ساکزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اسحق زي نه مخ گرځېدلی)

اسحاق زي چې د ساکزيو په نا مه سره هم شهرت لري د پښتنو د سړ بن په ټو لنېز گروپ کې يوه ډېره مشهوره قبېله ده چې خلک يې هم په کليوالي تو گه ژوند کوي او هم يې يو شمېر کو چياني ژوند لري٠ د تاريخ حيات افغاني ليکوال ډپټي محمد حيات خان په خپل دغه نا متو اثر کې چې دافغانستان د بيلا بېلو قو مونو او په عمده تو گه يې دپښتنو قو مونو او قبېلوپه اړونديې کښلی دی د اسحق زيو يا سا کز يو پښتنو په باب داسې وايې:" ساکزي دکند هار لو يد يز خواته په شگلنه سيمه کې دارغنداب د سيند پر غاړه د بست تر کلا پورې او همداراز څو سيمې يې د چکه علا قې په ښکتنۍ بر خه کې دهيلمند سين په ختېزه غا ړه کې پر تې دي٠ ځينې ځمکه وال خلک يې په گر مسير،فراه، شين ډنډ،لاش وجوين، دهرات جنوب لو ېدېز، دسيستان په شمال او ځينې يې هم په هرات کې مېشته دي٠ همدا راز دسا کزيو د قبيلې پورې اړونده دوې معتبرې کورنۍ ديادولو وړدي چې يوه يې د سر دار سالو خان کو رنۍ چې دلاش و جو ين په سيمه د درناوي او واک خاونده ده او بله يې د گر مسېر د کلای خا نشين په سېمه کې د رئيس سردار مدد خان کو رنۍ ده چې په دغې کو رنۍ کې موسی ډونگی يو مشهور سړی تېر شویدی٠(1)" په اوسني وخت کې اسحق زي يا سا کزي پښتانه د افغا نستان په لاند نيو ولايتونو کې مېشته دي :

١- د کند هار په ولايت کې: اسحق زي دکند هار ولايت په مر کز،د ميوند په ولسو الۍ،دپنجوايي په ولسوالۍ ،دارغنداب په ولسوالۍ او دمعروف په ولسوالۍ کې مېشته دي چې په دغه ولايت کې ددوی تخميني شمېر د سلو زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی.

٢-دهلمند په ولايت کې: دهلمند په ولايت کې هم يو زيات شمېر ساکزي اوسيږي ٠په دغه ولايت کې دوی دهلمند په مرکز لشکر گاه، دکجکي په ولسوالۍ ،دريگستان په ولسوالۍ، د خانشين په ولسوالۍ،دنوزاد په ولسوالۍ او دنهر سراج په ولسوالۍ کې استو گنه لري چې په نو موړي ولايت کې ددوی ټول شمېر څه د پاسه سل زره تنه ښو دل شويدي٠

٣-دفراه په ولايت کې: د فراه ولايت په مرکز او د لاش و جوين په ولسوالۍ کې هم زيات شمېر اسحق زي يا سا کزي مېشته دي چې په نو موړي ولايت کې ددوی شمېر پنځوس زره تنه ښودل شويدي٠

٤-دهرات په ولايت کې: په هرات کې د ساکزيو شمېر د هېواد د ټو لو ولايتو نو په پر تله ډېر دی٠په دغه ولايت کې ساکزي دانجيل،شين ډنډ، پښتون زر غون،گلران،کشک،غوريان او کهسان په او لسو اليو کې مېشته دي چې دهرات په ولايت کې دسا کزيو مجمو عي شمېر تر يو سلو پنځوس زرو تنو زيات ښودل شوی دي٠

٥-د بادغيس په ولايت کې: په دغه ولايت کې ساکزي دمر غاب او غورماچ په ولسواليو کې مېشته دي ٠ ٦-په فارياب ولايت کې: دفارياپ په ولا يت کې او په تېره بيا دپښتون کوټ په اولسوالۍ کې ساکزي پښتانه اوسي٠ زه ددې مقالې ليکوال کله چې په ١٣٥٧ کال ميمني ته تللی وم نو ما دميمني د لويدېز په پنځه کيلو مترۍ کې يو شمېر کو چيان ولېدل چې په کېږ ديو کې او سيدل او ځانونه يې اسحق زي بلل٠ ٧-د جو زجان په ولايت کې: په دغه ولايت کې هم داسحق زيو يو شمير کو رنۍ مېشته دي٠ ٨-دبلخ په ولايت کې: دبلخ په ولايت کې هم يو زيا ت شمېر سا کزي استو گنه لري چې دحيات ا فغاني مؤلف ددوی شمېر په ١٨٦٥ عيسوي کال کې چې له نن نه ١٤٣ کلونه پخوا کيږي ددوی شمېر دبلخ په ولايت کې تر زرو کو رنيو زيات او په ټول افغا نستان کې تر يولس زره کو رنيو نه زيات ښودلی دی٠

سرچينې

  • ١-تاريخ حيات افغاني، ډپټي محمد حيات خان،پښتو ژباړه،١٥٩ مخ ،ددانش خپر ندويې ټولنې چاپ،يېښور ٢٠٠٧ کال٠
  • ٢-پښتني قبيلې،دکتور لطيف ياد،درېم چاپ،دانش خپرندويه ټولنه،١٦-١٧ مخونه،٢٠٠٧کال،پېښور٠
  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد