منځپانگې ته ورتلل

استاد احمد لاهوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استاد احمد لاهوري ( شاوخوا 1580-1649) [۱] چي د احمد معمر لاهوري په نوم هم پیژندل کیږي د شاه جهان د واکمنۍ پرمهال د مغلو لوی معمار او انجنیر وو، او له آره یې د افغانستان په بدخشان ولایت پوري اړه درلوده. نوموړي په اګره کي د تاج محل او په ډیلي کې د سره کلا په ګډون د څو مغولو یادګارونو د جوړولو مسؤل پاته سوی دی، او دا دواړه د نړیوال کلتوري میراث ځایونه پیژندل کیږي. [۲] لاهوري په ډهلي کي د جامع جومات یو ډیزاین هم ترسره کړ. [۳]

استاذ احمد لاهوري
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵۸۰ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۶۴۹ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
دنده
architect (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

احمد لاهوري د مغولي معمارانو په ډله کې ترټولو لوی انجینر ګڼل کیږي، [۱] چي د معمارانو او ملکي انجینرانو له یوې نامتو کورنۍ څخه راغلی وو. هغه یو ډېر تکړه انجینر وو او د خپلې معمارۍ له امله یې د شاه جهان له خوا د نادر العصر لقب ترلاسه کړ. [۵] د لاهوري معمارۍ د هند-اسلامي او پارسي معمارۍ د ډیزاینونو ترکیب دی او په دې توګه د هند - پارسي کلتور لویه بېلګه بلل کیږي. د لاهوري مشهوره ډیزاین د تاج محل معماري په ټوله نړۍ کي په پراخه کچه ستایل کیږي، او د نړۍ د عجایبو په لست کي لوی مقام لري. [۶]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ . 2015. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . 1988. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  3. . 2015-08-28. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  4. سرچينې تړی: http://self.gutenberg.org/articles/eng/ustad_ahmad_lahauri.
  5. . 1996-03-01. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  6. . 2016-07-13. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)