسلم كميونيټي كريډيټ يونين استراليا
  • الامين كمپني فورسيكېوريټيز انډ انوسټمنټ فنډ بحرين
  • البركه اسلامك انويسټمنټ بانك بحرين
  • عرب اسلاميك بانك بحرين
  • بحرين اسلامك بانك بحرين
  • بحرين اسلامك انوسټمنټ كمپني بحرين
  • انوسټر بانك بحرين
  • فرسټ اسلامك انوسټمنټ بانك بنگلديش
  • اسلامك بانك ،بنگلديش بنگلديش
  • فيسل اسلامك بانك بنگلديش
  • اسلامك بانك اف بروناي،برحډ،دارالاسلام بروناي
  • اسلامك ډيولوپمنټ بانك اف بروناي،برحډ بروناي
  • تبونگ امانه اسلامي ،بروناي بروناي
  • سوسايټي جنرل فرانس
  • كپيټل گايډينس فرانس
  • الجيرين سوعدي ليزينگ حولډنگ كمپني فرانس
  • عرب گمبين اسلامك بمك گمبيا
  • بانك سيپه ايران جرمني
  • كامرس بانك جرمني
  • ډچ بانك جرمني
  • المين اسلامك فايننشل انډ انوسټمنټ كارپورشن،لميټيډ هند
  • بانك موسكات انټرنشنل هند
  • الفلاح انوسټمنټ لميټيډ هند
  • البركه اسلامك انوسټمنټ بانك اندونيشيا
  • بانك معاملات اندونيشيا،جكارته اندونيشيا
  • دل مال اسلامك ټرسټ اندونيشيا
  • بانك كشاورزي ،تهران ايران
  • بانك مسكن ايران،تهران ايران
  • بانك ملت،تهران ايران
  • بانك تجارت. ايران
  • عراقي اسلامك بانك فار انوسټمنټ انډ ډولوپمنټ عراق
  • بانك سيپا،ايران ايټاليا
  • جوردن اسلامك بانك اوردن
  • انټرنيشنل انوسټمنټ گروپ كويټ
  • البركه بانك لبنان
  • بانك اف بيروت لبنان
  • فيصل فايننس لكزامبرگ
  • فيصل حولډنگ لكزامبرگ لكزامبرگ
  • تكافل لكزامبرگ
  • عرب ماليزين مرچنټ بانك،برهډ،كلالمپور ماليزيا
  • بانك اسلام برهډ، كلالمپور ماليزيا
  • اسلامك بانكنگ انډتكافل ډيپارټمنټ بانك ماليزيا
  • فيصل فايننس،مراكو مراكو
  • فيصل فايننس،(نيدرلنډ) مراكو
  • حبيب نايجيرين بانك لميټيډ نايجيريا
  • احمد زركې انډ كو نيجيريا
  • بانك مسكت انټرنيشنل عمان
  • عمان عرب بانك عمان
  • الفيصل انوسټمنټ بانك لميټيډ،اسلام آباد پاكستان
  • التوفيق انوسټمنټ بينك لميټيډ،لاهور پاكستان
  • فيصل بينك لميټيډ پاكستان
  • عرب اسلامك بانك فلستين
  • عرب اسلامك انټرنيشنل بانك فلستين
  • دفلستين انټرنيشنل بانك فلستين
  • قطر انټرنيشنل اسلامك بانك قطر
  • قطر اسلامك بانك دوهه قطر
  • بدر بانك روس
  • اسلامك ډولوپمنټ بانك ،جده سعدي عرب
  • نشنل كمرشل بانك لمټيډ،جده سعدي عرب
  • سعدي امريكن بانك ،جده سعدي عرب
  • سعدي هالنډ بانك سعدي عرب
  • بانك الجزيره سنيگال
  • بانك اسلامي دسنيگال جنوبي افريقا
  • البركه بانك لميټيډ ،ډوربن سريلانكا
  • امنتااسلامك بانك سوډان
  • امنتا تكافل لميټيډ سوډان
  • سوډانيزاسلامك بانك سوډان
  • كوپوله اسيټ منيجمنټ،جنيوا سويزرلنډ
  • دارالمال اسلمي ټرسټ، (اس .اي) ،جنيوا سويزرلنډ
  • فيصل فاينني (سويزرلنډ)اس.اي،جنيوا سويزرلنډ
  • يونايټيډ بانك اف سويزرلنډ سويزرلنډ
  • البركه توركش فايننس هوز،استنبول تركېه
  • فيصل فايننس انسټيټيوشن،استنبول تركېنه
  • ابو دوبي اسلامك بانك متحده عربي عمارات
  • گلپ انټرنيشنل بانك،ابو دوبي متحده عربي عمارات
  • نيشنل بانك اف دوبي متحده عربي عمارات
  • البركه انټرنيشنل لميټيډ ،لندن انگلستان
  • البركه انوسټمنټ كو.لميټيډ،لندي انگلستان
  • السفا انوسټمنټ فنډ انگلستان
  • بانك سيفا ،ايران انگلستان
  • تكافل (يو.كې)لميټيډ،لندن انگلستان
  • الميزان كموډيټي فنډ في اي سي،ډربن ايرلنډ
  • داسلامك انوسټمنټ كمپني ،اس ټي.هيلير ايرلنډ
  • المنزل اسلامك فايننشل سرويس امريكا
  • امريكن فايننشل هوز امريكا
  • يونايټيډ مورگيج امريكا
  • امين هوزنگ كواپريټو،سنفرانسسكو امريكا
  • صبا اسلامك بانك،سنا يمن
  • فيصل اسلامك بانك يمن
  • يمن اسلامك بانك يمن
  • يمن نشنل انوسټمنټ كمپني،سنا يمن

