ارچي الکساندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ارچي الکساندر
ارچي الکساندر
ارچي الکساندر

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۴ مې ۱۸۸۸[۱][۲][۳][۴]
مړینه 4 جنوري 1958 (70 کاله)[۱][۲][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۵][۴][۶][۷][۳]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) [۵][۴]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون [۴]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سېول انجنیر [۴]
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ارچیبالډ الفونسو الکساندر (د ۱۸۸۸ز کال د مې په ۱۴مه زیږېدلی- د ۱۹۵۸ز کال د جنورۍ په ۴مه مړ شوی) یو امریکایی معمار او انجنیر و. هغه د ایوا پوهنتون لومړنی افریقی الاصل امریکایي فارغ التحصیل و او لومړی کس و چې د ایوا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي څخه فارغ شو. دغه راز هغه د امریکا د ورجین ټاپوګانو والي په توګه هم دنده تر سره کړي.

لومړنۍ ژوند او زدکړې[سمول]

الکساندر د ایوا ایالت په اوتوموا ښار کې په یوې کوچنۍ افریقایي-امریکايي ټولنې کې زیږیدلی. هغه د پرایس او مري همیلتون الکساندر د ۹ ماشومانو له ډلې مشر اولاد و. کله چې د الکساندر کورنۍ د دموین (د ایوا ایالت پلازمینه) نه بهر یوه فارم ته لاړه پرایس د ملي بانک مشر په توګه وټاکل شو. دغه راز الکساندر په ۱۹۰۵ز کال کې د اوک پارک عالي لیسې نه فارغ شو. همدارنګه الکساندر مخکې له دې چې د ایووا ایالتی پوهنتون (وروسته د ایووا پوهنتون په نوم ونومول شو) کې د انجینرۍ په برخه کې زده کړې وکړی، هغه د هالینډ پارک کالج او کمینز کالج د هنر په پوهنځی کې زدکړې کولې. الکساندر په هغه وخت کې نه یوازینی د پوهنتون تور پوستی زده کوونکی و، بلکې هغه لومړنی افریقایي الا صله امریکایي محصل و چې په ۱۹۱۲ز کال کې د ایوا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي نه فارغ شو. دغه راز الکساندر ته خپلو پروفیسورانو خبرداری ورکړی و چې د یو افریقایي امریکایي انجنیر په توګه هغه ته به کار موندل ډېر ستونزمن وي. همدارنګه الکساندر ایوا په پوهنتون کې یو له لومړنیو افریقایي-امریکایي فوټبال لوبغاړو نه و. الکساندر د کالج په لړ کې د خپلو د مصارفو او د زدکړو د فیسونو د پوره کولو په موخه څو نیم وخت دندې ترسره کړې. دغه راز هغه د زیاتره تورپوستي افریقایي (Kappa Alpha Psi) ورورګلوی ټولنې غړی هم و. همدارنګه الکساندر اوړي موسم کې د مارش په نامه د انجینرۍ شرکت لپاره د یوه نقشه ویستونکي په توګه کار کاوه، چې یاد شرکت په ډیس موینز کې موقعیت درلود او ډېری مهم پلونه یې ډیزاین کړي چې تر نن ورځې پورې پاتې دي. دغه راز الکساند په ۱۹۲۱ز کال کې د لندن په پوهنتون کې د خپلو رخصتیو په ترڅ کې د پل ډیزاین برخه کې زدکړي وکړي او وروسته یې په ۱۹۲۵ز کال کې د ایوا ایالت پوهنتون نه د انجینرۍ په برخه کې سند ترلاسه کړ.[۸][۹][۱۰][۱۱]

مسلکي ژوند[سمول]

انجنیري او معمارۍ[سمول]

الکساندر له پوهنتون نه تر فراغت وروسته او مخکې له دې نه چې په ۲۶ کلنۍ کې خپل انجینري شرکت جوړ کړ د مارش انجینرۍ شرکت کې د مدیر په توګه کار وکړ. دغه راز د الکساندر شرکت چې د (A. A. Alexander, Inc.) په نوم یادېده په اصل کې د پلونو جوړولو په برخه کې کار کاوه. همدارنګه الکساندار د خپل سپین پوسته قراردادي  جورج ایف هیګبي له مړینې مخکې د اتو کالو لپاره هغه سره شریک و، چې د هیګبي له مړینې نه وروسته الکساندر په یوازې توګه د څلورو کلونو لپاره د شرکت چارې پر مخ ویوړې او په دې موده کې د هغه د مهمو پروژو له ډلې یوه د ایوا پوهنتون د تودوخې او یخولو سیسټم و. په ۱۹۲۶ز کال کې الکساندر په سوداګرۍ او انجینرۍ برخو کې د هغه د پام وړ لاسته راوړنو لپاره د هارمون جایزه وګټله. په همدغه کال هغه د لاوریل وریوت جایزه هم ترلاسه کړه، کوم چې د کاپا الفا پسي لاسته راوړنو لپاره ترټولو لوړه جایزه ده.[۱۱][۱۲]

