اریولر مرغړي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په انګریزۍ کې ورته (Glands of Montgomery) نوم هم اخلي. د تي د سر چار چاپېره په اریولا کې د غوړو تولیدونکي مرغړي دي. تیلو ته ورته غوړ ترشح کوي تر څو د تیانو سرونه غوړ وساتي.

جوړښت[سمول]

په اریولا خو ځینې وخت د تیانو په سرونو هم اریولر مرغړي ګرد بهر ته وتلی جوړښت لري. په اومیندوارۍ کې د پام وړ غټوالی پیدا کوي او شمېر یې زیاتیږي. په هر تي کې یې معمولا شمېر له ۴ تر ۲۸ پورې وي.

دنده[سمول]

اریولر مرغړي غوړ ترشح کوي، غوړو ته یې طبي ژبه کې (lipoid fluid) نوم اخلي. د غوړو دنده یې د تیانو سرونو ساتنه ده. په دې ترشح کې بوي لرونکی ترکیب هم موجود وي کوم چې ماشوم تي رودلو ته اشتیا کې کوي. که چېرې د تي سر تحریک شي نو ترشح کې بوي لرونکی ترکیب خپریږي. له سوریانو سره نږدې غوړ پوستکی یې د اریولا له نور پوستکي نرم وي.

ممکن په ځینې ښځو کې بې کچې غوړ تولید کړي کوم چې خنثا روغتیایي حالت ګڼل کیږي په دې مانا چې د کومې ناروغۍ علایم نه دي

مخینه[سمول]

په انګریزۍ کې یې دوه نور نومونه (Glands of Montgomery, or Montgomery tubercles) د (William Fetherstone Montgomery) له نوم اخیستل شوي چا چې یاد مرغړي په لمړي ځل په کال ۱۸۳۷ کې تشرېح کړي.