اسلامي بانكونه څرنگه كار كوي[سمول]

اسلامي بانكونه دسود پرځاي داسلامي پانگوني (سرمايه اچوني)طريقي كاروي اوددي تر څنگ نور عادي بانكې خدمتونه محيا كوي دپانگه اچوني اسلامي شكلونه په لاندي ډول دي مشاركه مضاربه مرابحه بيع سلم بيع موجل اجاره استسنا قرض حسنه دغه ټول په تفصيل سره ذكر شوي دي او دلته يي يواځي نمونه كفايت كوي

بانكې خدمتونه[سمول]

داسلامي بانك لخوا وړاندي كېدونكې خدمتونه په لاندي ډول سره دي.

  1. جاري حساب(Current account):

د نورو عادي بانكونو په ډول سره يي سرته رسوي يواځني توپير يي دادي چه واضع اجازه يا خوښه اخلي دپيسي اچونكې څخه چه وكاروي دغه پيسي په خپلو نورو بانكې فعاليتونو كې .بانك په دي باندي كومه گټه نه وركوي اويواځي دساتني دنده لري اومالك يي هر وخت كولي شي چه ددهغه بانكې حساب څخه پيسي وباسي، بانك ددغه بانكې حساب ضامن دي او ددوي لخوا تضمين كېږي.

  1. دپس اندازحساب (Saving account):

دغه خدمت د څه مصرف(خرچه)څخه بيغير اسلامي بانك اجراكوي،هيڅ سود او يا گټه نه وركوي مگر په بيرته وركوونه كې ځني بانكونه يو خاص امتياز شايد وركړي پيسي اچونكې ته تر څو دوي تشويق شي .دبيلگي په توگه : ديوي وړي پروژي تمويلول او يا ځني تحفي وركول ،او دا هغو كسانو ته وركول كېږي كوم چه زياته سپما(saving) كوي او داسود نه گڼل كېږي ځكه له مخكې معين شوي ندي او دبانك په خوښه پوري اړه لري چه وركوي يي او كه نه او كه وركوي يي څومره وركوي؟ ددي دجواز دليل دنبي كريم صلى الله عليه وسلم يو حديث دي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ كَانَ لِرَجُلٍ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سِنٌّ مِنْ الْإِبِلِ فَجَاءَهُ يَتَقَاضَاهُ فَقَالَ أَعْطُوهُ فَطَلَبُوا سِنَّهُ فَلَمْ يَجِدُوا لَهُ إِلَّا سِنًّا فَوْقَهَا فَقَالَ أَعْطُوهُ فَقَالَ أَوْفَيْتَنِي أَوْفَى الله بِكَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ خِيَارَكُمْ أَحْسَنُكُمْ قَضَاءً ( ) ترجمه: له ابي هريرة رضى الله عنه څخه روايت دى وايي: د يو سړي په نبي كريم صلى الله عليه وسلم اوښ پور ؤ، نو راغى د خپل پور غوښتنه يې كوله، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړۍ، صحابوو رضى الله تعالى عنهم يې اوښ ولټاوه ويې نه موند، بلكې له هغه نه يې ښه وموند، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړۍ، هغه سړي وويل زما حق دې پوره راكړ، الله پاك دې ستا حق پوره دركړي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: بيشكه ستاسې غوره ستاسې غوره راكړه وركړه كوونكى دى.ددغه پورته حديث څخه څرگنديږي چه دا زيادت سود نه بكلي د احسان په معني دي اواحسان گڼل كېږي.

د پانگوني حساب (Investment deposit)[سمول]

دغه ډول بانكې حساب اسلامي بانكونوته مخصوص دي دايو څه مشابهت لري د ،،سپرده پس انداز و يا سپرده ثابت،،() سره په هر صورت بيا هم ددوي تر مينځ ډېر توپير شته. دتيوري له مخي داپيسي اچونه(deposit) نده بلكې بانك ته پيسي وركول دي چه ويي كاروي وكالتاّ دده له اړخه په بنياد دمضاربه چه پسي وركونكې صاحب دمال(رب المال) او بانك په دي صورت كې منيجر(مضارب)يا وكېل دي دا پيسي بانك ته په دي شرط وركول كېږي چه گټه او تاوان په كې شريك وي او دگټي حصه له وړاندي تعين كېږي په مابين د بانك او پيسي وركونكې تر مينځ .لكه څرنگه چه مخكې مووويل چه دگټي د ويش اندازه كوم چه ددغو پسيو دكاروني په و سيله سره مينځ ته را ځي ددوه اړخيزي موافقي په اساس ويشل كېږي نو ځكه له مخكې څخه بانك نشي كولي چه ووايي چه پسي اچونكې ته به څومره گټه وركوي مثلّ لس زره، شل زره ....بلكې يواځي فيصدي يي تعين كېږي لكه ۶۰% دگټي پيسي وركونكې ته او پاتي ۴۰% به دبانك بر خه وي.

دپيسو دليږدوني خدمت:اسلامي بانك دنورو بانكونو په شان دپيسو په ليږدونه كې ديوه ځاي څخه بل ځاي ته مرسته كوي او ددي خدمت په بدل كې كميشن (مزدوري)اخلي او همدارنگه د تجارت په كولوكې له تجار سره مرسته كوي او ددي په بدل كې هم يو اندازه مزد اخلي چه داشر عاّ جواز لري.

دا هم وگورئ[سمول]