الکساندر په ۱۹۲۹زکال کې د خپل پخواني ټولګیوال او د فوټبال ټیم ملګړي موریس ریپاس شریک شو او د شرکت نوم یې په الکساندر او ریپاس بدل کړ. د دوی لومړۍ لویه پروژه د میشیګان په ګرینډ ریپډزسیمه کې د څو ملیون ډالرو په ارزښت د  فاضله اوبو د تصفیه او مدریت دستګاه وه. همدارنګه دوی په ټول هېواد کې د ګڼ شمېر سړکونو او پلونو د جوړولو دنده هم په غاړه درلوده په شمول د Whitehurst لویه لارې جوړول او د بالټیمور- واشنګټن لویې لارې پراخول. دغه شرکت د واشنگټن ډي سي په ټیډال بیسن کې د پل او سمندري دیوال جوړولو لپاره ګومارل شوی و او الکساندر د دې پروژې د ټولو ساختماني کارونو لپاره یو همغږي ټیم وګوماره. د دې کارونو سربېره د دوی شرکت د ماوټون هوایی ډګرهم جوړ کړ، چیرې چې د Tuskegee  په نوم هوایي ځواک هم روزل کېده او همدارنګه دوی د رنګینو مېرمنو د ملي ټولنې لپاره د استوګنځایونو جوړولو دنده هم په غاړه درلوده. د الکساندر شرکت د بې څاره بریالیتوبونو په  پایله کې په ۱۹۴۹ز کال کې د ایبوني مجلې یاد شرکت « په هېواد کې ترټولو نامتو بین النژادي سوداګرۍ» اعلان کړ. په پای کې الکساندر د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې له ۳۰۰ نه زیاتو پروژو مشري وکړه.[۱۱][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۲۵ز کال کې د ایوا پوهنتون هغه ته د انجینرۍ په برخه کې د ماسټرۍ افتخاري سند ورکړ. همدارنګه په ۱۹۴۶ز کال کې د هوارډ پوهنتون الکساندر ته د انجینرۍ په برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړه. که څه هم ځینې سرچینې ادعا کوي چې الکساندر د NAACP معتبر سپینګارن مډال هم ترلاسه کړ، خو NAACP هغه د یاد مډال د ترلاسه کونکي په توګه نه  ډلبندي کوي.[۱۶][۱۷]

سیاسی ژوند[سمول]

الکساندر په ۱۹۳۲ز کال کې خپل سیاسی ژوند هغه مهال پیل کړ کله چې دۍ د جمهوری غوښتونکو د ایالتی کمېټې مرستیال په توګه وګومارل شو چې په ۱۹۴۰ز کال کې یې دغه دنده بیا تر لاسه کړه. دغه راز الکساندر په ۱۹۳۴ز کال کې د هایټي هېواد د اقتصادي فرصتونو د څېړنې ټیم غړي په توګه وټاکل شو او په همدې ډول د ۱۹۳۰ لسیزې په اوږدو کې الکساندر د جمهوري غوښتونکي ګوند فعال غړی و. همداراز هغه د ​​۱۹۵۲ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډوایټ ډي آیزنهاور لپاره په کلکه کمپاین وکړ. دغه راز الکساندر د جمهوري غوښتونکو ګوند لپاره د کار کولو سربیره د افریقي امریکایي سازمانونو کې هم فعال و. الکساندر په ۱۹۴۴ز کال کې په ډیس موینز کې د NAACP د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې همدارنګه هغه د تور پوستانو د مرکزي ټولنې د بورډ مشر او د هوارډ پوهنتون او د توسکګي موسسې یو باوري غړی هم و.[۱۸][۱۹]

الکساندر په ۱۹۵۴ز کال کې د ولسمشر ډوایټ ډي. آیزنهاور له خوا د امریکا د ورجین ټاپوګانو والي وټاکل شو، چې په یادو ټاپوګانو کې د لومړي مدني حکومت له جوړېدو وروسته الکساندر لومړی جمهوري غوښتونکی والي و. په دې دنده کې د هغه د کار موده لنډه او خورا جنجالي وه، ځکه هغه په ۱۹۵۵ز کال کې د ​​سینټ توماس ټاپو د سړک جوړولو په قراردادونو کې د پخوانیو سوداګریزو شریکانو په ګټه تورن شوی و، چې د متحده ایالاتو د استازو مجلس له خوا د الکساندر په اړه څیړنه وشوه، چې وروسته هغه د ۱۹۵۵ز کال د اګسټ په ۱۸مه د روغتیایي دلایلو له امله استعفا ورکړه.[۲۰]

