اریولا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو نارینه آریولا

اریولا په سینه کې د سینې د سر چار چاپېره رنګدانه لرونکې برخه ده. په انګریۍ کې د تي سر ته (nipple) او ټول تي ته د (breast) نوم اخلي. په تي کې اریولا دایرې ته ورته برخه ده، له چا چاپېره نسجونو سره په هیسټولوجي توپیر لري. د بلوغ ته رسېدلې ښځې د تیانو په سرونو کې د شیدو تونل له پاسه چار چاپېره واړه سوریان وي کوم چې د شیدو د ترشح پر وخت شیدې بهر ته ورکوي. په انګریزۍ کې د کوچنیانو لخوا د مور رودل او یا هم لوسلو ته ( lactation) کلیمه کاریږي مانا یې بهر ته د شیدو ترشح ده او د (lactiferous) مانا له شیدو سره تړاو لرونکی، د شیدو جوړونکی، یا شیدو ته ورته مایع ده. په اریولا کې نور واړه سوریان د غوړو تولیدونکي مرغړیو (sebaceous glands) او (areolar glands) په نامه دي دواړه د غوړو تولیدونکي مرغړي دي خو جلا دندې او فعالیتونه لري.

د بالغ انسان ښځینه نپل څو کوچني خلاصونه لري چې د شیدو ورکولو په جریان کې د شیدو د نسجونو د غاړې په شاوخوا کې په ریډیک ډول تنظیم سوي دي . په ایرولا کې نورې کوچنۍ خلاصې سیباسیوس غدې دي چې د ایرولا غدود په نوم هم پیژندل کیږي. [۱]

د رنګ څرونګوالی[سمول]

د اریولا رنګ له سور نیولې تر ګلابي، نسواري تر تېز نسواري او تور پورې وي. کوم کسان چې رنګ کې کمه رنګدانه لري د اریولا رنګ یې روښانه وي خو که د بدن د پوستکي رنګدانه یې زیاته وي نو د اریولا رنګ یې خیره رنګ وي.

جوړښت او کچه[سمول]

په هر انسان کې د تي سر او د اریولا د دایرې اندازه توپیر لري. په ښځو کې د نر او انجونو په پرتله دایره لویه وي. د انسان اریولا معمولا دایروي شکل لري. د نر د اریولا ګردوالی معمولا ۲۸.۰ ملي متره یا ۱.۱ انچه وي. جنسي بلوغ ته د رسېدلې انجلۍ د اریولا ګردوالی تقریبا ۳۸.۱ ملي متره یا ۱.۵ انچه وي خو کچه یې تر ۱۰۰ ملي متره یا ۴ انچه هم رسېدلی شي. کومه ښځه چې غټ تیان لري او یا ماشوم ته شیدې ورکوي د نورو په پرتله یې د اریولای ګردوالی لوی وي.


پوستکی له درې طبقو جوړ دی لمړۍ طبقې ته یې (epidermis) نوم اخلي دوېمې ته یې (dermis) او درېمې ته (hypodermis) نوم اخلي. په اریولا کې د

(dermis) دنده له جامو، نا ارامۍ او چاودېدو ساتنه ده. ماشومان د تیانو رودلو پر وخت کله نا کله د تي سر او اریولا ته زیان اړولی شي.


په انګریزۍ کې (Mechanoreceptor) د حس غړي یا حجرې ته وایي کوم چې میکانیکي هڅونکي ته غبرګون ښي لکه غږ یا لمس ته غبرګون. کله چې کوچنی د خپلې مور تیان روي نو میکانو رېسپټر یې په چټکۍ سره ځان تطابق کې کوي، د اریولا چار چاپېره زیات میکانو رېسپټر موجود دي.

ناروغۍ[سمول]

د تیانو (Paget’s disease of the breast) د تیانو له سرطان سره تړاو لرونکی روغتیايي حالت دی، بهر ته ښکارېدنه اېکزېما یا د پوستکي پړسوب ته ورته والی لري، د اریولا او د تي د سر پوستکي کې تغیر رامنځته کوي.


نوټ : په انګریزۍ کې یوازې (Paget’s disease) کلیمه په زړو خلکو کې د هډوکو نسجونو له منځه تللو ته وایي دا یو جلا روغتیايي حالت دی او د سر د کوپړۍ، د ورانه د مفصلونو او د شمزي هډوکي اغیزمنوي.

سرچینې[سمول]

https://rahimiz.com/2022/04/20/areola-%d8%a7%d8%b1%db%8c%d9%88%d9%84%d8%a7/ Archived 2022-04-23 at the Wayback Machine.

  1. Doucet S, Soussignan R, Sagot P, Schaal B (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Secretion of Areolar (Montgomery's) Glands from Lactating Women Elicits Selective, Unconditional Responses in Neonates"]. PLOS One 4 (10): e7579. doi:10.1371/journal.pone.0007579. PMID 19851461. Bibcode2009PLoSO...4.7579D.