شخصي ژوند[سمول]

الکساندر په ۱۹۱۳ز کال کې د کلرادو په ډینور ښار کې له آډرا لینډسي سره واده وکړ. دوی د ارکیبالډ الفونسو جونیئر په نوم یو ماشوم درلود، چې ماشومتوب کې مړ شو. الکساندر په ۱۹۵۸ز کال کې د ایوا پلازمینه ډموین کې د زړه د حملې له امله مړ شو.[۲۱]

میراث[سمول]

په ۱۹۷۳ز کال کې د اډرا لینډسي الکساندر له مړینې وروسته د الکساندر له وصیت سره سم د ایوا پوهنتون، توسکګي موسسې، او هوارډ پوهنتون د انجینرۍ برخه کې د بورسونو لپاره مرستې ترلاسه کړې، چې هر پوهنتون د انجینرۍ برخه کې د بورسونو لپاره له ۱۰۰،۰۰۰ ډالرو نه ډېر (په ۲۰۰۹ز کال کې شاوخوا ۱.۵ میلیون ډالره) مرستې ترلاسه کړې. دغه راز د ارچي الفونسو الکساندر مقالې د ایوا پوهنتون په ځانګړي ټولګه او ارشیف کې ساتل شوي دي.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Archie Alphonso Alexander — Biographical Dictionary of Iowa ID: https://uipress.lib.uiowa.edu/bdi/DetailsPage.aspx?id=7 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: University of Iowa Press — ISBN 978-1-58729-685-7
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Archie Alphonso Alexander — Biographical Dictionary of Iowa ID: https://uipress.lib.uiowa.edu/bdi/DetailsPage.aspx?id=7 — د نشر نېټه: ۱۵ مارچ ۲۰۲۰ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1001909
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — پاڼه: 29-32 — پیدا کوونکی: ګووګل — د خپرولو نیټه: ۲۷ نومبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۱۵ مارچ ۲۰۲۰
  6. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  7. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — دوتنه: Dreck Spurlock Wilson — ISBN 978-0-415-92959-2https://dx.doi.org/10.4324/9780203493120
  8. Wynes, Charles E. (April 15, 2014). Alexander, Archie Alphonso (1888-1958), engineer. Oxford University Press. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.1001909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Alexander, Archie Alphonso. "Archie Alphonso Alexander". Library of Congress Prints and Photographs Division. View original photograph. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wilson, Dreck Spurlock (2004). African-American Architects : A Biographical Dictionary 1865–1945. New York, NY: Routledge. د کتاب پاڼي 11–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-92959-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sobers-Outlaw, Gill (April 15, 2014). "Archie Alphonso Alexander (1888-1958) •" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Celebrating African American History Month with Role Models in Science & Engineering Achievement: Archibald A. Alexander". Scienceblogs (په انګلیسي ژبه کي). February 12, 2014. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Details Page - The Biographical Dictionary of Iowa - The University of Iowa Libraries". uipress.lib.uiowa.edu. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Alexander, Archie Alphonso. "Archie Alphonso Alexander". Library of Congress Prints and Photographs Division. View original photograph. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Spingarn Medal Winners: 1915 to Today". NAACP (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر April 12, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Henderson, Alexa Benson (1994). "African-American Business Leaders: A Biographical Dictionary. ByJohn N. Ingham and Lynne B. Feldman · Westport, Conn.: Greenwood Publishing, 1993. xiv + 806 pp. Appendixes, bibliographic essay, and index. $99.50. ISBN 0-313-27253-0". Business History Review. 68 (2): 289–292. doi:10.2307/3117448. ISSN 0007-6805. JSTOR 3117448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Alexander, Archie Alphonso. "Archie Alphonso Alexander". Library of Congress Prints and Photographs Division. View original photograph. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Washington, Jess (February 14, 2020). "Chick-fil-A College Football Hall of Fame Celebrates Black History Month". www.dallasweekly.com. د اصلي آرشيف څخه پر June 11, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Archie A. Alexander Memorial - University of Iowa Scholarships". uiowa.academicworks.com. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Engineering | Tuskegee University". www.tuskegee.edu. د لاسرسي‌نېټه June 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)